Sunday, March 22, 2020


Zinc
   

واحد مشواني
فریمانټ ، کلیفورنیا دمارچ ۲۱

زینک یو ډیر مهم منرال دی چی د انسان دبدن په دفاعي سیستم ، دخؤړو په میتابولیزم اود بدن د ټوټو په بیارغؤنه کی رول لوبوي
. دغه رنګه زینک دبدن د ۳۰۰ انزایمونو په فعالیت کی برخه اخلي . ستاسوبدن زینک نه ذخیره کوي نوځکه موبدن هغوخؤړو ته هره ورځ اړتیا لري چی زینک پکی وي . د نارینه بدن هره ورځ ۱۱ ملي ګراموزینک او ښځې ۸ ملي ګرامه زینک ته اړتیا لري 
او که چیرې مور ماشوم ته شیدې ورکوي نو دورځې ۱۲ ګرامه زینک ته اړتیا لري .

په لاندی خوراکی موادو کی زینک په مختلفواندازو وجودلري

غؤښه (غویي ، پسه )
شریمپ
اویستر
الاسکا کریب (پنجل پاوو)
نخود
لوبیا
زړي لکه د بنګو زړي ، کؤنځلې ، کدو زړي ، زغر
جلغوزي ، بادام ، کیشیو ، مومپلي
شیدې ، پنیر
هګئ
وریژې ، دغنمو ډوډۍ ، کینوا ، دجودرو اوړه یوڅه اندازه زینک لري
په عمومي توګه شنه سابه اومیوې په ډيره لږه اندازه زینک لري . په الوګانو کی که هغه عادي الوګان وي که خواږه ، یوازې یو ګرام زینک لري .
تورچاکلیټ په کافي اندازه زینک لري . ۱۰۰ ګرامه تورچاکلیټ.۳\۳ ګرامه زینک لري چی ۳۰ ٪ ورځنۍ اړتیا پوره کوي خو ۱۰۰ ګرامه تورچاکلیټ ۶۰۰ کالوري (حرارې) هم لري چی د ورځني ۲۰۰۰ کالوري په حساب تراندازې زیات دي  
زینک د ګولیواوکیپسولو په شکل هم خرڅيږي . دزینک کیپسولو اوګولیوپه خؤړلو کی باید له احتیاطه کار واخیستل شي اودورځې له ټاکلې اندازې زیات ونه خوړل شي چی تکلیف پيدا کوي
‏جمعه‏ د 2020‏ د مارچ‏ 21

Thursday, March 19, 2020




دکرونا ویروس (وایرس) 

19-COVID


دکرونا وایرس چی اصلي نوم یی کوید-۱۹ دی یوه وبایي ناروغتیاده چی په لومړي ځل دچین په وهان ایالت کی راپيدا شو، په ټول جهان یی کړاوونه خلق کړل . ددی ویروس علاج او درملنه لا ترواسه نده موندل شوې خو غټې نښې یی دادي چی شدید سردرد، تبه اودبدن درد، ساه لنډي اودستوني درد دی . وئيل کیږي چی لومړی دستوني په درد پيلیږي .

ترټولو خطرناکه حمله یی په شوشونو ده چی ټول تنفسي جهاد اغیزمنوي او دغه علت دی چی د پاخه عمر خلک ، دتوبرکلوز مریضان ، دساه لنډۍ ناروغان ، دشکرې ناروغان او واړه ماشومان په زیات خطر کی راولي .
دا وایرس او ناروغي یی باید په هیڅ ډؤل سرسري اوسطحي ونه ګڼل شي . ددې وایرس څخه ځان ، بچي ، کورنۍ ، دوستان او کلیوال په جدي توګه وساتئ .
د مخنیوي تدابیر یی دادي چی په ګڼه ګوڼه کی اشتراک مه کوئ ، له ناروغو خلکو لری ګرځئ ، دبل سره دستړي مشولپاره لاس مه ورکوئ ، څوک چی دغسی ناروغ وي ، دخوراک ، څښاک ، پوشاک اوداوسیدو ځای یی په تمامه توګه جدا کړئ اوورته ووایاست چی دهیچا سره لاس ورنکړي .
خپل لاسونه ښه په اوبو اوصابون ووینځئ اودا عمل هرځل چی تشناب ته ځئ یا مو لاس په داسی څه لګیږي چی نورو خلکو هم کارولی وي .
پرنجي اوټوخي مو باید په ازاده هوا کی ونه کړئ او خله او پوزه مو باید په دستمال اویا ماسک وپيچۍ . په کور کی کښينئ اواستراحت وکړئ .

