دمشواني په هکله


عبــدالــواحــد مشــواڼــې په کندزولایت کی زېږېدلې دې
لومړنۍ زده کړې یې دارچي په لومړنۍ ښؤنځۍ اودکندزدشېرخان په لېسه کی کړي دي
منځنۍ زده کړې یې دتخارولایت دینګي قلعه په لېسه اودارچي په جمهوریت لېسه کی کړي دي
دکابل پوهنتون دبشري علومودپښتوژبې په څانګه کی یې یونیم کا ل دپښتوژبې ادبیات زده کړي دي اوبیاله هغه ځایه دلوړوزده کړولپاره جرمني ته تللې دې . په جرمني کی دنړۍ ددوهم پخواني پوهنتون (الماماتا لایپڅينس) چې اوس دلایپزیک پوهنتون په نوم پراخ ځلې دې ، دژورنالیزم له فاکولتې څخه دماستري په ګټلوفارغ شوې دې


دغه رنګه د روډ آيلنډ پوهنتون څخه دعدم تشدد اوسولې دتراینر، دادارې اومدیریت په برخه کی په جرمني کی د جرمن ایجنسي فارانټرنېشنل ډؤېلپمنټ ، په فیله باټومي اوالیکټروکارډيوګرافي کی دامریکې له راریټن والي کمیونټي کالج اوپه نیټ ورکینګ کی دسامرسیټ تیکنیکل انستیتیوت نیوجرسي څخه سرټيفیکېټونه لري

 

