دطبیعي افتونواوپېښوپه هکله پوهاوې

دطبیعي افتونواوپېښوپه هکله پوهاوې 
عبدالواحدمشواڼې 
امریکا، ‏2010‏، 07‏، آگسټ‏، شنبه

یادؤونه: ددې لیکنې ټول حقونه دلیکؤال دي ، دلیکوال دنوم له ذکرڅخه پرته کاپي ، نشراودبل په جعلي نوم خپراوې جوازنه لري . هرڅوک چې دلیکوال له اجازې پرته دالیکنه خپره کړي اویاپکی لاس ووهي ، دقانوني پوښتنوسره به مخ شي
دپېل خبری

له کومه وخته څخه چې شفاهي حکایات اوثبت شوي تاریخې پېښې مونږڅېړلای شوو، ټول ښيي چې زمونږپه سیاره کی ژؤندپه هروخت اوهرځای کی د طبیعي اومصنوعي حوادثو، کړاوونو، اوتاوانونوسره مل واودابه ترهغوهمدغسې روان وي ترڅوچې دځمکې سیاره اوپرمخ یې ژؤندوي . ژؤندپخپله دجدوجهداومبارزې برخه ده اوالله تبارک وتعالی ددې جدوجهداومبارزې دکؤلولپاره خپلوبنده ګانوته فکر، پوهه اوبدني ځواک ورکړې دې ترڅووکؤلې شي دخپلې ساتنې او پائښت ډاډمنې اوځواکمنې لارې اووسیلې ولټوي . په نړۍ کی به ډېرلږانسانان وي چې دنوح علیه السلام له کیشتۍ اودهغه وخت له تباه کوونکي طوفان اوسېلاب څخه خبرنه وي . وایي نوح علیه السلام یواځې دځان اوکورنۍ دژغورلولپاره هڅې نه وې کړې بلکه په خپله کیشتۍ کی یې دهررنګه حیواناتودنسلوونودژغورلوښه تدبیرهم نیؤلې و. زه په دې هکله نورڅه نه وایم یواځې یوه یادؤنه ددې دپاره بسنه کوي چې انسان بایددخپلې پوهې اوتدبیرپه مټ دسختیواوخطرونوسره ډغرې ووهي اوخپل اخري کوښښ وکړي . دافتونواوله دې امله سختیانواوخطرونوپه اړه که سړې ترپېښېدووړاندی څېړنه اوفکروکړي ، ښایي ترډېره کچه دناڅاپي خطرونوسره په مختیااومقابله کی روحیات ونه بایلي اووارخطانشي خوهغه خلک چې دخپل چاپېریال اوورسره سهولتونواوخطرونوڅخه اګاهي ونه لري اودناڅاپي پېښوسره مخ شي نوزیاتره مالي اوځاني تاوانونه پری راشي نو ترټولوغوره به داوي چې سړې دخپلواودنوروله تجربوڅخه زده کړه وکړي ، په معلوماتوځان اوکورنۍ اګاه وساتي ، راتلونکوپېښوته چمتووي اومخه یې ونیسي . ستاسوشاهدیاست چې په افغانستان اوپاکستان کی تېروڅوزلزلو اوپه ځانګړې توګه دخېبرپښتونخوادڅوورځومخکی راوتلوسېلابونوزمونږغمځپلي ورونه څومره وکړؤل اوڅومره ځاني اومالي تاوانونه ورته واوښتل . زه فکرکوم چې که چېرې داسې ورانوونکواوخونړیوسېلابونواوزلزلوته دپاکستان اوافغانستان حکومتي ادارو، شخصي اوخصوصي ادارواویاپخپله متاثیرشووخلکوهوښیارانه فکرکړې وې تدابیراوچمتووالې یې ورته درلودای ، ښایي دومره مالي اوځاني تاوانونه ورته نه وای اووښتي اوکه نورڅه نه وای نوانساني ژؤند خوبه بچ شؤې وې . داچې له یوې خوا په افت وهلوسیموکی دطبیعي پېښواوافتونوپه هکله اګاهي ، معلومات ، خبردارې اووسیلې کم وواویاخوله سره نه وواوله بلې خواغفلت هم و، نوځکه دخېبرپښتونخواپه ایالت کی تر(۲۰۰۰ ) زیاتوماشومانو ، ښځو ، جینکو ، سپين ږیرو ، رنځورانوخپل ژؤندله لاسه ورکړې دې . دغسې په زرګونو حیواناتو، په زرګونوجرېبه کرؤندو، زرګونومواصلاتي وسایلو، کورونو، تجارتي مارکیټونواوپه ټولیزه توګه یوپراخ چاپېریال ته داسې تاوانونه واوښتل اوتر(۴ ) میلیونوزیات خلک په یونه یوډؤل تاواني شول. ددي طبیعي ناورین دردناکی اغیزې به په افت ځپلوسیموکی ترډېروکلونوپاتی وي . څه چې وشؤل هغه ترډېره حده نشي جبران کیدای خوپوښتنه داده چې که خدای مه کړه داسې حادثې اوورسره افتونه بیاراشي نوڅه کؤل پکاردي ؟ هیله ده چې دالیکنه به ددې پېښواوافتونود ممکنوخطرونوسره مبارزې ته هوښیارذهنونه راوپاروي اودروانوویجاړیودبیارغون اودراتلونکوطبیعي افتونواوپېښودمخنیوي لپاره به اړینه اګاهي خپره اوزمونږتکړه مشران اوزلمیان به فکري اوتخنیکي نؤښتونواو ښواغېزمنولاروته لکه نوح علیه السلام وهڅوي . راځۍ چې ددې هدف لپاره داموضوع یوڅه وڅېړوواوفکرپکی وکړوو.


دیادؤلووړده چې اعتراف وکړم چې زما په دې لیکنه کی به ډېرڅه نه وي واضح شوي اویابه نورزیات معلومات اومشورې موجودی وي خوزه چې څه لیکم ، دادهغویادښتونو اومشوروټولګه ده چې لوستونکي یوټاکلي هدف اومسئلې ته متوجه کوي اودخلاقیتونواونوښتونوالهام تری اخیستل کېدای شي
زه ددې څېړنې لپاره پېښې اوافتونه په دوه برخو بېلوم
مصنوعي پېښې اوافتونه دانسانانولخوارامنځته کیږي لکه جګړې ، یرغلونه ، ویجاړتیاوې ، دوښمنیانی ، تروریستي کړنې ، دبیالوژیکي اوکیمیاوي وسلوڅخه زېږېدلي اغېزې اواورونه اوله دې سببه اقتصادي غربتونه ، کړاوونه ، بدني اورواني رنځونه ، معیوبتیاوی ، کډوالي اوبې ځایه کېدنه
طبیعي پېښې اوافتونه دطبیعت له ځواک اوبدلونوڅخه رامنځته کیږي اوترډېره حده دانسان له مداخلې ازادوي خودنني تخنیکي اوساینسي پېرله ځواکمنتیا څخه ځينې ګومانونه هم شته چې وروسته به یې ولؤلۍ خوپه ټولیزه توګه طبیعي پېښې اوافتونه دانسان له ارادې اوواک څخه بهردي لکه سېلابونه ، طوفانونه ، زلزلې ، اوروونه ، وچکالیانې ، وباوې اوله دې کبله اقتصادي تاوانونه ، غربتونه ، بدني اورواني رنځونه ، ناروغتیاوی اومعیوبتیاوی
دواړوپېښواوافتونوقربانیان اوتاوانونه خؤرازیات دي خو له بده بخته دمصنوعي افتونواوپېښو بې ځنډه چلښت اوتاوانونو دافغانستان اوپاکستان وګړي ، په ځانګړی توګه پښتانه دخپل سیاسي ، کلتوري ، علمي اواقتصادي پرمختګ څخه تم کړي دي اوددوی دماشومانو په شمول یې ددوی کورنۍ هم په نامعلوم سرنؤشت اورواني کړاواخته کړي دي . له درې لسیزواوپه ځانګړې توګه له (۹) کالو راهیسې بې له ځنډه روانی پېښې، جګړې، دزروي، کیمیاوي اوبیالوژیکي توکواوؤسلواستعمالؤل هغه مصنوعي افتونه دي چې په شعوري توګه دانسانانولخواجوړشوي دي چې پای یې هم ناڅرګنددې اوځانګړي څاراوڅېړنې ته اړتیالري . زه اوس په دې هکله ډېرڅه نه لیکم اوپه دې هکله به انشاالله بېله لیکنه وکړم خوداوس لپاره دطبیعي حوادثو اوافتونوپه هکله اګاهي خپرؤل اړین دي . طبیعي پېښې اوورسره افتونه زیاتره په ناڅاپي توګه پېښېږي اوپه دې هکله دنړۍ په کتابخونواودانټرنیټ په جال کی ډېرمعلومات ترلاسه کېدای شي خو له بده بخته زمونږهیوادونه اوپه تېره پښتانه دنورونیمګړتیاوترڅنګ دسواداوپوهنې له نعمت څخه هم بې برخې دي نوځکه ترلیکنیزوښوؤنودشفاهي اګاهۍ اړتیازیاته لیدل کیږي. دطبیعي حوادثواوافتونودمخنیوي اودځان سره دمرستوهغه پرمختللي افزار، وسیلې اوتخنیکپوهنه چې په پرمختللوهیوادونوکی ورڅخه ګټه اخیستل کیږي ، دافغانستان اوپاکستان په ټولنوکی یې دتطبیق امکانات ډېرکم دي . زه کوښښ کوم چې زماپه دې لیکنه کی دهرهیواددترقۍ ، اقتصادي پياوړتیا، دزده کړواوسوادکچه ، ټولنیزجوړښتونه ، جغرافیاوي کتنې اواقلیمي بېلوالې په پام کی ونیسم اوددغه کچ برابربه لوستونکي پوهاوي ته راوبلم . ددې حقیقتونوپه درک غواړم داسې مرستندویوبدیلونوته دلوستونکوپام واړوم چې ددوی د ؤس اوپوهنیزپووړسره برابروي 

:مهمې پوښتنې 

سېلاب څه شې دې ؟
 زلزله څه شې دې ؟
 سېلابونه څه وخت راځي اوزلزلې کله کیږي ؟
 د سېلاب له راتګ څخه مخکی څه کؤل پکاردي ؟
 دسېلاب په جریان (منځ ) کی څه کؤل پکاردي ؟
 دسېلاب په پای کی څه بایدوشي ؟
 دشپې سېلابونوته څنګه تیارې ونیول شي اودورځې لخواهغوته څنګه ؟
 دسېلابونوعاجل مرستندویه اوضروري وسیلې اوموادکوم دي ؟
 دزلزلوڅخه پخواکومی اګاهۍ ته اړتیاوي ؟
 دزلزلې په جریان کی څه کؤل پکاروي ؟
 خپلې کورنۍ اوماشومانوته څنګه روزنه ورکړۍ چې دسېلابونواوزلزلوله خطرونوځانونه وساتي ؟


