سیخې نیؤکې

په هرڅه اوپه هرچانیؤکې

عبدالواحدمشواڼې
امریکا ، ‏2011‏، 04‏، جنوری‏، سه شنبه

پوهېږم چې نیؤکې (نقد، انتقاد) بایدمنطیقي رغندی ، روزنیزې اومرستندویی موخې ولري ترڅودسپکاوي ، تور، اوشخصي مخالفت مخه پکی نیول شوې وي . دنېغواوغېرمستقیمونیؤکوترڅنګ دنیؤکویوادبي هنري اړخ دادې چې په طنزونو، ټوکو، فکاهیاتواوشعرونوکی هم نغښتی وي اوداغېزساحه یې دنړۍ والوچاروڅخه نیؤلې ترملي اوټولنیزوچاروپورې ټولې اړؤندی نیمګړتیاوې اوغلطیانې رانغاړي نوځکه مناسبه ده چې نیؤکوته درسنیزومهموژانرونوپه لړکی ځای ورکړل شي ترڅورسمي اووګړنیزه پېژندګلوپيداکړي اوددواړوخواوپام ځانته واړوي .

نه دومره حؤصله لرم چې دهرچانیمګړتیاوته ګؤته ونیسم ، یایې په شخصي کارونوکی مداخله وکړم اویا خدای مه کړه دچایا څه شي منفي ارزؤنه وکړم خوفکرکوم چې دیوپخواني ژورنالیست په توګه زما  دنده اوفریضه ده چې پرهغوخلکو، دهغوی په کړنواو شیانو نیؤکې وکړم چې له سببه یې ټولنیزتاوانونه ، کړاوونه اومنفي اغېزې رامنځته شوي وي اویادرامنځته کېدوپه حال کی وي . زه په شعوري توګه داکارکوم اوموخه می ټولنیزه اوفردي اصلاح اوپېرزوینه ده نوځکه هیله کیږي چې زماهرې نیؤکې ته داصلاح اوپرمختګ په سترګه وکتل شي .

زمانیؤکې به په دې برخوکی وي :

شیان :

ِ پلانونه
ِ سیستمونه
ِ جوړښتونه
ِ وسیلې

وګړي اودهغوی کړنې :

ِ سازمانونه
ِ ګؤندونه
ِ تنظیمونه
ِ تړونونه
ِ ډلې
ِ مسؤلین
ِ چارواکي
ِ وګړي

دکنړولایت پخوانې دولتي برېښناکوټ

زه واحد مشواڼې ویاړم چې په ۱۹۹۴ ع کال کی ماوکولای شؤل چې دهغه وخت دکنړولایت ایکي یوبرېښنا کوټ په اسداباد (چغه سرای) ی دجرمني دوستانوپه مرسته ورغوم اوبرېښنایي ځواک یې دوه برابره لوړکړم . مونږوکولای شول چې مات شوي ماشینونوته پرزې له جرمني څخه راوړواودغه دستګاه بېافعاله کړوو. زه په ۱۹۹۶ ع کی امریکاته راغلم اوله هغه وروسته خبرنه شوم چې داسداباد برېښناکوټ هماغسې فعال پاتی شوې که دوطن اوملت دوښمنانوبیا ویجاړکړې اوپرزې یې پرپاکستانیوکباړیانوپلورلي دي که څنګه ؟ داچې اوس په دغه ولایت کی خلکوشخصي برېښناکوټونه جوړکړي دي ، دخوښۍ خبرې دي خوداچې اوس هم دهغه برېښناکوټ دخرابتیاخبرونه اورم چې زماپه هلوځلوبیارغول شوې و، زمادژؤرخفګان سبب شواوکولې شم ددولتي چارواکودبی حسئ کچ وټاکم . زما له ؤسه اوس نورڅه نه کیږي پرته له دې چې له لوی خدای څخه دافغان اولس دشتمنیودلوټمارانود تباهي اوبربادي دوعا وکړم اوبس .


دکنړ، نوریستان اوپکتیا ځنګلونه


په افغانستان کی دثوردکودتا اوبیادپخواني شوروي اتحادنظامي یرغل ډېرسپېځلي اوپرټاټوبي ميئن افغانان پاڅون اوله ټاټوبي څخه په ټولیزه توګه ننګه اودفاع ته اړېستل اوپه میلیونونوکورنۍ یې دکډوالۍ په سرنوشت اخته کړل . له بده بخته ددې حالاتواوفرصت څخه په ګټی اخیستوهغوهیواددوښمنوجنایتکارانو، مجرمانو، غلواولوټمارانوته موقع هم برابره شوه چې په افغانستان یې پرهرڅه اوهرشي لاس برشي ،دریغ پکی ونه کړي . دپاکواوبااحساسه مجاهدینوترڅنګ په جنایتي خاصیت اودوجدان اواحساس په کمزورۍ روزل شوووسله والوډلودهرڅه دورانولواودهرڅه د لوټ کولوترڅنګ دهیواد، طبیعت اوښکلا خدایي شتمنۍ هم لوټ کړې اوپه ګاونډي پاکستان یې وپلورلی . په دغوخدایي شتمنیوکی دپکتیا اوکنړځنګلونه دهېرولواوبخښلونه دي .

که ووایوچې ځه دوه لسیزې انارشي ، بې عدالتي ، ظلم ، قتلونه اوغارتونه ووځکه چې دیوه ملي دولتي اویا یولاسپوڅي دولتي نظام کمښت ونودې اخري په اصطلاح دیموکراتیکې لسیزې څه وژغورل اوڅه یې جوړکړل ؟

دکنړځنګلونه هماغسې دپخواپه څېرپه بې رحمۍ غوڅيږي اوپه توره شپه پاکستان ته رسول کیږي . مونږنه شوکؤلای دخپلوملي شتمنیودساتلوهیله له هغه چاوکړوچې په دې هیوادیې فوځي یرغل کړې دې ځکه چې هغوی دګدایګرافغانستان دساتنې لپاره نه دي ورغلي بلکه دخپلاهدافودلاسته راوړوپه خاطرهلته تللي دي اوپه دې هدف که ټول افغانستان تباه هم شي ، دهغوی پری څه ؟ خدای دیومعین هدف لپاره په کنړ، نورستان ، پکتیا اونوروځایونوکی ځنګلونه شنه کړي دي . دکنړ، نورستان ، پکتیا اونورولږوزیاتوطبیعي ځنګلونونه یواځې ددغوسیموښکلا زیاته کړې وه بلکه دسیندونو، خؤړونواوکندودپراخېدواودسېلابونودنقصان مخه یې هم نیولې وه . که دکنړاونورستان ځنګلونه بیخي نابودشي اوپرځای یې نوي نیالګي ښخ نه شي ، نوددې زیات امکان شته چې دکنړپه اقلیم کی بدلون راشي ، د تودوخې کچ یې لؤړشي اودبارانونواوسختوسېلابونوسبب شي ،له دې کبله به دغرونوخاوري اوشګې دکنړسیندته وبهیږي اوهغه به ډک کړي اواوبه به یې دڅنډوڅخه واوړي اوهواری کرنیزې ځمکی به لاندی کړي اودابه بیا دخلکودکډوالۍ سبب هم شي .

ملي احساس اوافغاني وجدان خودااجابوي چې که یوه ونه ووهل شي په بدل کی یې بله بایدکښېنؤل شي خوپه زغړده سړې وئيلای شي چې په دې هکله فردي ، ټولنیزاودولتي حسونه اووجدانونه لاتراوسه نه دي راټوکېدلي ، په یقین سره به هرافغان ووایي چې زه په خپل وطن سرورکوم خوپه دې ډېري غورنه کوي چې دوطن په څه ؟ وطن خوله ډېروشیانوجوړشوې جغرافیاوي اووګړنیزجوړښت وي چې خپل ګډارزښتونه ، شتمنۍ ، فردي اوټولنیزی ګټې پکی خوندي وي ، ایاچا تراوسه پوری ددې ګډوملي شتمنیو، ارزښتونواوګټولپاره پاڅون کړې دې ؟

دا هغه حقیقتونه دي چې دکنړخلک ورسره تریوحده مخ دي اولانوروخطرناکوعواقبوته لاره هواریږي .

افغانستان دځنګلونوهیوادنه دې اوپه ټول افغانستان کی دلرګوخورازیات کمښت دې نوداسې ځانګړي ځنګلونه دملي شتمنیوپه کته ګورۍ کی شمېرل کیږي نه په شخصي اوقومي ملکیت کی . په دې برخه کی دکنړدخلکومبارزوي بېلګه چېرې اوکومه ده ؟ ایاڅوک شته چې پوښتنه وکړي چې دانایابه شتمنۍ ولې دیوه یادوه جنایتکارانودګټولپاره نابودیږي ؟ ایا داسې خواخوږي اوبااحساسه سیمه ایزچارواکي شته چې ددې جرم اوجنایت مخه ونیسي ؟ ایا دافغانستان دولت تراوسه په دې هکله کوم پلان جوړاوعملي کړې دې ؟ زه خوفکرنه کوم .

دحساب اوپوښتنې خبره به هله مطرح کیږي چې ملي دولت ، ملي اوپاک چارواکي ، قانون اوعدالت وي ، په نوم اوپروپاګنډکی داټول شیان شته خوپه حقیقت کی نه احساسیږي . دایوخوب ، هیله اوخیال دې چې له کورنیوغلو، لوټمارو، قاتیلانواوسړیتښتوونکوجنایتکاروبانډونوسره به موجودرژیم په کومه اختصاسي محکمه کی له دوی څخه ددوی دهرجنایت پوښتنه وشي

2011‏، 04‏، جولای‏، دوشنبه
دواقعي نیشنلیزم اویاملت پالنې اونژادي توپيراوکرکې ترمنځ لوی واټن دې . که زه ووایم چې زه یوافغان نشنالیست یم ، معنا داچې افغانپال یم نه داچې نژادپال یم . نیشنل یعنې ملي اوپه هرملت کی ډېرقامونه دي . دهندځينې تش په نوم نشنالیست ګؤندونه ددې نوم په جامه کی پټ شوي نژادپرستان اوکرکجن دي چې دخپل مذهب اونژادپرته بل نه قبلوي. داسې تش په نوم نشنالیستان په هندکی دمسلمانانوپرخلاف هم راپاڅېدلي دي . دهندسینما خوپه مسلمانانوچلیږي خودغه هندي کرکجن دشارخ خان په څېرمسلمانه څهره هم نه زغمي

ژبه دکلتورمهمه برخه ده ، هندوان اوپاکستاني چې په هندي اواردوخبری کوي ، چې ۷۵ فیصده پکی انګریزي ورګډه نه کړي بیانورفکرکوي چې دې تعلیم نه لري . خندابه هله درشي چې دخېبرتلوېزیون وګورې چې له پښتوڅخه څه جوړوي . کاش چې بیاخویې انګلیسي هم دانګرېزانوپه څېرتلفظ کؤلای شوای ، په ډزډووزپورې یې هم انګرېزان خاندي اوهم کورني . یوڅوک چې په خپله کورنۍ ژبه حاکیمیت ونه لري اوهغه په روغ لاس ککړوي ، نوله داسې خلکوګیله به څه معناولري ؟



هرشې یوحد لري ولؤکه رشؤتخوري اوبداخلاقي هم وي . په افغانستان کی دهیڅ شي حدمعلوم نه دې .