 دهارورد پوهنتون دروازه
       دهارورډپوهنتون أنګړ     

 
کاري اوتجربوي پخوانښت
 
له ۱۹۸۰څخه تراوسه
دشپږوکالوتحصیلي دورې په رخصتيوکی اویادهفتوپه پای کی په جرمني کی دریزاداوسپنې دویلی کېدوفابریکه کی کار، دڅؤيکاودموټرودبېرنګونودتولیدپه فابریکه کی اودلايپزیګ په پوسته خانه کی کار
له تحصیل څخه وروسته یونیم کال په کابل کی دانیس دورځپاڼې دسکرتریت مرستیال ، ډېر مضامین، ژباړې ، مرکې اوکېمره یي انځورونه می په انیس ورځپاڼه کی خپاره شوي دي . هغه داسې وخت وچې په دولتي مطبعه کی زیاتره چاپي ماشینونوکارنه کاوه ، یواځې یووړوکې جرمنې ماشین چلېده اودټولې مطبعې کارپري روان و، دکمپيوټرنوم مواورېدلې وخولیدلې مونه و، داخبارډیزائن اودمطبعې چارې یې زیاتره زماپه غاړه وې ، مضامین به هم دخپرېدولپاره ټاکل کېدل اوغوره هغه به یې ټایپرایټري ماشینونوته استؤل کېدل چې دسروبوپه تختویې کیندي ، داکارهم په نوبت و اوکله به چې دورځپاڼې دهرې پاڼې مضمونونه وکیندل شؤل نوبیابه د(حروفچیني ) څانګې ته استؤل کېدل چېرې چې به مادپاڼې له تړلووروسته دهغې لومړې پروف کوت اودډېزاین سره به می پرتله کاوه . دیادونې وړده چې ووایم چې زمونږدوخت ژورنالیزم دژورنالیستانودزړه په کړاوچلېده اولکه دنن ورځې درسنیزواوچاپي اسانتیاواووسیلوپه مټ نه چلېده ، نه چاپې خپلواکي وه اونه چاوسیلوي اوفکري واک ترلاسه کولای شو، دیوژورنالیست ځاني ټایپرائټرخویوه هېښنده خبره وه خوداداري دفترپرته دانیس دورځپاڼې په ټول ریاست کی یوټایپرائټرنه وچې ژورنالیستان یې کله وکاروي . په ځانګړې توګه دچاپي رسنیوژورنالیستانوبایدهره ورځ په ګوتواوقلم لیکنې کړېوې اوهغه هم په خپل مسلکي اوتجربوي هنرچې لکه اوس پکی دکاپي اولېږد، چلونه اودانټرنټ بې پایه لارښونې اونمونې نه وې . له هغه وروسته چې پاکستان ته کډوال شوم ، دژورنالیزم سره سیخ په اړیکوکی پاتې نه شوم خودانیس دورځپاڼې تجربوراته بیاهم دشخصي څېړنواوکتنولارې راښولې اوپه پاکستان کی دقابضواردواوانګریزي مطبوعاتواورسنیوپه ارزؤنه کی هک پک نه پاتی کېدم . هلته دافغان کډوالودجهادي تنظیمونواویوڅوخپلواکې خپرونې هم چلېدې چې تنظیمي هغه زیاتره دجګړه ایزوپېښواومذهبي مسائيلوته وقف کېدلې خوخپلواکوخپرونوپه ډېرپام اوکتنه سیاسي اوکلتوري خپرونې کولې . دبېلګې په توګه دخپلواکواوناپيلوخپرؤنوپه لړکی لومړۍ مهره دارواښادعبدالرحمن الفت صاحب اخباروچې دخپل انتقادي اوجرأتمنې پایلې قرباني