زمااندونه



شاعرداسې یوماهرهنرمنددې چې هم خپل اوهم دبل فکرونه ، خیالونه اواحساسات په یوه ځانګړي ویي (لغات) کی ځایؤلې شي

زه منطقا نه شم کؤلای هغه سیا سي ، اقتصادي اوکلتوري تغیرته انقلاب اویادیموکراسي ووایم چې په يوهیوادکی داکثریت وګړودغوښتنو، اړتیاواومنښت پرخلاف رامنځته شي . ولؤ که دغسې تغیرات مثبت اړخونه هم ولري خوچې دیوهیوادداکثرووګړوهمغږي وملاتړونه لري اودماشینګڼودما شو په زورتپل شوي وي ،



ظلم اودیکتاتوري ده . په دیموکراسۍ کی دخلکورایې اوغوښتنې زړېنې رول لري .


دبېلګې په توګه که په یوهیوادکی دکالیوډېرتولیدوشي ، دنوعیت لمخې یومثبت ګام دې خوکه داکثریت وګړوسره پيسې نه وي اوداکالي نه شي رانیؤلای اویاورته ضرورت نه لري اوپه بهرکی مارکیټ هم نه شي موندلې نوبیا د(تقاضا) او(عرضې) تعادل په نظرکی نه نیؤل کیږي اوپه هرشي کی چې تعادل نه وي، ارزښت یې منفي وي . همدامنطق دې چې که دیوهیواد (۵۵ ٪ ) وګړي دیوپلان ، پروسې اونظام څخه ملاتړونه کړي ، ولؤکه هغه پلان ، پروسه اونظام مثبت ارزښت هم ولري ، دمیلي دیموکراسۍ په چوکاټ کی نه برابریږي . دیموکراسي مطلق دیوملت د اکثریت وګړوپه رایواوغوښتنوپوری تړلې وي نه دبل هیوادڅخه په واردشؤوسیاسي ، اقتصادي اوکلتوري شکلونو، نظامونواوتحمیلؤنوپوری

2011‏، 04‏، جولای‏، دوشنبه
دادی دسروېښتان می سپين شؤل خوله دې څخه نیولی ترهغه وخته چې په ښواوبدوپوهېدلې یم ، په دې می کلک باورپيداکړې چې زمونږپه هیوادکی کورنې ژؤند، سیاست ، عقیده ، کلتور، رواجونه ، شخصیت ، خوراک ، پوښاک او ژؤندکؤل په مطلق جبردي ، هلته انسان خپل طبیعي حقوق هم نشي ترلاسه کؤلای اوترټولبده یې داچې ددې جبرپرخلاف پاڅون اوبغاوت هم نشي کېدای ، هلته دانسان ژؤنددپلار، ملا اودولتي چارواکي په لاس کی وي

فکرکوم چې هندي فلمونه دانګریزي مستعمرې سره راپيداشوي دي اوله هغه وخته انګریزي کلتورپکی ګډدې ، اوداتاثیربیا دلرې پښتونخواپه پښتوفیلمونوکی دشرم ترپولې رسېدلې و. هلته په بې شرمۍ دپښتون کلچرسبوتاژکیده ، خوهغه هم دانګرېزتروروستي شتون پورې دانګرېزي مستعمرې برخه وه . په هندي فیلمونوکی دفیلم هیرویوهندوستانې پهلوان وي چې په یوه سوک د لسو بدماشانوغاښونه ورماتوي اوهیرویین یې دغربي فېشن اوښکلا یوه مصنوعي څهره وي چې داپهلوان به ورته ژاړي . له دوی څخه په تقلید به بدرمنیرټوپک په اوږه کړې و، دمصرت شاهین پنډکوناټوته چې دتنګ پتلون پرسربه یې نیکرهم اغوستې و، دپښتودغیرت چغه پورته کؤله .هیڅوک نه ووچې ورته ووایي چې تاخوپښتانه وشرمؤل ، کومه پښتنه داسې تنګ پتلون اوبیا دپتلون دپاسه نېکراغوندي ؟ دکرداراومعنا له اړخه دواړه دخپلوملي کلتورونوپرخلاف وو اودیومصنوعي کلتوردرامنځته کېدومبلغین دي .



ترکومه ځایه چې دعیسوي سنې خبره ده نودادهندوستان اوپاکستان درسمي چارواواسنادودثبت رسمي سنه ده چې بدلون یې اسان کارنه دې اویواځې دیوبېلیون خلکودملي شناختي کارډبدلؤل به څومره ستونځې ولري ، نورې څانګې خوپرېږده . عیسوي سنه اونېټه اوس دنړۍ والواړیکودوختي ثبت اوچلندپېژندل شوې شریک کوډدې اوتغیریې ناممکن دې، په ځانګړې توګه دپاسپورټ په کارکی بله سنه نشي چلېدې .

هرروزیکه به نام شخص یا یک پدیده مسما میگردد، مفهومش فقط گرامیداشت همان شخصیت یاپدیده میباشد؛ اما دربعضی کشورها روزهای هم هستند که به نام روزهای «سیاه» بخاطرتقبیح اعمال ، خشونت وامثالش برگزارمیگردند. دربسیاری ازاوقات ازطریق رسانه های امریکایی شنیده ام که گفته اند :



Terrorist Nation

اگرمنطقی فکرمیکردند، یک ملت را هرگزباید تروریست خطاب نمیکردند بلکه درانتخاب واژه ها واصطلاحات ازدقت واصول ژورنالیزم استفاده میکردند. منطقا" باید


World Cancer Awareness Day
میبود
همچنان مرض سرطان یک پدیده ی عالی ومثبت نیست که انراتجلیل کردبلکه روزی را به سطح بین المللی برگزارمیکنند تاانسانها اگاهی پیداکنند ودر
جلوگیری ووقایع این بیماری کوشان باشند
متاسفانه بامواردبرمیخوریم که باوجودارزش بلندش خالی از کمی وکاستی نمی باشد

اولس پاڅون ته اماده دې مګراولس د مسلحو امپریالیستانو ، دهغوی د پېزواني نوکرانواونورووسله والوترما شې لاندی دي ، چې لږځان وښوروي په بچواوښځویې اسره نه کوي . افغانان دعربوپه څېردیورژيم سره سروکارنه لري بلکه دنړۍ والوظالمانوپه سکنجه کی دي . ددې ظلم اونارواپرضدبایدپه بهرنیوهیوادونوکی بادرکه افغانان سره یوځای شي دباطل اوفاسدپرخلاف اودعدالت اوحق په پلوي عملا" غږ پورته کړي . خوزه په دې خارجي هیوادونوکی میشتوځينوماسترانواوډاکترانوهم با ورنه لرم ، داترټولوضعیف خلک دي ، دوی حداقل دخپلمنځي کمیونیکېشن شیمه نه لري نومبارزه خویوسترباراومسؤلیت دې


دژبې په اړه علمي فیصلې یواځې دپېژندل شؤوژبپوهانواودژبې درسمي اکاډ مي کاردې نه دکوم سیاسي اوتجارتي شرکت . اوس متاسفانه هرڅه ګډؤډشؤي دي ، پښتانه هم اشغال شؤي دي اوژبه یې هم اشغال شؤې ده ، پښتانه هم داشغالګرانواودهغوی دنوکرانولخوا وژل کیږي اوژبه یې هم . په امریکا کی دپښتوژبې ځينې کورسونه دي چې دولت ورته بودیجه ورکوي اوهغه لراوبرخلک پکی استاذان دي چې دامریکا یي فوځیانوسره په افغانستان کی ترجمانان وو. هغه دکاکوخبره چې وایي « که داخردې خوزموژجګردې » دادپښتوژبې دترجماني معیاردې هلته.مونږبه دچامخه ونیسو؟ زه ډېرلراوبرپښتانه ځوانان وینم چې دپښتوالفبا پرځای (اردو) الفباکاروي ، دوی ته بایدسړې وریاده کړي چې دخپلې ژبې سره جفااوخیانت کوي ، دپښتوژبې رسم الخط ککړوي اوسبوتاژکوي یې اودابه راتلونکي نسل ته بله ستونځه ورپریږدي چې په یوواحداومعیاري لیکدود به نه سره جوړیږي . دپښتو ژبې یوتورې که هغه (ړ)هم وي ، ددې ژبې هویت دې چې حداقل دپښتنولخوا باید وساتل شي . په پاکستان ، افغانستان اوامریکا کی شعورادداسې هویت پرضد کارکیږي چې هغه ځانګړتیا اواصلیت تثبیتوي.
‏2011‏، 24‏، مارچ‏، پنجشنبه