شین چای
دبادیانوچای
دتازه زنجب
یل چای وڅښئ
یخني شوربه وڅښئ
دشلغمو شوربه وڅښئ
دلیمو شربت وڅښئ
مالټې ، توت زمیني اونورې هغه میوې چی ویټامین سي لري زیات وخورئ
هوږه اوپياز ډير وخورئ

Monday, March 16, 2020


زه واحد مشواني یم اوتاسوته دالیکنه دامریکا دمتحدوایالتونو، کلیفورنیا څخه کوم 

Abdul wahed Mashwani
California, USA

پدی لیکنه کی تاسو ته د کرونا وایرس په هکله مهم معلومات خپروم.

داچی اوس دنړۍ په زیاتروهیوادونو کی دیخنۍ موسم دی اویخني هم د ذکام دوایرسي ناروغتیا سره تړلې ده نوورسره دکرونا وایرس هم راپيدا شوی چی ددغو دواړو وایرسونو او په سبب یی ناروغتیاوې هم مهال دي . د ذکام اوانفلوینزا له وباء څخه لسیزې تیرې زشؤيدي اوخلک اوس دذکام په هکله معلومات اوتجربې لري خو دکرونا وایرس یوه نوې وباء او نوې خطرناکه تجربه ده چی قربانیان یی هم زیات دي او که په وخت یی مخنیوی ونه شي نو مرګونې ناروغتیاده .  
داچی کرونا وایرس دنړۍ تر۶۰ هیوادونو زیات اغیزمن اواندیښمن کړي دي نو پکارده چی دانسان په بدن کی ددی موذي وایرس لومړی کمین ترنښې لاندی ونیؤل شي اوهماغلته یی له حملې څخه مخکی نابود کړوو او یایی د پرمختګ مخه ډب کړوو.
دغه کمین او دحملې سنګر ستونی دی چی دلومړی ځل لپاره خارښ یادرد پکی راپيداشي خو، آیا دغه خارښ اودرد د ذکام ، حساسیت اویا دکرونا دوایرس لومړۍ حمله ده ؟
څنګه کؤلای شوو چی دقیق تشخیص اوله یو بله یی توپيروکړوو او ځان ډاډمن کړوو چی آیا دستوني تکلیف مو د ذکام ، حساسیت ، د نویل کرونا وایرس که د کرونا دوایرس کوید-۲۰۱۹ له کبله دی ؟
ددی توپيرپه پيداکؤلو اوپری پوهیدلو لپاره باید د هروایرس مشخصات اونښې باید وپيژنوواود خپلې ناروغتیا سره یی پرتله کړوو چی دکومې وایرسي کته ګوري سره سر خوري ؟
 دلته ددواړو وایرسونوڅوکلیدي توپيرونو ته اشاره کوو:
 نښې
دذکام نښې دادي چی ټيپيکه توګه د ټوخي ، دستوني درد، سر درد، دعضلاتو درد ، پزه بهیدل ، ستړیا اوتبې سره مل وي اودا په ناڅاپي توګه راځي .
 دوایرس نښې له ذکام سره په لږ توپير بیلیدلای شي . داچی کرونا وایرس نوی دی نو ساینسپوهان کوښښ کوي چی ددی وایرس په هکله د فهم اودقت ارقام راټول کړي .  
په هره بڼه ، د کرونا وایرس عمومي نښې په تبه ، ټوخي اوساه لنډي پوری تړل شویدي
متخصصین وایي چی په کرونا وایرس اخته یو وړوکی شمیر ناروغان چی د سخت تنفوسي سیندرم په وایرس (سارس) اخته شوي  دستوني درد ، دپزې بهیدل ، استفراق او اسهال لري .
دبدن د کمزوري دفاعي سیستم (ایمیون سیستم) ناروغان چی زیاتره یی د زیات عمر خلک دي ، نوزاد ماشومان اوپه نورو سختو امراضو مبتلا خلک چی له دواړو وایرسونو څخه په یوه مصاب وي ، کیدای شي له جدي تنفسي امراضو لکه نمونیا او برانکایټس سره مخ شي .