شو. دوهم قرباني ارواښادسیدبهاوالدین مجروح یادولې شم . که څه هم په هغه وخت کی زماپه څېردیوځوان ژورنالیست لپاره ډېره سخته وه چې په پاکستان کی دژورنالیزم په برخه کی کارپيداکړي ، بیاهم دارواښادرسول امن صاحب د«وفا» دروازه می وټکؤله خوهلته راسره بخت مرسته ونه کړه اوددرون پښتون ښاغلي قدرت الله حدادصاحب په راکړې پته دپېښوردګلبهارپه ټي ، ټي ، سي کی چالو، دپاک – جرمن تخنیکي تربیوي پروګرامونودجي ، ټي ، ځیډ مؤسیسې ته ورغلم . داچې په جرمني ژبه غږېدای شوم نودیوه نيږدې ملګري په مرسته ددعې خیریه ادارې رئیس ، ښاغلي ماریئن فیلډ دفترته ورغلم . دهغه سره لیدنه راته دومره اسانه اوساده وه لکه چې دیونیږدې دوست سره ناست وم . زماښه په یاددي چې هغه دخبروپه پای کی خپلې ګړۍ ته وکتل اوراته ویې وئيل چې اوس دادې دغرمې لس بجې دي اوته له همدې وخته وګمارل شوې . له همدغه ګړۍ په پاکستان کی زما۹ کلنه دنده پېل شوه . لومړې راسپارل شوې مسؤلیت
دپاک – جرمن تخنیکي تربیوي پروګرامونودچاپي اوانځوریزواسنادودترتیب اوچاپ اوورسرهد سواددزدکړې دپروګرامونوچلؤل وو، يوکال وروسته دباجوړایجنسۍ ، دیر، ملاکنډایجنسۍ ، صوابۍ اوهریپوردحرفوي پروګرامونودپېلېدواوچلېدوچارې راوسپارل شوې. داچې په ایجنسیوکی تربل هرځای کارکؤل دستونځونه ډک وواوزه به یې وروسته دخپلویادوونوپه برخه کی وکاږم خودلوی خدای اوقام په مدداوخپل کلک هوډاوادارې برې راکړچې ترپنځوکالوپوری له رنګارنګوستونځوډک پروګرامونه په ډېره بریالۍ توګه وچلوم . کېدای شي زمادې کلک هوډ، رښتیني کاراو پاک زړه په سؤونوافغان کارکوونکي هڅولي وي چې زه یې په ۱۹۹۱ ع کال کی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام دبورډد مؤسیس غړې اوپه ۱۹۹۳ ع کال کی په دغه نامه دنادولتي اتحادیې درئيس اودافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرامونود مؤسیسې داداري رئيس په توګه وټاکلم . له ۱۹۹۶ څخه تراوسه پورې می دامریکاپه متحدوایالتونوکی په مختلفوبرخوکی کارکړېدې چې دبېلګې په توګه د رستوران څخه نیولې ترماشینکار، پوستي ماموریت ، دنیټورک مېخانیک ، دارقامودثبت ماموریت ، دکریډټ کارتونوچارجؤل ، دادویاتودستروکمپنیودتجربوي ادویاتواودهغوی چاپي خبرپاڼوداستولوماموریت ، دبیمې دستروکمپنیودپوستي لېږدرالېږدماموریت اودوایرلس تلیفونونو، سیستمونواوبرېښنایي سرکټ لپاره دچپسونوپه تولیدي کمپنۍ کی دکیمیاوي عملیاتوچلوونکي پورې یادولای شم .