زه کېدای شي ترځینوکسانومشراوسم خوپه ډېره مینه اولېوالتیا دځوانانوپه بحثونوکی برخه اخلم اوفکرکوم چې ځوانان بایددهیوادسترواومهمودندوته متوجه کړای شي ، ددین اودنیادمسائیلورغندتحلیل، فیصلو، کارنامواوخلاقیت ته یې اماده کړي . دایوډېرسخت اوله خطره ډک کارهم دې خودیومشرژورنالیست په توګه خپله دنده بولم چې داراپاتی عمرراباندی په پټ پټؤوني تېرنشي . په هره بڼه ، مونږافغانان اوپه تېره پښتانه غؤلېدلي هم یوو، خپلې غلطیانې هم لروو، بې ځایه اوبې ګټې غرورهم لروواوخپلواوپردیوهم داسې شانوته مجبورکړي یوو. ماپه پېښورکی یوچاته په بحث کی ووئيل چې ته یومسلمان یې مګرله اسلامه دې غلط مفهوم اخیسې نوپه ډېره غوسه یې راته ووئيل چې څنګه ؟ ماورته ووئيل ، تاته لومړې ځل اسلام چادروښوده ، وېل مورمی ، ماوېل موردې څومره تعلیم درلوده ، وېل بې تعلیمه وه نوماوېل بې سواده اوناخبره استاذکېدې شي ؟ بیامی ورته ووېل ، خدای اودهغه پيغمبردعلم اوتعلیم په هکله څه امرکوي اوتاسوداامرونه څومره پرځای کړي دي ؟ جواب یې رانه کړ.


په افغانستان کی لویه ستونزه هم داده چې اسلام په علمي شکل ماشومانوته نه دې لېږدول شوې اوله اسلامه یې برداشت هم دیوناپوه اوبې سواده په سویه دې . مونږ ته ډېره ګرانه ده چې دیومطلق بې سواده اکثریت ذهنیت بدل کړوو، هلته مطلقوخرافاتوتقد س موندلې اوترخطرناک حدپوری رسېدلې . ددوبۍ یوعرب به داونه مني چې هرڅه له اسمانه راغورځي اویاهرڅه په اذل اوقسمت پوری تړلي دي خواکثریت پښتانه داسې عقیده لري چې هره فیصله اوهرڅه له اسمانه کیږي اوهیڅوک بایدنه پوښتنه وکړي ، نه څېړنه اونه بایددیوڅه سره مخالفت . وګورۍ پښتونولۍ ته په کتابونوکی اوباپه عمل کی . په کتابونوکی مولاناقیام الدین صاحب اووزیرمحمدګل خان مومندډېرښکلي تشریح کړي دي خوپه عمل کی تری یوضدانساني ، ضدحقوقي اودپرمختګ ضد یوذهنیت رامنځته شوې چې زماغوندی خلک یې وجدانانه شي منلې . په هره بڼه ، مونږکه غواړووچې دخپلې ټولني دبقالپاره څه وکړوو، باید خراب رواجونه اوورسره ذهنیت لمنځه یوسو، اصلاح رامنځته کړوواوخپلوکورنیواوټولنیزونیمګړتیاوته ځان متوجه کړواودحل وسائيل یې پيداکړوو. داکارپرته له مبارزې ، پرته له انتقاده اوپرته له لارښؤنې نه کیږي .

 درمورد واژۀ ونژاد «اریایی»  به نظرمن ، واژه ی اریایی یک صفت واصطلاح تاریخیست که همچواصطلاح سلطه ی روم درمصردربتن اثارتاریخی دفن شده وامروزبساکاردشواراست که مصریان خودرا«رومیها» بنامند، بخاطریکه مصریان امروزازخودشناخت جداگانه دارند. همینطورمفکوره ی نژاداریایی درایران ، افغانستان ، هندوستان وسایرممالک منطقه یک فرضیه است ، نه واقیعت . به نظرمن «نژاد» ورنگ حقیقت ها هستند که بایدپذیرفته شودواما برتری ی یک نژاد مشخص بردیگرنژادهاحقیقت نیست . بطورمثال گلها هم دارای رنگهای مختلف هستند، پرنده هاهم وجانوران ابی هم دارای رنگ واقسام مختلف هستندکه مانمیتوانیم انرابه نقدواعتراض بگیریم که چرااینطوراست . اینهمه شهکارفطرت وقانونمندی ی طبیعت است که ازخواستها واختیارانسانها ازادوبالاتراست. به هرصورت ، درموردنژاد «اریایی» نظریات مختلف وجودداردوتاحال هیچکس تثبیت نکرده که اریایی ها اصلاازکجا امده اند، بعضیها میگویندکه ازسمت شمال به جنوب رفته اند وعده ی هم به این باوراندکه اریایهاازهندوستان به مناطق امروزی ی افغانستان وایران امده اند. یک تاریخدان سیاه پوست امریکایی که نامش را فراموش کرده ام ولی حدس میزنم که شاید (تام) بوده باشد، به هرصورت ، وی اریایی هاراقبیله های ایتوپیایی میدانندکه نخست به هندوستان وبعدبه سرزمینهای افغانستان وایران امروزی مهاجرت کرده اند. ازینکه اریایها کی بودند، ازکجاامدندوبه کجارفتند، تاحال بصورت داستانهاوفرضیه ها باقی مانده وتثبیت نشده . باوجودتحصیلات خویش درجرمنی واگاهی ازواقعات رژیم فاشستی ی هیتلری ، نتوانسته ام انگیزه ی انتخاب ودلچسپی ادولف هیتلررابا سمبول تاریخی ی هندوها ونقش ان به بیرغ نازی دریابم . هرچه که بود، بجایش میگزارم فقط یاداورمیشم که اریایی بودن امروزبنابه عوامل سیاسی ، شخصی مشروط به تبعیض نژادی ورنگ سفیدشده وعده ی رادرکشورماوکشورهای همجواربه بی راهه کشانیده اند. منطقا" نمیتوان مرده رادوباره زنده کرد . اقوام مختلف امروزی درکشوروسایرممالک یک حقیقت ویک پدیده ی زنده هستند که نفی کردن ویا ازبین بردن اش ممکن نیست وهرکس که درپی چنین هدف وعمل باشد ، وقتش راضایع میکند. ایا هویت قومی وشهرت اسمی اقوام امروزی کفایت نمیکند که برویم برسرقبرهای هرکس ناله وفریادبکشیم که برخیزدومارارهنمایی کند؟ ازینرو«نظریه» ی اریایی برایم ازیک بیهود گی بیش نیست .


