Sunday, March 10, 2013

يادؤونه : بی له اجازې اودلیکوال دنوم پرته دکاپي کؤلو، چاپ اوخپرولواجازه نشته
 
دبدن دفاعي سیستم څه شې دی ؟
ژباړن : واحدمشواني
 
ایمیون سیستم یادبدن دفاعي سیستم ستاسوباډي له عفونیت (اخته توب) اورنځونوڅخه ساتي اودفاع تری کوي اوکله ورته لمفاوي غدود هم وایي .
دبدن دغړو، عضلاتو اوحجراتویوګډ نیټ ورک دی چی پربدن د بهرنیوحملومخنیوې کوي . دابهرني تیري کوونکي ډېرواړه میکروبونه اواورګانیزمونه دي لکه باکتریاوی ، پاراسایټس ، فنګس اووایرسونه چی دانسان دبدن په کوم ځای حمله وکړي نودبدن دا څارونکی اوساتونکی سیستم (ایمیون سیستم) یې پروړاندی مقاومت کوي اوپه بدن کی یې فعالیت ته نه پرېږدي . دانسان بدن دژوندیوارګانیزمونولپاره موزون چاپېریال جوړوي خودا څارونکی یادوجود دفاعي سیستم دی چی بهرنیویرغلګروته سپرکیږي اودانسان په بدن کی یې فعالیت ته نه پرېږدي . بوایرسونه هم التهاب پيداکوي خوپدی هکله وئيل کیږي چی دا دومره ساده اولومړنی پيدایښت دی چی آن د ژوندي ارګانیزمونو په توګه نه پېژاندل کیږي .   
کله چی دبدن څارونکی سیستم غلط ځای په نښه کړي نوډېری روغتیایي ستونځی ورسره راوسپړي لکه دحساسیت ناروغتیا ، دشریانونوناروغتیا اودشکرې درنځ یوه بڼه
کله چی دبدن داڅارونکی سیستم فلج شي ، په بدن کی درنځونونورډؤلونه راپيداشي . داسیستم په حیرانوونکی توګه ډېرپېچلی هم دی . داسیستم کؤلای شي چی په میلیونونومختلف دوښمنان وپېژني اوپه حافظه کی یې وساتي . دغه رنګه داسیستم کولای شي حجرات اومایع تولید اویا لمنځه یوسي
دبدن ددفاعي سیستم دبریالیتوب رازپه دې کی دی چی داپه ډېرمهارت اوډاینامیک توګه داړیکولپاره جال لري اودرنځ دأخته کېدوپه وخت کی په میلیونونوحجرات په ډلواوضمني ډلوکی سازماندهي کوي ، د مچیودسېلونوپه څېریوځای کیږي اویوبل سره دمعلوماتوتبادله کوي . یوځل چی حجراتوته دخطرخبردارې ورکړل شي نوفعالی شي اوزورورکیمیاوي موادتولیدکړي .  
که څه هم ساینس پوهانود بدن ددفاعي سیستم په هکله معلومات ترلاسه کړي خوبیاهم داڅېړي چی داسیستم څنګه یرغلګرمایکروبونه ، عفوني (أخته ) حجرات اوتیومرپه نښه کوي خوپه روغوعضلاتوغرض نه کوي . اوس دتیکنالوژي په مرسته ساینسپوهان کولای شي چی په چټکۍ څرګنده کړي چی کوم هدف ته دفاعي سیستم پرماشه کیږي اوځواب ورته وایی . په مایکروسکوپ کی پرمختګ  داهم شونی کړېده چی د بي ، ټي اونورحجرات څنګه د غدوپه غوټواودبدن په نوروټوټوکی یوبل سره أړیکي جوړوي .ته
پردی سربېره ، ساینس پوهان په ډېره چټکۍ سره کؤلای شي هغه جنېټیکي اسماني رنګه نقشه راڅرګنده کړي چی دانسان دفاعي سیستم ته لارښودنه کوي اودغه رنګه هغه هم چی د باکتریاو ، وایرسونواو پرازیت بیولوژي دیکتی کوي .
دبدن ددفاعي سیستم جوړښت
ددفاعي سیستم غړي په ټول بدن ، تانسلونو، ادینوید، دغدد غوټی، رګونو، شمزۍ ، أپندیکس ، دهډوکومغزاوتیموس (لیمفوید غړی دی چی دسینې دهډوکي شاته پروت وي ) کی ځای پرځای شؤي   
 شکل ته وګورئ چی ددفاعي سیستم غړي په ټول بدن کی ځای پرځای شوي




