Monday, March 16, 2020


زه واحد مشواني یم اوتاسوته دالیکنه دامریکا دمتحدوایالتونو، کلیفورنیا څخه کوم 

Abdul wahed Mashwani
California, USA

پدی لیکنه کی تاسو ته د کرونا وایرس په هکله مهم معلومات خپروم.

داچی اوس دنړۍ په زیاتروهیوادونو کی دیخنۍ موسم دی اویخني هم د ذکام دوایرسي ناروغتیا سره تړلې ده نوورسره دکرونا وایرس هم راپيدا شوی چی ددغو دواړو وایرسونو او په سبب یی ناروغتیاوې هم مهال دي . د ذکام اوانفلوینزا له وباء څخه لسیزې تیرې زشؤيدي اوخلک اوس دذکام په هکله معلومات اوتجربې لري خو دکرونا وایرس یوه نوې وباء او نوې خطرناکه تجربه ده چی قربانیان یی هم زیات دي او که په وخت یی مخنیوی ونه شي نو مرګونې ناروغتیاده .  
داچی کرونا وایرس دنړۍ تر۶۰ هیوادونو زیات اغیزمن اواندیښمن کړي دي نو پکارده چی دانسان په بدن کی ددی موذي وایرس لومړی کمین ترنښې لاندی ونیؤل شي اوهماغلته یی له حملې څخه مخکی نابود کړوو او یایی د پرمختګ مخه ډب کړوو.
دغه کمین او دحملې سنګر ستونی دی چی دلومړی ځل لپاره خارښ یادرد پکی راپيداشي خو، آیا دغه خارښ اودرد د ذکام ، حساسیت اویا دکرونا دوایرس لومړۍ حمله ده ؟
څنګه کؤلای شوو چی دقیق تشخیص اوله یو بله یی توپيروکړوو او ځان ډاډمن کړوو چی آیا دستوني تکلیف مو د ذکام ، حساسیت ، د نویل کرونا وایرس که د کرونا دوایرس کوید-۲۰۱۹ له کبله دی ؟
ددی توپيرپه پيداکؤلو اوپری پوهیدلو لپاره باید د هروایرس مشخصات اونښې باید وپيژنوواود خپلې ناروغتیا سره یی پرتله کړوو چی دکومې وایرسي کته ګوري سره سر خوري ؟
 دلته ددواړو وایرسونوڅوکلیدي توپيرونو ته اشاره کوو:
 نښې
دذکام نښې دادي چی ټيپيکه توګه د ټوخي ، دستوني درد، سر درد، دعضلاتو درد ، پزه بهیدل ، ستړیا اوتبې سره مل وي اودا په ناڅاپي توګه راځي .
 دوایرس نښې له ذکام سره په لږ توپير بیلیدلای شي . داچی کرونا وایرس نوی دی نو ساینسپوهان کوښښ کوي چی ددی وایرس په هکله د فهم اودقت ارقام راټول کړي .  
په هره بڼه ، د کرونا وایرس عمومي نښې په تبه ، ټوخي اوساه لنډي پوری تړل شویدي
متخصصین وایي چی په کرونا وایرس اخته یو وړوکی شمیر ناروغان چی د سخت تنفوسي سیندرم په وایرس (سارس) اخته شوي  دستوني درد ، دپزې بهیدل ، استفراق او اسهال لري .
دبدن د کمزوري دفاعي سیستم (ایمیون سیستم) ناروغان چی زیاتره یی د زیات عمر خلک دي ، نوزاد ماشومان اوپه نورو سختو امراضو مبتلا خلک چی له دواړو وایرسونو څخه په یوه مصاب وي ، کیدای شي له جدي تنفسي امراضو لکه نمونیا او برانکایټس سره مخ شي .

   دوره
که تاسو کله هم ذکام درلود او داسی حالت ته رسیدلي واست چی فکرموکړی وي چی دناروغي نښې به مو هیڅکله پای ونه مومي نو دامریکا د ناروغیودکنټرول مرکز( سي ډي سي ) وایي چی د انفلوینزا نښې په ټيپيکه توګه دوه  اوه نۍ دوام کوي. ځینی خلک بیا د نښو د شدت وروسته هم ستړیا حس کوي اودا حالت هم څو هفتې نیسي ترڅو مکمله شفاه پيداشي .
دغه رنګه سي ډي سي باورلري چی د کرونا دوایرس نښې له سرایت څخه ۲ تر ۱۴ ورځو پور په بدن کی څرګندیږي .
ډاکټر سونپال وایي چی په کرونا په اخته ناروغ ښایي ورځې اوهفتې تیرې شي او ونه پوهیږي چی ګنی په دغه وایرس اخته شوی نو ځکه څيړونکي او متخصصین په لوی جنجال کی راګیر دي .  

