Saturday, July 06, 2019

The immune system
دفاعي سیستم
واحد مشواني
کلیفورنیا -امریکا
ګرانولؤستونکو، زه واحد مشواڼی نن بیا دیوې ډېرې مهمې موضوع په هکله تاسوته معلومات درکوم . هیله ده چی دځان ، اولاد اوکورنۍ په روغتیا کی درسره مرسته وکړي .
خواړه \ غذا
اوس به هم ډير داسی خلک وي چی که ورته ووایاست چی کابو ټولو امراضو مخنیوی اودرملنه دمناسبو، پاکواوطبیعي خوراکي توکواوپاکواوبوپه مرسته ممکنه ده، حتا که هغه سرطان هم وي .
  The immune system
دفاعي سیستم
دانسان وجود پخپله دفاعي سیستم لري چی په طیبي ګړدود کی ورته( ایمیون سیستم ) وایي . دایوداسی سیستم دی چی دبدن ټول خپل ملکیتونه پيژني . کله چی په کوم ملکیت له بهره حمله وشي لکه دباکتریا ، ویروس ، میکروب ، دا سیستم یی دفاع ته وردانګي او بهرنۍ حملې اوحمله کوونکي لمنځه وړي اوچیری چی تاوان اووښتی وي هغه ترمیموي .
دبدن دفاعي اوساتونکی سیستم دا اجزاوې لري :
تانسلونه اوتایموس چی انتي باډي جوړوي
لیمفاوي غدود اوعروق
دهډوکومغز چی دوینې سره کورویات جوړوي
شمزۍ
دوینې سپين کورویات (حجرات) چی پرخاریجي حمله کوونکو (باکتریا، وایرس ، میکروب) ته سپرکیږي اونه یی پریږدي چی بدن ته زیان ورسوي . په دی حجراتوکی د فاګو سایتس په نوم حجرات بهرني ارګانیزمونه رانیسي اوژوي یی .
دا ډیر لوی بحث ته اړتیا لري اوزه تری تیریږم . دلته هغه څه رااخلم اوپه ساده ټکوکی یی تاسو ته لیکم چی خورامهم دي .
نننۍ لیکنې ته له دی کبله اړشوم چی په کلیفورنیا ایالت کی می یوه ځوانه مور ولیدله چی د تیونو په سرطان اخته شوې وه . دې میرمنې یوه بله ځوانه مور راپه زړه کړه چی دتداوي لپاره پاکیستان اوله هغه ځایه پسی ایران ته تللی وه اوهلته تردرملنې لاندې مړه شوې وه .
همدااوس په افغانستان کی د سرطان پېښې زیاتې شوي دي چی ځینی ځوانان او نجونې یی له ژؤنده محروم کړل.
که مونږ پروخت دغذایت ، څښاک ، دژؤند څرنګوالی ، ډاکټران اودرمل ترڅيړنې لاندی ونیسوو نووبه ګوروو چی افغانستان څومره درنځونود خطر سره مخ دی .
هلته دحفظ الصحې اګاهي نشته ، جګړې اوورسره ضمني تاوانونه برلاسي دي نو څوک به څنګه وکولای شي چی وپوهیږي چی دبدن دفاعي سیستم څه شی دی ، څنګه قوي ساتل کیږي اوڅنګه پدی توګه دامراضومخنیوی کیږي ؟
مونږ باید خبریووچی کله دبدن دفاعي سیستم  کمزوری شي ، خلل پکی واقع شي اویا بیخي لمنځه لاړشي نودسړی بدن دمختلفو مرضونو ترحملولاندی شي او پرخلاف یی مقاومت نه وي . همدغه ده چی ځینی ناروغان په مهلکو رنګ رنګ مرضونو اخته شي او آن دغه مرضونه دکور نوروغړو، ماشومانواویا کلیوالو ته هم ولیږدیږي اوورو ورو هغه ناروغان کړي اوپه نتیجه کی یی یا ووژني اویایي معیوب کړي .
ددی ترڅنګ مونږ باید په دی هم خبریوو چی زمونږ خواړه طبیعي نه دي ، یا په کیمیاوي اوزهري موادو سره ککړشوي دي ، یا په مصنوعي توګه رامنځته شوي دي . دمصنوعي خوراکي موادو هم دوه سرچینې دي . یویی جنیټیکي انجینري ده او بل په کارخانو کی تولید شوي مصنوعات دی . امریکا په مصنوعي خوراکي توګوتولید او جینیټیکي انجینري کی مخکښ دی او همدا علت دی چی د شکرې او سرطان رنځونه پکی خورا ډیر دي .
افغانستان یو بدبخت هیواددی چی دبی سوادۍ اوجهالت ترڅنګ ګدایګرهم دی . ۴۰ کالو جګړو پکی دمهلکو امراضو تولیدوونکې کییمیاوي ، بیالوژیکي اوزروي وسلې اوتوکي کارولي دي . د خواشینۍ خبره خوداده چی خاریجیانو هغه مواد پدغه هیواد کی تجربه کړي دي چی په خپلو هیوادونو کی یی نشوکؤلای . دغوزهریاتو دافغانستان طبیعي چاپيریال ، اوبو ، هوا ، خوړو ، زراعت اومالداري ته نه جبرانیدونکی زیان اړولی دی . دافغانستان زیاتره خلک دپاکیستان محصولات کاروي چی پرته له کومې روغتیایي اوساینسي ادارې هیواد ته واردیږي اوخلک یی کاروي . دخوراکي موادو تر څنګ جعلي درمل هم په پراخه پيمانه کاروي . افغانستان په وارداتو اوصادراتو هغسی کنترول نه لري لکه څنګه چی اړین دي اوکه کوم ځای کی وي هم نو د پراخ فساد له کبله فلج وي .
زه دلته یوڅومثالونه ذکرکوم چی په افغانانو کی د ناروغتیا ، مرګ او معیوبیت سبب ګرځي . داچی له پاکیستانه هرڅه راځي ، په هغه هیواد کی هم هیڅ کنترول نلري . په خوراکي توکو، مایع توکواودرملو کی آن یوه ماده موندل کیږي چی (کارسینوجن) ورته وایي . داماده په تمامه معنا د سرطان سبب ګرځي .
هغه درمل چی دافغانستان دجعلي ډاکټرانو لخوا افغانانو ته ورکؤل کیږي ، هم د سرطان ، شکرې اوزیړي سبب کیږي .
تاسو ته به حیرت انګیزه ښکاره شي خو د غاښونو هغه کریم چی له چینه هلته ځي د (فلوراید) په نوم زهرجنه ماده لري چی دسرطان سبب ګرځي . د فلورایدو کریم په امریکا کی هم په لویه پيمانه کارول کیږي خود غاښونو د هرکریم په شا یی یواخطار هم لیکلی وي چی که دغه کریم کوم ماشوم وخوري باید سمدستي ډاکټر او یا دزهرجنو موادو د مجادلې مرکزونو ته ورسؤل شي . دا ځکه چی فلوراید یوه زهرجنه اوخطرناکه ماده ده . ددی سره سره امریکا فارماسویتیکل کمپنیو ته اجازه ورکړې چی فلوراید وکاروي ځکه چی تجارتي حیثیت لري . دفلورایدو هیڅ فایده نشته . تاسوکؤلای شئ ددی متبادل طبیعي مواد لکه بیکینګ سوډا ، خاصه خاوره ، لؤنګ
او ځينی بیریس لکه سترابیري دغاښونو دپاکوالي لپاره وکاروئ