ماهم دفیله باټومۍ کورس کړې دې ، دکارپه ځای کی مې سپين کوټ اودستکشې اغوسټي اواستسکوپ می په غاړه ګرځؤلې خوکه کوم افغان ماته ډاکټرووایي نوناخبره اوناپوه به وي ځه چې زه مستند طبي ډاکټرنه یم . یورښتییانې طبي ډاکټرباید دفاکولتې پنځه کلن تاریخ اوسندولري اودرې کاله یې په کوم روغتون کی عملي زده کړی کړې وي اوپه ټولوکی بریالې شوې وي نوهله ورته ډاکټروئيل کیږي . دافغانستان ډاکټران لکه ګوډاګې دولت یې ، هم بې سویه، بې مسلکي مهارته اوجعلي دي . دوینې په بانکونوکی عموما لابورانتان ، فیله باټومیستان ، هېمیتالوجیستان ، پېتالوجیستان اونورکارکوي خوداهم دافغانستان غوندی بې ستنډرډه اوبې کیفیته بانکونوکی دتوقوع نه لری خبره ده . ولې زیاتره افغانان هنداوپاکستان ته ځي ؟ په پاکستان اوهندکی هم بی سویه اوجعلي روغتیايي کارکوونکي اوډاکټران ډېرزیات دي . یوطبي محصل ته باید ترهغود فراغت سند ورنه کړای شي ترڅوچې یې د سوسیالوجي مضمونونه په اعلی درجه نه وي ختم کړي

که حقیقت ووایوونوزمونږادبیات هم ولاکه چندان ادبیات وي ، یاپکی دمرګ خبرې وي ، یاپکی دهلک اویادچرسواوشرابو. زمونږټول ننګ اوغېرت په تنا سلي اوجنسي اړیکوپوری تړلې وي . دانوننګ اوغېرت دې چې خوراولورخرڅه کي ، له صحت اوتعلیم څخه یې محرومی کړي ؟ که په مېږوپسې صحراته ځي پروانه لري خوکه مکتب ته ځي نوبیا ننګ اوغېرت خرابیږي . نکاح سونت (رواج) ده اوطلاق فرض مګرزمونږننګ اوغېرت دواړه سرچپه کړي ، واده فرض دې اوطلاق بې غېرتي . دتمدن وحشیانوته چا لاره هواره کړه ؟ همدې کورني وحشیانواو ټوپکیانونه کړه ؟ ماته غېرت دپوهې ، علم ، کار، تمدن اوژؤندمعنالري. زمونږغېرتي شاهانواومشرانودپښتنوپه سیموکی کوم پوخ تشناب جوړکړې ؟ که وي ، چېرې دې ؟ داخوزمونږغیرتي ټوپکیان دي چې دژؤنداوپرمختګ مخه یې نیولې ، یابه ورسره وحشت منې اوکنه مرګ دی حتمي دې ، دې ته غېرت وایي ؟


یادؤنه : زما له لیکنوبایدغلط تعبیروانه خیستل شي ، بې له شکه مونږویاړونه ، ښه شخصیتونه اوښه فکرونه هم لرووچې زه یې کلک ملاتړاودرنښت کوم خوددې ترڅنګ زمونږ اکثریت وګړي په غلطو لاروبیول شوي دي اوداصلاح اوښؤونې چارې یې سختی شؤي دي . هلته سیاست ، قانون ، دین ، مذهب اوعقیدې د مړدک په زورعملي کیږي ، هلته ددماغوځای مړدکونیولې



افغانستان ولی په هرڅه کی له خپلوګاونډیوهم وروسته پاتی دې ؟


اکثریت افغانان ولی له تعلیم اوپوهې وروسته پاتی دي ؟


دپښتنودمېرمنومطلق اکثریت ولی بې سواده پاتی شوې دې ؟


ایادافغانانوذهنیت افراطي نه دې روزل شؤې ؟


ایاافغانان دانتقاداواصلاح زغم لري ؟


د افغانانوملي حس ولی کمزورې دې ؟


ولې هروخت پرافغانستان فؤځي یرغلونه کیږي ؟






منم درسره کرزی صاحب !


داګزدامیدان ، سرله ننه دافغانستان له ټولوزندانونوڅخه ځوانې مېرمنې دخپلواولادونوسره خؤشې کړه اورحیم ورد ګ اوزلمي رسول ته امروکړه چې دهیواددحریم اوپولوساتنه وکړي . که له خپله ځانه یې نه شې پېلؤلې نوبیاغلې کښېنه ، هسې نورځان مه شرموه ، په خله دې څوک پيازهم نه جوي






دروسیيې په هکله بایدووایم چې داپه نړۍ کی یوداسې مردارسیاست لري چې دهیچا سره یې وفانده کړې . افغانستان یې هم کلک ملګرې و، تره کی ، امین ، کارمل اونجیب یې هم کلک ملګري وو، صدام یې هم ملګرې و، دچاسره یې وفاکړېده ؟ ځينی پرچمیان لااوس هم ورته وفاداردي مګرروس ورته نه دې . دا دټولوغربي هیوادونوسیاسي تهذیب دې ، دوستي اودوښمني یې لکه پښتانه په یوحال نه وي .

زه یوداسې قماربازتېرایستلې یم چې نه غیرت لري نه ایمان ، ابرواوعزت نوځکه هرقماربازته می وینیی خوټکیږي . دربانی صاحب دوره مالیدلې چې دقماربازانولپاره جنت و.



تاسودبانکي دولتي غلوپرخلاف لیکنوته اشاره کړې ده ، رښتیا چې زیاتره چوپ دي ځکه چې له بل بانک څخه به ورته ډالروربهیږي خوله بله پلوه په افغانستان کی فسادونه اوورسره غمونه دومره ډېردي چې نورورته په ژړااوکنځا ستړي شوو. په هره مسئله ۵۰ کتابونه لیکل پکاردي اوداکارهم هرڅوک نشي کؤلای ، ټول چې حساب کړۍ ، لس څېړوونکي هم نشته اودالس هم په خپلوخؤلوکی ډوب دي ، څېړنوته وخت اوامکان نه لري . زمونږغیرتیان به هم یاټوپکي وي یاګډبه ، تابه محبوروي چې صفت یې وکړې مګرمنطق اووجدان به سړي ته اجازه نه ورکوي نوخپله خله ولې سړې ځانته بلاکړي ؟ که همدانن زه ددې غلواوقماربازانوپرخلاف کوڅې ته ووځم ، شته کوم غېرتي چې راسره ودریږي ؟
افغانانواوپه تېره پښتنومشرپيداکېدل اوبیاهغه ته بیعیت کؤل هم دامام مهدي اویادحضرت عیسی علیه السلام له راتګه کمه خبره نه ده . مونږپه تاریخ کی ډېرستراودرنګارنګ مشخصاتومشران درلودل چې دبهرنیودوښمنانوپه پرتله ورته پښتانه ډېرخطرناک وواوترټولوسترې جفاوی ورسره پخپله پښتنوکړي دي ، دبېلګې په توګه احمدشاه ابدالي، وزیرفتح خان ، پيرروښان ، خوشحالخان ، خان عبدالغفارخان او امان الله خان . کله چې کوښښ وکړووچې خپلې هغه غلطیانې اونیمګړتیاوې چې پښتانه یې دنابودۍ کندی ته غؤرځؤلي ، په ډاګه کړوو، پرته له دې چې دحل لاری ورته ولټوو، پخپله یې پټوواوچاته اجازه نه ورکووچې ګؤته ورته نېغه کړي . دانتقاداوبرداشت قابیلیت هم څه معنا اوګټه لري کنه ؟ الله تعلی ته دښځوتعلیم اوتربیه ننګ اوغېرت نه ښکاري مګرپښتنوته ښکاري اوکله چې زه داحقیقت وایم نوځينې داسې پښتانه چې ځان پوه اوتعلیم یافته هم ګڼي ، داورېدواوارزؤلوحؤصله یې نه لري اوپرځای ددې چې درنځ اومیکروبونومخه ونیسي اودرملنه یې وکړي ، پرېږدي یې چې بدن لمنځه یوسي . پښتون دنوروقومونوپه پرتله زیات مشکلات لري اوداځکه چې ددوی خپلمنځي ستونځې د پردیواوبهرنیوستونځوپه پرتله ډېری زیاتی دي ، دوی دبهرنیوتحمیلي ستونځوپرخلاف دریږي خودخپلمنځي ستونځواواختلاف اصلاح نه غواړي اوحتی یادؤنه یې هم نه زغمي . که مودانتقاداواصلاح روحیه له پخواڅخه روزلې وای ، نن به ولې هرپښتون ته دغمونوامبارپروت وای ؟!

