Sunday, June 02, 2019

دجګر (ینې) پاکوالي لپاره لاندی توکي وکاروئ
واحد مشواني
کلیفورنیا، دامریکا متحد ایالتونه ، ‏شنبه‏ د 2019‏ دمۍ 26
یادؤنه : که د جیګرستونځه لرئ نوپرته له ځنډه متخصص ډاکټر ته ورشئ او دجیګر دفعالیت ټيسټ وکړئ تاسو ته داهم باید معلومه وي چی جیګرپرته له دی نور ټيسټونه هم لري چی د أړتیا په وخت کی ستاسو ډاکټر هغه انتخابوي  چی وګوري چی ستاسوپه وینه کی د پروتینو او انزایمونو اندازه څومره ده . دغه رنګه د وایرسونو اودزیړي د ډؤلونوتشخیص وکړي .  
 دجیګر دفعالیت ټيسټ څه شی دی ؟
څه وخت ورته اړتیاده ؟
تاسو باید پوه یاست چی ستاسوجیګر ستاسو په بدن کی یو ډېر مهم غړی دی چی ستاسو دخوړو په هاضمه کی رول لوبوي ، ستاسووینه پاکه ساتي ، پروتین جوړوي او انرجي ذخیره کوي . نوکله چی جیګر کی خلل پيدا شي نو ورسره ځینی نښې هم راپيدا شي لکه د پوستکي اومتیازو زیړوالی او په خبرو کؤلو کی توپير اوستونځې . پدغه حالت کی تاسو د جیګردفعالیت ټيسټ ته اړتیا لرئ .
د ټسټونو ډؤلونه:
یادؤنه : دجیګر لاندیني ټسټونو نومونه په پښتو نشي ژباړل کیدای ځکه چی مونږ ورته په پښتو کی نومونه نه لروو. له بل پلوه دغه ټيسټونه په ټوله نړۍ کی په همدغو لاتین او انګلیسي نومونو ترسره کیږي .

Alanine transaminase (ALT) test.
دا په جیګر کی یوانزایم دی چی د پروتینو په ماتؤلوکی مرسته کوي . که ددی انزایم اندازه زیاتوي نومعنا داچی جیګرمو تاواني شوی دی
Alkaline phosphatase (ALP) test.
دا په جیګر، صفراوي مجرا او هډوکو کی بل انزایم دی چی که اندازه یی زیاته وي نومعنا داچی جیګر مونقصاني دی ، مرض لري، مجراوي صفرا بندش لري او یا هډوکي ناروغ دي .  
Albumin and total protein test.
ستاسو جیګردوه ډؤله پروتین جوړوي چی یو ته البومین اوبل ته ګلوبولین وایي . ددغو پروتینو کموالی دجیګرصدمه اویا رنځ په ګؤته کوي ..
Aspartate transaminase (AST) test.
دادجیګر بل انزایم دی . دوینې زیاته اندازه دجیګرصدمه یا رنځ
Bilirubin test.
 بیلروبین هغه وخت جوړیږي چی کله دوینې سره کورویات منحل شي . په عادي توګه جیګر وظیفه لري چی بیلروبین له بدن څخه خارج کړي . که چیری په وینه کی دبیلروبینو اندازه زیاته شي نو دزیړي اخر ستیژ یعنی ، جاوندیس (زیړې سترګې ، زیړپوستکی زیړې متیازې ) منځته راځي . پدغه حالت کی مو جیګر صدمه لیدلې اوتاواني شوی .
Gamma-glutamyltransferase (GGT) test.
پدی ټيسټ کی د جي جي ټي انزایم ترکتنې لاندی نیول کیږي . که چیری د جي جي ټي انزایمواندازه زیاته وي نوجیګراومجرای صفراوي تاواني شوي دي
L-lactate dehydrogenase (LD) test.
دا بل انزایم دی چی ایل ډي ورته وایي . دجیګردخرابتیا په صورت کی زیاتیږي خو باید په دقت تشخیص شي ځکه چی د بلې  ناروغتیا له کبله یی اندازه هم پورته کیږي .  
Prothrombin time (PT) test.
پروتریمبن دوینې په پلازما کی یو پروتین دی چی د وینې د پيړیدو په وخت کی په فعال ترمبین بدلیږي .
دا ټیسټ ښئي چی ستاسو وینه څومره وخت اخلي ترڅو پيړه (لخته) شي . که تاسو دوینې د نرمیدو دوا (وارفرین\کوماډین) خورئ نو داټيسټ به هم زیات وخت ونیسي .
د ټيسټ لپاره څنګه تیاری کوئ ؟
ځکه چی ځینې خواړه ، څښاک اوددرملو استعمال د جیګردفعالیت ټيسټ اغیزمنوي نو ډاکټران ناروغانو ته ښوؤنه کوي چی له ټيسټ څخه ۱۰ – ۱۲ ساعتونو پوری خوراک اوڅښاک ونه کړي .
که تاسو هررنګه بوټي ، یوناني دوا یا هررنګه درمل کاروئ نو دخپل ډاکټر سره مشوره وکړئ

د ټيسټ په جریان کی څه پيښيدای شي ؟
ډاکټر یا د لابراتوار کارکوونکی ستاسو له رګ څخه چی په څنګل کی واقع دی ، لږه اندازه وینه اخلي . دا ټسټونه په عادي توګه په څوورځو اویا هفتو کی څو ځله ترسره کیږي ترڅو ټولې نتیجې سره پرتله شي او اندازې معلومې شي چی دزیاتوالي په حال کی دي که د کموالي په حال کی .
د نتیجو معنا به څه وي ؟
باید په یادولرئ چی ستاسوټيسټونه په عادي توګه نورمال ارزښتونه اوشمیرې ښئي خو دا کیدای شي په مختلفو لابراتوارونو کی مختلف نتایج وښئي . د ټيسټونو نتیجې په نارینه اوښځينه جنسیت پوری هم اړه لري . که ستاسودیوټيسټ نتیجې نورمال نه وي نو باید انتظار وکړئ ترڅو دبل ټیسټ نتیجې ترلاسه کړئ . داهم باید درمعلوم وي چی یواځی د جیګردفعالیت ټيسټونه نشي کؤلای په باوري توګه ستاسو دجیګر ناروغتیا ثابته کړي .
نوربیا ...

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...