دکمزوري دفاعي سیستم نښې:
اوټوایمیون بی نظمي
دبدن دداخلي اعضاو انفلامیشن
د وینې بی نظمي ، غیرنورمالتوب لکه په انیمیا کی
دها ضمې خرابي ، اشتها نه لرل ، اهسال اوداسی نور
په ماشومانو کی د لوئيدلو غیرنورمال حالت

څه شی ستاسو دبدن دفاعي سیستم قوي کوي ؟
له تمکو اوسیګرټوڅخه پرهیز
داسی خواړه خورئ چی تازه میوې اوتازه سابه پکی وي
مسلسل ورزش
دبدن وزن کمول
له شرابو پرهیز
کافي خوب اواستراحت
داسی تدابیر غؤره کړئ چی دامراضو مخنیوی وکړي لکه نظافت ، پاک چاپيریال ، پرهیز، پاکې  اوبه اوخواړه ، له انتقالي امراضو ناروغانو څخه ځان ساتل اوهروخت لاسونه په صابون پریمینځل اوداسی نور
که څوک سرطان ولري اودرملنه کوي نو دا په ساینسي توګه منل شوي پنځه شیان باید وکړي ترڅودفاعي سیستم یی قوي پاتی شي :
لږترلږه هره شپه ۷ ساعته خوب
صحي اوهوښیارانه خواړه استعمالول
دبدن ددفاعي سیستم لپاره ورزش خورا مهم دی نو تل فعال اوسئ
له سترس یا فشار څخه ځان ساتل
له ناروغتیا څخه ځان ساتل
نوربیا ..

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...