تجربې اولاسته راوړنې

زه دلته دامریکاپه متحدوایالتونوکی دخپلوکاري لاسته راوړنویادؤنه ، نه کوم ځکه چې دلته دهرې ادارې خپل اصول اومقررات دي چې بایددهغوپه رڼاکی می دکارخونې دمالک ورځنې نورم پوره کړې وې کنه په لومړۍ ورځ به یې له کاره ویستلې وې . دومره به بس وي چې ووایم چې خپله مزدوري می کړېده اوڅه چې می ګټلي دي دمیاشت په پای کی می ددوی بیلونه اداکړي دي اوچې څه پاتې شوي دي هغه می په پېښورکی دخپل فامیل دلګښت لپاره استولي دي.

 بایدیادونه وکړم چې هغه لاسته راوړنې چې مادخپل هیواد اوخلکولپاره کړي دي ، ماته ترهرڅه ډېرارزښت لري اوزه پری تل ویاړم اودخدای شکراداکوم چې ماته یې دکډوالۍ په ترخوشرایطوکی توفیق راکړچې دخپل هیواداوخلکودپاره خدمت وکړم . له ۱۹۸۷ع کال څخه تر۱۹۹۶ ع کال پورې ماوکولای شؤل چې دپاک – جرمن ټي ټي پي لپاره په پېښورکی ټول حرفوي اودشمېرنې لپاره دتمرین کتابونه ترتیب اوچاپ کړم ، په باجوړ، دیر، پلۍ کیمپ \ملاکنډ ، صوابۍ اوهريپورکی دحرفوي زده کړومرکزونه جوړکړم ، څلورکاله یې په خورابریالیتوب وچلوم اوپه زرګونوځایي اوافغان ځوانان پکی کسبګرکړم اوهرفارغ ته دبریالیتوب سند اویوصندوق دزده کړي کسب افزارورکړم . په ۱۹۹۱ ع کال کی مودپاک – جرمن دمؤسیسې (۵۰۰ ) کارکوونکي سره راټول کړل اودافغان – جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام یوه نادولتي اداره موجوړه کړه چې بیا یې ټاکنې وکړې اوزه یې دمشرۍ دبورډدغړي په توګه وټاکلم. ددې نوې اتحادیې لومړې رئيس یوهالینډې ډاکټرښاغلې جیریک لېټه وټاکل شو. داچې ډاکټرلېټه دپاک – جرمن دمؤسیسې رئيس هم و، نه یې شوکؤلای چې دافغان- جرمن داتحادیې کارونه چې دافغانستان په دننه کی بایدسرته رسیدلي وای ، هم اداره اومدیریت یې وکړي نوهغه ووچې درې کاله وروسته په ۱۹۹۳ کال کی دلویې غونډې په ترڅ کی بیا انتخابات ترسره شؤل اوزه یې داتحادیې درئيس په توګه وټاکلم . تردغه وخته دافغان – جرمن اتحادیه تش په نوم موجوده وه ، نه یې ځانګړې اداره درلوده ، نه یې کارکوونکي درلودل ، نه بودیجه ، نه وسائيل اونه رسمیت . کله چې داتحادیې مسؤلیت زماپه غاړه شو، لومړې کارزما داوچې کابل ته ولاړم اواتحادیه می رسماددولت سره راجسترکړه
بیامی دافغان برخه دپاکستان – جرمن له مؤسیسې بېله کړه اوپه کچه کړۍ کیمپ کی می مرکزي دفترپرانیسته اوعملامی په کارپېل وکړ. په دې کی می په دوه سترووړاندېزونوکاروکړ، یومی اروپايي اتحادیې (یوروپئين یونئن) اوبل می پاک-جرمن مؤسیسې ته وړاندی کړل اودمالي مرستوپه ترلاسه کؤلوبریالې شوم . ۱۲۰ تنه اداري پرسونل ، انجینران ، کسبي استاذان اومرستندویه عمله لکه چوکیداران ، موټروانان اودیوې مجهزې تحویلخانې عمله می په دندووګومارل ، دفتري وسیلې لکه میزونه چوکۍ ، قرتاسیه ، کمپيوټرې ، پرېڼټرې اودکبي تمرینونواوزده کړولپاره می لاسي افزارواخیستل ، دپخوانۍ مؤسیسې څخه دپېښؤرپه شاوخوا افغان کېمپونوکی پنځه مرکزونه هم راوسپارل شؤل اودوه نوي ورسره په ښارکی ماجوړکړل چې یویې ځانګړې دښځولپاره و. له دې نه وروسته مې دکسبي زده کړویومرکزپه خوست بل په ځاځيو، بل په لغمان ولایت اودوه په کونړولایت کی جوړکړه اوپه کاریې پېل وکړ. زماپه ۹ کلن کارکی ۱۰۰۰۰ زره ځوان افغان او۴۵۰۰ ځایي کسبګردخپل ځاني ژؤنداودټولنې خدمت ته چمتواووړاندې شوي دي . دالوی خدمت هغه وخت سرته رسېدلې دې چې جهادي تنظیمونه په خپلومنځوکی دشخصي واک اوګټولپاره جنګېدل اوپه دغه غوبل کی دهیوادشتمنۍ لمنځه تللې اوهره ورځ ښارونه دوحشت په مئيروبدلېدل . ماته خوداهم حج اکبرښکاري چې مونږپه خپلوخیریه پروګرامونوافغان ځوانان دهیواددابادۍ لپاره چمتوکؤل اوله جګړوموراګرځؤل . ددې ترڅنګ ماوکؤلای شؤل چې دکونړداسدابادبرېښناګرچې غلوتری ټولې پرزې په پاکستان پلورلې وي ، له جرمني څخه دنووپرزوپه راوړلوبیافعال کړم اوبرېښنایي ځواک یې له پخواڅخه دوه برابره لؤړکړم . ددې ترڅنګه مې وکؤلای شؤل چې په جګړوکی ددولت ویجاړې شؤې ودانۍ بیاورغوم اودچارواکوپه لاس یې ورکړم .