زمونږدټولنې کوم شې سم اودستاینې وړدی چې په منلواوصفت یې ځان پړوګڼوو؟



راځۍ لومړې خپل ځانونه داسې وارزوۍ :

مناسب تعلیم اوتربیه لروو؟
په سلوکی موڅونارینه اوڅوښځينه سوادلري ؟
بې سوادي اوفقرراته ولی مقدس ښکاري ؟
روغتیالروو؟
دروغتیاوسائل لروو؟
دوطن د پرمختګ وسائيل لروو؟
داوسائيل په خپله جوړولای، کارولای اوساتلای شوو؟
ټولوته کارځایونه لروو؟
ولې کافي کارځایوونه نه لروو؟
آیادجوړېدوخلاقیت اومهارت یې لروو؟
دخپل کور، کلي اوښارساتنه کؤلای شوو؟
دعام المنفعه تاسیساتوساتنه کؤلای شوو؟
ښوؤنځۍ مونه دي ورانی کړي ؟
غله ، قاچاقبران، رشؤتخوران نه لروو؟
ملي بودیجه لروو؟
زمونږدمامورینو، پلیسواواردوخرڅ اومعاشونه څوک ورکوي ؟
په خپلومټویې ولی نشوګټلای ؟
ولی خېراتخواره یوو؟
ځان ، کورنۍ اووطن به په څه ساتوو؟
زمونږپه وطن کی بچه بازان ، لعولهب اوقماربازان نشته ؟
سګ جنګي ، بودنه بازي اوبچه بازي نشته ؟
دادوه میلیونه ځوان نشه یان له کومه شؤل ؟
ددوی دژغورلولپاره څه تدبیرلروو؟
ایادا دمسلمانانوزامن دکوکنارودکراودافینودچاقبرانوله لاسه په دې سرنویشت نه دي اخته شوي ؟
دغه کروندګراوقاچاقباران زمونږپه کمزوري ملت کی ژوندنه کوي؟
داملت یې نه ویني ؟
ولی داملت داسې جنایتونوته غلې دې ؟
داملت ښه فیصله کؤلای شي ؟
داملت په خپل منځ کی اتفاق اوخواخوږي لري ؟
داملت دخپلوملي شتمنیواوګټودفاع کوي ؟
دې ملت دسولې په راوستواوټينګښت کی څه رول لوبؤلې ؟
داملت دپردیومتجاوزینومخه نیولای شي ؟
ولی ټول فسادیان له دې ملته راپيداشوي اودې ملت په اوږوبارکړي دي؟
داملت دځان سره دمرستې توان لري ؟
داملت اصلاح پذیردې ؟
داملت څه کؤلای شي چې دپردیوله اشغال ، تجاوزاوخیرات نه خلاص شي ؟
که زه خطاوتې یم نوتاسوراته یوڅوداسې ثبوتونه راوښایاست چې خپلی پوښتنې بېرته واخلم اوکه داسې نه وي نوولې مجبوریوچې په هرڅه سترګی پټې کړوو؟


مونږپوهیږو، وینویې اودرک کوویې چې زمونږژؤنددبهرنیوعواملوله کبله
ډېرزیانمن شؤېدې اوځينې وختونه ددې توان اووسائيل نه لرووچې مخه یې ونیسوو
خودابه هم منطق اوانصاف نه وي چې په خپلوکورنیونیمګړتیاواوغلطیوسترګی پټې کړو،


داصلاح اوحل لاره یې ونه لټوو. زمونږپه شعرونوکی به دومره علم اوقلم نه وي ستایل شوې لکه څومره چې دتېرې تورې شرنګ اوداسې نور.
دجګوشملوخبرې هم ډېرې کیږي خوڅوک شته چې داپوښتنه هم وکړي چې
ټيټ سوادانسان هم نیمګړتیا لري کنه ؟
په تېروتورواوجګوشملوموڅه ترلاسه کړي دي اویابه یې ترلاسه کړوو؟
 زمونږپه ټوپکواله ټولنه کی اصلاح اورغون
زمونږپه ژؤندکی نشي راتلای، زمونږدغلطوذهنیتونواورواجونواصلاح هم
اوږده جګړه اوقرباني غواړي ، په دې بالکل مطمئين یو
خوبنسټيزه خبره داده چې لږترلږه اشاره خوبایدورته وکړوو،
کېدای شي چې یوڅوک ورته توجه وکړي .
زمونږپه ټولنه کی په ځينومسایلوکی تندرؤه افراطي ذهنیت موجوددې
اوټولنه جائزې اصلاح اوبدلون ته هم نه پرېږدي
لکه دبېلګې په توګه په خرابواوناجائزوڅيزونوهم انتقاد نشي کېدې
اوسړې مجبوریږي چې بدواوغېرانساني رواجونه اوذهنیتونه «پرفیکت» وګڼي .
دغه رنګه په دیني مسائلوکی پوښتنه اونظرنه شي وړاندی کېدای کنه داکاربه په مرګ تمام شي
، حتی یودیني عالم هم مجبوریږي چې په ناجائزوشیانوخله بنده وساتي .
خوترکومه ؟ ترڅوچې ستونځې په ګوته نه شي ، داصلاح اوبدلون امکان هم نه وي .
لؤړتهذیب له لؤړفرهنګ اوکلتورڅخه پیداکیږي نه له بې سوادۍ اوپوچ غرورڅخه .

د افغانانواوپه تېره بیادپښتنودمشرتابه کارډېرسخت دې ، ځکه چې داهزارخېل په یومشرهیڅکله نه دي متفق شؤي اونه به شي . مونږ هم یوه پېړۍ ژؤندنه لرووچې له هزارخېلوڅخه بېرته یوخېل جوړکړوواوپه ایکي یومشریې راغؤنډکړوو. داوس لپاره دهزارخېلودپاکو، پوهمنواونؤښتګرواستازویوه تکړه شوراپکارده چې دتجاوزګرانواوفسادیانو پروړاندی یوښکاره کلک سیا سي اودفاعي سنګرجوړکړي ، په ټولنه کی دعدل، انصاف ، پوهنې ، روغتیا اوهراړخیزپرمختګ دپاره (ځمکینه) برابره کړي

په دې برخه کی درښتینوملي ژورنالیستانومسؤلیت ډېردروند دې
امریکایانوخوهرڅه ته جاسوسان مقررکړي دي ، ټلیفون ، انترنېټ ، کار، اوسېدل اداسی نورخودلته هم راته ښکاري چې کوم بی وجدانه کورنې زما نظریات ړنګوي . داڅوؤم ځل دې چې زه دلته اویا په ملي حس کی څه ولیکم نودڅوثانیووروسته ړنګ شي

 غواړم وپوښتم چې هغه کوم منطق ، عدل ،انصاف اومعیاردې چې دفیصلوحق بایددامریکا اویااروپاسره وي ؟



آیا دهمدې هیوادونوچارواکي لومړۍ درجه جنایتونوکی نه دي شامل ؟


آیا په غلاکی ۸۰ ٪ ددوی خلک نه دي شامل ؟


داڅنګه انصاف دې چې هم دې جنایتونوکی شامل وي اوهم دې قاضي وي ؟


داسې څوک اویامرجع شته چې دوی هم نړۍ والې مکمې ته کش کړي ؟


حبیب زی صاحب ، په ګوډاګیانواوجیره خورانوچې هرڅه وکړي ،د امریکایانوحق دې ځکه چې همدغوامریکایانودمقام خا وندان کړي ، معاشونه ورکوي، امریکایي عسکرورته پهره کوي اوپه هرڅه یې ورسره لاسلیکونه هم کړي دي . داسې مفته ډالرې ،لوکس ژؤند، وزارتونه ، ولایتونه اوریاستونه دوی چاورکؤل ؟ په دې کی به هم امریکایي عسکرته نېغ نېغ کیږي اودمړې خېټې پاړسي به وایي ؟


‏2011‏، 22‏، می‏، يکشنبه

دکنړولایت پخوانې دولتي برېښناکوټ







زه واحدمشواڼې ویاړم چې په ۱۹۹۴ ع کال کی ماوکولای شؤل چې دهغه وخت دکنړولایت ایکي یوبرېښنا کوټ په اسداباد (چغه سرای) ی دجرمني دوستانوپه مرسته ورغوم اوبرېښنایي ځواک یې دوه برابره لوړکړم . مونږوکولای شول چې مات شوي ماشینونوته پرزې له جرمني څخه راوړواودغه دستګاه بېافعاله کړوو. زه په ۱۹۹۶ ع کی امریکاته راغلم اوله هغه وروسته خبرنه شوم چې داسداباد برېښناکوټ هماغسې فعال پاتی شوې که دوطن اوملت دوښمنانوبیا ویجاړکړې اوپرزې یې پرپاکستانیوکباړیانوپلورلي دي که څنګه ؟ داچې اوس په دغه ولایت کی خلکوشخصي برېښناکوټونه جوړکړي دي ، دخوښۍ خبرې دي خوداچې اوس هم دهغه برېښناکوټ دخرابتیاخبرونه اورم چې زماپه هلوځلوبیارغول شوې و، زمادژؤرخفګان سبب شواوکولې شم ددولتي چارواکودبی حسئ کچ وټاکم . زما له ؤسه اوس نورڅه نه کیږي پرته له دې چې له لوی خدای څخه دافغان اولس دشتمنیودلوټمارانود تباهي اوبربادي دوعا وکړم اوبس .



دکنړ، نوریستان اوپکتیا ځنګلونه


‏2011‏، 21‏، جنوری‏، جمعه






په افغانستان کی دثوردکودتا اوبیادپخواني شوروي اتحادنظامي یرغل ډېرسپېځلي اوپرټاټوبي ميئن افغانان پاڅون اوله ټاټوبي څخه په ټولیزه توګه ننګه اودفاع ته اړېستل اوپه میلیونونوکورنۍ یې دکډوالۍ په سرنوشت اخته کړل . له بده بخته ددې حالاتواوفرصت څخه په ګټی اخیستوهغوهیواددوښمنوجنایتکارانو، مجرمانو، غلواولوټمارانوته موقع هم برابره شوه چې په افغانستان یې پرهرڅه اوهرشي لاس برشي ،دریغ پکی ونه کړي . دپاکواوبااحساسه مجاهدینوترڅنګ په جنایتي خاصیت اودوجدان اواحساس په کمزورۍ روزل شوووسله والوډلودهرڅه دورانولواودهرڅه د لوټ کولوترڅنګ دهیواد، طبیعت اوښکلا خدایي شتمنۍ هم لوټ کړې اوپه ګاونډي پاکستان یې وپلورلی . په دغوخدایي شتمنیوکی دپکتیا اوکنړځنګلونه دهېرولواوبخښلونه دي .