:طبیعي پېښې ، افتونه اوسببونه یې

که وړاندی می چې یادؤنه وکړه ، طبیعي پېښې اوورسره افتونه هغه ځواکمنې طبیعي پدیدې دي چې دانسان له واکه ازادی وي لکه بارانونه ، واورې ، سېلابونه ، طوفانونه ، زلزلې ، اورغؤرځوونکی چاودنې ، ګرمي ، یخني ، وچکالیانې ، اوله دې امله انساني ، نباتي اوحیواني رنځمنې وباوې . په افغانستان کی طبیعي پېښې دواورې له ښوئېدو، یخنۍ ،سختوبارانونو، سېلابونو، زلزلو، وچکالیواورنځونوڅخه رامنځته کیږي ؛ دغه رازپه پاکستان کی طبیعي پېښې اوافتونه هم د سېلابونو، زلزلو، ګرمۍ اووبایي رنځونوڅخه رامنځته کیږي چې ددواړوهیوادونودځمکنیز(جغرافیایي ) څرنګوالي اواقلیمونوپه نظرکی نیؤلوسره یې څېړنه مناسبه ده. افغانستان دکال څلورموسمونه لري ، زیاتره کرنیزې ځمکی یې دوه فصله کوي اواقلیم یې وچ، په اوړي کی تود اوپه ژمي کی سخت سوړوي خودپاکستان اقلیم نمداراوزیاتره تودوي؛ کرنیزی ځمکی یې څلورفصله کوي . دافغانستان په پرتله پاکستان ډېرشین دې اوخاوره یې دکرکیلې لپاره ډېره برابره ده خودافغانستان زیاتره ځمکی مټه ، کلکې، شګلنې ، کاڼيزې اوغرونه یې لغړي . دافغانستان په زیاتروسیموکی داوړي موسم له وچې تودې هوااودوړوسره مل وي ، په اوړي کی ډېرلږاویابیخي باران نه کیږي . که څه هم وئيل کیږي چې دافغانستان اقلیم دروغتیا لپاره مناسب دي خوددې سره سره دوړې اووچه هوادتنفسي جهاز، پوستکي اوسترګوروغتیا زیانمنوي. دداسې رنځونودمخنیوي یوه چاره دشنوونواوبوټوکرل دي . شنه ځنګلونه اوشنه فصلونه نه یواځې دچاپېریال هواپاکه ساتي بلکه دسېلابونواوزلزلوپه وخت کی دخاورواوډبرو(تیږو) دخؤئېدواوپه ځمکوکی دکندودجوړېدومخه هم نیسي . دخېبرپښتونخوااودافغانستان کنړ، نورستان اوپکتیازیاتره سیمې غرنۍ اوپه ځنګلونوپوښلې دي . دځانګړي فکرخبره داده چې زیاتره طبیعي اومصنوعي پېښې دپښتنوپه سیموکی رامنځته کیږي اومالي اوځاني تاوانونه اوقربانیانې یې په همدغوسیموکی زیاتی دي، که سړې تاریخي څېړنه هم وکړي ، وبه پوهیږي چې رښتیاهم هریرغل ، هرتېرې اوهره جګړه دپښتنوپه سیموکی رامنځته شؤي اوعمده علتونه یې په طبیعي ، جغرافیاوي ، جیالوژيکي ، سیاسي ، مذهبي ، کلتوري اواقتصادي موخواوچاپېریالونوکی موندل کیږي . دپښتنوژؤندخوهسې هم له هررنګ کړاوونوسره مل وي خوماپخپل ټول عمرکی کله دپښتنوپه سیموکی ددومره سختوسېلابونوخبرونه نه وواورېدلي لکه دااوس یې چې اورم . ددومره ډېروځاني تلفاتوپړه په چا اچؤل کېدای شي ؟ ښکاره خبره ده چې دالله تعالی پيداکړي طبیعت سره دانسان زوربرابرنه دې خوخدای انسان ته فکراوعلم ورکړې چې دخپلې ساتنې اوخپل ډاډمن چاپېریال دبدلؤلواوجوړؤلوتکنیک اووسیلې جوړی کړي . دتېروزلزلواواوسنیوسېلابونومالي اوځاني تاوانونه نشي جبران کېدې خودراتلونکوخطرونومخه په فردي اوټولنیزه اګاهۍ ، هوښيارتیا اوتدابیرونیول کېدې شي اوکه د ځینوخطرونومخنیوې ناممکن هم وي نوترډېره کچه یې تاوانونه راټيټېدای شي .
داڅه چې پېښ شؤل ، لومړني اواخرین نه دي اوسړې نشي وئيلې چې ګنې داسې طبیعي پېښې اوافتونه به بیا نه راځي ، په دې هکله اندېښنې ضرورشته خوایا هروګړې ، هرکور، هرکلې اوهره سیمه نوروداسې پېښواوافتونوته چمتوالې لري ؟ که بیاهم خلک هغسې اګاهي ، وسیلې اوچمتووالې نه لري لکه څنګه چې ښایي ، نوڅه پکاردي ؟ دامنم چې په تاواني شؤوسیموکی هغه وسیلې هم محدودی شؤي دي چې له پېښوپخواموجودی وې خوبیاهم له تېروترخوتجربواودشتوهوښياروککریوڅخه داهیله کېدې شي چې له خپلومحدودووسیلوڅخه دخپل کور، کلي ، ښاراوسیمې لپاره دژغورنې اومرستېنه باورېدونکې ځواک چمتوکړي . داچې دطبیعي پېښواوافتونورابطه دځمکې دکورې له اقلیم سره ده نومونږته په دې هکله یوڅه معلومات ترلاسه کؤل هم بې ګټې نه دي . یوچاپېریال په چاپېریال اغېزه کوي، دنړۍ دچاپېریال ساتنه زمونږپه سیمه ایزوډاډمنوچاپېریالونوولاړه ده ، یوکورنې چاپېریال دکلي په چاپېریال، دکلي هغه دښار، دښارهغه په سیمه اودسیمې هغه په نړۍ وال چاپېریال اغیزې کوي نوځکه دسیمه ایزاونړیوال چاپېریال په هکله یوڅه معلومات اواګاهي هم اړین دي چې سړې یې دامکان په صورت کی له انټرنیټ اوکتابخونوڅخه ترلاسه کؤلای شي . سړې بایدپه دې پوه اوخبرشي چې زمونږسیمې دنړۍ دهرګؤټ له طبیعي اومصنوعي بدلونونوڅخه اغېزمنې کیدای شي، که دهند، چین اوامریکافابریکې دځمکې د تودوخې یوه درجه لؤړه کړي ، معنا داچې دځمکې د ټولې کرې په اقلیم کی بدلون راولي اودابدلون زمونږدسیموپه اب وهواتاثیرغورځوي . دپاک ، سالم اوشین چاپېریال ګټې ډېرې زیاتې اوحیاتي دي چې دافغانستان اوپاکستان خلک په دې هکله پوره اګاهي نه لري 
نړۍ ډېرساینسپوهان فکرکوي چې دځمکې په اقلیم کی په تدریجي توګه بدلون رامنځته کیږي اوپه علتونویې هم غږیږي ؛ ځینې داسې خبرونه هم خپاره شوي دي چې دځمکې دکورې تودوخه یوه طبیعي پېښه نه ده بلکه پرمختللواومخ په ترقۍ هیوادونودخپل صنعت ، فابریکو، کارخانو، زروي تأسیساتواوترانسپورتي وسائيلودزهري ګيسونو، لوګیواوتودوخې له کبله چاپېریال اوهواته زیان رسېدلې دې، دځمکې اکسیجن یې دکاربن ډای اکسايډپه ډېرېدوزیانمن کړي دي اود ځمکی دکرې اقلیم دګرین هاوز(دښيښې هغه پوښلې ګرمه خونه چې بوټي ، سابه اوګلونه پکی کرل کیږي ) بڼه غؤره کړي . مایووخت یوتلوېزیوني پروګرام کوت چې دامریکادمتحدوایالتونودمینی سوټادایالت پخواني ګورنراودپهلوانۍ نامتولوبغاړي جېسي وینتوراپرمخ بیوه . نومؤړي دالاسکادایالت دیوه ساینسپوه ډاکټرسره دامریکادپټورازونوپه باره کی مرکه کؤله . ساینسپوه ووئيل چې دې په یوې داسې مؤسیسې کی کارکوي چې سروکاریې له اقلیم ، اب اوهواسره دې اوکه دوی وغواړي نودخپلې تکنالوژۍ په مټ دنړۍ په هرګؤټ کی اقلیم بدلولای شي یعنې باران ، ږلۍ ، واوره ، طوفان اووچکالي منځته راوړلای شي . له دې پخواکله چې داندونیشیا په ټاپوګانودسونامي په نوم بحري سېلاب ورغې اوپه زرګونوخلک اوکورونه یې تباه کړل نوډېروخلکوګمان کاوه چې داکارپه سمندرکی دامریکایي چاودنې له امله پېښ شوې دې ځکه چې چاودنه په سمندرکی دلویوډاروونکواوورانوونکوڅپوسبب شوه . داسې اوازې می هم اورېدلي دي چې په امریکاکی په کوم کنفرانس کی وړاندؤئینه (پيشبینی) شوېده چې په راتلونکولسوکالوکی به دپښتنوپه سیموخطرناکه وچکالي راشي چې پښتانه به ډېرزیانمن کړي اودسیمې پرېښودوته به اړشي . زه چې ځينواوسنیوتکنالوژيکي پرمختګونوته ګورم ، کله می رښتیا باورشي اووایم هسې نه چې داسې کارونه امریکایانویااروپایانونه وي کړي ځکه چې که سیاسي اوطبیعي حالات سره پرتله کړوونوټولې ناخوالې اوکړاوونه په پښتنواوددوی په سیموکی لیدل کیږي خوبیاچې دچین سېلابونو، دایسلېنډاورغؤرځوونکو څپو، دامریکاطوفانونو، دامریکادنیواورلین سېلاب اودټولې سیمې ډوپېدوته وګورم نوباورمی نه کیږي چې امریکایابل کوم هیوادبه دطبیعت دځواک مقابله وکؤلای شي . دمصنوعي افتونوپه هکله به داټولې خبرې څومره رښتیاوي ، زه یې نشم وئيلای خوبیاهم د اسې څه له امکانه لرې نه ښکاري
په ځمکپوهنیزه توګه افغانستان اوپاکستان هغه غرني هیوادوونه دي چې غرونه یې له ډبرو، شګو، منرالوونواوخاوروڅخه جوړدي . دهمالیاغرنیزځنځيرله نیپال څخه ترافغانستان پوری غزېدلې دې اودنړۍ ترټولولؤړې څوکې لکه دنيپال (ماونټ ایورست ) ، دګېل ګیت (کی ټو) اوداپامیر(تراجمیر) په همدغه ځنځيرکی دي . دادنړۍ ترټولولؤړغرونه دي چې هره څوکه یې دخوراپېړکنګل (ګلېشئیر) لمنې لري اوددغوهیوادونودستروسیندونوسرچینې دي چې ددغولؤړوغرونوپه دروکی بهیږي. که څه هم په غرنیزافغانستان اوخېبرپښتونخواکی هواراوپلن میدانونه شته خوپه ځانګړې توګه په افغانستان کی ددولتي اقتصادي پرمختیایي کمزوریو،غفلت ، سیاست اوجګړوله کبله بی ګټې پاتی شوي دي اودسیندونواوبه یې نوروهیوادونوته بهیږي . دکوکچې ، امو، فرخار، چاردرې اوهلمنددسیندونوپه اوبوپه میلیونونوجریبه شړې دښتې خړوبېدای شي خوله بده بدخته چېرې دې هغه حکومت چې داسې ملي پلانونه جوړاوبشپړکړي ؟ په هره توګه ، دغرونوپه درواو دسیندونوپه غاړوخلک اباددي ، دسیندونواوبه اودغرونوځنګلوونه ددوی دکورني اقتصاد مهمه برخه جوړوي چې په افغانستان کی دپکتیا، کنړاونوریستان ځنګلونه اوپه پاکستان کی دخېبرپښتونخوادچترال اوسوات اودکشمیرځنګلوونه دیادؤنې وړدي .
په خواشینۍ بایدیاده شي چې ددرې لسیزوتپل شؤوجګړودپښتنوپه سیموکی دنوروناورینونوترڅنګ دلرګومافیایي غلوته هم لاره هواره کړې چې دکنړ، نورستان اوپکتیادملي ځنګلونووني غؤڅې کړي او ځنګلوونه په بې رحمۍ نابودکړي . دې کاردسیمې په اقلیم اغېزه کړې اوتودوخه یې زیاته کړې ده . دونوڅخه خالي شوي غرونه اوس دیوعادي باران په وړاندی هم مقاومت نشي کولای ځکه چې دداسې غرونوخاوری دطبعي ډبرینولغړوغرونوپه پرتله پستې وي ، داوبوسره په اسانۍ ګډيږي اودرغړندوډبروسره توندسېلاب جوړوي چې دسیندونوپه غاړودکرنی د ځمکودخرابولوسبب کیږي . دلوړې څخه ځؤړې ته بهېدونکې سېلاب دزیات سرعت اوځواکمن فشارسره مل وي نوځکه په ډېره چټکۍ ترهوارومیدانونوپورې رسي اوهلته ډب کیږي . سیلابونه دغرونوترمنځ دروکی غؤڅوونکې وي خوپه هوارومیدانونوکی ډوبوونکې وي . کله چې له پاسه لاندې خواته بهیږي خپلی مخې ته موانع لمنځه وړي اوځينې چې دلېږدقابیلیت ولري له ځانه سره یې ترهغه ځایه وړي چې نورډب شي . دداسې حالت دمخنیوي لپاره دغرونوځنګلونه خوراحیاتي اواړین وي ځکه چې ونې اوجرړی یې دغرونودخاورواوډبرودخؤئيدومخه نیسي خوله بده بخته په دې اهمیت ځایي خلک نپوهیږي اوفاسدچارواکي دلرګیوپه تجارت کی خپلی شخصي ګټې ویني .
په ډب اوبوکی دانساني ژغورنې کاراسان وي اوځینې حیوانات هم کله دلامبوپه سبب ځانته نجات ورکوي خودسرعت سېلاب څخه ژغورل ډېرسخت وي ځکه چې داوبودبهېدوسرعت ، فشار، دخټو، ډبرواولرګیودخؤئېدو، تاوېدواوغؤرځېدوله امله زیاتره دمرستې مواقع اوهلی ځلې ناشونې شي . که ددې سره دځمکې دکورې اقلیم ته کتنه وکړوونوساینس پوهان اندېښنې لري چې دنړۍ تودوخه زیاته شوې ده اودابه دانتراکتیکادکنګلونواودهمالایااونوروغرونودکنګلونودویلې کېدوسبب شي اوله دې امله به سترسېلابونه جوړشي چې کرنیزې ځمکې به لمنځه یوسي ، دهوارومیدانونوځمکې به په ډنډونواوجهیلونوبدلی شي اودسمندرونواواقیانوسونوداوبوسطحه به لؤړه کړي اودڅښاک اوبه هم اغېزمنی کړي . رښتیا چې دژؤرې اندېښنې خبره هم ده چې که دهمالیا دغرونوکنګلونه ویلی شي نوورسره تړلي هیوادونه به له ستربشري ناورینونوسره مخ شي . ددې ناورینونواوخطرونوڅخه دنجات اودچاپېریال سره دمرستې دپاره څه کؤل پکاردي ؟
د پاکستان اوافغانستان لپاره مهمه خبره داده چې د راتلونکوطبیعي اومصنوعي پېښواوافتونودمخنیوي لپاره په خپلومنځونوکی دهمکارۍ، ټولنیزواګاهیواومسلکي پرسونل دروزنوتړونونه ولري، داړونده مسلکي اداروترڅنګ په فؤځ اوپولیسوکی دطبیعي پېښواوافا تودخطرونوسره دمبارزې اودبېړنیومرستولپاره ځانګړي مسلکي ټولګي ولري خوټول فؤځ اوپولیسوته هم په دې هکله اګاهي ورکړي اوچمتویې کړي . دغه رنګه عا م وګړي بایددولتي رحم اوکرم ته هم لاس ترځنې ناست نه وي ، بایددځان اوکورنۍ دژغورنې اوساتنې پوهه اواګاهي ترلاسه کړي . دعواموخلکوزده کړه ،پوهه او اګاهي دوی ته هغه هوښیارتیا، هغه وسیلې اوهغه ذهني اورواني سکون ورکوي چې دناڅاپي طبیعي افتونواوپېښوسره دمبارزې اودځان سره دمرستولپاره ډېرحیاتي اواړین دي . دوی په دې توګه ترډېره حده خپلواک اودځان سره دعاجلومرستوجوګه کېدې شي .