په ملي اونړوالوکنفرانسونو، غونډو، جرګواوورکشاپونوکی ونډه

په پېښورکی دجرمني دتخنیکي ګډې همکارۍ په زیاتروورکشاپونوکی فعاله برخه

دجرمني دپارلماني پلاوي سره په پېښورکی لیدنه اوخبرې

داروپایي اتحادیې د استازي سره په پېښورکی لیدنه اوخبرې

دأی ، آر، سي دانسجام له ادارې سره دافغان – جرمن داتحادیې دفنډ اوکارپه سلسله کی دوه کاله قرارداداودهغوی داداري انسجام څخه مرسته اخیستل

په پېښورکی دمګروملتونوداستازواوددغه سازمان دکډوالودادارې په ځینوغونډوکی ګډون ، په پېښورکی دنادولتي افغان مؤسیساتواوادارودانسجام ټولنې ( اکبر ) په جلسوکی ګډون ، په جرمني کی دادارې اومدیریت په نړوال ورکشاپ کي برخه اخیستل (۱۹۹۵ ) ، په نیویارک کی دملګروملتونودکډوالودبیامېشته کېدوپه کنفرانس برخه اخیستل (۱۹۹۶ ) اوپه نیویارک کی دباچاخان دسولې په کنفرانس کی وئینا

په دیراوباجوړکی په ځينوقامي جرګوکی برخه اخیستل


يادوونه


انساني ژؤندهسې هم لکه سپينه ورځ اوتوره شپه یوپه بل پسې دخوږواوترخوتلل اوراتلل دي. هرڅوک په ځانګړې توګه دخپل چاپېریال ، پوهې ، اګاهۍ ، وسیلواوغوښتنوپه کچ ستونځې اوهوساینې لري اودژؤندانه له همدغودوومتضادواړخونوڅخه ورته ( ښه ) او(بد) یادونه زېږي اوکره کیږي خودژؤندترپایه پورې ورسره مل وي . ښکاره خبره ده چې هرانسان دبدواوترخوپېښویادوونه یوله بله أڼؤي ، له یادونوڅخه بداوترخه توکي بېلوي اوزیاتره یې دهېرتیا کندی ته غؤرځؤي خونه غواړي چې ښکلي اوخواږه یادونه یې یوه شېبه هم تری هېرشي . دهغه چایادونه خوپه پېړیوپېړیوتازه ساتل کیږي چې ښېګړې یې دراتلونکونسلونو، نسلونوته رسېدلې وي که سړې ورته ځيرشي نویادونه په ټولیزه توګه دکرکې اومینې تېرانځورونه دي چې دسړي په فکرکی اوړي راوړي . له دواړوڅخه سړې الهام اوعبرت اخیستې شي نوځکه یې لومړۍ له ترخوراپېلوم اوپه خوږویې تردې شېبې رارسوم .