که ووایوچې ځه دوه لسیزې انارشي ، بې عدالتي ، ظلم ، قتلونه اوغارتونه ووځکه چې دیوه ملي دولتي اویا یولاسپوڅي دولتي نظام کمښت ونودې اخري په اصطلاح دیموکراتیکې لسیزې څه وژغورل اوڅه یې جوړکړل ؟


دکنړځنګلونه هماغسې دپخواپه څېرپه بې رحمۍ غوڅيږي اوپه توره شپه پاکستان ته رسول کیږي . مونږنه شوکؤلای دخپلوملي شتمنیودساتلوهیله له هغه چاوکړوچې په دې هیوادیې فوځي یرغل کړې دې ځکه چې هغوی دګدایګرافغانستان دساتنې لپاره نه دي ورغلي بلکه دخپلاهدافودلاسته راوړوپه خاطرهلته تللي دي اوپه دې هدف که ټول افغانستان تباه هم شي ، دهغوی پری څه ؟ خدای دیومعین هدف لپاره په کنړ، نورستان ، پکتیا اونوروځایونوکی ځنګلونه شنه کړي دي . دکنړ، نورستان ، پکتیا اونورولږوزیاتوطبیعي ځنګلونونه یواځې ددغوسیموښکلا زیاته کړې وه بلکه دسیندونو، خؤړونواوکندودپراخېدواودسېلابونودنقصان مخه یې هم نیولې وه . که دکنړاونورستان ځنګلونه بیخي نابودشي اوپرځای یې نوي نیالګي ښخ نه شي ، نوددې زیات امکان شته چې دکنړپه اقلیم کی بدلون راشي ، د تودوخې کچ یې لؤړشي اودبارانونواوسختوسېلابونوسبب شي ،له دې کبله به دغرونوخاوري اوشګې دکنړسیندته وبهیږي اوهغه به ډک کړي اواوبه به یې دڅنډوڅخه واوړي اوهواری کرنیزې ځمکی به لاندی کړي اودابه بیا دخلکودکډوالۍ سبب هم شي .


ملي احساس اوافغاني وجدان خودااجابوي چې که یوه ونه ووهل شي په بدل کی یې بله بایدکښېنؤل شي خوپه زغړده سړې وئيلای شي چې په دې هکله فردي ، ټولنیزاودولتي حسونه اووجدانونه لاتراوسه نه دي راټوکېدلي ، په یقین سره به هرافغان ووایي چې زه په خپل وطن سرورکوم خوپه دې ډېري غورنه کوي چې دوطن په څه ؟ وطن خوله ډېروشیانوجوړشوې جغرافیاوي اووګړنیزجوړښت وي چې خپل ګډارزښتونه ، شتمنۍ ، فردي اوټولنیزی ګټې پکی خوندي وي ، ایاچا تراوسه پوری ددې ګډوملي شتمنیو، ارزښتونواوګټولپاره پاڅون کړې دې ؟


دا هغه حقیقتونه دي چې دکنړخلک ورسره تریوحده مخ دي اولانوروخطرناکوعواقبوته لاره هواریږي .


افغانستان دځنګلونوهیوادنه دې اوپه ټول افغانستان کی دلرګوخورازیات کمښت دې نوداسې ځانګړي ځنګلونه دملي شتمنیوپه کته ګورۍ کی شمېرل کیږي نه په شخصي اوقومي ملکیت کی . په دې برخه کی دکنړدخلکومبارزوي بېلګه چېرې اوکومه ده ؟ ایاڅوک شته چې پوښتنه وکړي چې دانایابه شتمنۍ ولې دیوه یادوه جنایتکارانودګټولپاره نابودیږي ؟ ایا داسې خواخوږي اوبااحساسه سیمه ایزچارواکي شته چې ددې جرم اوجنایت مخه ونیسي ؟ ایا دافغانستان دولت تراوسه په دې هکله کوم پلان جوړاوعملي کړې دې ؟ زه خوفکرنه کوم .






دحساب اوپوښتنې خبره به هله مطرح کیږي چې ملي دولت ، ملي اوپاک چارواکي ، قانون اوعدالت وي ، په نوم اوپروپاګنډکی داټول شیان شته خوپه حقیقت کی نه احساسیږي . دایوخوب ، هیله اوخیال دې چې له کورنیوغلو، لوټمارو، قاتیلانواوسړیتښتوونکوجنایتکاروبانډونوسره به موجودرژیم په کومه اختصاسي محکمه کی له دوی څخه ددوی دهرجنایت پوښتنه وشي

ځینې خلک په افغانستان یاپه بهرهیوادونوکی پيداکیږي چې په افغانستان کی یویابل قام ته بې فرهنګه وایي اوخپل ځان دومره لؤړبولي چې ته به وایې دده نیکونه له تمدن اوپرمختللې تکنالوژۍ سره زېږېدلي وواوهیڅکله یې په خپل پرتوګ کی متیازی نه دي کړي . راځۍ چې لاندی پوښتنو ته دخپل فکرله کؤنجه وګورواو څنګه چې ګمان کوو، هغسې ځواب بایدورکړوو:



فرهنګ څه ته وایي ؟ ایا اخلاق ، تهذیب ، لباس ، خوراک ، پوښاک ، دژؤندون څرنګوالې ، ژبه ، تعلیم ، دفکرڅرنګوالې ، عقیده ، مذهب ، سیاست ، پانګه ، غربت اومقام ته فرهنګ وايي ؟


آيا دامریکا دمتحدوایالتونودیموکرات ګؤندبې فرهنګه دې چې خپل ټاکنیز سیمبول یې خرټاکلې ؟


ایادبرازیل دځنګلونواودافریقا، نیوګیني ، اندونیشا اواسترالیا لغړ انسانان بې فرهنګه دي ؟


ایا دهسپانیا هغه خلک چې ښکرؤراوناړامه غؤیان په ځان پسې خؤشې کوي اویا په کوڅوکی دجشن په توګه یوبل په ټماټروولي ، بې فرهنګه دي ؟


ایا دانتراکتیکا اوکانادا ایسکیموبې فرهنګه دي ؟


ایا دمکسیکواوپيرواینکابې فرهنګه ووچې انسانان به یې دخپل خدای لپاره قرباني کؤل ؟


ایا هغه خلک بې فرهنګه نه دي چې دهرچاهیوادته لاړشي ، په دوهمه ورځ خپله ژبه ، لباس ، مذهب اوتهذیب هېرکړي ؟


ایاداسې خلک خپل فرهنګ لري ؟


آیا هغه څوک چې له نوروانسانانوځان جګ ګڼي ، هم دجګ فرهنګ کس دې ؟


‏2011‏، 30‏، جون‏، پنجشنبه

داخوهمدامیلیتاریست هیوادونه دي چې په نړۍ کی یې دبې فرهنګه اولوچکوپه مردارولاسونوکی دااصلحې ورکړي دي ترڅوګدایګرملتونه پری په یونوم اوبل نوم قتل اونابودکړي اوطبیعي شتمنیانې یې ولوټي . ددې نړۍ پرسر اصلي قاتیلان اوجنایتکاران همدا داروپا، اسیااوامریکا دوسلوتولیدوونکي دي ، همداجنایتکاران دي چې دخپلووسلودمارکیټونولپاره جګړې کوي اودنړۍ امنیت اوثبات خرابوي ، همداغربي اوشرقي جنایتکاران اوددوی بې وجدانه غلامان دي چې دنړۍ طبیعي چاپېریال تری په خطرکی دې ، همداغربي اوشرقي اسلحه پلورونکي دي چې نړوال تروریزم تولیدوي اوهمدا غربي اوشرقي جنایتکاران به دځمکې کره له اتومي اونایتروجني چاودون سره مخ کوي .



‏2011‏، 11‏، فبروری‏، جمعه



خوشحال خان باباخوباجرأته اوریالیست پښتون شاعر، فیلسوف ، سپاهي ، نقاد، عالم او طبیب دې . دده په هرشعرکی دده کتنې اوارزونې په ریالیستیکه توګه نغښتي وي اوخیالي تشبهات پکی لږپيداکیږي خوځینې خلک وایي چې په پښتوشعرونوکی د مینې څرګندؤل هسې یوخیال وي اویایوپټ رازوي چې له حقیقته هم تېښته کوي . دبېلګې په توګه که له یوشا عرڅخه پوښتنه وشي چې تا دا دمینې خبرې دچا په لوراوخورپسې کړي ، دې به درته په خدای اورسول قسم خوري چې دچاپه خوراولورپسې یې نه دي کړي ځکه دې پوهیږي چې که رښتیا ووايي ، نتیجه به یې څه وي .



که خپل هیواداو صنعتي متمدن هیوادونه سره په دې اړوند پرتله کړوونوهلته محرومیت نشته نوځکه له دروازې ورښکاره شوه ، دمړوند بنګړویې شوروکړاودې یې بې هوښه کړ، په دېوال ورښکاره شوه اوله پلوه یې دمخ یوه برخه ورښکاره کړه نودې پری دومره خؤښ شولکه ټوله نړۍ یې چې وربخښلي وي، ده په ګودرکی یونظرلیدلی نو ورپسې سوې لمبه شؤې ، دې به پسې مړشي خوکه قبراویاجنازې ته یې معشوقه ورشي نوروح به یې ارام شي اوداسې نوردمحرومیت زګېروي دي چې هندو یا افغان شاعریې په ژبنیزنظم باسي . د فارسي اوپښتودواړوژبوپه غزلوکی دهلکانوسره مینه څرګنده شؤېده چې داهم دمحرومیت یوه بېلګه کېدای شي .