   دوره
که تاسو کله هم ذکام درلود او داسی حالت ته رسیدلي واست چی فکرموکړی وي چی دناروغي نښې به مو هیڅکله پای ونه مومي نو دامریکا د ناروغیودکنټرول مرکز( سي ډي سي ) وایي چی د انفلوینزا نښې په ټيپيکه توګه دوه  اوه نۍ دوام کوي. ځینی خلک بیا د نښو د شدت وروسته هم ستړیا حس کوي اودا حالت هم څو هفتې نیسي ترڅو مکمله شفاه پيداشي .
دغه رنګه سي ډي سي باورلري چی د کرونا دوایرس نښې له سرایت څخه ۲ تر ۱۴ ورځو پور په بدن کی څرګندیږي .
ډاکټر سونپال وایي چی په کرونا په اخته ناروغ ښایي ورځې اوهفتې تیرې شي او ونه پوهیږي چی ګنی په دغه وایرس اخته شوی نو ځکه څيړونکي او متخصصین په لوی جنجال کی راګیر دي .  

  مخنیوی
له ۱۹ ۴۰ کال څخه راپدیخواډاکټران واکسین کاروي ترڅود ذکام دوایرس دډؤلونو دخپریدا مخه ونیسي خو، اوس دکرونا دوایرس ضد واکسین نشته . د مختلفوهیوادونو دروغتیا چارواکي اوس پدې لټه کی دي چی ددې وایرس دواکسینو دجوړیدا منظوري ترلاسه کړي . په عامه توګه دواکسینو دجوړیدو لپاره ۵ کاله وخت پکاروي خو دوی به هڅه وکړي چی دکرونا وایرس ضد واکسین په ۱۸ میاشتو کی جوړ کړي خوبیاهم مشکله ده چی سړی ووایي چی دغه واکسین به کله تیاریږي.
  د اوس لپاره دکرونا وایرس دمخنیوي اوځان ژغورلولپاره ترټولوغؤره لار داده چی خلک اګاهي ولري ، په ورځني ژوند کی تماسونه جدي اوحیاتي ونیسي ، په کلتوري ، سیاسي اومذهبي چاروکی له بدني تماسونو ځانونه کلک وساتي . هرڅوک باید خپل لاسونه د ۲۰ سانیولپاره په اوبو اوصابون ، الکولو، سرکې اودباکتریاو ضد مایعاتو ووینځي اودغه کار پخپل کور اوماشومانو تطبیق کړي . له هر اودس ماتي ، خؤړو، پزې سوڼلواو پرنجي څخه وروسته باید لاسونه ووینځل شي ترڅو پخپله هم وایرس وانخلئ اوبل چاته یی هم ورنقل نکړئ .
کله چی پرنجیږئ اویا ټوخیږئ ، خپله خله دلاس په لستوڼي پټؤئ خو فکر مو وي چی لاسونه په خپل مخ ونه وهئ .
په دوامداره توګه خپل کمپيوټرونه ، آی پيډ ، مبایل تلیفونونه ، د ریموټ کنټرول آلې ، ددروازو دستګیرونه اوهغه آلې اوشیان چی زیاتره مو پری لاسونه لګیږي (ډیس انفیکټ ) اوپاکوئ .  
 د سویدن دیوپوهنتون دتازه  مطالعې څخه څرګنده شوی چی دهغې لویې توریستي کیشتۍ هغه مسافرچی په کیشتۍ کی قرنطین شوي وو، زیاتره یی په کرونا وایرس اخته شوي وو نسبت هغو ته چی له کیشتۍ وتلي وو. دغه اندازه له هغو ناروغانو څلور چنده زیاته وه نسبت دهغو ناروغانوشمیر چی په وچه کی په کرونا اخته شوي وو. ددې معنا داده چی څومره خلک یو بل ته نیږدې وي هغومره د وایرس په اخته کیدو یی خطر زیاتیږي .
  ترټولو محفوظه لاره داده چی ځانونه له نورو لری وساتئ . که څوک پوهیږي نو په دی کار نه خفه کیږي خو که خفه هم شي نو په دی ارزي چی خفه شي . هیڅکله خپل ، دکورنۍ ، اولادونو ، دوستانو او عامو خلکو ژؤند په خطر کی مه اچؤئ . حد اقل له نورو څخه ۳ فوټه یا یوګز فاصیله نیسئ .
درملنه
 په خواشیني سره باید ووئيل شي چی تراوسه لا داسی درمل تراوسه نه دي منظور شوي چی دکرونا دوایرس درملنه پری وشي .
که خدای مه کړه ددغسی ناروغۍ سره مخ شوئ نو غفلت مه کوئ ، ځان په تنده کی مه پریږدئ ، پاکې تړمې او به یا شین چای وڅښئ . استراحت وکړئ خو له نورو څخه جدا ، د ستوني ددرد دوا وخورئ ، اود تبې لپاره مو ای بوپروفین ، تالینول ، اسپرین اونورې دتبې اودرد ګولئ وخورئ .
ترټولو مهمه داده چی روغتون ته ځانونه ورسوئ تر څو دبدن ترټولومهم غړي لکه شوشونه، مو په فعالیت کی پاتی شي .
Tamiflu
  دا پورته دذکام یوه دوا ده چی ډاکټرسونپال یی هغو ناروغانو ته مشوره ورکوي چی ذکام وي . (تامي فلو) د واکسین بدیل نه دی 