:دطبعي افتونودراتګ څخه مخکی چمتووالې :دزده کړې اوپوهنې سرچینې دادي

رسنیزې وسیلې لکه تلوېزیون ، رېډیو، ورځپاڼې اومجلې ، کتابونه اوکتابخونې ، انټرنیټ
اړونددولتي ، غېردولتي اوبهرنۍ ادارې اومؤسیسات ښؤنځۍ ، پوهنتونونه په خپلمنځي جرګوکی دباتجربه وګړومشؤرې


:کورنۍ اګاهي
چاپېریال جوړؤنه اوساتنه


چاپېریال هغه شیانواودهغوی اغېزوته وایي چې تاسویې له ځانه چاپېروینۍ اودهغوپه منځ کی اوسېدوته اړیاست لکه دبېلګې په توګه ستاسوکور، باغ ،ستاسوسیند، ستاسونهر، ویاله ، غر، سیمه ، ځنګل ، کارخانې اودهغه ځای اوبه اوهوا. تاسوټول هیله لرۍ چې په هراړخیزه توګه په ښه چاپېریال کی ځانته کورجوړکړۍ اوکوښښ کوۍ چې تاسودکورنه ګردچاپېریوښه ماحول ولرۍ خوزیاتره خلک دخپل کورڅخه وړاندی د خپل کلي ، ښاراوسیمې پاکوالې ، ښکلا، سموالې ، روغوالې ، ساتنه ، اسانوالې ، امن، جوړښت ، ګټؤرتوب اوداسې نورچې دګډچاپېریال جزونه دي ، په هکله یې زیات فکرنه کوي اوخپله دنده اومسؤلیت یې نه ګڼۍ ځکه په خپله خؤښه پکی ونډه هم نه اخلۍ . دااحساس کېدې شي دسېلاب په جریان کی درته پيداشي چې ستاسولارې ، سیندونه اوغرونه ستاسوپه ژؤنداوشتمنیوڅومره اغېزې لري اوڅومره ستاسوپاملرنې ته اړتیا لري چې له هغوی څخه په سمه اوفني توګه ګټه واخلۍ . یوخطرناک چاپېریال ستاسودوښمن کېدای شي اویوسالم اوډاډمن چاپېریال ستاسو ځانونه ، کورنۍ اوټولنه له رنځونواوکړاوونوڅخه ساتلې شۍ . چاپېریال هم په مادي لګښت جوړیږي اوهم په معنوي توګه ، مادي لګښت ستاسوپه کور، باغ ، کوڅه، سړک ، ښار، روغتون او ښؤنځي راځي اوپه معنوي توګه ددې شتمنیو دساتنې ، دمناسبې اوسمې کارؤنې احساس ستاسومعنوي مسؤلیتونه ټاکي . زمونږ پوهه ، علم ، تخنیک ، وسیلې ، هوښیارتیا، انصاف ، ګټورې فیصلې ، دمسؤلیت درک ، احساس ، ننګ ، اخلاق ، تهذیب ټول مادي اومعنوي ارزښتونه دي چې مونږورته اړتیالرووخوداټول شیان زده کړه اووسایل غواړي . مونږته خپل خدای دځان ساتنې امرکوي اواختیاریې راکړې چې دځانساتنې چلونه اووسایل ځانته پيداکړوو نوچېری چې ژؤندکوو، هلته باید دژؤندوسايل راسره وي کنه ژؤندبه موممکن نه وي . ددې په څنګ کی بایدومنوچې مونږانسانان په خپل چاپېریال کی یواځې نه یوبلکه زمونږسره کورني ، صحرایي ، ځمکني ، داوبواوالوتونکي حیوانات ، نباتات اوحشرات هم شته ، مونږهغوی ته ضرورت لروواوهغوی مونږته نومونږانسانان یواځې دچاپېریال برخه نه یوبلکه نورڅه هم شته چې زمونږپاملرنې ته اړتیالري .
دچاپېریال په جوړښت او ساتنه کی باغونه اوځنګلونه حیاتي اهمیت لري . ونې هواصافوي ، اکسیجن زیاتوي ، دسیمې ښکلازیاتوي ، مېوې ، لرګي اوسیوري یې ګټې رارسوي ، سسته ځمکه کلکه ساتي ، دسختوبارانونو، واورواوزلزلوپه سبب دغرونودډبرو(تيږو) اوخاورودخؤئېدومخه نیسي ، دنهرونواوویالوپولې اوغاړې له شړېدوساتي ، دسېلا بونودکندومخه نیسي اواوبه رڼې ساتي نوځکه پکارده چې خپلې سیمې اوغرونه په میوه لرونکواوشنډوونوشنه وساتل شي .
دنړۍ په هرهیوادکی دچاپېریال پېژندنې ، جوړؤنې ، ساتنې اوکارؤنې ترڅنګ دطبیعي پېښودخطرونواوددوی دمخنیوي دپاره دولتي اودښېګړیزونادولتي ادارواوسازمانونولخواپوهنیز، خبریزاومرستندوی پروګرامونه اوپلانونه جوړیږي اوپرخپل وخت پلي کیږي . په داسې پروګرامونوکی فردي ، فامیلي اوټولنیزې روزنې اوچمتوکؤنې هم شاملې وي . په افغانستان اوپاکستان کی که داسې ادارې اوسازمانونه هم شته خودمسلکي مهارتونواووسیلوله کبله غښتلي نه دي . په عوامي کلیواله سطحه مرستندویه اودژغورنې فعالیتونه زیاتره دپېښوپه جریان اویاله پېښوڅخه وروسته پېل کیږي . داسې ډېرکم لیدل کیږي چې دیوجومات (مسجد) یادښؤنځیوپه انګړونوکی په داسې مسائيلوخبری وشي اودطبیعي افتونوپروړاندی اګاهانه تیارې ولري . ترڅوچې یوڅه نه وي پېښ شؤي ، درداوتاوان یې عملا″ نه وي حس شؤې ترهغوهیڅوک مخکی له مخکی فکرنه کوي اوځان نه خبروي . په اضطراري اوعاجلوحالاتوکی دښه اواغېزمن تصمیم نیؤل خورا ډېرسخت وي ځکه چې له یوې خواعجله اودتصمیم لپاره لږوخت وي اوله بلې خواذهني اغتشاش ، ډار ، وارخطایي اواغېړتیا وي چې سړې سمه لاره ورکه کړي خوهغه چاته په عجله کی دتصمیم نیؤلواوناتوانۍ ستونځې نه ورمخته کیږي چې پخپله اودکورنۍ ټول غړي یې دخپل چاپېریال اوپه هغه کی د طبیعي افتونواوپېښوپه هکله اګاه اوهریویې دخپل ځان اونوروسره دژغورنې اومرستې دپاره چمتوکړې وي . لکه څنګه چې په پښتنې ټولنه کی دټولې کورنۍ دعایدلپاره یویادوه کارکوي ، په عاجلوحالاتوکی دژغورنې بوج هم په هماغه چابارشي چې دعایدمنبع وي . په داسې حالاتوکی هم دکو رنۍ دزیاتروغړوداذهنیت وي چې بایدهماغه سړې چې دکورنۍ ټولوغړوته درزق په ګټلوپړوي بایدپه عاجلوحالاتوکی هم هرڅه په غاړه واخلي چې په زیاترومواردوکی امکان نه لري اونتیجې یې دتلفاتواوتاوانونوسره ملګرې وي . داسې ذهنیت باید د پوهنې اوګټؤرې اګاهي په مرسته بدل شي دعاجلوحالاتوپه وخت کی دکورمشریاهغه څوک چې دطبیعي پېښواوافتونوپه هکله سم معلومات لري ، باید خپلې مېرمنې ، لوڼواوزامنو، خوېندو، ورونواوخپلوانوته دزلزلې او سېلاب په هکله دهغوی دپوهې په کچ اسانه اګاهي ورکړي اوهغوی دځان سره دمرستې خپلواک ماهرکړي . دکورنۍ اوکلي خلک بایدلږترلږه دومره معلومات ولري چې 
 دمرستې اونجات وسیلې کومی دي ؟
اياتاسو په خپل کورکی هغه وسائيل لرۍ چې په سېلاب کی ژؤندژغورلای شي ؟
 دزلزلې دلومړۍ جټکې په وخت کی څه پکاردي چې ددېوالونواوچت دراغؤرځېدوپه صورت کی دژوبلېدواووژل کېدواحتمال کم کړي ؟
 په داسې حالاتوکی کورنۍ اوانفرادي خلک څه ته اړتیالري ؟
یوې کورنۍ غړي دیوبل سره څنګه مرسته کؤلای شي ؟
 دکورنۍ هرغړې څنګه کؤلای شي چې په سېلاب اویازلزله کی دخپلوغلطیانومخه
ونیسي اودنوروغړودتاوان اوتلفاتوسبب نه شي ؟
 دسېلاب ځپلوخلکوخپلې دندې کومی دي اوسرکاري اوخېراتي مرستې په څه شکل وي ؟
 په سېلابونواوزلزلوکی محفوظ ځایونه کوم وي ؟
 په سېلابي اوبوکی څنګه لامبواوکوښښ وکړای شي ترڅویاغاړې ته ووځي اویاپه داسې شي پوری ونښلي چې نه ډوبیږي ؟
 کوم شیان دډوبېدوقابیلیت لري اوکوم څيزونه اوبه نه ډوبوي ؟
 که تېزوبهیدونکواوبواخیستي یاست څنګه دځان ژغورنې وسیلې لټؤلای شۍ ؟
 ایاچغې وهل درسره مرسته کؤلای شي ؟
 که ناڅاپه زلزله شي نوپه کور، بهر، غره ، موټر، په اس اوښ اوخرسپاره خلک باید څه وکړي ؟
 په تنګه کوڅه اوبازارکی څه کؤل پکاردي اودداسې نوروپوښتنواوځوابونومطرح کؤل دکورنۍ دغړوداګاهۍ اوذهني روزنې اوچمتوالي سره مرسته کوي . هغه خلک چې سوادلري ، رسنیو،کتابخونواوانټرنیټ ته لاسرسې لري ، دمعلوماتوپه حاصلولوکؤلای شي دنوروسره مرسته وکړي
 