دغسې دشرابواوچرسوچې نه اخلاقي ارزښت لري اونه روغتیایي ، دشاعرانه اورومانتیک چاپېریال سره تړنه یو کوڅه ډب اولوچکي خیال دې چې څوک یې معناته نه ځيرکیږي . نومخې ته د پرتوچټلیوڅخه سړې انکارهم نشي کؤلای اودا نه پټېدونکي ثبوتونه دي چې سترګې تری نشي پټېدای . زمونږپه ټولنه کی ښځې ته دانسان په توګه نه بلکې دیونامعلوم (شي) په څېرکتل کیږي ، ددې (شي) سره مینه هډوجوازنه لري . زمونږسترپيغامبرپه ښځوباوردرلودمګرافغانان یې پری نه لري . بس نورمی مه ګړوۍ

دادمسلمان اوافغان لپاره دبې ننګۍ ، بې غېرتۍ اولېؤنتوب خبره ده چې وایي که خارجیان ووځي نوبیابه خپلمنځي جګړې پېل شي . داجګړې به څوک پېلوي ؟ دااوس داشغالګرانوپه موجودیت کی کومه سوله اوعدالت ټينګ شؤي دي چې بیابه یې هم ټينګ کړي ؟ له داسې خلکو څخه داپوښتنه هم ده چې دداوودخان اوظاهرشاه په وخت کی ددې هیوادامنیت اوسوله چاساتله ؟ هغه څوک چې داشغالګرانوله وتلووروسته جګړې پېلوي ، هغه نه مسلمان دې اونه افغان . که کوم بې وجدانه ټوپکي بیاهم دهیوادامنیت اوعدالت ګډؤډوي ، نودافغان اولس دنده ده  چې داسې خاینان په داروځړوي


 
دپښتنونیمګړتیا  


ځينې پښتانه خپل لورې نه شي ټاکلې ، له نوروپښتنوڅخه ځان بېل ګڼي نان دي ، دپرمختګ دوښمنان دي اودعلم دوښمنان دي . دازه نه یم چې په داسې پښتنوالزام لګؤم ، دتېروبادردوشاعرانواولیکوالانوپه اشعارواولیکنوکی ثبت دي ، تاریخ ګواه دې اوعملا" یې وینو. که تاریخ ته سړې نظرواچوي اودچنګیزله یرغلونویې راونیسي ، روښاني مبارزو، خوشحال خټک اواحمدشاه ابدالي زمانوته وګوري نوپه تاریخ کی که غیرتي اوبادرده پښتانه وو، په څنګ کی یې بې غيرته ، بې ننګه اودپردوجیره خوران اوغلامان هم هم کم نه وو. همدغوبې غیرتواوبې ننګوتش په نوم پښتنودغیرتي پښتون قام ملا ماته کړې ده بل څوک ګرم نشوګڼلې ، دوښمن دوښمن وي ، له دوښمنه ګیله اویایې ملامتؤل حماقت دې خوداچې په خپل څنګ اوکورکی سړي ته دورورپه جامه کی دوښمن اوسې اوسړې پری شک هم نه شي کولای ، تردوښمنه څوواری خطرناک وي . نن چې پښتانه سره بېل دي ، یواځې دچنګیزاوانګرېزسبب نه دې بلکی دهغوتش په نوم پښتنودبې غېرتۍ اوبې ننګۍ نتیجه هم ده چې دپښتنوپه پوستکي کی پټ وو.


چې سړې یې په پېړیوپېړیواصلاح نه شي کړای ، دهغو سره څه پکاردې ؟ چې سړې یې دپښتون په نوم نه شي یوځای کؤلې ، ولی ورته پښتون وویل شي ؟ دبې سوادوهغه خوڅه کوۍ چې دتعلیم یافته و تربګني ، یوبل ته نېغ نېغ کېدل ، یوله بله ځانونه درې ګزه پورته ګڼل اوان تردې چې د ( ی ) په یوتوري لاسره نه جوړیږي نوداتفاق ،اتحاد اوقامي چوپړاحساس به پکی څنګه پيداشي ؟


ایا په نوروقامونوکی داسې ماشومانه خویونه شته ؟


دپښتنونمګړتیاوې اوغلطیانې وینم شایدداسې خبری په لویومجلسونوکی هم وکړم اوشایدتردې لاترخې هم وي ترڅوپښتانه خپلوغلطیوته متوجه کړم. مونږته څرګنده ده چې پښتانه ترڅودرداوترخه حس نه کړي ، نه رابیداریږي مونږله غمه اوډېرافسوزه داخبرې کوو. دپښتنودستردوښمن ، اخونددروېزه قبرپه پېښورکی هرچاته معلوم دې مګردسترپښتون مبارزاوروحاني ، بیری روښان مقبره چېرې ده ؟ تاسویې نه شۍ موندلې ځکه چې دله زاکوپښتنودهغه هډوکي سیندته ګوزارلي . خوداددې معنا نه لري چې خدای مه کړه دپښتنوبدغواړم . زما پوهه ، احساس ، روحیه اوهدف دپښتنویووالې دې ځکه خودهرچاسره په ډېرونازکوبحثونوکی هم شریکېږم .

حقیقت دادې چې دځينو پښتنویوجین له نورپښتنوڅخه زیات دې اودغه جین ددې سبب شوې چې پښتانه په یوه ژبه ، یوه لیکبڼه ، یونوم اویوټغرسره نشي کښېناستلې . دغه جنېټيکي نیمګړتیاده چې ځينې پښتانه خپل لورې نه شي ټاکلې ، له نوروڅخه جدادي ، دځان دوښمنان دي ، دپرمختګ دوښمنان دي اودعلم دوښمنان دي . دازه نه یم چې په داسې پښتنوالزام لګؤم ، دتېروبادردوشاعرانواولیکوالانوپه اشعارواولیکنوکی ثبت دي ، تاریخ ګواه دې اوعملا" یې وینو. که تاریخ ته سړې نظرواچوي اودچنګیزله یرغلونویې راونیسي ، روښاني مبارزو، خوشحال خټک اواحمدشاه ابدالي زمانوته وګوري نوپه تاریخ کی که غیرتي اوبادرده پښتانه وو، په څنګ کی یې بې غيرته ، بې ننګه اودپردوجیره خوران اوغلامان هم هم کم نه وو. همدغوبې غیرتواوبې ننګوتش په نوم پښتنودغیرتي پښتون قام ملا ماته کړې ده بل څوک ګرم نشوګڼلې ، دوښمن دوښمن وي ، له دوښمنه ګیله اویایې ملامتؤل حماقت دې خوداچې په خپل څنګ اوکورکی سړي ته دورورپه جامه کی دوښمن اوسې اوسړې پری شک هم نه شي کولای ، تردوښمنه څوواری خطرناک وي . نن چې پښتانه سره بېل دي ، یواځې دچنګیزاوانګرېزسبب نه دې بلکی دهغوتش په نوم پښتنودبې غېرتۍ اوبې ننګۍ نتیجه هم ده چې دپښتنوپه پوستکي کی پټ وو.



چې سړې یې په پېړیوپېړیواصلاح نه شي کړای ، دهغو سره څه پکاردې ؟ چې سړې یې دپښتون په نوم نه شي یوځای کؤلې ، ولی ورته پښتون وویل شي ؟ دبې سوادوهغه خوڅه کوۍ چې دتعلیم یافته و تربګني ، یوبل ته نېغ نېغ کېدل ، یوله بله ځانونه درې ګزه پورته ګڼل اوان تردې چې د ( ی ) په یوتوري لاسره نه جوړیږي نوداتفاق ،اتحاد اوقامي چوپړاحساس به پکی څنګه پيداشي ؟ ایا په نوروقامونوکی داسې ماشومانه خویونه شته ؟


ديوځای کېدوچاره یې نه لیدل کیږي خودورکېدوچاره یې روانه ده نوچې څومره ژرژر له دې دنیاورک شي ، ایله به قیصه ختمه شي .
دساینسي منطق له نظره دښځې اونارینه جينونه سره په شمېرکی توپيرلري خوکوم شمېرچې دجنسیت لپاره ټاکل شوې دې هغه دټولونارینه اوښځينه لپاره معین دې اوبدلون نه مومي اونه په کوم ځانګړې نژاداوقام کی زیات یا کمیږي . که تاسوزمالیکنه سرترپایه ولؤلۍ نوديوډؤل کنایې اوطنزسره به مخ شۍ . ما لیکلي چې د «ځينو» پښتنویوجین له «نورو» پښتنوزیات دې اودغه رنګه جینېټيکي حالت یوه کنایه ده چې ګواکی دځينوپښتنودبې اتفاقۍ سبب کیږي اوعلاج یې ناممکن دې . په پای کی هم یوه کنایه لیکل شوې چې « خدای دې ژرژرورک کړي چې قیصه ختمه شي » . زه چې ترڅوژؤندې یم اودپښتنونمګړتیاوې اوغلطیانې وینم شایدداسې خبری په لویومجلسونوکی هم وکړم اوشایدتردې لاترخې هم وي ترڅوپښتانه خپلوغلطیوته متوجه کړم. مونږته څرګنده ده چې پښتانه ترڅودرداوترخه حس نه کړي ، نه رابیداریږي مونږله غمه اوډېرافسوزه داخبرې کوو. دپښتنودستردوښمن ، اخونددروېزه قبرپه پېښورکی هرچاته معلوم دې مګردسترپښتون مبارزاوروحاني ، بیری روښان مقبره چېرې ده ؟ تاسویې نه شۍ موندلې ځکه چې دله زاکوپښتنودهغه هډوکي سیندته ګوزارلي . خوداددې معنا نه لري چې خدای مه کړه دپښتنوبدغواړم . زما پوهه ، احساس ، روحیه اوهدف دپښتنویووالې دې ځکه خودهرچاسره په ډېرونازکوبحثونوکی هم شریکېږم .
مونږبایدپه دې اعتراف وکړووچې په افغانستان کی په ټولیزه توګه اوپه پښتنوکی په ځانګړې توګه له سیاسته نیولی تراقتصاداوعقایدوپوری ټول شیان ګډؤډ شؤي دي اوددې علتونه یواځې جګړې نه دي بلکی خراب رواجونه ، بې سوادي ، داحساس ، فکراوقضاوت کمې هم دې چې دجګړواوناامنیوسره مرسته کوي . ترڅوبه خپلی نیمګړتیاوی پټې ساتوو؟ ایازمونږنیمګړتیاوی زمونږ په پټه خله پټ پاتی کېدای شي ؟ که ځانته پوه خلک وایوو، په علم ، منطق ، رښتیا اوسالم قضاوت باورلروو، نوبیا ولی بدته بد اوښوته ښه نه وایوو؟ دیوبی سواده په فکریوغېرتي اوباننګه شخص هغه څوک دې چې ډېرانسانان یې وژلي وي ، دسړواووسلوزورولري اوهرڅوک تری وډارشي . تربورته سرټيټ نه کړي اوترټولوښه مسلمان ورته هغه دې چې ښځې اونران یې ټول بی سواده وي ، په ناولي اوغېرصحي چاپېریال کی ژؤندتېرکړي اودعلم اوپرمختګ سره کلک مخالفت ولري .