خود ذکام وایرس پرمختګ ته نه پریږدي

الله مووساته

ددې مضمون د لیکلو، بیا کارولو اونشرولوحق دواحد مشواني سره دی

‏شنبه‏ د 2020‏ د مارچ‏ 15

Saturday, July 06, 2019

The immune system
دفاعي سیستم
واحد مشواني
کلیفورنیا -امریکا
ګرانولؤستونکو، زه واحد مشواڼی نن بیا دیوې ډېرې مهمې موضوع په هکله تاسوته معلومات درکوم . هیله ده چی دځان ، اولاد اوکورنۍ په روغتیا کی درسره مرسته وکړي .
خواړه \ غذا
اوس به هم ډير داسی خلک وي چی که ورته ووایاست چی کابو ټولو امراضو مخنیوی اودرملنه دمناسبو، پاکواوطبیعي خوراکي توکواوپاکواوبوپه مرسته ممکنه ده، حتا که هغه سرطان هم وي .
  The immune system
دفاعي سیستم
دانسان وجود پخپله دفاعي سیستم لري چی په طیبي ګړدود کی ورته( ایمیون سیستم ) وایي . دایوداسی سیستم دی چی دبدن ټول خپل ملکیتونه پيژني . کله چی په کوم ملکیت له بهره حمله وشي لکه دباکتریا ، ویروس ، میکروب ، دا سیستم یی دفاع ته وردانګي او بهرنۍ حملې اوحمله کوونکي لمنځه وړي اوچیری چی تاوان اووښتی وي هغه ترمیموي .
دبدن دفاعي اوساتونکی سیستم دا اجزاوې لري :
تانسلونه اوتایموس چی انتي باډي جوړوي
لیمفاوي غدود اوعروق
دهډوکومغز چی دوینې سره کورویات جوړوي
شمزۍ
دوینې سپين کورویات (حجرات) چی پرخاریجي حمله کوونکو (باکتریا، وایرس ، میکروب) ته سپرکیږي اونه یی پریږدي چی بدن ته زیان ورسوي . په دی حجراتوکی د فاګو سایتس په نوم حجرات بهرني ارګانیزمونه رانیسي اوژوي یی .
دا ډیر لوی بحث ته اړتیا لري اوزه تری تیریږم . دلته هغه څه رااخلم اوپه ساده ټکوکی یی تاسو ته لیکم چی خورامهم دي .
نننۍ لیکنې ته له دی کبله اړشوم چی په کلیفورنیا ایالت کی می یوه ځوانه مور ولیدله چی د تیونو په سرطان اخته شوې وه . دې میرمنې یوه بله ځوانه مور راپه زړه کړه چی دتداوي لپاره پاکیستان اوله هغه ځایه پسی ایران ته تللی وه اوهلته تردرملنې لاندې مړه شوې وه .
همدااوس په افغانستان کی د سرطان پېښې زیاتې شوي دي چی ځینی ځوانان او نجونې یی له ژؤنده محروم کړل.
که مونږ پروخت دغذایت ، څښاک ، دژؤند څرنګوالی ، ډاکټران اودرمل ترڅيړنې لاندی ونیسوو نووبه ګوروو چی افغانستان څومره درنځونود خطر سره مخ دی .
هلته دحفظ الصحې اګاهي نشته ، جګړې اوورسره ضمني تاوانونه برلاسي دي نو څوک به څنګه وکولای شي چی وپوهیږي چی دبدن دفاعي سیستم څه شی دی ، څنګه قوي ساتل کیږي اوڅنګه پدی توګه دامراضومخنیوی کیږي ؟
مونږ باید خبریووچی کله دبدن دفاعي سیستم  کمزوری شي ، خلل پکی واقع شي اویا بیخي لمنځه لاړشي نودسړی بدن دمختلفو مرضونو ترحملولاندی شي او پرخلاف یی مقاومت نه وي . همدغه ده چی ځینی ناروغان په مهلکو رنګ رنګ مرضونو اخته شي او آن دغه مرضونه دکور نوروغړو، ماشومانواویا کلیوالو ته هم ولیږدیږي اوورو ورو هغه ناروغان کړي اوپه نتیجه کی یی یا ووژني اویایي معیوب کړي .