ښځې اواسلامي تاریخ

بي بي خد ېجه (رض) اوعایشه صدیقه (رض) زمونږدسترپيغامبر، حضرت محمد (ص) له ازواجوڅخه دي . بي بي خدیجه یوه لویه مدیره وه چې زمونږسترپيغامبرورسره نوکري کؤله ، بیابي بي خدیجې له هغه مبارک څخه دازدواج خواهش وکړ. آیا دافغان لوریاخورپه خپله خؤښه انتخاب کؤلای شي ؟ که یې وکړي ، ولې بده خبره ده ؟ عایشه دسترپيغامبرهغه ځوانه میرمن وه چې دیزیدپرخلاف یې قیام وکړ، دیوه لښکررهبري یې کؤله ، قوماندانه وه ، زیاتره معتبراحادیث هم دعایشې (رض) له خلې روایت شؤي دي. داداسلام په تاریخ کی دوه سترمثالونه دي چې مسلمانان تری انکارنشي کؤلای اوداد بې سوادواوجاهلو تش په نوم سلمانانولپاره هغه ثبوتونه دي چې دښځې دمقام ، کار، ازادۍ اوخپلواکۍ دپاره کفایت کوي اودوی بایدپری خبرشي . که دوی احادیث مني اواعتبارپری کوي نودښځوحقوق اوازادي هم بایدومني ځکه چې ډېراحادیث دښځې له خلې روایت شؤي دي . جاهلان اوبې سواده خلک به ډېرمعتبروي که داسلام سترپيغامبر؟ هغه مبارک ولې خپله ځوانه مېرمن په چاردیواري یا کوټه کی نه ساتله ؟ خدای اوپيغامبرحکم کوي چې علم په نراوښځه فرض دې . زمونږسترپيغامبروئيلي دي چې علم حاصل کړۍ که په چین کی هم وي ، ښکاره خبره ده چې چین مسلمان هیوادنه وچې مسلمانانوته اسلامي تعلیمات وروښيي بلکې د ضرورت اومجاز خبره وه . ایا زمونږبې سواده ټولنه دخدای (ج) اودهغه دپيغامبرفرمانونه مني؟ که یې منلي نوبیاولی ۸۰ فیصده نارینه او۹۸ فیصده ښځینه مسلما نان بې سواده دي ؟ ولې مکتبونه ورانیږي؟ دجاهلانوسره اسلام نه جوړیړي ، اسلام دسالمودماغو، فکراوکړنودین دې نه دجهالت ، تشدد، افراطیت اوترور.
‏2011‏، 08‏، جون‏، چهار شنبه

په افغانستان اوپښتونخواکی غږیزې رسنۍ ملي حیثیت نه لري ، په دواړوخواوکی دغه تش په نوم غږیزې مېډیا سیاسي اوتجارتي دندې لري چې دسوچه پښتوژبې اوکلتورپرمختګ یې هدف نه دې بلکی دسوچه پښتوژبې مخنیوې ، سبوتاژ، په انګریزي ، اردو، هندي اوفارسي یې ککړتیا سترهدف دې اوپه دې کارله پښتوندوښمنوکړیواوچارواکوڅخه پيسې ګټي . دپښتوژبې اهمیت به هله لمنځه ځي چې دپردیوژبوپه ویوونو(لغاتونو) یې بنسټ جوړشي اودپښتون قام راتلونکې نسل به یې په وئيلوشرمیږي اووایي به چې داهم کومه ژبه ده ؟ له بله پلؤه په افغانستان کی هندي کلتوراوپه پښتونخواکی پنجابي کلتورسره په سیالۍ کی دي، په افغانستان کی هند په خپل کلتورفارسيوانان اغېزمنوي اوپه پښتونخواکی پنجابیان په خپل کلتورپښتانه اغېزمنوي اوددوی رقابتونواوسیالیوته یې په افغانستان اوپښتونخواکی چمتوکوي ترڅوددواړوخواوترمنځ نه پخلاکېدونکي سیاسي تضادونه لمنځه لاړنه شي . څوک چې پښتوژبه ککړوي ، ملي خیانت اودراتلونکونسلونوسره ستره جفا کوي


په علم اوپوهې کی چې څوک ریا ، سیاست اوشخصي ګټې کوي ، ولؤکه ډېرعلم هم ولري بیاهم عالم نه دې بلکه یو هوښیارسوداګردې . پرون می دیوافغان تلوېزیون په پرده همدغسې دوه سوداګرولیدل چې یوخویې باالکل یوکرکجن ډلبازو. دوی په افغانستان کی دامریکایي دایمي فوځي اډوکلک پلویان وواودالاڅه چې دواړوپه اصطلاح څېړونکواستدلال هم کاوه چې اوس یوویشتمه پېړۍ ده اوداستعمارخبرې لمنځه تللي دي اودامریکا نظامي اډې داستعمارحیثیت نه لري . ښکاره خبره ده چې یوڅوک دپردیودوسلولپاره دومره لېوالتیا اوپېرزوینه ولري هغه ته دوپانزده یک سي وي . دداسې څېړونکوڅخه څه هیله کېدای شي چې شپې ته ورځ اورڼا ورځې ته شپه وایي .

په لاندی کتګوریوکی کومی ملي حس راپيداکوي ؟

اتفاق
شعور
اګاهي
پوهه
تبلیغ
زده کړی
تقریر
مینه
اشر
تنقید
اصلاح
وړاندیزونه
رهبري
لارښوؤنه
تحلیل
فکر
وجدان
پاکي
سیاست
مذهب
کلتور
اقتصاد
جفرافیه
تاریخ
تجارت
صلح

زه نه وایم چې امریکایان اواروپایان دا یاهغه خودوی په څه مهذب دي ؟ ددوی نیکونوچې درنګ ، نسل اوانسانیت پرخلاف کوم جنایتونه کړي دي ، ددوی په خپلوکتابخانو، تاریخي ودانیو، اوزندانونوکی یې په زرونوثبوتونه ورمخته کېدای شي . ددوی نیکونوچې یواځې دافریقایي غلامانوسره څه کړي ، هغه ټول دتاریخ بېشرفترین جنایتونه دي اولمسیان چې یې نن هم دمورپه خېټه کی پرما شوم اسره نه کوي ، علت یې دادې چې دوی ته خپلوپلرونودلؤړتهذیب درس نه دې ورکړې . دافغانان په ۵۰۰۰ کلن تاریخ کی د «ننګ اوناموس» غؤندی ډېرزیات ارزښتونه شته چې دلؤړتهذیب ښؤنه اوتمثیل کوي ، دوی دیوڅوپه خپل تهذیب کی راوښيي !!!
Friday, March 25, 2011


سیاست


زما په اند ، سیاست نه کومه قاعده ده اونه کوم فورمول چې په هرځای کی وکارؤل شي بلکې دفردي اوټولنیزوموخودپوره کېدولپاره دغؤره اواغېزمنو تخنیکونوټولګه ده

دملي ستونځوغټې برخې

امریکا‏2011‏، 04‏، جنوری‏، سه شنبه


دافغانستان ستونځې خؤراډېرې دي اوله ډېره وخته په دې هکله کورنیواوبهرنیوشنوونکوخپل لیکني اوغږيز نظریات هم څرګندکړي دي . که په تفصیل هره ځانګړې ستونځه راواخلواوویې څېړو، ښایي کتابونه پری ډک شي اوزمالپاره به هم ګرانه وي چې په لږوخت کی ټولې ستونځې یوپه یووڅېړم نوځکه ټولې ستونځې په څوکته ګوریووېشم اوکوښښ به وکړم چې دهرې کته ګورۍ لاندې ترټولوورځنۍ اوبېړنۍوستونځودراټوکېدواودحل کېدوپه غؤره لارواوچاروبحث وکړم .