یوه ژؤندۍ بېلګه دلته ذکرکوم : تېره ورځ له یونان څخه زمایوځوان خپلوان تلیفون کړې واودخپل ۲۲ کلن ملګري خبره یې راته وکړه چې دڅوهفتوراهیسې ډېرغمجن اوله ژؤنده ناامېده شؤې دې . ماوېل ولی ؟ نودوست می راته ووئيل چې خؤارکې درې کاله کیږي چې په ډېروخؤاریویونان ته راغلې دی اوڅوهفتې مخکی ورته پلارتلیفون کړې چې دکاکا کؤنډه به ورته په نکاح کوي . دده کاکا لا په روغتون کی په کوما کی پروت دی خووروریې دورانداردنکاح خبره سرله اوسه شرطي کوي . دې ځوان خپل پلارته وئيلي چې که موداکاروکړنوترعمره به می په سترګوونه وینۍ خوپلاریې نه مني اووایي چې دازمونږننګ ناموس اوغېرت دې . دازلمې یوجاهل پلارله خپلوهیلواوارمانونوباسي ځکه چې ننګ اوغېرت دې . داځوان وايي چې په هیڅ شان دخپل کاکا دکونډې سره چې دوه اولادونه هم لري ، ژؤندنشي تېرؤلی ځکه چې هیڅ یې خؤښه نه ده خوپلاریې دده خبرې ته اهمیت نه ورکوي اوشایدپرته دخپل ځوان ځوی له توافق څخه ورته هغه ښځه نکاح کړي ځکه چې ننګ اوغېرت دې . هغه بېچارګۍ ښځه خودخپل سرنؤشت اختیارنه لري ، پلاریې په یوه زوړسړي خرڅه کړې وه اوهغه اوس دمرګ په حالت کی پروت دې خوپه ځوانه ښځه یې سرله اوسه بل جبرباریږي . داسې وحشي پښتونلي ، ننګ اوغېرت دمنلودې ؟ څوک چې چاته خوراولورورکړي نوبیایې دهرڅه اختیاردهغووي چې هرڅه پری کوي . ایاداانسانیت ، غېرت اوانصاف دې ؟ بده لاداده چې دپښتنوکمزورې تعلیم یافته قشرداسی ذهنیت اوفکرته مجبوریږي چې ویې مني کنه په کوراوکلي کی ژؤندنه شي کؤلای . پښتون چې هرڅومره عالم اوپوه شخص هم شي اوښځه یې طلاقه کړه ، بیا په پښتنې ټولنه کی هیڅ حیثیت نه لري . ایا داسې وحشت ، جهالت اوبربریت ته بایدتسلیم شووځکه چې پښتانه یوو؟ ایا اسلام هم دداسی غېرت اوننګ سره توافق لري ؟



دانوهوښیاري ده که ...



الله (ج) امرکوي چې علم حاصل کړۍ
زمونږزیاتره هیوادوال یې نه حاصلوي
الله (ج) وایي علم په نراوښځه فرض دې
زیاتره پښتانه وايي چې که په ښځوفرض هم وي ، نه یې پری کوي اونارینه هم ازاددي چې کوي یې کنه
خدای پاک وایي جاهل زمادوښمن دې
زیاتره پښتانه وایي جنت ته به ځي
حضرت محمد(ص) وایي علم حاصل کړۍ که په چین کی هم وي
دوی یې په کورکی مخه نیسي
نواوس تاسوقضاوت وکړۍ چې داتش په نوم مسلمانان دخدای (ج) اودهغه دنبي (ص ) خبره مني ؟


دایونه پټېدونکې حقیقت دې چې امریکا د۴۵ هیوادونوسره یواځي دپښتنوپرخلاف جنګیږي اودپښتنوجغرافیه یې په لروبرکی دجګړودمیدان لپاره بېله کړېده ، ولې ؟؟؟؟



داپوښتنه له دوښمنانونه شي کېدای ، له پښتنوبایدوشي ، پښتانه بایدددې ځواب ولټوي . دوی بایدهغه سببونه پيداکړي چې ولی جهان ددوی پرضدجنګیږي اومسلمان هیوادونه هم ددوی سره ملانه تړي ؟ ایا په دوی کی کومه نیمګړتیاهم شته که نه ؟؟ که وي نوداصلاح لپاره څه تدبیرلري ؟؟؟ ددې پوښتنوسره ستاسودپوښتنې ځوابؤل دزهروغړپ دې اوځواب یې هم بې له خوابدۍ نه دې ځکه چې ډېرترخه تاریخي واقعتونه ، ثبوتونه اوحقیقتونه موجوددي چې پښتانه پری پخپله سترګې پټؤي اوبیاکتنې پری نه کوي . پښتانه دخپلوغلطیولپاره بل څوک بایدملامت نه کړي بلکې دخپلوغلطیوارزؤنه وکړي ، پيدایې کړي اواصلاح ته غاړه کیږدي . دپښتنودمشرانویوڅوغلطیانی دبېلګی په توګه یادؤم . له احمدشاه ابدالي څخه به یې راونیسوو: هغه له خلیج فارس څخه ترډهلي پوری ملکونه فتح کړل ، په زرګونوپښتانه یې پری قربان کړل مګرده پښتانه دهغوهیوادونواوسیمومالکان اوحکمرانان نه کړل ، له هرې فتحې وروسته به یې هماغه سیمه بېرته خپلودوښمنانوته سپارله اوهمدغسې به یې پایښت نه مونده ، دهغه ځوی تیمورشاه دپلارمیراث ونشوساتلې ، ده چې پایتښت له کندهارڅخه کابل ته نقل کړ، دخزانې اودولت اختیارات یې قزلباشانوته وسپارل اوپخپله دقزلباشونجونوپه عیاشۍ کی مصروف شو. همدې نمبربدل تېمورپښتوژبه له دربارڅخه ایسته کړه اوفارسي یې دخپل درباررسمي ژبه کړه . تېمورچې مړشودده دوه درجنې زامنوهغه خاوره هم ټوټې ټوټې کړه چې تېمورته ورپاتې وه . دده زامن دمختلفوښځوڅخه وواوپه خپل منځ کی یې دورورئ پت اوملي ګټوته پام نه کاوه ، دشخصي اقتدارلپاره یووروردبل ورورسره جنګېده ، دوی په خپلمنځي جګړوکی پښتانه قبائل هم په خپلومنځوکی دوښمنان کړل . دوی دشخصي اقتدارلپاره ملي خیانت هم وکړلکه شاه شجاع ، اوهماغه غمونه اوبې اتفاقیانې ترننه پاتی دي . پښتانه جګړې کوي اوځان وژني خودځان لپاره نه بلکی دبل چالپاره . دوی ترننه هم دخپل حق اودبل سره دحساب لپاره جګړه نه ده کړې . ترڅوچې پښتانه خپلمنځي اوکورنۍ ستونځې ،غلطیانې اونیمګړتیاوې حل اواصلاح نه کړي ، دبهراوپردیولخواپه دوی تحمیل شوي ناانصافیانی ، دوښمنانه سلوک ، تيري ، یرغلونه اوجګړې نشي ختمؤلای . اوپه پای کی مهم ټکې دادې چې پښتانه یوملي مشرته اړتیالري اوملي مشرپښتنوته . که دادواړه یوبل ته لکه میروئیس خان غوندی وفادارشي ، دوی به پرته له خدایه بل قدرت مات نشي کړای .


‏2011‏، 26‏، جون‏، يکشنبه


دافغانانواوپه تېره پښتنومشرپيداکېدل اوبیاهغه ته بیعیت کؤل هم دامام مهدي اویادحضرت عیسی علیه السلام له راتګه کمه خبره نه ده . مونږپه تاریخ کی ډېرستراودرنګارنګ مشخصاتومشران درلودل چې دبهرنیودوښمنانوپه پرتله ورته پښتانه ډېرخطرناک وواوترټولوسترې جفاوی ورسره پخپله پښتنوکړي دي ، دبېلګې په توګه احمدشاه ابدالي، وزیرفتح خان ، پيرروښان ، خوشحالخان ، خان عبدالغفارخان او امان الله خان . کله چې کوښښ وکړووچې خپلې هغه غلطیانې اونیمګړتیاوې چې پښتانه یې دنابودۍ کندی ته غؤرځؤلي ، په ډاګه کړوو، پرته له دې چې دحل لاری ورته ولټوو، پخپله یې پټوواوچاته اجازه نه ورکووچې ګؤته ورته نېغه کړي . دانتقاداوبرداشت قابیلیت هم څه معنا اوګټه لري کنه ؟ الله تعلی ته دښځوتعلیم اوتربیه ننګ اوغېرت نه ښکاري مګرپښتنوته ښکاري اوکله چې زه داحقیقت وایم نوځينې داسې پښتانه چې ځان پوه اوتعلیم یافته هم ګڼي ، داورېدواوارزؤلوحؤصله یې نه لري اوپرځای ددې چې درنځ اومیکروبونومخه ونیسي اودرملنه یې وکړي ، پرېږدي یې چې بدن لمنځه یوسي . پښتون دنوروقومونوپه پرتله زیات مشکلات لري اوداځکه چې ددوی خپلمنځي ستونځې د پردیواوبهرنیوستونځوپه پرتله ډېری زیاتی دي ، دوی دبهرنیوتحمیلي ستونځوپرخلاف دریږي خودخپلمنځي ستونځواواختلاف اصلاح نه غواړي اوحتی یادؤنه یې هم نه زغمي . که مودانتقاداواصلاح روحیه له پخواڅخه روزلې وای ، نن به ولې هرپښتون ته دغمونوامبارپروت وای ؟!