الف : دسېلاب دخطرونودمخنیوي کورني اوکلیوال پلانونه


دکورنۍ لویواووړواوپه ځانګړې توګه دښؤنځيوشاګردانوته باید ورزده کړل شي چې په عاجلو، خطرناکواواضطراري حالاتوکی چې دسېلابونواوزلزلوپه سبب رامنځته کیږي ، څنګه خپل ځانونه ژغورلای شي اوڅنګه دخپلوکورونودغړوسره مرستې کؤلای شي ؟ ددې دپاره چې دښؤنځیوشاګردان دطبیعي پېښواوافتونوپه هکله اګاهي اوجمتووالې پيداکړي ، بایدتعلیمي ادارې یوداسې ښؤونیزپروګرام جوړکړي چې شاګردانوته دپوهې ترڅنګ جرأت هم ورکړي ترڅودځانونواونوروسره دډاډمنومرستوجوګه شي . ددې ترڅنګ دسېلابي تلفاتواوتاوانونودمخنیوي دپاره بایدهره کورنۍ خپل پلان اودکلي اویاکلواوښارونوپه سطحه ګډ ټولنیزپلانونه جوړکړي . په دې پلانونوکی لږترلږه داتوکي شامل وي :

 کورني اوکلیوال مرستندوی ټيمونه جوړول اوهغوی ته دندې ورسپارل


 دڅار- خبر- رابطې ټيم


 دژغورنې اومرستووسائيل ، افزاراوتوکي برابرول


:له سېلاب څخه مخکی چمتووالې 

۰ سېلابونه اوزلزلې نه یواځې مالي اوځاني تلفات اوتاوانونه پېښوي بلکه ستاسوچاپېریال لمنځه هم وړي اوبدلوي یې . بې له مطمئين چاپېریال څخه ژؤنددکړاوونواورنځونوسره مخ کیږي اوتاسواړکیږۍ چې خپل چاپېریال بیاورغوۍ نوددې لپاره چې دبیارغؤنې کړاوونه موکم کړي یابیخي لمنځه وړي وي ، له طبیعي پېښوڅخه مخکی ځانته ډاډمن ، اسان ، ګټؤراوصحتمندچاپېریال جوړکړۍ
په افغانستان اوخېبرپښتونخواکی سېلابونه له غرونواولؤړوڅخه د رابهیږي اوله سیندونواوخؤړونوسره یوځای کیږي اوپه ځؤړه هوارواوژؤرومیدانونواوځمکوته بهیږي ، زیاتره سېلابونه دسیندونواوخؤړونوترڅنګ وي اوپه سیندونوکی داوبودزیاتوالي له امله اضافي اوبه دسیندونوپه غاړواوړي، سېلابونه اود بهېدونوری نوې لارې جوړوي خوکله ناکله داوبودستروبندونودشړېدوله کبله هم ناڅاپي سېلابونه رامنځته کېدای شي چې ډېرمالي اوځاني تاوانونه ورسره وي . دکمزوري سېلاب اوبه هم بایدله پامه ونه غورځؤل شي ځکه چې د(۲) فوټوپه ژؤروالي تېزې اوبه هم دسپرلۍ موټروړلای شي ، دغرونودمنځ سېلابونه ډېرفشاراوځواک لري ، دهوارې سېلابونه یاډب وي اویایې دبهېدوسرعت کم وي خواوبه یې ژؤرې وي ، دسېلابي اوبواندازه اودبهېدووخت یې داورښت په اندازه اووخت پوری تړلي وي ، دشپې په تورتم اودورځې په رڼاکی پېښېدې شي ، دلویوډبرو،شګو، خټو، که غرونه ونې ولري اویادلرګیوکورونه یې وړي وي نود لرګیوسره په ډېره توندۍ بهیږي . په داسې حالتونوکی دمرستواونجات دولتي ، کورني اوکلیوالي پلانونه مؤثررول لوبولې شي اودمالي اوځاني تاوانونوکچه ټيټه ساتي
هېردې نه وي چې په سېلابونوکی ترټولوزیات ځاني تلفات هغوکورنیوته اوړي چې ناخبره وي ، دسېلابونواوافتونودراتګ په هکله معلومات نه لري اونه پوهیږي چې څنګه پروخت خپلو ځانونو، حیواناتو اوشتمنیوته نجات ورکړي . که خلک دخپلی سیمې دابوهواپه هکله مخکینۍ اګاهي اوپوهه ونه لري ، یادسختواورښتونوپه جریان کی غفلت وکړي ، دورېځو، باداوباران سم اټکل نشي کؤلای اویانپوهیږي چې څنګه یې وکړي ، دهواحالات اوخبرونه درسنیوله لاری نه وررسیږي اویایې دهوادخرابوالي په وخت کی نه تعقیبوي ، تیاري اوچمتووالې ورته نه لري ، دمرستواونجات وسیلې نه لري ، کورونه اوکلي یې دسېلابي درومخې ته اویادسېلابي خؤړونواوسیندونوپه څنډوجوړکړي وي ، دسېلابونوڅخه دتېښتې لاری یانه لري اویاورته مخکی له مخکی نه وي معلومی ، مواسلاتي لاری نه لري ، دشپې په تیاره کی پری سېلاب راشي، دسیندونواوخؤړونودټکرځای ته نیږدې وي ، سېلاب ، طوفان اوزلزلې سره په یووخت یوځای شي، داسې خلک په لومړي کتارکی ځپل کیږي نوځکه مهمه ده چې خپلوکورنیواودخپل کلي خلکوته هم اګاهي ورکړۍ اوهم دژغورنې پلان ورته جوړکړۍ اوهغوی د سېلابونودراتګ څخه مخکی تدابیرو، دسېلابونوپه منځ کی اوله سېلاب څخه په وروسته مسائيلواووسایلواګاه کړۍ ، په ذهني اوجسماني توګه یې دممکنوخطرونودمخنیوي ، دځان ژغورنې عاجلواومؤثروطریقو ، لارو اودساده وسائيلوکارؤلو ته چمتوکړۍ .


دسېلاب څخه دژغورنې پلان جوړؤل اوپه پلان کی لومړۍ ، دوهمې اودریمې مرستندویه کړنې تعینول یعنې څه شي ته لومړېتوب ورکړشي ؟ څه بایدپه دوهم ګام اوپه وروستیوکړنوکی شامل وي ؟ په دې لومړیتوبونوکی بایدهرڅه دتېروترخوتجربوپه نظرکی نیؤلوسره اوله هغوڅخه دحاصلی شوې زده کړې په تخنیک پېل شوي عملي پلانونه په اسان ، ساده اوعامفهمه توګه رامنځته شي اواوږدعمرورکړشي ځکه چې داهغه څه نه دي چې یوځل اوپه یووخت پېښيږي بلکې ترڅوچې ژؤندوي ، داسې تدابیروته به اړتیاوي. ښه به داوي چې داسې پوهنې ، تجربې اوتدابیرراتلونکونسلونوته ولېږدؤل شي اوهغوی ورته لانوره وده ورکړي


دپلان سره سم باید په بدن غښتلوسړواوځوانان څخه بېړني مرستندویه ټيمونه جوړشي ،دندې ورته وټاکل شي اومخکې له مخکې دطبیعي حوادثوسره دمبارزې په پوهې اوځواک چمتوشي
له سین ږیرواوپه بدن کمزوروځوانانوڅخه بایددماشومانو، ښځو، رنځورانواومعیوبینودتجموع اونجات په ځایونوکی دڅاراوڅوکیدارۍ ټيمونه جوړشي ، دوی کؤلای شي چې دخبرونواورابطودندې هم پرمخ بوځي خوددوی نه علاوه دڅارتکړه اوتجربه لرونکی ډلې بایددسیندونواوسېلابونوددواړولوریواویاله سېلاب څخه ګردچاپېرڅارنه وکړي ، د اوبولؤړوالې ، سرعت ، ترکیب ،احتمالي خرابتیا اوځاني ډوبېدلوپه هکله دفعالومرستندویوټيمونو، اړؤندوادارواودرسنیوترمنځ معلوماتي نيټؤرک رامنځته شي اودخطرسره مخامخ خلکوته پروخت خبراومشورې ورکړي اودټولولوریوسره بېړنۍ رابطې تړلې اونه غؤڅېدونکی وساتي . داګاهۍ ، زده کړواودخطرونوداټکل په مټ دماشومانوپه شمول خپله ټوله کورنۍ اودټول کلي خلک چمتوکؤلای شۍ ترڅودطبیعي پېښواوافتونوله خطره خپل ځانونه ، حیوانات اوشتمني وژغورلای شي . دسېلاب دراتګ اټکل دزلزلې په پرتله اسان وي اودژغورنې کارونه دشدیدوبارانونوله دوام څخه پېل کېدې شي
۰ دعاجلومرستووسائيل تهیه اوچمتوکؤل دپلان بله مهمه برخه ده چې هم په کورني ، هم په کلیواله اوهم په سیمه ایزه توګه عملي کېدې شي . په سېلابونوکی دعاجلوژغورنواومرستووسائيل ، افزاراوتوکي (وړې کیشتۍ ، لرګي خوکه دباڼس پېړې ډاګې اودسفېداربشونه وي ښه به وي ځکه چې سپک وي اودلېږدلپاره اسان وي ، ګووډي ، شنازونه ، جالې ، پړي ، رسۍ ( بوریانې ، جوالونه او کڅوړې بایدیواځې دګواوخاورودډکؤلولپاره وکارول شي ) دبیټریولاسي برقونه ، دموټرودټایرونوربړي ټيوبونه ، بېلچې ، داهسال ، سردرد، تبې اوزخمونودپاره دعاجلوطبي مرستوبکس اویاکڅوړه)
۰ غؤره به داوي چې دسېلاب له راتګ څخه مخکی ځانونه ډاډمنولؤړوځایونوته وباسۍ خوکه ناڅاپې په اوبوکی ایسارشوي یاست او په کورنۍ کی موځوانان وي نوهغوی ته دنده ورکړۍ چې په لومړي ګام کی ماشومان ، ښځې، معیوبین اورنځوران محفوظ اوبې خطره ځای ته وباسي ، ورپسې که امکان ونوخپل خوراکي مواددخپلوحیواناتوپه شاګانوپوری وتړي اوحيوانات محفوظ ځای ته وباسي
خپل قیمتي اسناداوپيسې په داسې ځای کی وساتۍ چې دعاجلوحالاتواوتادۍ په وخت کی په اسانۍ پيدااوله ځانه سره ولېږدول شي هیردی نشي چې خپل اسناداوپيسې په پلاستیکي کڅوړوکی واچوۍ اوپه داسې صندوقچه ، چرمي ګوډي ، ټيوب یاغړانګي کدوکی کیږدۍ چې اوبه نشي ورننوتلای اودتادۍ په وخت کی درڅخه نه ورکیږي

دخبرتیا اواګاهۍ دنده بایددډله ایزودولتي اونا دولتي رسنیواواړؤنده ادارولخواسرته ورسیږي دافغانستان اوخېبرپښتونخوا په څېرغرنیو سیمو لپاره داوبواوهوادڅارفعاله اومسلکي ادارې رامنځته شي اوڅلرویشت ساعته دسیمې تودوخه ، ساړه، نمي ، وریځې ، بادونه او هواوڅاري اوپر وخت درېډ یوګا نواونورومېډیاوله لارې دسیمې خلک خبرکړي ، دغه رازداوبواوهوادحالاتوپه هکله دنوروهیوادونواودهغوی دسیستمونوسره په اړیکوکی وي اودزیاتواورښتونواوسېلابونوپه موسمونوکی له هغوی څخه دهوادحالاتوپه هکله مرسته وغواړي. دیادؤنې وړده چې حکومت باید د وګړپوهنې ، دحادثاتوسره دمبارزې دمسلکي پرسونل دروزنې ، دبېړنیومرستودبانکونود جوړؤلو، دبېړنیومرستودانسجام اودسرپناه لپاره پلانونه ادارې ولري اوکه نه وي بایدجوړې یې کړي

د سېلاب په جریان (منځ) کی څه بایدوشي ؟

داهغه سخته اوستونځمنه مرحله ده چې سړې په سېلاب کی ایسارشي اودوتلواونجات هلې ځلې کوي . دنجات هلې ځلې هغه وخت ډېرې ستونځمنې شي چې سړې دخپلې کورنۍ اوبچوسره په خپل کورکی اویادسېلاب په اوبوکی دشپې لخواایسارشي . په داسې حالاتوکی سړې هم روحیات بایلي اوهم دکورنۍ غړي تلف کیږي په تېره واړه ماشومان اوښځې دخپل ځان سره مرستې نشي کؤلای اوله حده زیات ډاریږي ، هغوی ته تسلي ورکول اوسمه لارښؤونه ورته کول دهغوی روحیات قوي کوي اودلارښؤونوسره برابرعمل کوي . داوبودسطحې ډېرجګېدل ، غفلت ، درسنیواوحکومتي اداروپه تېره داب وهوااوطبیعي پېښودڅارنې دادارودلټۍ اوغفلت له کبله لوی ناورینونه هم رامنځته کېدې شي ، داوبوپه بندونواوسیندونوداوبوزیات فشاراوبوج دسېلابونودجوړېدوسبب هم کېدای شي . مونږولیدل چې د بارانونودزیات اورښت ، دحکومتي اړوندوادارودبې غؤرۍ ، دخلکو دبې وسي اوپه خلکوکی دتنظیمي نشتوالي ، ناخبرۍ ، داستوګنې نامناسب چاپېریال اودوسیلودکمښت له امله په خېبرپښتونخواکی په زرګونوانسانانوخپل ژؤنداوشتمني له لاسه ورکړه ، په پاکستان کی (۱۴) میلیونه وګړي دسېلابونو په سبب تاواني اواغېزمن شوي دي . که چېرې له پېښې څخه پخوا مناسبه اګاهي اوسازمان ورکؤونه موجودوای شاید ځاني تلفات ډېرکم شوي وای اویانه وای . دغه رنګه به ترډېره کچه دحیواناتوژؤندهم ژغورل شوې وای اوترډېره حده به شتمنۍ ، کورني اودبازارونوخوراکي توکي هم نه ضایع کېدل .