ترخه یادوونه

که څه هم دازماپه یادنه دي چې زه به دڅوکالووم چې زماګرانه موروفات شوې ده خودخپلودوووړوخوېندومړینه می هیڅ له یاده نه ووځي . زه تردولسم ټولګي پورې په دې نپوهېدم چې زمادکوچنیوخوېندوپه شمول دکلي ډېرې تنکۍ نجونې ولې ناڅاپي مړې کیږي خوزه دارنګه ناروغتیاودخپل همغه کوچنیوالي څخه دې ته هڅؤلم چې زه بایدډاکټرشم اوبیاددې ټولورنځورانوتداوي وکړم . زه یوبې سرپرسته یتیم وم چې له موره ایکي یوپاتې شؤې وم . زه هم زیاتره وختونه رنځورېدم اوڅوځله تر کوما هم رسېدلې یم اوهرځل به چې سخت رنځورېدم نوخپلوخپلوانوبه وئيل چې داځل دده نوبت دې . نپوهېږم چې څه وشؤل خوخدای (ج) راباندی تردې شېبې ژؤندلؤرولې دې کنه په افغاني ټولنه کی دیویتیم ژؤندڅنګه تېریږي ، هرچاته معلومه ده . که څه هم دیویتیم ژؤندپه پاتې سرپرست پورې تړلې وي ، زه دکورنۍ کوم ځانګړې غړې په لومړي کتاراوکتنه کی ګرءم نه ګڼم اوټوله پړه دهيوادپه سیاسي چارواکو، مذهبي اوټولنیزومشرانواچوم چې افغان اولس یې په تورتم اوبې سوادۍ کی پرېښې واودپرمختګ پرځای یې افراطي بې ودې ذهنیتونوته واک ورکړې و . په دغه سوالګرهیوادکی هنرونه ، لیاقت ، وړتیاوې اومسلکي مهارتونه ګناه ګڼل کېده اوپه رسمي توګه یې دودې مخه نیول کېده ځکه خودډاکټرانو، انجینرانو، ژورنالیستانواواستاذانوکمښت و، دټولنیزوخېرښېګړوسازمانونوته اجازه نه ورکؤل کېده چې دلټ اوبې کفایته دولت ترڅنګ یوه قوه رامنځته شي ، داړمنوخلکوسره دمرستوامکانات برابرشي ، دخلګودپوهې ، خبرتیا اواګاهۍ کچه لؤړه شي . په داسې یوهیوادکی به ماشومان په تېره بیا یتیم ماشومان څنګه وده وکړي ؟ خلکودتعلیم وه ټ مه مور ته هم هکله چې له دولسمه فارغ شوم اودکانکورازموینه می تېره کړه ، پوهنتون ته بریالې شوم خودطب پوهنځي ته نه ، اوددې په علت هم پوهېدم چې په ساینسي مضمونونوکی دومره پياوړې نه وم لکه په ټولنیزوهغوکی ځکه خومی دطب پوهنځي نومرې ونه ګټلې . دټولنیزومضمونونوترڅنګ می هغه دچاخبره په « انځورګرۍ » کی خدایي استعداددرلوداوپه دې سبب په ټوله لېسه کی د (رسام ) په نوم زیات ځلې شوې وم . دکابل پوهنتون دادبیاتواوبشري علوموڅخه دژورنالیزم په برخه کی ختیځ المان ته دتحصیل لپاره ولاړم ، هلته هم راسره دافکروچې که افغان سفارت راسره هوکړه وکړي نوخپله تحصیلي رشته به طب ته واړوم . المان ته له تګ څخه وروسته می دتحصیلي څانګې دبدلون کوښښ وکړخودافغانستان سفارت ورته پاملرنه ونه کړه اوخپل تحصیل ته می دژورنالیزم په برخه کی په داسې حال کی دوام ورکړچې دافغان سفارت دپرچمي چارواکولخواپه پرلپسې دسیسوزورېدلم . زماسره دستمي چارواکوکرکه په دې وه چې یوخوپښتون وم ، بل غیرحزبي اوبې پلوه زلمې محصل وم اودهغوی په نظریوژورنالیست بایدغیرګوندي نه وای . مونږپه ختیځ المان کی لومړي څوتنه محصلین ووچې خپله ۶ کلنه تحصیلي دوره مودخوراسختوپرچمي شرایطولاندی تېره شوه اوآن تردې چې زماتحصیلي پاسپورټ دسفارت دستمي چارواکولخواشپږکاله قیدشوې واوله تمدیدڅخه یې ډډه کؤله. زه ښه پوهېدم چې که په کوم مضمون کی ناکام شم نوپه پوهنتون کی به دپاتی کېدوچانس هم رانه کړي نوځکه اړوم چې خپلې ازموینې په ښونمروتېرې کړم اودخپل دېپلوم څخه په ښه درجه دفاع وکړم . دازما یواځينۍ وسیله وه چې الماني پوهنتون زمونږپرخواودریږي اوخپل تحصیل بشپړکړوو. کله چې بېرته هيوادته تللوونوپاسپورت راته راکړشواوکابل ته لاړوو. دا۱۹۸۵ع کال و، دکابل هوایي ډګرته له رسېدوسره بیاراڅخه پاسپورټ واخیستل شواوله هوایي ډګره په داسې حال کی راووتم چې خپل بکس می ځان پسې راکښاوه اوپه چرت کی وم چې اوس نوکومې خواته ولاړشم ځکه چې ماته پخواخبرراکړشوې وچې زمونږټوله کورنۍ پاکستان ته مهاجرشوي دي ، کورموروسانوبمباردکړې دې اوپه کلي کی هم دومره څوک نه دي پاتی شوي .