پښتنوپه خپلوقربانیوغربي هیوادونه اوددوی کپيتالیستي سیستم دکمونیزم اود سوسیالیستي اقتصادي سیستم له خطره وژغوره خومونږوینوچې ددومره قربانیوسره سره دپښتنورول نه پيژندل کیږي اودهغوقربانیونتیجه داشؤه چې امریکا هم لکه پخوانې شوروي اتحاد دپښتنوبچوپه وژنه اسره نه کوي . دادپښتنوسیا سي غلطي ده چې هروخت بې ځایه قربانیانی ورکوي اوهمدا سیاسي نیمګړتیاوی دي چې دپښتنوسره دوښمنیانې دانسانیت اواسلامیت په پارهم نه ختمیږي . دوی خپل حقوق نه پېژني ځکه یې دعوه هم نه کوي . پاکستان هم پښتنوراټينګ کړې دې خوله نوم څخه یې پنجابیان کرکه لري . دغه رنګه پښتانه دطالبانواوالقایده په نوم دامریکا اونوروغربیانواوشرقیانولخوا هم وژل کیږي ، بندیانیږي ، بې پته کیږي اوتاواني کیږي اودطالبانولخواهم دتعلیم اوتربیې اونوروټولنیزوپرمختګونوڅخه بی برخې کیږي. دوی چې ترڅوسیاسي شعوراودخپلوګټودساتنی اګاهی اودفاعي سیستم پيدانه کړي ، نورقومونه به تری همداسې دجګړولپاره کاراخلي ، قرباني کوي به یې اوبیا چې ضمینه ورته مساعدیږي نوپه لغتوبه یې داسې وهي اوله هرحق څخه به یې محروموي لکه دانن چې یې وینوو.

دمسلمانانوبدبختي هم داده چې ددوی اختراع شوې ساینس نن ددوی دغلامۍ سبب شؤې . اروپا دمسلمانانو له سوله ایزساینس څخه یوجګړه ایزساینس جوړکړې دې ، دغربي هیوادونوزیاته بودیجه دمهلکوزروي ، کیمیاوي ، بیالوژیکي ، رواني اوفضایي وسلوپه پرمختګ اوتولیدمصرفیږي ، نه دانسان دحفاظت اوپرمختګ لپاره

دایونه پټېدونکې حقیقت دې چې دپښتواودري ترمنځ حقوقي اوعدلي انډؤل نشته . پښتوژبې ته نه یواځې حق نه ورکؤل کیږي بلکه درنښت هم ورته نه کیږي ، پښتنوچارواکوته ځيرشۍ چې کله یې مقام ترلاسه کړې ، له پښتوژبې نه ورپسی تېرشؤي دي . داددوی لپاره دشرم خبره ده . لکه یوفارسیوان چې مجبورنه دې چې په پښتوخبرې وکړي ، همدغسې یوپښتون مجبورنه دې چې په فارسي خبرې وکړي . زه په فیس بوک کی وینم چې پښتانه دخپلی ژبې دحقوقولپاره پاڅېدلي دي اوزه یې ترهغه پولې هرکلې کؤم چې دبل چا حقوقوته هم درناوې وي



منطق دادې چې پښتنوته په دولتي سطحه حق نه ورکؤل کیږي ، کېدای شي چې په دې کی خارجیان هم لاس ولري خودپښتنومبارزه ه هم پرحق ده ، خارجیان قانونااومنطقا دیوې خاشې هومره دفیصلې اومداخلې حق نه لري


زما نظردادې چې په امریکاکی هم دوه ژبې چلیږي : انګلیسي اوهسپانوي


په افغانستان کی هم پښتواودري په مساوي توګه چلېدای شي اوترټولولومړې مسؤلیت په خپله دپښتنودې چې خپلې ژبې ته ارزښت ورکړي ، کارورته وکړي ، ویې وایي اوویې لیکي


دښؤنځیواوتعلیمي مؤسیساتوورانؤل اودپښتنوبچوپه تعلیم کی ستونځې اوځنډپېښؤل دملي خاینانو، وحشیانو، اوجاهلانوکاردې . دداسې خطرناکواوحیاتي دوښمنانوپرضدپاڅون اوجها د په هرافغان اومسلمان فرض دې .



دلته د « پښتومړه شوه ، پښتون مړدې» فریادونه اورېدل کیږي خوبیاچې دپښتواوعلمیت دژغورلووارراشي ، نومادي مرستې خوغټه خبره ده ، دداسې خیانت دتش غندلولپاره هم دچا خله په امبورونونه بېرته کیږي . لږ تریخې هم پکاروي ، داسې پس فطرتي اوځناورتوب په ډاګه اوغؤڅه توګه غندل غواړي . ترڅوچې پښتانه دخپلوعلمي تأسیساتوڅخه ننګه ونه کړي ، په ارزښت یې پوه نه شي اوویې نه ساتي ، دغېرت اوپښتولۍ باټې یې د منلووړنه دي .
منم چې دچا نا ولي مزدوران داسې کارونه کوي خوبنسټيزه پوښتنه داده چې ددغې ښؤنځۍ دشاګردانوپلرونه دښؤنځيودساتنې اوژغورنې په هکله څه دنده ، فرایض اورسالت لري ؟
داصلي ننګ اوغېرت کاراومعنا خوهمداوي چې دملي شتمنیواوارزښتونوڅخه په کلکه دفاع وشي اوداکاردچرګانوپه قرقرونه کیږي ، داسالم دماغ اوملي احساس غواړي اوهغه متاسفانه نه شته

‏2011‏، 06‏، فبروری‏، يکشنبه


په نوم افغاني مېډیا



کاش چې په افغانستان کی افغاني رسنۍ یامېډیا چلېدای . هلته خودمېډیا په وسیله پردې کلتورافغان نسل ته لېږدوي . مونږته خوهغه د« ډيشنګ ، ډيشنګ ـ شییییو- ډز» هندي فلمونه رایاددي چې په یوه سوک به یې لس کسه دبام سرته غوزارکړل. هغه وخت خوخېر، مونږنه بله دنیالیدلې وه اونه مودهندوستان په مرچو(اوف ، اوف) کړې ونوکه له یوتورموسلي نه به یې راته ښاپېرې جوړکړې ونومونږساده ګانوبه فکرکاوه چې دي اوکنه بس همدادټولی نړۍ شهزاده دې اوپه ورسره تورې بنګړیوالی به موزړه دومره بایللې وچې خپلې داراته هیڅ نه ښکارېدې . هغه وخت خوځه همداسې وخت و، چاته به حقیقت نه معلومېده خومونږیې چې ګورو، نن هم په دې پرمختللي تکنالوژیکي دؤرکی دافغانستان ملي تلوېزیون لږترلږه دسمې غږیزې ژباړې مهارت نه لري اودپردیوژبودسریالونواصلي خؤندورخرابوي نو له تجارتي تلوېزیونونوخوګیله نده پکار، په مفته (یوټيوب) چلیږي . دغسې تلوېزیونونه زه په شرط سره پرته له کارکوونکوچلؤم اوپروګرامونه به یې هم جامع اودلچسپ کړم . ټوکی نه کوم که څوک می ازموي ، داګز، دامیدان اوبیابه دکتونکوسروې هم وکړوو، اوداهم بایدذکرکړم چې په تلوېزیون کی می کارهم نه دې کړې خوپه خپل شرط ولاړیم چې اوسني افغاني تلوېزیونونه په هره برخه کی په شرط چېلنج کړم


دانوتلوېزیون وي چې یوه کېمره ځانته مخامخ کړه ، اوتی باوتې ورته وایه اوبس نوریې په څه خبرمه اوسه؟

روغتیا، ناروغتیا اوطب له بې سترۍ سره مله دي خوپه هیڅ صورت له بې تفاوتۍ سره نه . خدای مه کړه که یونارینه یاښځه جنسي امراض ونیسي ، معاینه یې په بی سترۍ کیږي اوکه یولوی رو غتیاپال متخصص ډاکټردرنځورانودتکالیفوپه تشخیص او درملنه کی بې تفاوتي وکړي اوددې بې تفاوتۍ له کبله رنځوران مړه شي یادیوه رنځورمصابیت ټولنیزه وبا رامنځته کړي نودغه بې پرواډاکټرمجرم اوقاتیل دې اوبایددقانون منګؤلوته وسپارل شي . پاتی دې نه وي چې افغانستان اوپاکستان هغه بې کنتروله هیوادونه دي چې ډاکټران پکی رنځوران اودهغوی کورنۍ ترورکوي . پوښتنه داده چې دعاموخلکوڅخه ګډی ولی جوړی شؤي دي چې هرڅوک یې حلالوي ؟؟؟؟؟


‏2011‏، 07‏، جون‏، سه شنبه


دافغانانومشرتوب


له درناوي سره بایدیادؤونه وشي چې رښتینتیاداده چې په بهرنیوهیوادونوکی مېشت افغانان په هیوادکی ترنالؤستوافغانانوډېرکمزوري ، بی هوډه ، بې تړې اوبی هدفه دي .پرافغانستان باندی دامریکادفؤځي یرغل څخه راپدېخوابې شمېره تش په نوم ټولنې ، جرګې اوګؤندونه جوړشؤل چې یواځې یوهد ف یې درلود اوهغه و(شخصي ګټې) . دارنګه ډلو ټپلونه یواځې دهګۍ دډ ق هومره څوک پورته ونه دنګاوه بلکی قانونیت ، انسانیت ، افغانیت اواسلامیت یې بې اغېزې کړل. داسی تش په نوم افغانان باید څنګ ته پرېنښودل شي ، داسې خلک دهیڅ چا د درد ټکورکېدای نشي . داپه بهرنیوهیوادونوکی مېشت افغان دوکتوران اوماستران چې ترڅوداشرګروپه څېرکارته رامخکی نه شي ، افغانان ورته مخکی له (هیڅ) دګلونوهارونه نه شي ورپغاړه کؤلای . مبارزه سپېره ژؤند اوکلک هوډ غؤاړي .