په افغانستان کی هم دسیلابونوپه راتګ په زرګونوخلکوخپل کورونه اوشتمنیانې له لاسه ورکړل خوله نیکه مرغه ځاني تلفات یې دومره درانه نه وولکه دلرې پښتونخواپه څېر. ددې علت شایدداهم وي چې په افغانستان کی سېلابونه دورځې په رڼاکی پېښ شوي وي خوپه لره پښتونخواکی دشپې توره تیاره هم دزیاتوتلفاتواوتاوانونوسبب وه . داچې دسېلابوبونودراتګ تروخته دومره فرصت وي چې سړې خپله کورنۍ اوماشومان یومحفوظ ځای ته ورسوي ، غفلت اوناخبري به د ځانمرګۍ معناولري. هغه خلک چې دسیلابي خطرونومخته مېشت وي ، هغوی بایددسختوبارانونوپه وخت کی پروخت دخپلوبچو، حیواناتواوضروري خوراکي موادودژغورنې تابیا وکړي اوپروخت دې دورځې په رڼاکی ځانونه محفوظوځایونوته ورسوي خوکه بیاهم د کومو علتونوله کبله سړې په خپل کورکی بندپاتی شي اویااوبوپرسراخیستې وي ، څه بایدوکړي چې ژؤندې پاتې شي ؟ په دې هکله څومشورې :


لومړې شې چې ستاسو، ستاسودکورنۍ دغړو اودکلیوالوسره مرسته کولای شي ، هغه قوی روحیات ، هوښیاري ، ښه تدبیرونه اوداتفاق احساس دي . په داسې ټولیزغم اوسخت وخت کی بایدخپلمنځي دوښمنیانې ، کرکې ، کینې ، رخې اوعقیدې هېرې کړای شي اودانساني عاطفې اومسؤلیتونوپربنسټ یودبل مرستی ته ورودانګي . ددارنګه فکرونوپرځای دتدابیرواوژغورنو ګټؤرفکرونه پکاردي ، له ځانه داسې پوښتنې پکاردي چې که د ناڅاپي سېلاب په وخت کی دخپلې کورنۍ دغړودنجات لپاره کیشتۍ نه وي ، دموټرربړي ټيوب نه وي اولامبوزن هم نه یاست نوڅه به کوۍ ؟ که تاسودچامرستوته اړنه یاست مګرګاونډي یاکلیوال موشدیده اړتیالري ، تاسوته به خپل وجدان څه هدایت درکړي ؟ واضح ده چې مسؤلیت درک کوۍ ، احساس موراپاریږي اوکومک ته مټې رانغاړۍ اوپه خپل واک کی له موجود وسيلوڅخه استفاده کوۍ . هغه وسیلې ښایي کیشتۍ وي ، لرګي وي ، باڼسونه وي ، کټونه به وي ، بېلچې ، پړي ، رسۍ ، المونیمي منګوټي ، غټ ميسي دېګونه ، داوبوکولرونه ،لاسي برقونه ، غړانګي کدوان اودڅرمنې ګوډي به وي چې کؤلای شۍ یوه جاله تری جوړه کړۍ اودخپلی یادبلې کورنۍ غړي له ډوبېدوڅخه وژغورۍ اویوې محفوظې غاړې ته یې وباسۍ . که په خپلوقلاګانوکی بندیاست اودتېښتې نوری لارې موبندی وي ، نوکوښښ وکړۍ چې لومړې خپل واړه ماشومان اودکورښځینه غړي دهغې کوټې بام ته وخېژوۍ چې دیوالونه یې پېړاوکلک وي . خپل حیوانات په قلاکی ایله پرېږدۍ ، که په کوټوکی بندوي یا مېخونواومؤګوته تړلي وي ، خوشې یې کړۍ ځکه چې ځينې حیوانات لامبووهي اوځان له اوبوڅخه باسي . ښځينه غړوته هدایت وکړۍ چې دلامبوپه صورت کی دخپل پړوني په غم کی نه وي اوله غړیویې تاونشي په ځانګړې توګه دشپې په تیاره کی . که کټ یا دلرګوتخت ولرۍ نوهغه هم ورسره وخېژوۍ دکټ یاتخت پښې پورته کړې ، دڅواوږدوبشونوپرسریې وتړۍ ترڅودیوې جالې شکل ونیسي اودعاجلوپورېؤتودپاره پکی کښېنۍ خوغلې دانې ، بړستنې، پسوونه ، بزې (ووزې ) اونورهغه څيزونه چې دډوبېدوخطرزیاتوي ، دخپلې کورنۍ دغړوسره په جاله کی مه اخلۍ ، واړه ماشومان اوښځې بایدپه منځ کی وي ، نارینه دجالې په یواوبل سرکی وي اوداوږدولکړواویابېلچوپه ذریعه خپله جاله لکه کشتۍ داوبوغاړې ته رهنمایي اوټېلوهي . پام کوۍ په غېرمحفوظ اوتنهاکټ اوتخت کی کورنۍ اوماشومان مه کښېنوۍ ، هیڅکله ښځې اوماشومان په سېلاب کی یواځې مه پرېږدۍ . که دموټردټایرونوټيوبونه وي نویوقوي اولوی کټ پرې په ټينګوپړوکلک وتړۍ اوجاله تری جوړه کړۍ که ټيوبونه نه وي نودلرګوپه پېړوبشونوچې پوستکي پوری نه وي نښتي ، خپل کټ اویاتخت په پړواورسیوکلک وتړۍ اوچې ښه مطمئن شۍ چې دماتېدواولرګي یوله بله دبېلېدوخطرنه لري نوورباندی سپاره شۍ که رسۍ اوپړي نه وي ، له خپلو څادرونوڅخه استفاده وکړۍ اودلرګو، یواوبل سراومنځ پری کلک وتړۍ ، که دانه وي له میسي اوالمونیمومنګوټوڅخه هم جاله جوړولای شۍ اوهم یې په انفرادي توګه په داسې حال کی چې خوله یې پورته وي یوربړاویاڅرمن موپرخوله ورتړلي وي ، دلامبولپاره کارولای شۍ ، که داهم نه وي اواوبوپرسراخیستي یاست نوترڅوموچې وس رسیږي ، لامبووهۍ ، لاسونه اوپښې وهۍ ترڅوډوب نشۍ خوکه کوم لرګې موترڅنګ اوبوراوړې وي نوکوښښ وکړۍ اوورپوری ونښلۍ اوبیاهلې ځلې کوۍ چې کومې وچې غاړې ته ځان وباسۍ . که په اوبوکی روان لرګي نه وي اویوسترکمرولاړوي نوکه په اطمنان دورختلوچاره وي ، ښه کنه دکمربلې خواته داوبوغولۍ جوړیږي چې دډؤبېدواوپه اوبوکی دډېروخت دتاوېدوخطرلري ، دغه رازنورې پاملرنې ته هم اړتیاده ځکه چې دکمرسره ټکربه هم ځاني خطرزیات کړي . که مخې ته موولاړې ونې وي ، یوه دچناروي بله دتوت خودواړه پوره لؤړې وي، غؤره به دتوت ونه وي چې وروخېژۍ ځکه چې دتوت ونه ډېرې اوږدې، کلکې جرړې لري ا ودتاوېدوقابیلیت هم لري چې په سېلاب کی یې جرړې ژرنه ووځي خوچناربیا دومره پياوړې جرړې نه لري اوډېرژرماتیږي . که رڼا ورځ وي نوونې ته موقتي ختل به درته دساه اخیستو، دچغواودخپل خواوشاڅارنې موقع درکړي چې ، یومطمئن رؤاوګودرته ځان څنګه وربرابرؤلې شۍ اود یوې ښې فیصلې موقع به هم درکړي خوکه تیاره شپه وي نوتاسوته دمرستې لپاره دچغوموقع درکوي اوکه نیږدې څوک یې واوري اویا په اوبوکی کومه کیشتۍ چاروانه کړي وي نوستاسوسره به مرسته وکړي . که دتېزوبهیدونکواوبوپه منځ کی یاست ،کوښښ کوۍ چې غاړې ته ؤوځۍ ، دساه اخیستوپه وخت کی کوښښ وکړۍ چې خټې اوشګې تېری نه کړۍ . دسېلاب داوبوپه منځ کی که څه هم دنجات تلاش ډېرسخت وي خوسره له دې دخپل ژؤنددژغورلولپاره سړې هرڅه ته لاس اچوي نوپه داسې حالت کی ډېره توجه اوهوښيارتیاپکاروي . دسېلاب سره شایدماران اونورخځنده هم وي چې انسان ته پدغه وخت کی ضرررسولې شي نوپه دې هکله هم سړې بایدبې غوري ونه کړي . که تاسودتوندبهېدونکي سېلاب پرغاړه ولاړیاست اویوماشوم یایوه ښځه اوبوله ځانه سره اخیستي وي ، تماشه یې مه کوۍ بلکه کوښښ وکړۍ دلرګو، پړو، جالو، دسرلونګیواونوروممکنووسیلوپه ذریعه یې وژغورۍ ، ډاډورکړۍ چې مرسته ورسره کوۍ خوستاسوهدایت ته بایدپام وکړي اوتاسوورته لارښؤونه کؤۍ ، که تاسوتکړه لامبوزن یاست اوورپسې اوبوته وردانګۍ نولومړې دخپل ځان ساتنې ته پام وکړۍ ، هیڅکله دپاڼ ، پل اوبام څخه سېلابي اوبوته مه دانګۍ ځکه چې کېدای شي په ډبرواولرګیوژوبل شۍ اویابېخوده شۍ خوکه بیاهم ځای برابراوپه ځان ډاډه یاست چې لاهوشوې انسان ژغورلای شۍ نودنجات په وخت کی به ورته وایاست چې ستاسوپه غړۍ اوپښوپوری ونه نښلي . دسېلابونوپه وخت کی دپلونواودخاورینوپاڼونوپرسرمه درېږۍ ، تل غوږنیسۍ چې څوک خوپه کوم ځای کی چغې نه وهي ، هغه ځای پيداکړۍ اودپوره احتاطي تدابروسره داړمنومرسته وکړۍ ، که دسېلاب اوبه کورته ننوتي وي نودکوربرېښنا اوبرېښنایي سویچونه مه کاروۍ اومه دبرق پایوته ورنیږدې کیږۍ ،که موټریاموټرې ولرۍ نومخکی له دې چې سېلاب راشي دخپلوالکترونیکي وسائیلو، ضروري خوراکي توکو، دڅښلوپاکواوبواودضروري جامواوکمپلوسره یې لؤړاومحفوظ ځای ته بوځۍ اوهلته یې ودروۍ . دبارانونوپه وخت کی بایددخپل موټرټانکۍ له تېلوډکه وساتۍ . دغسې دبارانونوپه وخت کی دتازه خبرونواودهواحالاتودپاره رادیو، تلوېزیون اوانټرنیټ ته ډېره توجه کوۍ

