دهیوادستونځې


دملي ستونځوغټې برخې


عبدالواحدمشواڼې
امریکا‏2011‏، 04‏، جنوری‏، سه شنبه



دافغانستان ستونځې خؤراډېرې دي اوله ډېره وخته په دې هکله کورنیواوبهرنیوشنوونکوخپل لیکني اوغږيز نظریات هم څرګندکړي دي . که په تفصیل هره ځانګړې ستونځه راواخلواوویې څېړو، ښایي کتابونه پری ډک شي اوزمالپاره به هم ګرانه وي چې په لږوخت کی ټولې ستونځې یوپه یووڅېړم نوځکه ټولې ستونځې په څوکته ګوریووېشم اوکوښښ به وکړم چې دهرې کته ګورۍ لاندې ترټولوورځنۍ اوبېړنۍوستونځودراټوکېدواودحل کېدوپه غؤره لارواوچاروبحث وکړم

په ټولیزه توګه افغانستان له خپل تاسیس څخه تراوسه پوری دافغان ملت دژؤندپه هره برخه کی زیاتې ستونځې لرلې خوپه تېرودروجګړه ایزولسیزوکی دملي ژؤنداوپایښت ډېرې روانې برخې ياپه ټپه ودرېدې اویاویجاړې شوې ، چې په لاندی کتګوریووېشل کیږي ترڅودستونځوپه ډؤل اوځانګړتیاته په اسانۍ ګؤته ونيؤل شي اوپه خپل چاپېریال کی ترکتنې اوڅېړنې لاندی راشي

 
  اقتصادي ستونځې

ِ کورنې اقتصاد : زراعت ، مالداري ، صنعت اوتجارت


سیاسي ستونې
ِ کورنې سیاست : انتخابات ، دولت ، خلک ، سیاسي ګوندونه ، مذهبي تنظیمونه اوګؤندونهِ

 بهرنې سیاست : خپلواکي ، دېپلوماسي ، دګاونډ سره اړیکې ، دنړۍ سره اړیکې (دبهرنیوفوځونودشتون په شمول)  دسواداوپوهنې ستونځې

ِ دنارینه سواداوپوهنه : ماشومان = دښؤونې سیستم (لومړنۍ ښؤونې اوزده کړې )
ځوانان = ( منځنۍ مسلکي ښؤونې اوزده کړې ، لؤړې مسلکي ښؤونې اوزده کړې )
غټان = ( دسواددزده کړې کورسونه ، جاري زده کړې ، حرفوي زده کړې )
ِ د نجونواومېرمنوسواداوپوهنه : دښؤونې سیستم (لومړنۍ ښؤونې اوزده کړې، منځنۍ اولؤړې زده کړې اوښؤونې)، دښځودسواداوزده کړوکورسونه ، حرفوي زده کړې
ِ دمعیوبینواومعلولینولپاره ځانګړې ښؤونیزاوحرفوي پروګرامونه


  روغتیایي ستونځې

ِ روغتیاپوهنه: دنارینواوښځینوروغتیاپوهانواوروغتیاپالوښؤونه اوروزنه (طبي ښؤونیزمؤسیسات اوسیستم یې ، دمتخصصوډاکټرانو، درملپوهانو(دواسازانو) نرسانو، طبي تکنالوژیستانو، طبي مرستندویانو، دلابراتوارتخنیکپوهانو، دایانوروزنه )
ِ روغتونونه ، کلینیکونه (دسیارکلینیکونوپه شمول)
ِ درمل : مسلکي درملپوهنه ، ددرملوډؤلونه اودرمل جوړؤنه ، درمل واردؤنه ، درمل ساتنه ، درملتونونه ، ډسپنسریانې ، درمل کارؤنه ، ددرملوپه هکله وګړنیزه اګاهي،
ِ درنځونوپه هکله عامه پوهاوې اودمخنیوي پروګرامونه
ِ دمېندواوماشومانولپاره ځانګړي پالنتونونه
 کلتوري ستونځې

ِ دکلتورپه برخه کی دولتي اونادولتي پروګرامونه اوټولنې
دکلتوري ؤدې وسائيل (ژبني ، لیکني، غږین او هنري ) اومسائيل منفي اوبېکاره ذهنیونه ، فکرونه اورواجونه


افغانستان اوس هغه ځانګړې هیوادهم دې چې یوښا یسته ځوی پکی دیوې ښایسته لورپه څېرځانګړې ساتنه غواړي . داوسنۍ ټوپکي دیموکراسۍ یوښکاره اوموډرن صفت همدادې چې د دواړوجنسونوترمنځ یې توپېرورک کړې دې خوپه دې برخه کی یې دغرب سره توپيردادې چې هلته دماشوم سره جنسي اړیکي قانونا جرم دې اوقانونا سخته جزالري خودلته بیادماشوم عمرهیڅ پروانه لري اونه کومه جزالري . وايي په افغانستان کی دطالبانودبریالیتوب لوی رازهم داوچې خلک له داسې بداخلاقیوتنګ شوي وواودطالبانوپه راتګ یې ددې ځانګړوجنسونود حفاظت احساس کاوه .




‏2011‏، 24‏، جنوری‏، دوشنبه


 

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...