ددفاعي سیستم غړي چی په ټول بدن کی ځای پرځای شؤي دلیمفوید غړوپه نامه یادیږي ځکه چی دوی په وینه کی د وړوسپينوحجرو دکورحیثیت لري اوداحجرې دلیمفوسایتس په نوم یادیږي چی ددفاعي سیستم اصلي لوبغاړي دي   
دهډوکي مغزیا پسته برخه دبدن دټولوحجراتو، دسپينوحجراتوپه شمول، سرچینه ده
لیمفوسایتس یا د ټي حجرات د تایموس په معنا دي اوپه همدغه تایموس کی لوییږي اوبیانوروټوټوته کوچ کوي
د بي حجرات یا بي لیمفوسایتس فعاله کیږي اودپلازما په حجروکی بالغی کیږي اوانتي باډي جوړوي اوخوشی کوي یې
دلیمف غوټی دبدن په ډېروبرخوکی ځای لري اولیمفوید ټوټې دي چی ګڼ شمېرځانګړي جوړښتونه پکی وي
ټي حجرات له تایموس څخه په پاراکورټيکس کی راټولیږي
بي حجرات په اودنموپه منځ کی انکشاف کوي
پلازما حجرات په بصل کی راپيداکیږي
دبدن ددفاعي سیستم ستونځی یا اختلالات
دحساسیت ناروغیانی
دحساسیت دناروغتیا ترټولوعامه بڼه هغه وخت څرګندیږي چی دبدن دفاعي سیستم دخطرغلط زنګ ته ځواب ورکړي
،کله یوحساسیت لرونکی شخص فکرکوي چی ګنی دګیاه پشم ، دډوډۍ زرې، دګردکنی ورته حساسیت پیداکړی خوداشیان عادي اوبی تاوانه دي
أوټوایمیون ناروغي
کله دبدن ددفاعي سیستم دپېژندنی مېکانیزم خراب شي اوباډي د ټي حجرو اوانتي باډي تولیدول پېل کړي خوپخپلوحجرواواوبد کی دخپلو انتی جنوپرخلاف رهنمایي شوي وي چی په نتیجه کی روغی حجری اواوبد لمنځه لاړشي اودسړي باډي له مهموفعالیتونوڅخه عاجزه کړي .
غلط رهنمایي شوي ټي حجرات او أوټوانتي باډي دډېرو أوټوایمیون ناروغیوسبب کیږي لکه دبېلګی په توګه هغه ټي حجرات چی په پانقراس کی ځانګړي حجراتوباندی حمله وکړي نودیونوع شکری رنځ رامنځته کوي . أوټوانتي باډي چی د رویماتوید فکتور په حیث پېژندل کیږي په هغوخلکوکی زیات وي چی رویماتوید ارتورایتس ناروغي لري . هغه خلک چی سیستیمیک لوپوس ایریتیماتوسوس () لري کېدای شي چی سخت راش ، دپختورګي سخت التهاب اودنوروغړوبی نظمي ورته پيداشي
په بېټا حجری پانقراس باندی بالغو ټي حجراتو حمله
غلط رهنمایي شوي ټي حجرات کولای شي چی دپانقراس د انسولینو تولیدوونکوحجراتوحمله وکړي اودشکری دناروغۍ یوأوټوایمیون شکل رامنځته کړي
هیڅوک تراوسه په دقیقه توګه نپوهيږي چی په څه سبب أوټوایمیون ناروغي رامنځته کیږي خوګومان کیږي چی ډېرفکتورونه پکی رول لري اوهغه په چاپېریال کی مختلف عناصرلکه وایرسونه ، ځينی مخدره مواد اودلمررڼا ښایي دبدن دحجراتوپه بدلون اولمنځه تلوکی رول ولري . په هورمونونوهم ګمان کیږي چی دأوټوایمیون ناروغۍ په رامنځته کېدوکی مرسته کوي ځکه چی داناروغي نسبت نارینوته په ښځوکی زیاته وي . داناروغي میراسي هم ده  
 ددفاع مجتمع (کامپلکس) رنځونه
انتي جن - انتي باډي مجتمع کولای شي چی پختورګي اونوراعضانقصاني کړي