:دسېلاب له راتګ څخه وروسته کارونه


کله چې دباران اورښت ودریږي اودلؤړواوبه هوارومیدانونوته وبهیږي نوهغه ځمکې لاندی کړي اواوبه پری ډب شي چې ترټولوپه ژؤره ساحه کی پرتې وي . هغه کلي اوکورونه چې دډب اوبولاندی وي ، ترهغویې په هکله څه نشي کېدې ترڅوچې دسېلاب ډب اوبه وچې شوي نه وي اوترهغودوباره دورتګ شان هم نه وي ترڅوچې بیاونه رغؤل شي . دانتظاراوبیارغون پروسه هم ډېره اوږده وي . دمالي اوځاني تلفاتواوتاوانونوبشپړه اندازه هم له سېلاب څخه وروسته معلومیږي ، دبشري مرستولړۍ دسرپناه ، خؤړواوطبي مرستولپاره پېل کیږي اوهغه څوک چې کورونه یې په بشپړه توګه لمنځه تللي وي ، دنووکورونواونووځایونوپه فکرکیږي . سېلاب ځپلي خلک شایدهغه شتمنۍ بیاترلاسه نشي کړای چې دوی په سېلابونوکی له لاسه ورکړي وي . هغه څه چې ژؤندوخلکوته پاتې وي هغه ترخې تجربې وي چې هیڅوک یې بیاهیله نه کوي . سېلاب پخپله هغه لوی طبیعي افت دې چې دځان سره ضمني وباوې ، رنځونه اوکړاوونه زېږوي لکه بې کوري ، فقر، ناولتیا ، دکولرا اوامیبي اهسالونو اوپېچشونووبا، ملاریا ، زېړې (هیپيټایټس) اونورورسره ساري امراض . دسېلاب له وروستنیوناورینونواووباودمخنیوي لپاره بایدپه خؤړو، څښو، اغوستواوداوسېدودځایونوپه صفایي اوپاکوالي کی غؤراودقت ته ډېره زیاته اړتیاوي . دسېلاب اوبه دهررنګ ناولتیا اوجراسیموسره یوځای وي ، په خاصه توګه په هغووژونکوباکتریاو، مایکروبونواوجراسیموککړې وي چې په ناولو اوبوکی ژؤندکوي . دغسې ناولي سیندونه ، نهرونه ، ویالې ، کندې، داوبوناپاک نلونه ، پایپونه ، ډنډونه اوهرهغه شې چې ناولې اوککړې اوبه پکی جمع شوي وي ، دمختلفووایرسونودپيداکېدو، پالنې اوتکثرسرچینې وي . دوروسته پاتی هیوادونو په هغوسیموکی دکولرا، امیبي امراض اواهسالونه ، ملاریا، زېړي وباوې ډېرژرخپریږي چې سېلابونوځپلي وي، دڅښلودپاکواوبوسیستمونه نه لري ، داوبودساتنې اوڅارنې متخصصې ادارې نه لري درنځونودخطرونو اودوقایع په هکله معلومات او اګاهي نه لري اومجهزروغتونونه ، ډاکټران اودواوې هم یانه لري اویاډېرې کمی وي . داسې خلک دوقایع اهمیت نه پېژني اومتخصص ډاکټرته هغه وخت ورځي چې رنځ یې خطرناک پړاوته داخل شوې وي . دوی فکرکوي چې ګنې درنځ مخنیوې اولمنځه تلل ټول دډاکټرکاردې خوحقیقت دادې چې هرسړې بایددخپلې روغتیا څوکیداروي اودرنځونودحملوڅخه ځان وساتي اوپه دې پوه وي چې وقایع دډاکټردنده نه ده بلکه دهرسړي خپله دنده ده خوتشخیص اودرملنه دمتخصص ډاکټردنده ده . په افغانستان اوپاکستان کی دخلکوژؤندتل دساري امراضودخطرونوسره مخ وي خوپه پرمختللوهیوادونوکی ترډېره حده دساري امراضومخه نیول شوې ده اوتل ټولنې دروغتیایي څارلاندی وي . ددې عمده وجهه داده چې په وروسته پاتې هیوادونوکی دژؤندسطحه ، دژؤندشرایط اودژؤندوسائل محدوددي ، دکورنۍ شمېرزیات وي ، په یوه لوښي کی ګډخوراک وي ، خواړه یې ککړوي ، بسترې شریکی استعمالوي ، دڅښلواوبه یې ناپاکې وي اودرفع حاجت لپاره صحي ځایونه نه جوړوي ، په ځانګړی توګه په ښارونوکی لازم کانالیزاسیون اودتشنابونوصحي طریقې نه کارول کیږي . دافغانستان په ټولوښارونوکی دانسانانوفضوله موادد کوراوبازارونوکوڅوته وتلي وي ، دکورونواوکوڅوچاپېریال اوهوا یې ککړه کړي وي خوهیڅوک یې په هکله اندېښنه نه لري اوفکرنه کوي چې نه یواځې مهلک امراض له دغوچټلیوراپيداکیږي بلکه دژؤند کؤلویوه غېرمهذبه طریقه هم ده . په داسې هیوادونوکی دوقایع مهمې طریقې پاکوالې (نظافت) اوپرهېزدي . زه فکرنه کوم که دښؤنځيوشاګردان لا مایکروبونه ، باکتریاوې ، وائرسونه اوپروتوزواوپېژني نودهغو۷۰ فیصدوخلکوڅخه به ددې تمه څنګه وشي ؟ نویوه لنډه پېژندګلوي یې لازمه ګڼل کیږي :
Microbeمایکروب

هغه اورګانیزم چې په سترګونه لیدل کیږي خودمایکروسکوپ لاندی لیدل کېدې شي ، دمایکروب په نوم یادیږي لکه باکتریاوی ، ځينی فنګي چې ګنده بغل پيداکوي ، مایکوپلازما، پروتوزوا، ریکیټ سییې اووائرسونه

Bacteriaباکتریا

داجمع نوم دې اوځانګړي ته په طبي اصطلاح کی (باکتیریم) وایي .دمایکرواورګانیزمونویوګروپ دې چې ځانګړې حجروي جوړښت یې یوه څرګنده زروي پرده نه لري اودحیواناتواونباتاتودحجراتوپه پرتله ډېرساده اوابتدایي شکل دې چې ډېرانتي بیاتیک (انتی بیوتیک) یې دحجروپردېوال اغېزکوي اولمنځه یې وړي. باکتریاوی هرچېرې په هرڅه کی اوهرڅه پوری وي خوځينې یې په ځمکه ، اوبواوهواکی وي اوځينې نوری دانسانانو، حیواناتواونباتاتوپاراسایټس (پرازیت ) وي . ډېری پارازیتي باکتریاوی خپل کوربه ته زیان نه رسوي خوځينې یې زهریات تولیدوي چې دمختلفوامراضوسبب کیږي . ددې لپاره اینډوټاکسین او ایکسوټاکسین مطالعه کړۍ

 
Virusوائرس

لکه زره یوډېروړوکی شکل دې چې نه ترعادي مایکروسکوپ لاندی لیدل کېدای شي اونه په فلترنیول کېدې شي خویواځې په ژؤندیوحجراتوکی شکل نیسي اودډېرومرضونوسبب کیږي لکه عام ذکام ، انفلوینزا، ننکۍ (چیچک) ، ایډز، زخې ،رابیس (هایدروفوبیا) په وائرس اخته سپي له داړلوڅخه انسان ته سرایت کوي ، میسلیس (دماشومانوبیماري )، میومپس (دمکتب دشاګردانوپه عمرکوچنیان نیسي)، پولیو(دروڼي ماشومان نیسي ) . انتي بیاتیک دوایا نی پری هیڅ تاثیرنه لري ، یواځې انتي وائرل دوایانې اوواکسین یې مخه نیولی شي

 
Mycoplasma مایکوپلازما

دمینوټ نه خؤځېدونکي ارګانیزم یوګروپ دې دحجرې کلک دیوال نه لري خومختلف ډؤلونه لري . دډېروپوهانولخوادابتدایي باکتریاپه نوم یادیږي. په دې ګروپ کی ځينې یې دغوایو، مېږواوووزو(بزو) د تنفسي جهازد سختې ناروغتیاسبب کیږي ، په اصطلاح دغوجل دحیواناتونمونیاده . یوه له دې مایکوپلازما نمونیا دانسانانودناروغۍ سبب کیږي .

 
Protozoa پروتوزوا

دمایکروسکوپي یوحجروی ارګانیزم یوګروپ دې چې ځينی پاراسایټ یې دانسانانودبیمارۍ سبب کیږي لکه د پلازموډيم ، لیشمانیا اوټرایپانوسوماپارازیت چې دملاریا، کالا- ازر اودویده کېدودناروغتیاسبب کیږي . په دې اړه امیبا هم مطالعه کړۍ
اسوته دمایکروبونو، باکتریاو، وایرسونوپه هکله څه معلومات درکړل شؤل اوکه څوک غواړي چې په دې هکله لازیاتې زده کړې وکړي نوبایدمایکروبیالوژي ولؤلي خوداچې ددې خطرناکوبیماروونکوارګانیزمونوسره څه ناڅه بلدشوۍ نوددوی دمخنیوي لپاردامشؤرې له پامه مه غؤرځوۍ 

که امکان ولري اودڅښلوپاکی اوبه له بلې سیمې یادرکه برابرېدای شي نو په سېلاب ځپلوسیموکی دڅاه ګانو، سیندونو، ویالو، حوضونو، ډنډونو، نلونواوپایپونواوبه ترهغوپوری بایدونه څښل شي ترڅوچې داوبودلابراتوارونواوماهرینولخواټسټ شوې اوپاکی شوې نه وي اوهغوی اجازه نه وي ورکړې ، خوداچې ددغسې هیوادونوبیروکراسي سیستمونه پخپله ستره اندېښنه ده نوکېدای شي چې خلک دومره زغم ونه لري چې ددغوادارواجازې ته تم شي نوپه داسې حالت کی دڅښلواوبه باید ښې وخوټکول (جوش) شي ترڅومختلف مایکروبونه (میکروبونه) اوباکتریاوي یې لمنځه ختم شي ، بیابایددچایویاسړواوبوپه شکل وڅکلای شي . دلته حیاتي خبره داده چې خلک بایدپخپله خپلی اودخپلوبچوروغتیا ته پام وکړي، ځانونه دسېلاب څخه په نوروخطرناکوناروغیوتلف اوتاواني نه کړي اوهغوی بایدپوه وي چې وبایي مرضونه ساري اوتباه کوونکي وي .

په سېلاب ځپلوسیموکی باید خامه سبزي ونه خؤړل شي لکه شنه پياز، دنیا، کاهو، ګندنه ، براقولي ، تره تېزک اوداسې نور

دسېلاب په اوبواوډنډونوکی خپل ماشومان لمباته مه پرېږدۍ اوکه کوم ماشوم پکی لوندشوې وي ډېرژریې په پاکواوبوپرېمینځۍ

حکومتي اودخېرښېګړومرستندویه ادارې بایدپه سېلاب ځپلوکلواوښارونوکی دواوپاشي ترڅودهغوحشراتواومیاشومخه ونیول شي چې په اوبوکی ژونداوخپل زیاتوالې کوي اوله ځانه سره امراض لېږدوي

تاسواوستاسوماشومان بایدهغوکوټو، خونواوتأسیساتوته وردننه نه شي چې برقي مزي پکی په ځمکه غورځېدلي وي ، په داسې حالت کی بایددسیمې مسؤلوبرقیانوڅخه مرسته وغوښتل شي

که کورموروغ پاتې وي خوټولوخونوته اوبه ورننوتې وي اودبرق مزي ، سویچونه اوتارونه هم روغ اوپرځای پاتې وي ، ټولو دېوالونو نم نه وي اخیستې نودخپلوخونوکړکۍ اودروازې خلاصې پرېږدۍ ترڅوهوایې بدله اوژروچ شي . کوښښ وکړۍ چې دخپلوخونوفرش (ځمکنې) ژرترژره له سېلابي اوبو، خټو، چکړواوشګوڅخه پاک اووچ کړۍ

هغه غلې دانې اونورخوراکي موادوغؤرځوۍ اوپه هیڅ صورت یې استعمال نه کړۍ چې دسېلاب اوبولاندی کړي اوککړکړي وي

دسېلاب څخه وروسته روغتیاته پاملرنه

په افغانستان اولره پښتونخواکی داسې سېلابي اودزلزلوپېښې له درنوتاونونواوافتونه سره ملګري وي اولکه څنګه موچې مخکې ورته ګؤته نیولې ، دځاني تلفاتواومالي تاوانونوعمده علتونه سخت بارانونه ، غرنۍ سیمې ، دځنګلونوختمول ، زیانمن چاپېریال ، غربت ، ناخبري اوحکومتي غفلتونه اونیمګړتیاوې دي .