په ټولیزه توګه افغانستان له خپل تاسیس څخه تراوسه پوری دافغان ملت دژؤندپه هره برخه کی زیاتې ستونځې لرلې خوپه تېرودروجګړه ایزولسیزوکی دملي ژؤنداوپایښت ډېرې روانې برخې ياپه ټپه ودرېدې اویاویجاړې شوې ، چې په لاندی کتګوریووېشل کیږي ترڅودستونځوپه ډؤل اوځانګړتیاته په اسانۍ ګؤته ونيؤل شي اوپه خپل چاپېریال کی ترکتنې اوڅېړنې لاندی راشي :


۱ – اقتصادي ستونځې


ِ کورنې اقتصاد : زراعت ، مالداري ، صنعت اوتجارت

۲ ـ سیاسي ستونې

ِ کورنې سیاست : انتخابات ، دولت ، خلک ، سیاسي ګوندونه ، مذهبي تنظیمونه اوګؤندونه


ِ بهرنې سیاست : خپلواکي ، دېپلوماسي ، دګاونډ سره اړیکې ، دنړۍ سره اړیکې (دبهرنیوفوځونودشتون په شمول)

۳ – دسواداوپوهنې ستونځې

ِ دنارینه سواداوپوهنه : ماشومان = دښؤونې سیستم (لومړنۍ ښؤونې اوزده کړې )


ځوانان = ( منځنۍ مسلکي ښؤونې اوزده کړې ، لؤړې مسلکي ښؤونې اوزده کړې )


غټان = ( دسواددزده کړې کورسونه ، جاري زده کړې ، حرفوي زده کړې )


ِ د نجونواومېرمنوسواداوپوهنه : دښؤونې سیستم (لومړنۍ ښؤونې اوزده کړې، منځنۍ اولؤړې زده کړې اوښؤونې)، دښځودسواداوزده کړوکورسونه ، حرفوي زده کړې


ِ دمعیوبینواومعلولینولپاره ځانګړې ښؤونیزاوحرفوي پروګرامونه

۴ – رغتیایي ستونځې

ِ روغتیاپوهنه: دنارینواوښځینوروغتیاپوهانواوروغتیاپالوښؤونه اوروزنه (طبي ښؤونیزمؤسیسات اوسیستم یې ، دمتخصصوډاکټرانو، درملپوهانو(دواسازانو) نرسانو، طبي تکنالوژیستانو، طبي مرستندویانو، دلابراتوارتخنیکپوهانو، دایانوروزنه )


ِ روغتونونه ، کلینیکونه (دسیارکلینیکونوپه شمول)


ِ درمل : مسلکي درملپوهنه ، ددرملوډؤلونه اودرمل جوړؤنه ، درمل واردؤنه ، درمل ساتنه ، درملتونونه ، ډسپنسریانې ، درمل کارؤنه ، ددرملوپه هکله وګړنیزه اګاهي،


ِ درنځونوپه هکله عامه پوهاوې اودمخنیوي پروګرامونه


ِ دمېندواوماشومانولپاره ځانګړي پالنتونونه

۵ - کلتوري ستونځې


ِ دکلتورپه برخه کی دولتي اونادولتي پروګرامونه اوټولنې


دکلتوري ؤدې وسائيل (ژبني ، لیکني، غږین او هنري ) اومسائيل منفي اوبېکاره ذهنیونه ، فکرونه اورواجونه

دافغانستان خاوره ، ولس یې اوجګړه دسیمې اونړۍ دستروناجائزوتجارتونولپاره لکه دپيسو، خاموموادو، تجربوي لابرتوارونو، انساني قاچاق ، دوسلوتوراوسپين مارکیټ اود مخدره موادودتولیداوقاچاق سترې وسیلې دي . ترڅوچې دغه پټې اوښکاره جنایي اډې اوچلوونکي وي ، نه به افغان خاوره دافغان ولس په واک کی وي ، نه به افغان ولس دځواک اوژواک خاوندشي اونه به تحمیلي جګړه ختمه شي . دافغانستان په داخل کی خوڅه کوۍ چې په بهرنیوهیوادونوکی یې په نوم خلک پيسې ګټي . امریکایي چارواکي هم دافغانستان په نوم هغه چاته بی (چون وچرا) قراردادونه ورکوي چې ترټولولوی غل ، لوی درواغجن اولوی بی کفایته وي .اوبده یې لاداده چې دافغانستان وګړې به نه وي خودافغانانوپه استازګرنه به دافغانانولپاره فیصلې هم کوي


‏2011‏، 27‏، می‏، جمعه

شرعي حجا ب

داسې حجا ب لکه دبورقعې ګمان کوم چا دخلافت تروروستیوورځوپوری هم نه پېژانده . دادشاهنشاهانواوبیادمغؤلوشاهانو کاروچې خپلې معشوقې پکی پټې وساتي . په اسلامي تاریخ کی دداسې برقعې عمرتردوه سوه کاله زیات نه دې اوپه عربوکی لاترننه رواج نه لري اوکه یونیم هم ولیدل شي ، ضروربه هندي ، پاکستاني یا افغان وي . په شرعي حجاب کی دمخ اولاسونوپټؤل نشته . حجاب په اسلامي شریعت کی خپل حدود ، معنا اوتفسیرلري .

بخښنه غواړم چې ستاسود اند سره اختلاف کوم . که حجا ب ته د ( ښکلا) پرځای (پت) وويل شي ، بهتربه وي ځکه چې (ښکلا) ځانته تعریف اوجزیات لري . یواځې حجاب دښځې ښکلاکېدې نشي . که یوه غربي جینۍ افغانستان ته راځي اوهلته پړونې پرسرکوي نودامعنا نه لري چې ګویا حجاب مراعاتوي بلکه کلتورمراعاتوي . بله داچې په اسلامي هیوادونوکی ټولې بدلمنې کلک حجاب اغوندي خوهغوی (پت ) نه لري اونه دحجاب اصلي ماهیت څه رول لري . داچې په پټ مخ د پاکې اوناپاکي توپيراوتمیزنه شي کېدای ، یواځې حجاب اخلاقي معیارونه نه شي ساتلې اونه سړې کؤلای شي د کومې ښځې اخلاقي صفتونه وارزوي . زه نپوهېږم چې په یوه شرعي محکمه کی به دیوې ښځې اویوسړي ترمنځ په دعوه کی به د مخ پټېدل څومره رول ولري ؟ دغه رازپه بیت الله شریف کی چې ترټولولؤړاومقدس مقام دې ، دښځې حجاب کوم معیارونه ولري ؟

زه منطقا نه شم کؤلای هغه سیا سي ، اقتصادي اوکلتوري تغیرته انقلاب اویادیموکراسي ووایم چې په يوهیوادکی داکثریت وګړودغوښتنو، اړتیاواومنښت پرخلاف رامنځته شي . ولؤ که دغسې تغیرات مثبت اړخونه هم ولري خوچې دیوهیوادداکثرووګړوهمغږي وملاتړونه لري اودماشینګڼودما شو په زورتپل شوي وي ، ظلم اودیکتاتوري ده . په دیموکراسۍ کی دخلکورایې اوغوښتنې زړېنې رول لري .


دبېلګې په توګه که په یوهیوادکی دکالیوډېرتولیدوشي ، دنوعیت لمخې یومثبت ګام دې خوکه داکثریت وګړوسره پيسې نه وي اوداکالي نه شي رانیؤلای اویاورته ضرورت نه لري اوپه بهرکی مارکیټ هم نه شي موندلې نوبیا د(تقاضا) او(عرضې) تعادل په نظرکی نه نیؤل کیږي اوپه هرشي کی چې تعادل نه وي، ارزښت یې منفي وي . همدامنطق دې چې که دیوهیواد (۵۵ ٪ ) وګړي دیوپلان ، پروسې اونظام څخه ملاتړونه کړي ، ولؤکه هغه پلان ، پروسه اونظام مثبت ارزښت هم ولري ، دمیلي دیموکراسۍ په چوکاټ کی نه برابریږي . دیموکراسي مطلق دیوملت د اکثریت وګړوپه رایواوغوښتنوپوری تړلې وي نه دبل هیوادڅخه په واردشؤوسیاسي ، اقتصادي اوکلتوري شکلونو، نظامونواوتحمیلؤنوپوری