ددی ترڅنګ مونږ باید په دی هم خبریوو چی زمونږ خواړه طبیعي نه دي ، یا په کیمیاوي اوزهري موادو سره ککړشوي دي ، یا په مصنوعي توګه رامنځته شوي دي . دمصنوعي خوراکي موادو هم دوه سرچینې دي . یویی جنیټیکي انجینري ده او بل په کارخانو کی تولید شوي مصنوعات دی . امریکا په مصنوعي خوراکي توګوتولید او جینیټیکي انجینري کی مخکښ دی او همدا علت دی چی د شکرې او سرطان رنځونه پکی خورا ډیر دي .
افغانستان یو بدبخت هیواددی چی دبی سوادۍ اوجهالت ترڅنګ ګدایګرهم دی . ۴۰ کالو جګړو پکی دمهلکو امراضو تولیدوونکې کییمیاوي ، بیالوژیکي اوزروي وسلې اوتوکي کارولي دي . د خواشینۍ خبره خوداده چی خاریجیانو هغه مواد پدغه هیواد کی تجربه کړي دي چی په خپلو هیوادونو کی یی نشوکؤلای . دغوزهریاتو دافغانستان طبیعي چاپيریال ، اوبو ، هوا ، خوړو ، زراعت اومالداري ته نه جبرانیدونکی زیان اړولی دی . دافغانستان زیاتره خلک دپاکیستان محصولات کاروي چی پرته له کومې روغتیایي اوساینسي ادارې هیواد ته واردیږي اوخلک یی کاروي . دخوراکي موادو تر څنګ جعلي درمل هم په پراخه پيمانه کاروي . افغانستان په وارداتو اوصادراتو هغسی کنترول نه لري لکه څنګه چی اړین دي اوکه کوم ځای کی وي هم نو د پراخ فساد له کبله فلج وي .
زه دلته یوڅومثالونه ذکرکوم چی په افغانانو کی د ناروغتیا ، مرګ او معیوبیت سبب ګرځي . داچی له پاکیستانه هرڅه راځي ، په هغه هیواد کی هم هیڅ کنترول نلري . په خوراکي توکو، مایع توکواودرملو کی آن یوه ماده موندل کیږي چی (کارسینوجن) ورته وایي . داماده په تمامه معنا د سرطان سبب ګرځي .
هغه درمل چی دافغانستان دجعلي ډاکټرانو لخوا افغانانو ته ورکؤل کیږي ، هم د سرطان ، شکرې اوزیړي سبب کیږي .
تاسو ته به حیرت انګیزه ښکاره شي خو د غاښونو هغه کریم چی له چینه هلته ځي د (فلوراید) په نوم زهرجنه ماده لري چی دسرطان سبب ګرځي . د فلورایدو کریم په امریکا کی هم په لویه پيمانه کارول کیږي خود غاښونو د هرکریم په شا یی یواخطار هم لیکلی وي چی که دغه کریم کوم ماشوم وخوري باید سمدستي ډاکټر او یا دزهرجنو موادو د مجادلې مرکزونو ته ورسؤل شي . دا ځکه چی فلوراید یوه زهرجنه اوخطرناکه ماده ده . ددی سره سره امریکا فارماسویتیکل کمپنیو ته اجازه ورکړې چی فلوراید وکاروي ځکه چی تجارتي حیثیت لري . دفلورایدو هیڅ فایده نشته . تاسوکؤلای شئ ددی متبادل طبیعي مواد لکه بیکینګ سوډا ، خاصه خاوره ، لؤنګ
او ځينی بیریس لکه سترابیري دغاښونو دپاکوالي لپاره وکاروئ