کله چې سېلاب یازلزله تېره شي ، درانه ځاني اومالي تلفات اوزیانونه واړوي نوورسره نوررنځونه اوکړاوونه وزېږوي نوددې دپاره چې یوغم په بل غم بدل نشي اودالړۍ تراوږده وخته پوری دوام ونه کړي ، ترټولومهم اوحیاتي مسئله دڅښلودپاکواوبوده چې هم په دولتي سطحه اوهم په شخصي توګه غؤراوپاملرنه غواړي . دسېلاب سره دڅښلوداوبوزېرمې ککړې اوناولې شي ځکه چې سیلاب دټولومتاثرشؤوسیموانساني ، حیواني اونباتي ناولتیااوفضول موادله اوبوسره ګډکړي اوترهغوځایونویې ورسوي چې پخواپکی نه وواوپه هغوځایونوکی ډېریږي چې اوبه پکی ترډېره وخته ساتل کیږي لکه دپاکواوبوڅاګانې ، پایپونه ، نلونه ، حؤضونه ، کندې ، ډنډونه ، ویالې ، نهرونه اوژؤرې ځمکې . کله چې ناولې سېلابي اوبه په یوځای کی ډنډاویاډب شي نوهغومهلکوباکتریاو، حشراتواووایرسونوته دتکثراوتولیدموقع اوچاپېریال برابرکړي چې اصلا په اوبوکی ژؤندکوي . نوکه خدای مه کړه په سېلاب ځپلوسیموکی له سېلاب څخه وروسته رنځې وباوې خپرې شي نوځاني خطرونه اوتلفات به یې دسېلاب اوزلزلوله لومړیوپېښېدوڅخه زیات وي . ددې خطرونواورنځونوپېژندل اومخنیوي ډېرزیات مهم دي اوتاسوکؤلای شۍ په معلوماتواواګاهۍ خپل ځانونه ، کورنۍ ، بچیان ،خپلوان ، کلیوال اودوستان له اوږدورنځونواوکړاوونوڅخه وژغورۍ . په دې موخه دهغوامراضوپه هکله دلته خبردارې ورکؤل کیږي چې دسېلابونوله ککړواوناولواوبوڅخه راپيداکیږي

کولرا


Cholera

 وایبریوکولرې باکتریاVibrio Cholerae
دوړوکولمومصاب یا ناروغي دوایبریوکولرې باکتریا په سبب چې دسختوکانګواوناستې (اسهال ) سبب ګرځي اوله دې کبله درنځوردبدن اوبه ضایع کیږي. دبدن داوبوضایع کیدوته (دیهایدرېشن ) وایي

داوبایي ناروغي له ناپاکو، ککړوخواړو( غذا) اوناپاکوککړواوبوڅخه چې زیاتره وخت دسېلابونوله راتګ اودچاپېریال دککړتیا له امله دڅښلوپه اوبواوغذا کی دوایبریوکولرې باکتریا ګډیږي او په انسانانولګیږي اونښې یې دانسان په وجودکی له ۵-۱ ورځووروسته په ناڅاپي توګه دسخت اسهال اوکانګو(قی) په بڼه راښکاره کیږي چې دبدن اوبه اونورمایعات په خطرناکه توګه اغېزمنوي. که بې له ځنډه اوپروخت یې تداوي ونه شي نو دبدن داوبو ضایع کېدنه اودنورومایعاتوبې انډؤلي په ۲۴ ساعتونوکی دمرګ سبب کېدای شي .


دکولرادناروغۍ نښې

په خېټه کی برېښوونه

وچه خوله

ډېره تنده

وچ پوستکې

ډوغلې سترګې

په سترګوکی داوښکووچېدل

په بدن کی داوبوکمېدل

غېرعادي ستړیا اوخوبؤلتوب

کانګې (استفراق)

ناڅاپي هیزه (اهسال)

کمزورتیا

زړه بدوالې

دبدن داوبودضایع کېدلو (ډي هایدرېشن)له کبله دپختورګوناکاري، دځينویاټولوحجراتومړه کېدل په یوغړي کی ، شوک اوان مړینه منځ ته راځي


په عامه توګه د کولرامخنیوې اوتداوي

په لابراتواري معاینه کې یې د وینې کلچر اودغایطه موادوکلچرشامل دي ترڅوباکتریا وې معلومی شي

دکولراډېرخطرماشومانو(په تېره بیا له ۲ کالوڅخه دلږعمرماشومان ) زړوخلکو، ډنګروخلکو، له پخوا څخه رنځوروکسانواوحامله ښځوته وي نوداخته کېدوپه صورت کی ددې خلکودبدن اوبه ضایع کېدوته مه پرېږدۍ اوهرڅومره چې ژرکؤلای شۍ دلاندی جدولونوپه مرسته ورته په کورکی په پاکواوجوش شؤواوبواویا له درملتون څخه دځانګړومحلولونوتابیاوکړۍ اوپرته له غفلته دناروغانوژؤندوژغورۍ

د(۲) کالوڅخه دلږعمرماشومانوته بایدمېندې دسینې شوده (شیدې) جاري وساتي اوکه بوتلي شیدې کاروي نوبایدله ډېرغلیظ ، غؤړاوتېزابي نه وي. دروڼي ماشومان بایدبې له ځنډه صحیح ډاکټراویا روغتون ته ورسؤل شي که چېرې پرلپسې کانګې (استفراق ) کوي ، دماشوم سترګې ډوغلې شي ، په سترګوکی یې اوښکی وچې شي، متیازې یې کمې شي ، دبدن (۵ ) فیصده وزن کم کړي ، اهسال یې له وینې سره وي اوتبه یې
وي
 38.9° C

لویان بایدله هغه څښاک څخه پرهېزوکړي چې کېفین اوتیزابیت ولري لکه بوتلي شربتونه ، کافي ، چای ، دنارنج اومڼوجوس. ددې پرځای مالګینه سپينه شوروااویا پاکی فلترشؤې اوبه وڅښي . لویان بایدترهغواوبه اومحلول وکاروي چې تنده حس کوي اودتشومتیازورنګ یې زېړبخن شي



دکولراد وبا ، ناروغۍ ، باکتریا اوددې دخپرېدودمخنیوي لپاره ترهرڅه مهمه وګړنیزه اګاهي ده چې باید دحکومتي اوغېرحکومتي روغتیاپالوادارواوتربیه کوونکولخواپه عاموخلکوکی خپره شي خوډله ایزې رسنۍ اوغېردولتي ادارې اوسازمانونه هم کؤلای شي خلک دخپلې روغتیا اودرنځونودمخنیوي په برخه کی اګاه اوتربیه کړي.

مخنیوې یې په عامه توګه دپاکواوبواوغذاپه استعمال اودناپاکواوبواوغذاڅخه کلک پرهېزدې . اوبه دخوټکېدو(جوش ) اویادکلورینوپه ګډؤلوپاکیږي . دغه رنګه دځان اودخوړودلوښوپاکه ساتنه اوتل داودسماتي څخه وروسته لاسونه په صابون وینځل یې ښه وقایع ده

له دوه کالوڅخه زیاتوماشومانوته د(ډ یهایدرېشن)په صورت کی داخواړه ورکړل شي :

الوګان \کچالو، وریجې ، تازه مېؤې ، پاکې مستې اوپاک سابه (د ناپاکوکټيوماستو اوناپاکوسابوسره ډېراحتیا ط پکاردې چې په امیب یانوروجراسیموککړنه وي)

دتداوۍ عامه اولومړۍ طریقه داده چې کله کوم څوک په کولرامصاب شي نودلاندی جدؤل له مخې سمدستي باید په پاکواوبوکی مالګه اوشکره (بوره) ګډه شي اورنځورته په مناسبه پيمانه ورکړل شي یعنې دوامداراوترهرې ناستې وروسته باید دبورې اومالګې شربت ورکړل شي ، په هماغه اندازه دبدن داوبواومایعاتودکمښت (ډ یهایدرېشن او دبدن دمایعاتوناانډؤلي ) مخه نیؤل کیږي اودبدن اوبه بېرته پوره کیږي (ري هایدرېشن ) . بدن بیا اوبه کؤلو(ري هایدرېشن ) پروسه ترڅلوروساعتونوپوری دوام کوي اوپه هرساعت کی بایدله (۵۰۰ ) میلي لېټرڅخه تر(۱۰۰۰) میلي لېټرپورې اوبه اودمالګې اوشکرې محلول وکارول شي . د ې ته هم بایدکلک پام وکړای شي چې جوړشوې محلول په یخچال کی تر۲۴ ساعتونوزیات اودخونې په حرارت کی تر۱۲ ساعتونوزیات ونه ساتل شي

دکولراناروغ ته د لاندی جدول په مرسته محلول (شربت) تیارکړۍ

په کورکی دجوړؤلوطریقه


لومړۍ نسخه


240 mL (1 cup دتازه مېؤې اوبه 
  2.5 mL (1/2 teaspoon)شهد

0.5 mL (1/8 teaspoon)مالګه

1 mL (1/4 teaspoon)دخمیرې سوډا

څلورواړه موادسره یوځای کړۍ ، محلول تری جوړکړۍ اوپه ناروغ یې وڅښۍ

دوهمه نسخه

1 litre پاکی مقطری اوبه

 5 mL (1 teaspoon)مالګه

40 mL (8 teaspoons شکره \بوره  

درېواړه موادسره یوځای کړۍ ، محلول تری جوړکړۍ اوپه ناروغ یې وڅښۍ

دپام وړداده چې دپاکواوبو-مالګې – بورې شربت داسهال اویاکانګوسره سمدستي پېل شي اوترهغوجاري وساتل شي ترڅوچې رنځورډاکټریاروغتون ته ورسؤل شي نوپه دې توګه به رنځورله مرګه وژغورلای شي اوترډاکټراویاروغتون پورې به ژؤندې اودنورې تداوۍ وړپاتې شي . دسختې ناروغۍ اواسهال په صورت کی بایدرنځورته دډاکټرلخوادمالګې اوګلوکوزمرکب په سېروم کی ګډاوپه رګ کی پېچکاري شي خوورسره احتیاط هم وشي چې له اندازې زیات مایعات په رګ کی پيچکاري کؤل د (پلمونري اویدیما) په نوم تکلیف هم پيداکوي. که چېرې درګونوپه ذریعه دبدن بیااوبه کؤنه (ري هایدرېشن) داړؤندی لارښؤنې سره عملي شي ( ای –وي سالین ) په رګ اودڅښلو( او-ار-اېس)سره وي نود (پلمونري اویدیما) مخه نیؤل کيږي . دغه رنګه تیتراسکلین دوایبریوباکترې باکتریالمنځه وړي اودروغېدوسره مرسته کوي خوددې درملواستعمال باید دمتخصص ډاکټردهدایت اویادلاندی جدؤل په مرسته وشي .

کېدای شي چې دځينې ناروغانوپه بدن کی دکولراباکتریا دځينوانتي بیاتیک دواګانوسره مقاومت وښۍ خوبیانورې هغه پری تاثیرلري . دکولرادتداوۍ لپاره لاندی دواګانې کارول کیږي

دکولرا واکسین له ۹-۶ میاشتوپورې اغېزه لري.



CVD 103-HgR

په نامه دکولراواکسین د سویس په سیروم اوواکسین انستیتیوت کی جوړشوي دي اوپه

اروپااولاتینه امریکاکی له ۱۹۹۷ کال راهیسې موجوددي

WC/rBS cholera vaccine

داواکسین په سویدن ، دامریکا په متحدوایالتونواولاتینه امریکاکی پيداکیږي

دکولرا په درملنه کی باید غفلت ونه شي اوپروخت مخنیوې اودرملنه دمرګ مخه نیسي خوکه په درملنه کی یې غفلت وشي نوپه سلوکی (۵۰ ) فیصده ناروغان خپل ژؤندله لاسه ورکوي

دمیکروبونواوباکتریاضددرملنه

په ډېروهیوادونوکی دمختلفورنځونوزیاتره باکتریا ودانتي بیاتیک (انتي بیوتیک) دوایانوسره مقاومت پيداکړې اوهغسې تاثیرنه کوي لکه څنګه چې لازم وي . دې پېښې نړۍ والې اندېښنې زیاتی کړي دي اوتل ساینسپوهان اودواجوړوونکي اړکیږي چې نوې اومؤثرې دواګانې جوړی کړي . ددارنګه مقاومت په کتارکی دکولراباکتریا (وایبریوکولرې) هم شامل ده. دهندله کلکتې څخه څېړنوڅرګنده کړې چې دکولراباکتریاد تتراسکلین اوسیپروفلوکساسین سره مقاومت پيداکړې اودترافي لپاره د ایرېترومایسین اوسیپروفلوکساسین استعمال غؤره شوېدې .