دربارۀ ی زندگی درغرب بایدگفت که هستند یک عده افغانها که در « غرب زندگی میکنند و از همه نعمات برخوردارند » ولی همه افغانها ازهمه نعمات برخوردارنیستند . من ازمدت 15 سال درامریکا زندگی میکنم . اگرراستش بگویم درین مدت لحظۀ ی هم ازنعمات وزندگی درامریکا لذت نبرده ام وفکرمیکنم که این زندگی بمراتب خسته کنتروانفرادیست . میگن ، صدای دهل ازدورخوش است ، یک حقیقت است وان وقت احساس شده میتواندکه ادم به این کشوربیاید ، شاقه یی کارکند و زندگی ی طبقاتی را باپوست وخون خود درک کند. به والله بالله که من نان خشک جواری میهن عزیزخودرا به خوراک های متنوع امریکابرابرنمیکنم ونه ارزودارم که یک شب هم درین مملکت باشم اما چه کنم که وطن عزیز هم دردست خاینین ، فسادپیشه گان وبی گانگان است . درینجا زندگی بنام « بیل » یادمیشه ، ازینکه زندگی وروزگاردشواراست ، بسیارازمردم مبتلا به دپریشن هستند .
خداوندبه وطن ما صلح وامنیت بیاوردکه برویم وزندگی ی باقی ی خویش رادرکنارعقارب ودوستان بگذرانیم ، تیرازین نعما ت امریکایی ، همان نان خشک ودوغ وطنی رادوست دارم
‏2011‏، 05‏، مارچ‏، شنبه


کولتور، کلتور، کلچر



دنړۍ په زیاتروژبوکی په لږغږیزتوپيرنومؤل شوې اصطلاح ده . په ایراني فارسي کی ورته « فرهنګ» وایي. زه نپوهېږم چې دفارسي دااصطلاح له دوه تړلوویوونو(فر) او(هنګ) څخه جوړه شؤې ده که یونوم دې خوله دوه کښېستلوسره ؟ زه په دې هم نه پوهېږم چې وئیزه موخینه اومخینه به یې څه وي، هیله ده چې یوڅوک می پری پوه کړي .

دکولتورتعریف داسې دې :


دژؤنددلاروهغه ټولګه ده چې عملا" دانسانانودیوګروپ لخواجوړه شؤې ده اونورونسلونوته لېږدېدلې ده
دانسانیت اوبشریت ځانګړي ستېج دې چې دتاریخ په مختلفوپړاوونوکی په ملتونوکی راپيداشؤې . په یووګړي یاټولنه کی هغه کیفیت ته وایي چې دهنر، خط ، ډؤل (جامې ، ګاولو، سینګاراوګاڼه ) خؤښؤلواوپېژندګلوڅخه پيداکیږي . دزروي ژؤندیوموجوداتو(مایکرواورګانیزم) پالنې ته په طب ، بیالوژي اوساینس کی کلچروایي. دزده کړواوتمرین په وسیله دذهن ښه والي اولؤړوالي ته هم کولتوروايي

تېره نړۍ وي که اوسنۍ اوراتلونکی نړۍ وي ، دقا مونوکلتور به هماغسې پرځای وي . کا لي ، پټکې ، ژبه ، ادبیات اورواجونه دقامونوهویت دې . علم اوپوهه هم ارزیابي لري ، دیولیوني ساینسپوه علم اوپوهه به څه ګټه ولري چې دجنایتونواوقتلونولپاره یې کاروي ، دبشراوطبیعت دنابودۍ عناصراختراع کوي ، زروي ، کیمیاوي اوبیولوژيکي وسلې جوړوي ؟ مونږوینوچې دامریکا په پرمختللی تکنالوژۍ کی بیاهم ریډانډین خپلې بڼکی نه دي هېرې کړي اودانګلیستان په تکنالوژۍ کی سکاتیانولمن نده هېره کړې . دغه رنګه عرب له چیلتاراوسیکان له څړۍ څخه نه دي تنګ شوي . که په رواجي کالیودسړي علم ته تاوان رسېداې نومن موهن سنګ خوباید نه څړۍ درلودای اونه لونګۍ . یواځې علم اوپوهه کلتورکېدې نه شي بلکه دادیوکلتوردپرمختګ وسیلې کیږي . څوک یې مني اوکه نه دفطرت قانون همداسې دې چې هرڅه به په مختلفوډؤلونواورنګونوپيداکیږي اوټول شیان سره یورنګ کېدای نه شي .
‏2011‏، 21‏، فبروری‏، دوشنبه


دمیلي حس اړتیا


‏2011‏، 22‏، فبروری‏، سه شنبه
میلي حس یاحس میلی دیوهیواددوګړوداحساساتواوفکرونوټولګه ده چې دخپل هیواد دساتنې ، ژغورنې ، ورپېښوخطرونو، ټولنیزنظم، امنیت ، حقوقو، انصاف ، عدل ، ملي ارزښتونو، ملي شتمنیو اوهراړخیزپرمختګ څا رنه اوارزونه کوي . هرافغان وګړې دټولنې اوملت لپاره دخپلې وسې اوپوهې په کچ دچوپړاوخدمت مسؤلیت لري . که یوشپون یوڅوپسونه پيایي ، معناداچې دخپلې کورنۍ اوسیمه ایزمارکیټ په چلښت کی ونډه اخلي . که یوغولېدلې ځوان دپل ، سړک ، ښؤنځۍ اویا روغتون دورانؤلونیت لري ، بې حسه شوې دې اویوشپون یې مخه ونیسي ، معنا داچې په شپون کی میلي حس ژوندې دې . دغه رنګه فردي مسؤلیتونه اواحساسونه سره یوځای کیږي اوغټې ګټې ، لاسته راوړنې اوښې پایلې زېږوي . که له دې پورته کتنه وکړوونوپه دولت کی دمیلی حس خبره رامخته کیږي اوله دولتي چارواکوڅخه دملي حس هیله زیاتیږي . که دیوهیوادچارواکي داحس ونه لري ، ملي خاینان بلل کیږي . ملي اردودملي سرحدونودفاع کوي ، پولیس کورنې ملي نظم ساتي . د دې ارګانونودندې د ملي حس په رڼاکی ټاکل کیږي . داولسې جرګې اومشرانوجرګې په پرېکړوکی باید دملت ګټې اوخؤښه حس شي . دهیوادولسمشرته ددې لپاره قسم ورکؤل کیږي چې دملت چارې به دملي حس پربنسټ چلوي اوخپل ملت ته به وفاداروي . که سړې په افغانستان کی تېرودرې لسیزوته پام وکړي او ورانتیا اوجوړښت ، ګټې اوتاوانونه ، پوهه اوناپوهي ، عدالت اوبې انصافي ، کرکې اومینې ، دوستۍ اودوښمنیانې ، رخې اوپېرزوینې اوپائښت اوبقا سره پرتله کی واچوي اوتناسب یې وګوري نوپه باورسره ویل کېدای شي چې منفي مسایل ترمثبتوډېردرانه دي . دغلته ده چې دټولوعناصروسره د ټولنیزاوملي احساس کچ هم ترتوقوع ډېرټيټ خېژي اوپه افسوس سره چې نن هم په افغانانوکی دملي حس کچ ډېرټيټ دې . که دې ته تاسوپام ونه کړۍ ، بل یې ونه کړي ، زه یې ونه کړم ، څوک به یې کوي ؟ نوقدرمنوافغانانو، په یوګل نه پسرلې کیږي خوکه لس ګلونه هم وغؤړیږي نودپسرلي ګمان پری کېدې شي .