د افغانانواوپه تېره بیادپښتنودمشرتابه کارډېرسخت دې ، ځکه چې داهزارخېل په یومشرهیڅکله نه دي متفق شؤي اونه به شي . مونږ هم یوه پېړۍ ژؤندنه لرووچې له هزارخېلوڅخه بېرته یوخېل جوړکړوواوپه ایکي یومشریې راغؤنډکړوو. داوس لپاره دهزارخېلودپاکو، پوهمنواونؤښتګرواستازویوه تکړه شوراپکارده چې دتجاوزګرانواوفسادیانو پروړاندی یوښکاره کلک سیا سي اودفاعي سنګرجوړکړي ، په ټولنه کی دعدل، انصاف ، پوهنې ، روغتیا اوهراړخیزپرمختګ دپاره (ځمکینه) برابره کړي

پرلېبیا یزغل



هو، په نړۍ کی چې هرڅوک ددوی په طبیعت برابرنه وي نوپه هغه پسې کورته ورځي اووژني یې خوپه نړۍ کی کوم نرشته چې ددوی څخه دکړوجنایتونوپوښتنه وکړي ؟ دوی که په کنړکی واړه ماشومان قتل کړي دي ، په یوه ریشخند ه معافي هرڅه « اوکې » دي ، نوپرابلم . دصدام په قتلؤلودوی په عراق کی کوم جنت جوړکړچې په لیبیاکی به یې جوړکړي ؟ که انترپول دومره عادل پولیس وي ، په افغانستان کی جنګي جنایتکاران ولی نه نیسي ؟ ‏2011‏، 05‏، مارچ‏، شنبه

دازمونږدرانه شخصیتونه چې دهیواد مسائيل ورته ارزښت لري ، چېرې دي چې په یوپاک ، هیوادپال اوملي اتحادکی رامخته شي ، خپل اندونه ، فکرونه ، وړاندیزونه ، وړاندوئينې اوانتقادونه زمونږسره شریک کړي ؟ داخلک به کله سره په یوځای راټولیږي اوبیابه په مسائيلوبحثونه کوي ؟ عمرخومونږپه اجاره نه دې اخیستې نوکوم فرصت اوامکانات چې لروو، بایددبحث اومذاکرولپاره ترې استفاده وکړوو، همدایې وخت دې. مونږخوددې توان نه لرووچې هریو یوښکلي رستوران ته دعوت کړواودستېژپرسرورته دګلوامېل هم غاړې ته ورواچوو،  اویایې کوم تلوېزیوني خپرؤنې ته دعؤت کړووچې اسمان راته په توپونوؤولي . مونږخوبې ریا اوبې مقصده دخپلوبرمته افغانانوغږپورته کووځکه خوموخبرې هم ځينوبیزنس مېنانوته ارزښت نه لري خوزه هغه چاته چې دمبارزې اوعدالت چغې وهي ، وایم چې مبارزه دبسترشې نه دې ، هرڅوک چې غواړي رښتینې مبارزه وکړي باید کړاوونه ، تاوانونه ، بندیخانې اوتهدیدونه هم قبول کړي . متاسفانه داسې تکلیف څوک په ځان نه تېروي ، زیاتره نمایشي مبارزین دي چې په اخبارونواوتلوېزیونونوکی راښکاره کیږي خوعملا " حقیقي اوبااحساسه مبارزه نه کوي . په افغانستان کی یو(فعال ، قوي ، منظم ، سالم اوملي سیاسي ) اپوزیسیون نشته  نوځکه غله ، رشؤتخوران ، ظالمان ، قابضان اوقاچاقبران خپلې مخې ته ممانعت نه ویني اوهرڅه یې چې زړه غواړي ، هغه کوي .

کرکه

له داریوش څخه نیؤلې ترعربو، بابراونادرافشارپورې ټولویرغلګرودخپل قدرت دپراخؤلولپاره پښتانه په خپلوعسکري فؤځونوکی ګمارلي دي . قرباني اوفتوحات پښتنوکړي دي اونیکنامي اوفایده دنوروقومونوپه برخه وه . ځینې داسې خلک هم شته لکه په امریکاکی دکاغذپرانبازناول لیکونکې خالدحسیني چې پښتنوورته مقام ، منزلت اوشاهي ژؤند ورکړې وخوکله چې په پښتنوسخت وخت راغې ، ددې پرځای چې دپښتنوسره حداقل خواخوږي څرګنده کړي ، دفا شیست بوش لپاره یې دپښتنوپرخلاف اوبدنامولولاس پوری کړاوپه سپين سترګۍ یې هغه څه په پښتنووروتپل چې دده خپل خاندان اوپلارکړي وو. داسې جفاکاران دپښتنوپه تاریخ کی ډېرشته چې پښتنوقدرت ته رسولي دي اوبېرته دپښتنودوښمنان شوي دي . یوه بېلګه یې بابراونادرافشاردي چې بابردپښتنوپه مرسته قدرت ته ورسېد اونادرافشاردپښتنوجنرالانوپه مرسته هندفتح کاوه . نادردخپلوقزلباشوپه لاس قتل شواوناموس یې احمدشاه ابدالي وساته . هندوستان باید په څوهیوادونوویش وای که پښتنوپاچاهانومرسته نه کولای . پاکستان هم په پښتنوساتلې دې کنه هندوستان ته به ټينګ نه شي . پښتانه داسې خلک دي چې په خپلومنځوکی هم یوبل ته نه تسلیمیږي نویوپردي واکمن ته به څنګه تابع شي . مشهورچپي فیلسوف ، کارل مارکس دپښتنوپه هکله لیکلي چې داقام دومره ازادي خؤښوونکې دې چې ان قانون هم نه مني ځکه چې په قانون کی قیودات دي . دمنځنۍ اسیا پرهېوادونو۷۲ کاله کمونیستي استعماراواستثماروچلید، ددوی ژبې اورسم الخط یې په روسي ژبه واړؤل ، اصلا" کلتوریي ورته بدل کړ مګرهغوقومونوهرڅه ومنل ، له کمونستانو پخواتزاري حکومت هم دمنځنۍ اسیاهیوادونه اوقومونه په خپله واکمنۍ کی ساتل . په تاریخ کی دپښتنودتابع کېدولپاره ډېریرغلونه ، جګړې اودسیسې شوي دي ، که یوورورداسې شیانوته تسلیم شوې وي ، بل وروریې په مقابل کی راپورته شؤې دې . شاه شجاع یوپښتون وخود ملي خیانت په وجهه تری پښتانه دومره کرکه کوي چې ان په خپل ځوی دشاه شجاع نوم نه ږدي . اوس ټول جهان اوپه سرکی یې امریکه دپښتنوسره جنګیږي خوایا دوی به وکؤلای شي چې پښتانه به ځانته تابع کړي ؟ دایوه فرضیه ده چې سړې نه شي کؤلای باورپری وکړي . هرڅوک چې د پښتنوسره دوښمني کوي بایدپوه وي چی دې خلکوپه لږسوادهم ډېرې فتحې کړي دي . هغه وخت چې په امریکا اواروپا کی انسانان پلورل کېدل ، غلامان کېدل ، د خپلوحداقل انساني حقوقوچانس نه ورکؤل کېده ، په دې خاوره کی احمدشاه ابدالي په دیموکراتیکه توګه انتخابېده ، نودیموکراسي هم دپښتون طبیعي خاصیت دې ، دوی دجهان مشهورجنګیالي دي ، په افغانستان کی دچپي اوراستي غؤرځنګونومؤسیسین هم دي ، مشهورمذهبي مبارزین ، روحانیون يې هم درلودل اوپرهندوستان دمثبت سیاست ، واکمنۍ اوپاچاهي اوږدتاریخ هم لري . پرته دپښتنوله مرستې به په هیواد، سیمه اوان په جهان کی دثبات ټينګؤل سخت وي نوددې پرځای چې ددې خلکوسره څوک دوښمني وکړي ، بهتره به داوي چې دوستي ورسره وکړي ځکه چې دپښتنوسره دوستي ګټې لري .







‏2011‏، 01‏، مارچ‏، سه شنبه










څوک شته چې په ساینسي توګه ثبوت کړي چې « اریایان» په اصل نصب څوک وواوله کومه راپيداشؤل ؟


لکه څنګه چې داریایانوپه اصل نصب پيداکؤلوکی څېړونکي ستونځې لري ، دغسې دپښتنوپه اصل نصب کی مختلفومؤریخینوخپل نظرونه څرګندکړي دي . دبني اسرائيلومفکوره دمغولواوبیاهندته دانګرېزانودراتګ سره رامنځته اورامخته شؤېده خوننني کلک ساینسي تحقیقات داسې ښيي چې پښتوژبه له عبراني سره اوجنېتیکي نیږدېوالې له یهودوسره نشي تثبیتیدای ، یوه ډي – ان- اې ازموینه دهندوستان په افریدي پښتنوشوېده چې نتیجه یې منفي ختلې .

Wednesday, March 09, 2011

دافغانانوپه نوم راوړل شوې پيسې

که خارجیانواوکورنیوغلوپه رښتیا افغان اقتصادپه پښودرولای نولس کاله پوره وخت و، یواځې دبرښنا دبندونو په جوړؤلوکی به په لکونوافغانان مصروف وای اویوداسې لومړېتوب وچې دملي اقتصادنورې عرادې یې هم چلؤلې اوایدبه یې هم دولتي بودیجې ته غورځېدای . مونږبایدداونه منوچې خارجیانوپکی پيسې اچولې وې اویوچاپټې کړې ، هغه چې دهرچاپيسې وې ، زمونږله کوره غلاشوي اومنطق، اسلامیت  اوافغانیت هم داوایي چې خپل کورکی به فسادنه پرېږدۍ . خارجیانوسره هم فسادونه راغلل خودکورنیوفسادیانوپه مرسته . دنړۍ د۴۵ هیوادونوماډرن لښکرې په افغانستان کی دي مګرمافیا اوقاچاقبرهم نرغوندی ګرځي خپل کارکوي ، خارجیانوپه کوم یوډزوکړ؟ خوکه په کنړکی ماشومان دلرګوټولولولپاره لاړشي ، بمباري پری کوي . خارجیان چې په دغه هیوادکی یوډالرمصرفوي ، بایدزرډالره تری وباسي . دافغانانوپه نوم میلیاردونه ډالرراوړل اوبیایې غبن کؤل قانونا اوحقوقا افغانانوته حق ورکوي چې پوښتنه یې وکړي ځکه چې ددوی په نامه  ددوی هیوادته راوړل شوي دي . بله خبره داچې ددغوپيسودغصبؤلواودافغان شتمنیودلاسته راوړلولپاره  د زرګونوپښتنووینه تویه شؤې ده ، سیمې یې قبضه شؤي اواقتصاداوژؤندیې خراب شؤې ، داهم څه ارزښت لري کنه که بس په پټوسترګوووایووچې هرڅوک دې زمونږپه نوم پيسې راوړي اوغبن کوي دې ؟ 

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...