چاپېریال ساتنه

چاپېریال


لیکوال : عبدالواحدمشواني
‏ امریکا ، 2010‏، 29‏، ډیسمبر‏، چهار شنبه

چاپېر، چاپېریال ، چاپېریالپوهنه ، چاپېریالپوه ، چاپېریال جوړؤنه ، چاپېریال ساتنه

له ځانه ګردچاپېرڅېزونه ، دهغوی څرنګوالې اودچا ،یايوشي پروجوداوؤدې اغېزې، دګردچاپېروشیانوټولګه ، ځانګړې جوړښت اوله څه کبله رامنځته شوې حالت ته چاپېریال وایي . که لږیې نورهم روڼ ووایم نوزما هدف له هغو شیانواودهغوی داغېزوڅخه دې چې تاسویې له ځانه چاپېروینۍ اودهغوسره اوسېدوته اړیاست لکه دبېلګې په توګه ستاسوکور، دکورترڅنګ موبڼ ، کلې مو، ښارمو، سیمه مواوپکی سیندیاسیندونه ، نهریانهرونه ، ویاله یا ویالې ، غریا غرونه ، ځنګل یاځنګلونه ، کارخانه یاکارخانې اوبیا په ټولیزه توګه دهغه ځای اوبه اوهوا. هرسړې بې له شکه هیله لري چې په هراړخیزه توګه په ښه چاپېریال کی ځانته کورجوړکړي اوکوښښ کوي چې له خپل کوره ګردچاپېریوښه ښکلې ماحول هم ولري خو دهرچا داسې هیلې نه پوره کیږي، ددې سره سره بایددچاپېریال دجوړؤنې اوساتنې مسؤلیت په غاړه واخلي ځکه چې دچاپېریال له اغېزونشي ګوښه کېدای. دچاپېریال دجوړؤنه اوساتنه هم فردي مسؤلیت دېاوهم ټولنیز. زمونږپه هیوادکی زیاتره خلک دخپل کورڅخه وړاندی د خپل کلي ، ښاراوسیمې پاکوالې ، ښکلا، سموالې ، روغوالې ، ساتنه ، اسانوالې ، امن، جوړښت ، ګټؤرتوب اوداسې نورچې دګډچاپېریال جزونه دي ، په هکله زیات فکرنه کوي اوخپله دنده اومسؤلیت یې نه ګڼۍ ځکه په خپله خؤښه پکی ونډه هم نه اخلۍ . دااحساس کېدې شي دسېلاب په جریان کی ورته پيداشي چې لارې ، سیندونه اوغرونه یې په فردي اوټولنیزژؤنداوشتمنیوڅومره اغېزې لري اوڅومره پاملرنې ته اړتیا لري ترڅوله دغه رنګه غمیزوڅخه په امان وي. یوخطرناک چاپېریال دهرچا دوښمن کېدای شي اویوسالم اوډاډمن چاپېریال دټولوځانونه او کورنۍ له رنځونواوکړاوونوڅخه ساتلې شي خوپه دې شرط چې خپل چاپېریا یې په ډاډمنه توګه جوړکړې وي، په ساتنه کی یې غفلت نه کوي او له خپل ګډ چاپېریا ل څخه په سمه اوفني توګه ګټه اخلي . چاپېریال هم په مادي لګښت جوړیږي اوهم په معنوي توګه ، مادي لګښت ستاسوپه کور، باغ ، کوڅه، سړک ، ښار، روغتون او ښؤنځي راځي اوپه معنوي توګه ددې شتمنیو دساتنې ، دمناسبې اوسمې کارؤنې احساس ستاسومعنوي مسؤلیتونه ټاکي . زمونږ پوهه ، علم ، تخنیک ، وسیلې ، هوښیارتیا، انصاف ، ګټورې فیصلې ، دمسؤلیت درک ، احساس ، ننګ ، اخلاق ، تهذیب ټول مادي اومعنوي ارزښتونه دي چې مونږورته اړتیالرووخوداټول شیان زده کړه اووسایل غواړي . مونږته خپل خدای دځان ساتنې امرکوي اواختیاریې راکړې چې دخپلې پوهې ، تخنیک اووسیلوپرمټ دځانساتنې ډاډمن چاپېریا ل ځانته پيدااوبرابرکړوو نوچېری چې ژؤندکوو، هلته باید دژؤندوسايل اودوسایلودکارؤلوتخنیک بایدراسره وي کنه ژؤندبه موممکن نه وي . ددې په څنګ کی بایدومنوچې مونږانسانان په خپل چاپېریال کی یواځې نه یوبلکه زمونږسره کورني ، صحرایي ، ځمکني ، داوبوموجودات ، حیوانات اوالوتونکي حیوانات اوځمکني حشرات هم شته چې مونږهغوی ته له ډېرولارونه په یوه لاره اړتیالروواوهغوی زمونږپاملرنې ته اړتیالري، ان هغه موجودات چې ښایي دځينوپه نظرخطرناک وي یایې دبې ګټېتوب تصوورکیږي، هم د نني ساینسي اوتکنالوژيکي مهموڅېړنوبرخه ده اوتراوسه یوه مطلقه تیوري نشته چې ووایوچې دځمکې پرسردایاداشې مطلق بې ګټې دې ځکه چې هماغه په اصطلاح بې ګټې شې په یوځای کی پکاریږي. نومونږانسانان یواځې دچاپېریال برخه نه یوبلکه نورڅه هم شته چې زمونږپاملرنې ته اړتیالري .