دنوي نظم اوسیستم وړاندیز


‏2011‏، 28‏، جون‏، سه شنبه


که دافغانستان له ۳۰ میلیونووګړوڅخه ۱۵ میلیونه زماسره په خدای اوپه رسول قسم اووعده وکړي زه ورته څه وایم هغه به راسره مني ، خیانت به نه کوي ، جفابه راسره نه کوي په خپل قسم به ترمرګه ولاړوي اوبې له تمې اوتوقع به کارته ملاتړي نو زه به هم ورته په خدای اوپه رسول وعده ورکړم چې ښه په صداقت اوخواخوږۍ به دخپل ولس اووطن پرمختګ اوسوکالۍ ته ملاوتړم او داهیواداووګړي به یې پرته له خارجي مرستواوخیراتونوپه خپلوپښودروم اوپه خپلولاسونوکه یوه روپۍ هم ګټوونو دټولوګډصندوق ته به غؤرځيږي اوبیابه هیڅکله دافغان لاس چاته دخیرات لپاره اوږد نشي . زمونږولس دکورنیوخاینانواوجنایتکارانوله لاسه ګدایګرشواوملي اقتصادموپه خیراتونوچلیږي ، ولی ؟ په مونږڅه شوي دي چې تردې ښه اوبېل فکروکړوو؟


زه هسې داخبره کوم خوپوهېږم چې داسې وګړي به ۳۰۰هم پيدانه شي


ددولت داومورودچلؤنې لپاره یومیلیون افغانان کفایت کوي مګردهیواددبیارغؤنې اوجوړؤنې لپاره چې په خارجي خیراتونواومرستوتکیه ونه لري ، کفایت نه کوي . داکومه طرحه چې زه وړاندی کوم ، په غؤڅه توګه دافغاني ټولنې خپل نظم اوسیستم وي . داچې زه به ددې نظم اوسیستم انجینري کوم ، نوزه به دیو(ملي سکرتر) په توګه ددغوافغانانوفعالیتونه پلانؤم اودچلؤلوملي ماشینري به رامنځته کوم . خونه به زه رئيس جمهوریم به به بل څوک بلکې یوه ملي اجرائيه جرګه به وي چې د ټولوقومونوداستازو، ددیني عالمانو، دښځواستازو، دځوانانواستازواودامورود مشهورواومنل شؤومسلکي متخصصینوداستازوڅخه به جوړه وي ، یواځې مسلکي اعضابه انتصابي وي خونوربه دعلني اوازادورایوپه ګټلوجرګې ته راځي . مونږبه ټول عملي کارکوواودکارساحې به مودحداقل (مینیموم) تجربې پراثرټاکل کیږي اودصلاحیت مقام به دلوړې (مکسیموم) تجربې، مهارت، فعالیت او خلاقیت پربنسټ . اپوزېسیون به دګروپ اویاګوندپه توګه نه وي بلکه دمثبت ، رغنداومرستندوی وړاندیزاوانتقاد. دابه یوپنځه کلن پلان اوپروسه وي چې سیاسي ګوندونه ، تنظیمونه ، اتحادیې ، وسله وال ګروپونه ، خارجي وګړي اوادارې به پکی نه وي . ملي بنسټ اوسرچینې به ملت اوددې هیوادطبیعي منابع وي .
 قضایي سیستم لپاره به متخصصین اودیني عالمان وګمارم چې قضایي امورسره وویشي اوټولې سترې دوسیې چې د ملي خیانت اوجنایت په دعوه پرانستل شوي وي ، علني وڅېړي اوداولس درضااورایوپه اکثریت فیصلې وکړي اودبرأت اوجزاحدود ورته وټاکي .

یوډېرښه ژورنالیست ترټولوخراب سیاستوال وي اوعلت یې دادې چې سیاستوال درواغووئيلوته مجبوروي اوژورنالیست رښتیاوته، که داونه کړي ، سیاستوال خپلې موخې ته نه شي رسېدای اوژورنالیست خپل دندیزې تړې ماتوي


رهبري د ضرورت ، غوښتنواوانګیزونتیجه وي . احمدشاه ابدالي په تنکي کول کی جنرال و، فیډل کاسترواوجېګویوارا دوه وګړي وو، دامریکې دپوزی لاندی یې په خپل هیوادکی تحول راوست . دجهادي تنظیمونوپه ګړدود، که د حقیقي مبارزینویوه جبهه هم ولرو، لوی کارونه کؤلای شوو. بس زه اوته به ترخپلی وسې زیارباسوچې ځوانان ملي ژؤند ، ملي احسا س اوملي پرمختګ ته وهڅوو. زه ډېرپه جدي توګه وایم چې که زه دیووطنفروش ، غل ، رشوتخوراوټوپکي څنګ ته ودرېږم ، زه به و شرمېږم ، دداسی خلکوله سیوروڅخه دې خدای مونږوساتي . مونږوطنپرستو، ملتپالو، صادقو، پاک وجدانو، خلاقواوفعالوهیوادوالوته چغې وهوو، دخدای په پاریې رابیداروو اوورسره ملګري کیږوو. په دې احساس چې هرڅوک راپاڅيږي ، په مونږبه احسان نه باروي بلکه هغوی سره به دااګاهي وي چې د خپلوحقوقوددفاع لپاره مسؤلانه مبارزه کوي

شاعرداسې یوماهرهنرمنددې چې هم خپل اوهم دبل فکرونه ، خیالونه اواحساسات په یوه ځانګړي ویي (لغات) کی ځایؤلې شي

لکه څومره چې خلک عبدالرحمن خان ملامتوي ، هغومره هغه ملامت هم نه دې . مخکی له دې چې سړې دهغه په هکله قضاوت وکړي ، بایددهغه خپل خاطرات ولؤلي . په افغانستان کی ځینې کرکجن ددې لپاره دعبدالرحمن خان څخه کرکه نه کوي چې ولې یې دانګرېزسره معاهده امضاکړې بلکې ددې لپاره چې ددغوکرکجنوله نیکونوڅخه یې افغانستان ساتلې کنه هغه خوخپل پښتانه تردوی پخواټکؤلي وو. په زوروکه په رضا خوعبدالرحمن افغانستان متحدوساته اودشیطان انګرېزمخه یې ونیوله کنه افغانستان ټوټه ټوټه و. سړې چې دډانګ اوپړانګ ترمنځ ګیرشي ، څه به کوي ؟ دې هم داسې و، په داخل کی داغتشاشونوسره مخ و، په بهرکی دشیطان انګرېز، خرس روس اوایران سره ، نه یې بودیجه درلوده اونه وسلې اوځينوپښتنوهم ورته دسیسې جوړولې نوڅه به یې کؤل ؟

قبیلوي تخلص

‏2011‏، 04‏، جنوری‏، سه شنبه

زه هم قبیلوي نوم لرم او لنډنومي (تخلص) ورته نشم وئيلې ځکه چې افغان تخلصونه هیڅکله (خلص) نه وي بلکه پوره نوم وي. په هره بڼه ، پښتانه ځوانان پرته د(پښتون) له [ ملنوم] څخه نورقبیلوي نومونه بایدځانونوته غؤره نه کړي ځکه چې دایوډؤل قبیلوي تبلیغ دې چې دپښتنوترمنځ دجداوالي اوکله هم د تفوق اوتکبرذهنیت ژؤندې ساتي .
هېره دې نه وي چې پښتنوپه لوی لاس ځانته دبې اتفاقیوۍ توکي جوړکړي دي اودوښمنان یې د تاکتیک په ډؤل بېرته په دوی کاروي اوخورالویه سواستفاده تری کوي . دپښتنودخواپرستۍ اوپرګنیزوالي تبلیغ ان ترامریکارسېدلې اوځینې وخت چې پښتانه له ځينو امریکائيانوسره مخ شي نوپوښتنه تری کوي چې غلجې یې که درانې . دې اوروان کورني حالت ته چې وکتل شي ، د[پښتون] دګډاوملي نوم شهرت اوتاثیرفرعي اوبې ګټې هویتونه نیسي اوپه دې کارکی پښتانه هم پوره لاس لري . مونږدپښتنوضدتبلیغیانوخبرې هم نشوردؤلای ځکه چې داسې ځاندوښمنیانی موپه تاریخ کی ثبت دي اوهمدااوس عملا″ په پتنوکی شتون لري . وګورۍ دپښتنوځينوهغو(دوه رګه) پاچاهانوته چې دپښتون قام سره یې د خواخوږۍ اوپېرزوینې وجدان هډونه درلوده ، دخپلوشخصي ګټواومقامونولپاره یې پښتانه دقبیلوي تړون په ذهنیت پخپلوکی سره جنګؤلي دي اوپخپلومنځوکی یې دوښمنان کړیدي . ددې ترڅنګ دنوروقامونوخلک هم دپښتنوڅنګ ته مېشت شوي دي اودنسلونودچورلن اوبدلون سره په پښتنواووښتي دي. له بده مرغه داسې پښتانه هم دتبلغ اوبډوښکارشوي دي اوغواړي چې له پښتنوځان بېل وښيي . دې پښتنوته زمامشوره داده چې په مېړانه دپښتنوڅنګ ته پاتی شي ځکه چې پخپلوتاریخي قامونوکی یې په فطري توګه دجذب امکان نشته اودې ته به اړشي چې خپل ځان پرهغوومني نوولې هغه تړوون مات کړي چې ددوی نیکونودپښتنوسره کړې دې ؟
زه دهرهغه څه مخه نیول غواړم چې ټوټه ټوټه پښتانه نورهم پسې ټوټه ټوټه کوي اودهغه څه کلک ملاتړکوم چې پښتانه اوراتلونکي نسلونه یې سره یوموټې ساتي . هغه شیان په لومړي ګام کی یوه واحده ژبه ده ،یوقامي نوم دې چې د[پښتون \پښتانه ] په نوم شهرت لري . دغسې دپښتوژبې واحده لیکبڼه اولیکدوددپښتنونسلونه له بېلتون څخه ساتي . هرڅوک چې د[پښتون] له نومه بل هغه ته اړتیاویني ، ناپوه اوجفاکاردې . لکه ځينې پښتانه چې خطاوتي دي اووایي چې «خېلونه» دپښتنوګلونه دي ، زه یې په کلکه ردؤم . «خېلونه» په پښتون بڼ کی هغه اغزي دي چې په دې بڼ کی دهرګرځېدونکي په پښوننؤځي اودبڼ دښکلاڅخه خؤنداخیستل یې پيکه کوي .