دکمزوري دفاعي سیستم نښې:
اوټوایمیون بی نظمي
دبدن دداخلي اعضاو انفلامیشن
د وینې بی نظمي ، غیرنورمالتوب لکه په انیمیا کی
دها ضمې خرابي ، اشتها نه لرل ، اهسال اوداسی نور
په ماشومانو کی د لوئيدلو غیرنورمال حالت

څه شی ستاسو دبدن دفاعي سیستم قوي کوي ؟
له تمکو اوسیګرټوڅخه پرهیز
داسی خواړه خورئ چی تازه میوې اوتازه سابه پکی وي
مسلسل ورزش
دبدن وزن کمول
له شرابو پرهیز
کافي خوب اواستراحت
داسی تدابیر غؤره کړئ چی دامراضو مخنیوی وکړي لکه نظافت ، پاک چاپيریال ، پرهیز، پاکې  اوبه اوخواړه ، له انتقالي امراضو ناروغانو څخه ځان ساتل اوهروخت لاسونه په صابون پریمینځل اوداسی نور
که څوک سرطان ولري اودرملنه کوي نو دا په ساینسي توګه منل شوي پنځه شیان باید وکړي ترڅودفاعي سیستم یی قوي پاتی شي :
لږترلږه هره شپه ۷ ساعته خوب
صحي اوهوښیارانه خواړه استعمالول
دبدن ددفاعي سیستم لپاره ورزش خورا مهم دی نو تل فعال اوسئ
له سترس یا فشار څخه ځان ساتل
له ناروغتیا څخه ځان ساتل
نوربیا ..

Sunday, June 09, 2019

دجیګردپاکیدواوفعالیدولپاره طبیعي توکي
واحد مشواني
فریمانټ ، کلیفورنیا

که تاسوپه خپل بدن کی دانښې ولرئ نوامکان لري چی جیګرمو زهري شوی وي
په جیګرکی ددرد حس کؤل
د پوښتیو لاندی په معده کی درد
په پښو اوڅنګلو کی پړسوب
د پوستکي خارښ
زیړپوستکی
زیړې سترګې
ستړیا
تورې متیازې
استفراق
د اشتها کمښت
په وینه کی د کولیسترولو(غوړتیا) زیاتوالی
داامکان هم شته چی جیګرکی مو وازده\وازګه\غؤړ پیداشوی وي .غؤړ جیګر ته په طبي ګړدود کی هیپاتیک ستیاتوسیس وایي
که لاندی خوراکي مواد وکاروئ اوورسره له الکولو، شیریني (بوره)، تازه خوږې میوې ، جوټه خوړو ، ناپاکو اوبو اوغؤړیو پرهیز وکړئ نودخؤښئ خبره داده چی جیګر ترمیم کیدای شي