مایوه ورځ دلرې پښتونخوادیوې نومیالۍ سندرغاړې ټپې اورېدې چې یوه یې داسې وه


عمربربادراباندی تېرشو

لکه بربادپه غرونوواورې اوروینه

نوماوېل داغریبه کله دومره پوهاوې لري چې دژؤنداوطبیعت دمهموشتمنیوپه ارزښت خبره وي ، دهغې غریبې دپوهې کچ همدومره دې چې وزن اوقافیه په ښکلي اوازکی ونغاړي اواورېدونکي خؤښ وساتي خوداسې خوږغږي هنرمندان دډېروستروټولنیزوځيرکتیاواوبیدارتیاوسبب کېدای هم شي که چېرې یومفکراوخلاق شاعرورته په خپل شعرکی دوزن اوقافیې ترڅنګ یوه کره اوروغه منځپانګه هم برابرکړي.

که څه هم پورته لنډۍدغږله پلوه په غؤږخؤږه لګي اویوه ( پرتلیزه ) لنډۍ ده خوپه منځپانګه یې منطقي فکرنه دې شؤې. اورښت ، واورې اواوبوته نه یواځې انسانان اړدي بلکه دځمکې کوره ، ددې اقلیم ، نباتات ، حیوانات ، خزنده اوحشرات هم ورته اړتیالري. که دشمالي قطب واورې اوکنګلونه نه وای ، دالوی لوی سمندرونه به له کومه کېدل ؟ دانسانانوبحري غذاګانې به له کومه راتلې؟

دطبیعت هرجزخپل خپل اهمیت لري خوکه واوره دبېلګې په توګه راواخلواوداوبواواقلیم داعتدال مهم عنصریې وګڼونووبه وایووچې انسان به پرته له زروژؤندوکؤلای شي خوپرته له واورې اوباران څخه به مشکل وي، یانې زرهم دواورې په وړاندی ارزښت نه لري . په دې به هغه غریبه څه خبروي چې واوره دنړۍ وال چاپېریال یوه مهمه برخه ده ، دصوات ښکلا دواورې اوله دې څخه جوړشوي سیندله کبله ده که هلته په غرونوواوره نه وای ، هغه ښکلي ځنګلونه به څنګه شنه کېدل ؟

په ټولیزه توګه زمونږدبې سواده اوکم سواده ټولنې فکري اوذهني ځواک دومره نه دې چې دطبیعت دارزښتونوسم کچ معلوم کړي، دادهغولیکؤالواورسنوالوکاردې چې دطبیعت اوفطرت په هکله عام پوهاوې رامنځته کړي اودطبیعت اوفطرت نني ضد سیاستونه بربنډکړي. انسانان به ددې توان ونه لري چې دهندوکش په څېرلؤړغرجوړکړي خوددې ځواک اوخلاقیت لرلای شي چې باغونه ، ځنګلونه ، داوبوبندونه ،نهرونه اوویالې جوړې کړي .

دچاپېریال په جوړښت، ښکلا او ساتنه کی باغونه اوځنګلونه حیاتي اهمیت لري . ونې هواصافوي ، اکسیجن زیاتوي ، دسیمې ښکلازیاتوي ، مېوې ، لرګي اوسیوري یې ګټې رسوي ، سسته ځمکه کلکه ساتي ، دسختوبارانونو، واورواوزلزلوپه سبب دغرونودډبرو(تيږو) اوخاورودخؤئېدومخه نیسي ، دنهرونواوویالوپولې اوغاړې له شړېدوساتي ، دسېلا بونودکندومخه نیسي اواوبه رڼې ساتي نوځکه پکارده چې دخپلو سیموغرونه ، درې ، شاړې ، مئيرې، میدانونه ، دښتې اوصحراوې دامکان اودچاپېریال دجوړښت اواړتیا پربنسټ چېرې چې مناسب وي په میوه لرونکواوشنډوونوشنه وساتل شي .

دنړۍ په هرهیوادکی دچاپېریال پېژندنې ، جوړؤنې ، ساتنې اوکارؤنې ترڅنګ دطبیعي پېښودخطرونواوددوی دمخنیوي دپاره دولتي اودښېګړیزونادولتي ادارواوسازمانونولخواپوهنیز، خبریزاومرستندوی پروګرامونه شته اونوي پلانونه جوړیږي اوپرخپل وخت پلي کیږي . په داسې پروګرامونوکی فردي ، فامیلي اوټولنیزې روزنې اوچمتوکؤنې هم شاملې وي .

نورهم لري....

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...