لشکرسرخ کمونیستی هم یک دهه درافغانستان مصروف کشتارافغانهابودند، بجزاینکه خودراهم پارچه پارچه سا خت ومردم افغانستان راهم دربدروبدبخت ساخت دیگرسودی باخودنبرد. عساکرسرخ ظاهرا" دردفاع از ایدیالوژی کمونیزم درافغانستان میجنگیدند که درمقابل قربانیهایشان عایدوسودمالی نداشتند. کپیتالیست های غرب که ازجنگ روسها درافغانستان اموختند، مصروف ساختن یک سناریوی جنگی نوشدند وپلانگزاری ی یک جنگ نودرافغانستان هم یک دهه تول کشیدتا وقتش رسیدوجنگ راباحوادث وعلل ایکه پلان کرده بودند، اغازکردند. دوسال بعدش برعراق هم تجاوزنظامی نمودند . درین جنگها ایدیالوژی رول محوری نداشت بلکه یک ستراتیژی ی مشخص درنظرگرفته شده بود وان «سودومنفعت« است . افغانستان ازسروتهای طبیعی مالامال است ، دیگرش برجای خودمگرتنها ازیورانیم ولیتئیم میتوان تریلین ها دالرمنفعت حاصل کرد . کپیتالیستهای امریکایی اگریک دالرمصرف کنند، بایددربدلش صددالرکمایی کنندورنه قناعت نمیکنند . اینها به نسبت روسها هوشیارهستند، درجنگ هم تجارت و کمایی میکنند . حالا یک دهه ی اینها هم پوره شدنی است ، ببینیم که چه میشه . اگربه تاریخ ، ساختارجغرافیاوی وهمزیستی وقربت مردم این سرزمین نظرانداخته شود ، افغانها همان مردمیست که چنگیزخان به عساکرخودیکبارگفته بودکه هروقت این مردم رامیکشید، سرهایشانراازتنشان جداکنیدودرفاصله های دوربیندازیدبخاطریکه اگرسرهایشان به تنشان نزدیک باشند پس زنده میشوندومارانمی مانند . لشکرخارجیهاهم چنگیزیهاوهلاکوی قرن 21 است وهرقدرکه افغانهارامیکشند، تعدادش کم نمیشود .
جمعه‏، 2011‏/02‏/25

زمونږځوانان بایدکسبي زده کړوته زیاته پاملرنه وکړي ځکه چې دغه وران اوشډل هیوادپه کسبي مهارتونوجوړېدای اوعصري کېدای شي . اوس دنړۍ په زیاتروهیوادونوکی افغان ځوانان اوسیږي ، دوی بایدددغوهیوادونوله تعلیمي چانسونوڅخه ګټه واخلي اویواځې مزدورۍ اوخوارۍ ته تن ورنه کړي . هغه عایدچې په پنځه کالوکی ترلاسه کوي، په پنځه کلنولؤړوزده کړویې یوکال ته لنډؤلای شي .


کډوالي

۷ کاله می په اروپاکی تېرکړل ، لس کاله می په پاکستان کی اودادی ۱۵ کاله کیږي چې په امریکاکی یم . داسې ژؤندته روسانو ، امریکایانو، ګاونډي هیوادونواوددوی بې ننګواوبی وجدانوغلامانومجبورکړي یووکنه خپل وطن خوګل وطن وي . ځینې چې په پردیوډالروراټوکېدلي اومقامونه یې ترلاسه کړي دي ، زما په څېرافغانانوته پېغورورکوي چې په اروپا اوامریکا کی خشره کاري کووخوپخپله په دې نه شرمیږي چې خیراتونوته یې لاس نیولی وي ، په غلامۍ ،جاسوسۍ ، غلا ، رشؤت ، چوروچپاول ، دامریکایانودعسکروپه زوراودټوپکوپه زورډالرګټي . دلته په امریکاکی داسې افغانان هم شته چې ژؤندیې ښه دې ، پيسې یې یاله خپل وطن څخه راوړي اویایې دلته په محنت ګټلي دي اوځانته یې ژؤندجوړکړې دې . هغه چاچې په خپل محنت ګټلي دي ، زمونږورته سلام دې خوچاچې دچوراوغلاپيسې راوړی وي ، هغوی ته دې خدای زهروګرزوي . مونږدخپلولؤړوتحصیلاتوسره سره نه شرمیږوچې په ډاګه ووایوچې افغانان یوو اوپه همت او خشره کارونویې ګټوو خوحلال رزق ګټوو، په خپلومټویې ګټوو، نه غلاکوواونه دخپل مسلمانو هیوادوالو په وینه سوداکوو. په دې کی دپيغورڅه دي ؟؟؟؟ . مونږته امریکایانوددې لپاره پناه نه ده راکړې چې دلته پاچاهي وکړووبلکه ددې لپاره چې سخت اوخشره کارونه چې دوی یې نه شي کؤلای ، په مونږ یې وکړي اودا مامونږته له اوله څرګنده ده . زه چې خپل ژؤندته ګورم نوداسی ژؤند می په خپلوګلالیوځوانانونه لؤریږي ، زما دوطن ځوانان بایدزما غؤندی کډه په سرپه نړۍ کی سپين ږیري نه شي ، بایددخپل ښایسته وطن په غيږکی وروزل شي اوددې وطن واک پخپل لاس کی واخلي . دادخؤښۍ ځای دې چې په نړۍ کی مهاجرتوب کم شؤې دې ، خدای دې بیخي ورک کړي . خشره کاري دې وي خوپه خپل وطن کی دامن ، ورورۍ اوپرمختګ په فضا کی

نشنلیزم


نشنلیزم انګلیسي ویي دې اوځينې یې ناسیونالیزم بولي اومعنایې دیوه ځانګړي ملت پالنه ، دهغه ملت ساتنه ، ورسره مینه اوروزنه ده چې ټول حقوقي اړخونه لري . هغه څوک چې تحلیل نه لري ی اویا کومه سیاسي مفکوره لري ، ښایي دملي روحیې اوملي ګټوپرواونه لري خودملي ګټوله مدافعانوسره نشنلیستي روحیه حتمي وي . دحقیقي ملت پالنې ، تعصب اونژادپرستۍ ترمنځ فرق شته . نشنلیزم یوه اړینه روحیه ده چې دیوځانګړي هېوادهروګړې یې بایدولري . په بله وینا ، ملت ګرایي اوملت پالنه دساه لرونکوموجوداتویوطبیعي اوفطري خاصیت دې . زمونږپرهیواددامریکا په مشرتابه ۴۵ هیوادونو فؤځي یرغل وکړترڅوخپلې ملي ګټې خوندي وساتي ، دنړۍ هرنوي مشرته قسم ورکؤل کیږي چې له خپل سرڅخه تېرېدای شي خودهیواد له ملي ګټوڅخه به نه تېریږي . که خبره لنډه کړم نوداسې استدلال بایدوکړوو: نن تاسوداسې شیان کاروۍ چې نه په قران کی شته اونه په احادیثوکی لکه کمپيوټراوانټرنيټ نوکه دابدکاروي ، ولې یې کوۍ ؟ دمنسوخواحادیثوپه هکله څه وایاست ؟ خبره دسالمودماغواومنطق ده اواسلام داکیفیت لري چې هرڅه په سالمه توګه اومنطق څېړي .
په هره بڼه ، دوطن دساتنې اوافغان ملت دپالنې لپاره ملي روحیه اواحساس ضروري دي ؛ څوک چې ملي روحیه ، ملي احساس نه لري اوملي مسؤلیتونه نه درک کوي ، افغان نه دې .