.دجیګرپه پاکوالي اوبیا فعالیدوکی لاندی موادمرسته کوي
کورکمان (زرد چوبه) هره ورځ ۷ ګرامه وکاروئ خوددی لپاره چی په کولمو کی ښه جذب شي باید د تورمرچ اوجوش اوبوسره یی وکاروئ
هوګه (سیر)
سور رنګه لبلبو
لیمو
مڼې
مالټې
بادام
غوزان (چارمغز)
شنه سابه لکه دڼیا، براقلي، پالک اود شړشمو پاڼې
اصل شین چای
دزیتونواصل تیل
کینوا (یورنګ تخم دی چی په پيرو هیواد کی کرل کیږي )
ډبل غټ خواږه مرچ
دسبو شنه کدوان
سره لوبیا
نخود
دال
مولئ اومولي سرخک

 تاسوسلفروته اړتیا لرئ نوځکه باید هغه خواړه وکاروئ چی سلفر لري لکه هګئ ، براقلي ، کرم (سوررنګه)
کله چی تاسو داخواړه وکاروئ نوپه دی کی سلفربه د ګلوتداین په نوم یوه ماده تولید کړي چی ستاسو د جیګردغؤړتیا مخه به ونیسي .
نوربیا ...

Sunday, June 02, 2019

دجګر (ینې) پاکوالي لپاره لاندی توکي وکاروئ
واحد مشواني
کلیفورنیا، دامریکا متحد ایالتونه ، ‏شنبه‏ د 2019‏ دمۍ 26
یادؤنه : که د جیګرستونځه لرئ نوپرته له ځنډه متخصص ډاکټر ته ورشئ او دجیګر دفعالیت ټيسټ وکړئ تاسو ته داهم باید معلومه وي چی جیګرپرته له دی نور ټيسټونه هم لري چی د أړتیا په وخت کی ستاسو ډاکټر هغه انتخابوي  چی وګوري چی ستاسوپه وینه کی د پروتینو او انزایمونو اندازه څومره ده . دغه رنګه د وایرسونو اودزیړي د ډؤلونوتشخیص وکړي .  
 دجیګر دفعالیت ټيسټ څه شی دی ؟
څه وخت ورته اړتیاده ؟
تاسو باید پوه یاست چی ستاسوجیګر ستاسو په بدن کی یو ډېر مهم غړی دی چی ستاسو دخوړو په هاضمه کی رول لوبوي ، ستاسووینه پاکه ساتي ، پروتین جوړوي او انرجي ذخیره کوي . نوکله چی جیګر کی خلل پيدا شي نو ورسره ځینی نښې هم راپيدا شي لکه د پوستکي اومتیازو زیړوالی او په خبرو کؤلو کی توپير اوستونځې . پدغه حالت کی تاسو د جیګردفعالیت ټيسټ ته اړتیا لرئ .
د ټسټونو ډؤلونه:
یادؤنه : دجیګر لاندیني ټسټونو نومونه په پښتو نشي ژباړل کیدای ځکه چی مونږ ورته په پښتو کی نومونه نه لروو. له بل پلوه دغه ټيسټونه په ټوله نړۍ کی په همدغو لاتین او انګلیسي نومونو ترسره کیږي .