یادؤنه :  لاندی سرلیکونه دبشپړېدوپه حال کی دي

دارواښادعبدالضاهرمعلم صاحب یادښت

خواږه یادوونه

زماسیاسي اوعقیدوي لارلیدنه



زماارمانونه

زه هغه ټاټوبې لټؤم چېرې چې زه دحق غوښتنه کولای شم ، چېرې چې تحقیرنه وي
 تعصب نه وي ، عدالت وي ، انصاف وي ، داسې ټاټوبې چې زمادبدن ، زمادفکر، زمادمال اختیاردبل په لاس کی نه وي . خېردې ، هلته دی ماته په نیمه خېټه خواړه راورسیږي ، خپل کورمی دې نه وي پکی خوخپله هدیره پکی غواړم ، په هغه هیوادبه څنګه زړه خوږشي چې دمخ رنګ درته دوښمن شي ، ژبه درته خطرشي اودین درته بدنامي اوشک شي




خؤښؤنې

دهېوادمینه اومسافري


د مشواڼي په تخلص څنګه مشهورشوم ؟


 
زه دپلارلخواپه مشواڼیواودمورله لخواپه سالارزیوپوری تړلې یم . کلیواله ځواني له محرومیتونواوهیلوسره ملګرې وه ، دهغه وخت خؤږې اوترخې تجربې به کله دځينوځوانانوله تخلص څخه هم حس کېدای شؤې ، ښایي همدا علت وي چې مابه ځانته تل غمجن تخلصونه خؤښؤل خودا فکرمی هغه وخت بدل شوچې جرمني ته دزده کړولپاره لاړم . هلته دخپلوملګروترمنځ په خپل نوم پېژندل کېدم . افغانستان دعجیبه خلکوکوردې ، په کلیواوان ښارونوکی زمونږزیاترومشرانوته لادخپلې زېږېدنې ورځې نه وې معلومی؛ که څه هم زیاتروتذکرې درلودې اوپه هغوکی دهروګړي شهرت درج شوې وخوڅومره چې ماته معلوم دي ، دتذکرودوېش اوثبت ادارودډېروسببونوله کبله په تذکروکی دوګړوعمرونه داټکل لمخې درج کؤل ځکه چې هرافغان په روغتون اوزېږنتون کی نه دې پيداشؤې بلکی په خپل کورني چاپېریال کی دخپلوشتوشرایطوبرابرزېږېدلې اوموراوپلاریې ورته دزېږېدونېټه هم نه ده لیکلې نوځکه زیاتروافغانانوته خپل اصلي عمرونه نه وومعلوم اولاتراوسه په افغانستان کی دانیمګړتیاشته ښایي ددې غټه وجهه دافغانانوپراخه بې سوادي وي . په هره توګه یولږشمېرافغانوچې شرایط ورته برابروو، دخپلواولادونودزېږېدوسمه نېټه لیکلي ده اوپه اسنادوکی یې په اصلي بڼه درج کړي ده . دابېل بحث دې ، ډېرورپسې نه ګرځم خوزه په جرمني کی دتحصیل له ختمیدووروسته کابل ته لاړم اوپه خپل کاري چاپېریال کی په خپل بې تخلصه نوم مشهوروم . کله چې په ۱۹۸۷ کال کی پاکستان ته مهاجرشوم نوڅوکاله بیاهم دخپل نوم سره پاتې شوم خوڅومره چې کاري اوشخصي اړیکې پراخېدل ، هغومره پېژندګلواوشهرت هم ورسره زیاتېدل نوله دې کبله هم لکه دنورودفتري کارکوونکوهغسې زماله نوم سره هم ځينې القاب لکه (نېک ، بابو، استاذ، انجینیر) اوداسې نورمل کېدل . په لومړیووختونوکی به راته داسې القاب عجیبه ښکارېدل خودوخت په تېرېدوسره پوه شوم چې دهرچاخولې ته برغلې نشي جوړېدای نوورسره عادت شوم . عجیبه خوداوه چې ماته به چاپه پېښؤرکی د (استاذ) درون اوسپېڅلې لقب وکاراوه نوماته به غوسه راتله ځکه چې که رښتیاووایم زه داسې یونوي ځای اوچاپېریال ته ورننوتې وم چې په سړک به موټرښۍ لاسته تاوېده نواشاره به یې کیڼې خواته ورکؤله . دغسې یې داستاذدرون اولؤړلقب دښؤنځۍ ښوونکي ته کارؤله ، ښوونکي ته به یې (ماسټر) وئيل خوهردنه سړي ځوی یې استاذباله. په هره بڼه ، داهم بېله موضوع ده اوزه غؤاړم تاسوته داعرض کړم چې زما له نوم سره څنګه د(مشواني ) تخلص غووټه شو. دیادؤونې وړده چې ووایم چې دیوه افغان اوبیا دیوپښتون ژورنالیست په توګه همدومره به بس وي چې خلک می وپېژني چې په خټه ویاړمن پښتون یم اودپښتون له نوم څخه پرته په خېلوونوبېلېدل اړین نه ګڼم اونه دپښتنوپه منځ کی دخېلونومینه وال یم . زه کلک په دې اندیم چې دپښتون ویاړلې نوم اوپه دې نوم یوموټې قام دهرڅه لپاره بسنه کوي اونوروپرګنیزوټوټوته هیڅ اړتیانشته. بویه چې زه دپښتنودیوې څانګې په نوم نه وای ځلېدلې . دمشواني تخلص راته په پېښؤرکی خپلوملګرواوهمکارانوراکړې اوپه دې نوم دافغان کډوالواوځایي خلکوته ورپېژندل شؤې یم اودومره راپورې نښتې وچې په خپل اصلي نوم زیاتوخلکوهډوپېژندلم نه. اوس چې فکرکوم ، ماددې تخلص سره دومره منزلونه وهلي چې پرېښؤدل یې راته هم ګټه نه لري . له بله پلؤه چې کوم ټولنیزکارونه ماکړي دي اویایې کؤم ، زمامشواڼي عزیزان پری ویاړکوي اوخؤښ یم چې هم په مشواڼيواوهم په سلارزیوکی بې نومه اوبې کسه نه وو، داماته هم ارزښت لري.


تلټکې به یې داکړم چې ډېروغټوپښتنودخپلوقبیلونومونه ځانته غؤره کړي وولکه میروئيس خان هوتک ، احمدشاه ابدالي ، وزیرمحمدګل خان مومنداوداسې نورچې دټولوافغانانواوپښتنولپاره یې کارکړې اومونږپری ویاړوو. زه هیڅکله دهغوی مقام ته نه شم رسېدای خودهغوی له شخصیتونواوکارناموڅخه زده کړه کؤلای شم .


















 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...