انسان پېژندنه



‏2011‏، 24‏، جولای‏، يکشنبه


دااصطلاح چې (دانسان پېژندنه سخته وي) زمونږپه هیوادکی زیاته کارؤل کیږي اوښایي دنړۍ په نوروهیوادونوکی به هم کارؤل کیږي خوپوښتنه داده چې رښتیا هم دیوانسان پېژندنه سخت کاردې ؟ هو، ځکه چې
انسان پېژندنه یوډېرپراخ اولوی علم، تخنیک او بحث دې چې انتروپالوژي ، سوسیالوژي ، سیکالوژي ، طب ، ساینس ، تاریخ ، جغرافیه ، سیاست ، اقتصاد، کلتوراومذهب ورسره کلکې اړیکي لري . داعلمي څېړنې ، موندنې اوارزؤنې له یوکس څخه پېل کیږي اوپه ټولنه پای ته رسیږي . ددې علوموپه رڼاکی د انسان په صفت دیووګړي دشخصیت ، کیفیت اوخواصوڅېړل هم اوږده اوژؤره هراړخیزه مطالعه ، تجربه ، مهارت اواوږدوخت ته اړتیالري . مونږکه ددې څېړنې لپاره ترټولواړین علوم اوتخنیک غؤره کړوواوپه دې توګه وخت سپماکړوو، بیاهم اړکیږوچې لومړې دهماغوعلوموتحصیل وکړوواویووخت ورته وټاکوو. دیووګړي دخواصودارزؤلولپاره سیکالوژیکي پوهه اود هغه دکیفیت دارزؤنې لپاره دسوسیالوژي علم ته اړتیا وي . داچې زمونږځينې باسواده کوول (همزولي مشران) په دې علوموکی څه ناڅه تحصیل اویاتجربې لري نودوی ته دخپلوتجربوپه مرسته دیووګړي چټکه اولومړنۍ پېژندګلومنطقي قضاوت وي چې بل ته سم له واره نه څرګندیږي اودوخت په تېرېدودلازیاتې کتنې سره یې پایلې پړاوپرپړاوبدلېدای شي . دیووګړي په چټکوپېژندګلوکی دهغه څهره ، خبرې ، نوم اوجامې ځای لري خوتردغه وخته لا څېړونکي ته دهغه وګړي خواص اوطبیعت نه وي څرګند. دیووګړي اوانسان په پېژندګلوکی هم توپيردې نوځکه يوڅوک دوګړي په توګه اودانسان په توګه بېل بېل ارزؤل کیږي .


وګړې : ځانګړې نوم دې چې دیو یوقام ، ملت ، جغرافیه ،رنګ ، ژبې ، نسل ، شخصیت ، قانون اودولت په شرطونوپورې تړلې وي اویويؤستوې انسان یې مالک وي . دیووګړي دپېژندګلوپروسه دهغه له زېږېدوڅخه پېل کیږي اوپه وفات یې پای ته رسيږي ؛ په دې اوږده پروسه کی یووګړې خپل تېرکیفیتونه اوخواص درپېژندلای شي اوتاسویې ارزیابي هم کؤلای شۍ خوهغه وګړې خپل راتلونکې نشي درپېژندلای ؛ دیووګړي عمر، پوهه ، کړنې اوتجربې پړاوایزې وي اوځينې پړاوونه خوددغه وګړي له واک ، اختیاراوطاقت څخه هم ازادوي نودغلته ده چې یووګړې پړاوپه پړاوځپل څرنګوالې اوځانګړتیاښيي اومونږپه طبیعي توګه اړکوي چې انتظارورته وکړوو . په دې حساب که یووګړې (۸۰ ) کاله عمرولري نومونږیې پېژندګلوهم په (۸۰ ) کالوکی بشپړؤلای شوو.


انسان : یوعموي نوم ، صفت اوارزښت دې چې هروګړې یې مالک هم وي اوملکیت هم ، یانی هم په یو وګړي اوهم په ټول بشریت پوری تړلې وي . ماشوم لومړې بې له شرطه دانسان په توګه زیږي ،بیا په شرطونودیووګړي په توګه نوم اوتابعت خپلوي . دغسې دیوه هیوادوګړې د بل هیوادوګړې نه وي ، دتوررنګ وګړې دسپين رنګ څخه بېل وي ، یووګړې سرې جامې اغوندي خوبل شنې اغوندي ، یووګړې په پښتوژبه غږیږي خوبل وګړې په انګلیسي غږیږي نو دا صفتونه ، تړاوونه ، شرطونه اوفکرونه دي چې دیووګړي دځانګړتیاوبرخې جوړوي خوکله چې دانسان ارزؤنه مطرح شي ، بیا پکی درنګ ، نژاد ، مذهب ، عقېدې ، ملت ، قام ، ژبه ، جامې اودې ته ورته ځانګړتیاوې رول نه لري بلکی هغه عمومي کیفیت اوارزښت پکی رول لوبوي چې دټولووګړولپاره یورنګ ،صفتونه ، تړاواو اندازې لري . دې ټولوعلومو، تجربو، وخت اوکته ګوریوته په کتو سره بایدووئيل شي چې رښتیا (انسان پېژندنه ) اسان کارنه دې .

دپښتنوداتفاق اویووالي ګټې اومفهوم
2011‏، 10‏، آگسټ‏، چهار شنبه


دتیتوپرکو، دپردوپه لاس اوبدنیت وېشل شؤو پښتنو، په خپلومنځوکی دوښمنوپښتنو، دپښتون قام ترعمومي نوم لاندی له زروڅخه زیاتوخېلونومنظمؤل اوشعورورکؤل پخپله ترټولوسترهدف اوارمان دې . که پښتانه دې هدف ته ورسیږي نوقامي ارمان به پوره شي اولاره به له اغزیواوخنډونوپاکه شي . دپښتنواتحاداواتفاق به ددوی دسیاسي ، اقتصادي اوکلتوري ودې اوپرمختګ خؤځند اونه ماتېدونکې دفاعي ځواک وي ، یوټولنیزغښتلې سیستم به رامنځته کړي ، دمشرتابه نشتوالې به یې لمنځه ولاړشي ، دوی به دخپلمنځي بې ګټې سیالیوڅخه قامي سیالیوته مخه کړي اودنوروقامونوسره به دسیالۍ کوښښ کوي ، فیصلې اوپرېکړې به یې شریکی وي ، خپلې ګډې شتمنۍ به وساتي ، په خپلونیمګړتیاوبه په اسانۍ کتنه کوي اوحل به یې ستونزمن نه وي ، قضایي اوحقوقي مسائيل به یې عمومیت پيداکړي اوپه فرداوقبیلې پورې به اړه نه لري ، اصلاحي ځواک به یې زیات وي ، راتلونکي نسلونه به یې په اتفاق وي اوغلیم اودوښمن به په سختۍ دوی غؤلوي اوبریالیتوبونه به یې داسې وي لکه دمیروئس خان . نورې ګټې هم شته خوفکرکوم چې مهمې یې همدادي

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...