Alanine transaminase (ALT) test.
دا په جیګر کی یوانزایم دی چی د پروتینو په ماتؤلوکی مرسته کوي . که ددی انزایم اندازه زیاتوي نومعنا داچی جیګرمو تاواني شوی دی
Alkaline phosphatase (ALP) test.
دا په جیګر، صفراوي مجرا او هډوکو کی بل انزایم دی چی که اندازه یی زیاته وي نومعنا داچی جیګر مونقصاني دی ، مرض لري، مجراوي صفرا بندش لري او یا هډوکي ناروغ دي .  
Albumin and total protein test.
ستاسو جیګردوه ډؤله پروتین جوړوي چی یو ته البومین اوبل ته ګلوبولین وایي . ددغو پروتینو کموالی دجیګرصدمه اویا رنځ په ګؤته کوي ..
Aspartate transaminase (AST) test.
دادجیګر بل انزایم دی . دوینې زیاته اندازه دجیګرصدمه یا رنځ
Bilirubin test.
 بیلروبین هغه وخت جوړیږي چی کله دوینې سره کورویات منحل شي . په عادي توګه جیګر وظیفه لري چی بیلروبین له بدن څخه خارج کړي . که چیری په وینه کی دبیلروبینو اندازه زیاته شي نو دزیړي اخر ستیژ یعنی ، جاوندیس (زیړې سترګې ، زیړپوستکی زیړې متیازې ) منځته راځي . پدغه حالت کی مو جیګر صدمه لیدلې اوتاواني شوی .
Gamma-glutamyltransferase (GGT) test.
پدی ټيسټ کی د جي جي ټي انزایم ترکتنې لاندی نیول کیږي . که چیری د جي جي ټي انزایمواندازه زیاته وي نوجیګراومجرای صفراوي تاواني شوي دي
L-lactate dehydrogenase (LD) test.
دا بل انزایم دی چی ایل ډي ورته وایي . دجیګردخرابتیا په صورت کی زیاتیږي خو باید په دقت تشخیص شي ځکه چی د بلې  ناروغتیا له کبله یی اندازه هم پورته کیږي .  
Prothrombin time (PT) test.
پروتریمبن دوینې په پلازما کی یو پروتین دی چی د وینې د پيړیدو په وخت کی په فعال ترمبین بدلیږي .
دا ټیسټ ښئي چی ستاسو وینه څومره وخت اخلي ترڅو پيړه (لخته) شي . که تاسو دوینې د نرمیدو دوا (وارفرین\کوماډین) خورئ نو داټيسټ به هم زیات وخت ونیسي .
د ټيسټ لپاره څنګه تیاری کوئ ؟
ځکه چی ځینې خواړه ، څښاک اوددرملو استعمال د جیګردفعالیت ټيسټ اغیزمنوي نو ډاکټران ناروغانو ته ښوؤنه کوي چی له ټيسټ څخه ۱۰ – ۱۲ ساعتونو پوری خوراک اوڅښاک ونه کړي .
که تاسو هررنګه بوټي ، یوناني دوا یا هررنګه درمل کاروئ نو دخپل ډاکټر سره مشوره وکړئ

د ټيسټ په جریان کی څه پيښيدای شي ؟
ډاکټر یا د لابراتوار کارکوونکی ستاسو له رګ څخه چی په څنګل کی واقع دی ، لږه اندازه وینه اخلي . دا ټسټونه په عادي توګه په څوورځو اویا هفتو کی څو ځله ترسره کیږي ترڅو ټولې نتیجې سره پرتله شي او اندازې معلومې شي چی دزیاتوالي په حال کی دي که د کموالي په حال کی .
د نتیجو معنا به څه وي ؟
باید په یادولرئ چی ستاسوټيسټونه په عادي توګه نورمال ارزښتونه اوشمیرې ښئي خو دا کیدای شي په مختلفو لابراتوارونو کی مختلف نتایج وښئي . د ټيسټونو نتیجې په نارینه اوښځينه جنسیت پوری هم اړه لري . که ستاسودیوټيسټ نتیجې نورمال نه وي نو باید انتظار وکړئ ترڅو دبل ټیسټ نتیجې ترلاسه کړئ . داهم باید درمعلوم وي چی یواځی د جیګردفعالیت ټيسټونه نشي کؤلای په باوري توګه ستاسو دجیګر ناروغتیا ثابته کړي .
نوربیا ...

Sunday, May 26, 2019

راته ګرانولوستونکو، د واحد مشواني بی شمیره سلامونه ومنئ

دادی وروسته له ډېر ځنډه یوځل بیا ستاسوچوپړته راغلم . دځنډ سبب می داو اوښایي وي چی زه د کاري بوختیا له کبله هغه وخت نشم ترلاسه کؤلای کوم چی د یوښه مضمون ، ښې موضوع ، ښې څيړنې او ښې ژباړونې لپاره أړین دی . خدای دې وکړي چی زما دا خیریه کار ستاسو په ګټه اوستاسودروغتیا په ساتنه کی مرستندوی شي او په دې وسیله زه ستاسوددوعا ووړ وګرځم .

مننه

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...