دفاعي مجتمع وګي (خوشې ) دي چی انتی جن اوانتي باډي سره پيوستوي . دفاعي کامپلکسونه (مجتمع) په عادي توکه دوینی له جریان څخه بېلیږي خوځينی وختونه له وینی سره چورلي اودپختورګو، شوشونو، پوستکي ، زنګنونواودوینی په رګونوکی بندپاتی کیږي اود التهاب اوجدارونودخرابتیا سبب کیږي . دغه رنګه دفاعي کامپلکسونه یادفاعي مجتمع په ملاریا ، ویروسي زېړي اوأوټوایمیون ناروغیوکی بدی أغېزی لري  
ددفاعي کمزوري ستونځی
کله چی دبدن په دفاعي سیستم کی یوه اویا ډېری برخی کمبودی وي نونتیجه یې دفاعي کمزوري چی یوه ستونځه ده وي . دااختلالات کیدای شي چی میراثي وي ، دمصابیت (عفونیت) له کبله یا د سرطان دناروغۍ ددرملواویاهم داعضاودپيوند له کبله وي په ټي حجراتوکی (ډي- ان- اې) ویروس\وایرس د (ډي- ان- اې) حجرې مصابوي اودایدزنوی ویروس تری راټوکیږي . دایدزویروس دټي حجری مصابوي اوددې حجراتوماشینري په خپل واک کی أخلي اونوي ویروسونه تولیدوي
دعاموویروسونودمصابیت لکه انفلوینزا ، مصابي مونونیوکلیوسیس اوسرخکان له کبله کېدای شي موقتي دفاعي کمزورتیا رامنځته شي دغه رنګه کېدای شي چی دبدن دفاعي فعالیت دوینې په اخیستو، جراحت ، سؤتغذیه ، دتمکواستعمال اوسترس سره هم کم شي 
ځینی ماشومان دبدن دډېرکمزوري دفاعي سیستم سره وزېږي ، ځينی بیا د بي حجروپه سیستم کی عېبونه لري اونشي کولای چی أنتي باډي تولیدکړي . دځينو نوروخلکو تیموس یا نه وي یا وړوکی وياویا نورمال نه وي اوله دې کبله د ټي حجراتوله کمښت سره مخ وي ډېرلږداسی نوي زېږد ماشومان پيداکیږي چی دټولوعمده دفاعي ستونځوسره مخ وي ، اوداسی حالت ته دشدید ترکیبي دفاعي کمزوري یاکمښت ناروغي (اس- سي – أی ـ ډي ) وایي .  اس- سي – أی ـ ډي دبدن ددفاعي کمښت ناروغي ده چی له (ایچ – أی – وي) ویروس څخه پيداکیږي اود نوي زېږد ماشومانو دفاعي حجرات مصابوي . ایچ – أی – وي ویروس د ټي حیاتي حجرې لمنځه وړي اوایمونولوجیک کمښت یا نیمګړتیاته لاره هواروي . دځينو انسانانوپه دفاعي اوساتندویه حجراتوکی داویروس ترډېره وخته پټيږي اوکله چی دداسی خلکودبدن په دفاعيسیستم کی کوم خلل رامنځته شي نوورسره دایدز ناروغي هم راڅرګنده شي اودمرګوني عفونیت ، دفاعي کمښت اوکمزورياوپه ځينو مواردوکی دسرطان سره مخ شي .
ایمیون سیستم یادبدن دفاعي سیستم چلوونکي
لیمف غدود
لیمف غوټی
لیمف رګونه
تیموس
شمزۍ
سپين حجرات (کرویات)
 
 دایمیون سیستم دوښمن
أنتي جن – یوه بهرنۍ (دبدن له ملکیت څخه پردۍ) ماده ده چی دفاعي سیستم ورته په مقابل کی ځواب ورکوي . انتیجن کېدای شي باکتیریم وي ، وایرسونه اوداسی نوروي . دهرذکام انتيجن بېل وي اودهرګل چی دبویولوپروخت موپرنجوي ، بېل انتيجن لري

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...