  مخنیوی
له ۱۹ ۴۰ کال څخه راپدیخواډاکټران واکسین کاروي ترڅود ذکام دوایرس دډؤلونو دخپریدا مخه ونیسي خو، اوس دکرونا دوایرس ضد واکسین نشته . د مختلفوهیوادونو دروغتیا چارواکي اوس پدې لټه کی دي چی ددې وایرس دواکسینو دجوړیدا منظوري ترلاسه کړي . په عامه توګه دواکسینو دجوړیدو لپاره ۵ کاله وخت پکاروي خو دوی به هڅه وکړي چی دکرونا وایرس ضد واکسین په ۱۸ میاشتو کی جوړ کړي خوبیاهم مشکله ده چی سړی ووایي چی دغه واکسین به کله تیاریږي.
  د اوس لپاره دکرونا وایرس دمخنیوي اوځان ژغورلولپاره ترټولوغؤره لار داده چی خلک اګاهي ولري ، په ورځني ژوند کی تماسونه جدي اوحیاتي ونیسي ، په کلتوري ، سیاسي اومذهبي چاروکی له بدني تماسونو ځانونه کلک وساتي . هرڅوک باید خپل لاسونه د ۲۰ سانیولپاره په اوبو اوصابون ، الکولو، سرکې اودباکتریاو ضد مایعاتو ووینځي اودغه کار پخپل کور اوماشومانو تطبیق کړي . له هر اودس ماتي ، خؤړو، پزې سوڼلواو پرنجي څخه وروسته باید لاسونه ووینځل شي ترڅو پخپله هم وایرس وانخلئ اوبل چاته یی هم ورنقل نکړئ .
کله چی پرنجیږئ اویا ټوخیږئ ، خپله خله دلاس په لستوڼي پټؤئ خو فکر مو وي چی لاسونه په خپل مخ ونه وهئ .
په دوامداره توګه خپل کمپيوټرونه ، آی پيډ ، مبایل تلیفونونه ، د ریموټ کنټرول آلې ، ددروازو دستګیرونه اوهغه آلې اوشیان چی زیاتره مو پری لاسونه لګیږي (ډیس انفیکټ ) اوپاکوئ .  
 د سویدن دیوپوهنتون دتازه  مطالعې څخه څرګنده شوی چی دهغې لویې توریستي کیشتۍ هغه مسافرچی په کیشتۍ کی قرنطین شوي وو، زیاتره یی په کرونا وایرس اخته شوي وو نسبت هغو ته چی له کیشتۍ وتلي وو. دغه اندازه له هغو ناروغانو څلور چنده زیاته وه نسبت دهغو ناروغانوشمیر چی په وچه کی په کرونا اخته شوي وو. ددې معنا داده چی څومره خلک یو بل ته نیږدې وي هغومره د وایرس په اخته کیدو یی خطر زیاتیږي .
  ترټولو محفوظه لاره داده چی ځانونه له نورو لری وساتئ . که څوک پوهیږي نو په دی کار نه خفه کیږي خو که خفه هم شي نو په دی ارزي چی خفه شي . هیڅکله خپل ، دکورنۍ ، اولادونو ، دوستانو او عامو خلکو ژؤند په خطر کی مه اچؤئ . حد اقل له نورو څخه ۳ فوټه یا یوګز فاصیله نیسئ .
درملنه
 په خواشیني سره باید ووئيل شي چی تراوسه لا داسی درمل تراوسه نه دي منظور شوي چی دکرونا دوایرس درملنه پری وشي .
که خدای مه کړه ددغسی ناروغۍ سره مخ شوئ نو غفلت مه کوئ ، ځان په تنده کی مه پریږدئ ، پاکې تړمې او به یا شین چای وڅښئ . استراحت وکړئ خو له نورو څخه جدا ، د ستوني ددرد دوا وخورئ ، اود تبې لپاره مو ای بوپروفین ، تالینول ، اسپرین اونورې دتبې اودرد ګولئ وخورئ .
ترټولو مهمه داده چی روغتون ته ځانونه ورسوئ تر څو دبدن ترټولومهم غړي لکه شوشونه، مو په فعالیت کی پاتی شي .
Tamiflu
  دا پورته دذکام یوه دوا ده چی ډاکټرسونپال یی هغو ناروغانو ته مشوره ورکوي چی ذکام وي . (تامي فلو) د واکسین بدیل نه دی 

خود ذکام وایرس پرمختګ ته نه پریږدي

الله مووساته

ددې مضمون د لیکلو، بیا کارولو اونشرولوحق دواحد مشواني سره دی

‏شنبه‏ د 2020‏ د مارچ‏ 15

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...