دمختلفووګړولپاره دالاندی انتي بیاتیک کارؤل کیږي


Tetracycline
 Cotrimoxazole
 Erythromycin
 Doxycycline
 Chloramphenicol
 Furazolidone



Notes: یادؤونه

a Erythromycin or chloramphenicol may be used when the antibiotics recommended above are not available, or where Vibrio cholerae O1 is resistant to them.

ایریترمایسین یا کلورامفینیکول کېدای شي چې دپورتنیوانتي بیاتیک درملودبدیل په توګه وکارؤل شي که پورتني درمل نه پيداکیږي اویا دوایبریوباکترې باکتریا مقاومت کوي

b Doxycycline is the antibiotic of choice for adults (except pregnant women) because only one dose is required.

حامله ښځې بایددوکسي سایکلین دوا ونه کاروي خودلویانولپاره غؤره ده ځکه چې یواځې یو(ډوز) ته اړتیاوي

c TMP-SMX is the antibiotic of choice for children. Tetracycline is equally

effective; however, in some countries it is not available for paediatric use.

ټي ، ایم ، ایکس- ایس ، ایم ، ایکس دماشومانولپاره غؤره انتي بیاتیک دي ، تتراسکلین هم ددې درملوپه څېراغېزمن دي خوپه ځينوهیوادونوکی دماشومانولپاره نه پيداکیږي

d Furazolidone is the antibiotic of choice for pregnant women.

فیورازولیدون دحامله ښځولپاره غؤره انتي بیاتیک دي


ملاریا
Malaria

له میاشوڅخه پيداکیږي چې دسېلاب څخه ۴ – ۶ هفتووروسته په ډنډونواوناولواوبوکی راپيداکیږي

امیبي پېچش
Ameba (Acanthamoeba, Entamoeba)

Protozoa

Balantidiasis

دکولموپروتوزوایي بیماریانې که څه هم دومره سختی اودتشویش وړنه دي

Leptospiroses

دامرض له هغوباکتریاوڅخه پيداکیږي چې په حیواناتوپوری اړه لري او مستقیما″ له اوبوڅخه انسان ته سرایت کوي

Salmonellosis

دهاضمې دسیستم مصابتیاپه سلمونېلاباکتریاباندی چې له ناپاکوخؤړوڅخه پيداکیږي

Typhoid /paratyphoid fevers

داهم دهاضمې دسیستم دمصابتیاله کبله تبه ده چې په خوړواواوبوکی له سلمونېلاتایفي باکتریاڅخه راپيداکیږي ، په عامه توګه کمزوري ، دتودوخې درجه لؤړوي ، په سینه اوخېټې سوررنګه ځایونه ، دیخنۍ لړزه ، خؤلې ، دهډوکواوتوري پړسوب (التهاب) ،دوړوکولموددیوال توږنه پيداکوي چې بیاد بواسیري وینې سبب ګرځي . داتبه که څه هم په طبیعي توګه ورکیږي خودنوروعواقبودمخنیوي په خاطرځينې انتي بیاتیک دواګانې لکه ایمپيسلین ،ایموکسیسلین ، سیپروفلوکساسین اویا کلورامفینیکول مرسته کوي . ددې مرض لپا ره د اې-ټي-ډي واکسین هم شته چې په موقتي توګه کارول کیږي

Shigellosis

دشګیلا باکتریاله کبله دهاضمې دسیستم ناارامه کېدل او ورباندی بوج راوړل

Rotavirus

داوائرس په مرغانواونوروژؤوکی وي اووړوماشومان په سخت اهسال اخته کوي

Hypothermia

په ناڅاپي توګه دبدن له نورمال حرارت څخه ټيټې درجې ته وایي چې زیاتره وختونه په وړوماشومانواوزړوخلکوکی دخونې دنامناسبې تودوخې اودتودوجاموله نشتوالي څخه پېښيږي

 

HIV











(هېپيټایټس)Hepatitis


دجګرالتهاب ته وایي چې دمختلفووائرسونو، زهري
موادواودبدن په دفاعي سیستم کی دخلل له کبله راپيداکیږي

A, B, C, D, E

یې مختلف ډؤلونه دي اود ایپستین باروایرس څخه هم پيداکیږي . هيپيټایټس په افغانستان کی دزیړي اوپه پاکستان ی دیرقان په نومونومشهوردي خوزه یې په زیړي نه نوموم اواصلي طبي نوم (هيپيټایټس ) ورته کاروم ځکه چې مختلف ډؤلونه مختلفې نښې لري اویواځې د زېړوسترګواوزېړپوستکي په بڼه نه راڅرګندیږي بلکه دغه یې یوه ځانګړې مرحله ده . دهيپيټایټس ډؤلونه په لابراتوارکی دوینې دټيست په ذریعه تشخیص اوپيداکېدې شي . داچې دلته زمونږموضوع دسېلاب څخه وروسته روغتیایي خطرونوامخنیوي ته بېله شوې ده نوځکه دامریکادمعتبروسرچینوپه حواله دجګردامراضودهغو ډؤلونو په هکله معلومات وړاندی کوم چې دسېلابي اوغېرسېلابي ناپاکواوبوله څښلو، لمبلو، په کورکی دخؤړواولوښودمینځلواودغه رنګه روغ بدن ته د هيپيټایټس درنځوردبدن له وینه اومایعاتو څخه سرایت کوي .

:هغه ځانګړي ډؤلونه دادي 

A, B, C

 
هيپيټایټس A

داډؤل هيپيټایټس ساري مرض دې چې داخته شخص څخه په غذا او اوبوکی ګډيږي اوبل روغ انسان ته سرایت کوي . له سرایت وروسته له ۱۵ څخه تر ۴۰ ورځوپورې وخت نیسي ترڅوتبه اوبیماري راڅرګنده شي اوبیایوه هفته وروسته دبدن پوستکې اودسترګوسپين په زېړرنګ واوړي اوداحالت تردرې نوروهفتودوام وکړي. په دې ټوله دوره کی درنځورمرض ساري پاتی کیږي .


توبرکلوز

نرې رنڅ څه شې دې ؟


نرې رنځ اصلا دسږي یاپپوس ساري ( لګېدونکې ، اخته کوونکې ) ناروغتیاده چې له هواڅخه دساه راکښلو(تنفس ) په وخت کی د مایکوباکټېریم توبرکیولوزیس باکټېریا سږوته ننوزي ، هلته ډېریږي اوسږي په مکرره توګه لمنځه وړي خودبدن هربل غړې هم نیسي لکه هډوکي ، پختورګي ، کولمې ، شمزۍ اوجګر ( ېينه ) .




دنري رنځ نښې


دنري رنځ نښې په ځينوانسانانوکی ژرراڅرګندیږي خوبیا په څينوکی په تدریجي اوپڅه توګه وي اودادانسان دبدن په دفاعي سیستم پورې اړه لري چې څومره د مایکوباکټېریم توبرکیولوزیس دباکټېریاسره مقاومت کولای شي . داباکټېریادهغوانسانانوپه بدن ژراثرنه کوي چې بدن یې ښه دفاعي قوه لري خوپه هغوانسانانوژراوبداثرلري چې دبدن دفاعي سیستم اودفاعي قوه یې کمزورې وي .


په عمومي توګه دنري رنځ نښې سستې انفلوینزا ( ..... ) ، عمومي ملایس (......) ته ورته ، ټوخي ، داشتهاکمښت، دشپې خوله کېدل ، دسینې درد اوټيټه درجه تبه وي . کله چې ټوخې نوې راپيدا شي نووچ وي اوبلغم ورسره نه وي خوڅومره چې رنځ زړیږي هغومره ورسره بلغم هم زیاتیږي .دغه رازڅومره چې درنځورحالت خرابیږي تبه ، دشپې لخواخؤله ، دسینې دردورسره هم زیاتیږي ، بدن کمزورې کیږي ، وزن کمیږي ، سالنډي راپيداکیږي اوپه بلغموکی وینه راځي . که ناروغتیا زیاته اوپرمختللې شي نود مرۍ د ټي بي امکانات زیاتیږي اوداهغه حالت غوره کوي چې رنځوردخبروکولوله توانه باسي . ددې لپاره چې دټې بي درنځ اومخنیوي په هکله ښه پوه شوي یاست ، اړینه ګڼل کیږي چې څه ناڅه د بدن د « دفاعي سیستم » په هکله هم ولولۍ اودامکان ترکچه یې په ساتنه اوقوه کی کوښښ وکړۍ .

دپوستکي امراض











ب : زلزله څه شې دې ؟

ایامخه یې نیول کېدې اوله پېښېدومخکی دزلزلې پېشګويي کېدې شي ؟
زلزلې هم طبیعي پېښې اوافتونه دي چې مخنیوې یې نشي کېدلای خودخطرونوڅخه دبچ کېدلولارې شته . دغه رازدزلزلودپېښېدوڅخه وړاندی یې اټکل کېدلې شي اوددې کارلپاره تکنالوژي شته
زلزله په ټولیزه توګه دځمکې لړزېدوته وایي چې له یومرکزڅخه دڅپوپه بڼه دخپرېدونکي ځواک له کبله رامنځ ته کیږي . زیاتره وخت دځمکې دسطې دننه خواته دلویودرزونواوغارونوخوئېدو؛ ګېسونواواورلېږدوونکواوغؤرځوونکوڅپوله حرکت څخه منځ ته راځي . دزلزلې مطمئنه نېټه اوموسم هم معلوم نه وي اولکه سېلابونه هم دشپې اوهم دورځې لخواپېښېدای شي . دسېلاب دراتګ وخت ، مسیراواندازه له پېښېدومخکې په اسانۍ اټکل کېدې شي خودزلزلې هغه ترزیاته حده ناڅرګندوي اوترپېښېدوورسته یې دځواک سم اټکل کېدې شي . زلزلې عمومآ ناخبره اوناڅاپه ددؤوپېژندل شؤوڅپوپه ډؤل پېښيږي . هغوڅپوته په انګریزي کی

Primary Waves (P waves)

Secondary Waves (S waves)

وایي ، یعنی د لومړنیواوورپسې څپوپه نومونویادیږي . لومړنۍ څپې دویستلواوټېل وهلوپه شکل رامنځته کیږي اودوهمې یاورپسې څپې دلړزېدوپه بڼه وي . زلزله پوهنې ته سیسمولوژي وایي چې دوه زره کاله پخواچینایانودزلزلودسرچينودمعلومولولپاره تری کاراخیسته . موډرن یاعصري سیسموګرافي هغه الې دي چې دزلزلوڅپې ثبتوي اودې ثبتؤنوته سیسموګرامونه وایي .
ترټولوکمزورې زلزلې دریاکټرپه اندازه له دوه اعشاریه صفر(۲/۰) څخه کمې وي اوترټولواوتباه کوونکې زلزلې له أته اعشاریه صفر(۸/۰ ) څخه پورته وي . لاندی جدول ته پام وکړۍ اودزلزلوترمنځ توپيروکړۍ :

:دریاکټرپه کچ دزلزلواغېزې 

نه حس کیږي خوپه کال کی شپږلکه ځله ثبتیږي <2.0

دحس کیدلووړوي اوپه کال کی درې لکه ځله ثبتیږي 2.0-2.9

ځینی خلک یې حس کوي اوپه کال کی نهه څلوېښت زره ځله ثبتیږي 3.0-3.9

زیاتره خلک یې حس کوي اوپه کال کی شپږزره اودوه سوه ځله ثبتیږي 4.0-4.9

ورانوونکی جټکې وي اوپه کال کی أته سوه ځله امکان لري چې وشي 5.0-5.9

په ګڼ شمېره ځایونوکی تاواني وي اوپه کال کی دوه سوه شپږشپېته ځله امکان لري چې وشي 6.0-6.9
لویې زلزلې چې ډېرجدي ګوزارونه اوتاوانونه رسوي اوپه کال کی اته لس (۸ ) ځله امکان لري چې وشي 7.0-7.9
داسې درجې اوله دې څخه پورته درجې زلزلې ټولنې تباه کوي خوامکان یې په کال کی یواعشاریه څلوردې8.0

په ټولیزه توګه هرکال په نړۍ کی (۳۰۰۰۰ ) زلزلې کیږي خوزیاتره یې کمزورې وي ، یواځې ځواکؤرې زلزلې په مختلفوهیوادونوکی دسختویا متوسطومالي اوځاني تاوانونوسبب کیږي اوداسې تاوانونه دهرهیواددتعمیراتي کوډونواوپکی کارشووموادوله کبله یامقاومت لرونکي وي اویاډېر ویجاړوونکي وي لکه دبېلګې په توګه دامریکاپه متحدوایالتونوکی زیاتره شخصي کورونه له لرګوڅخه جوړشوي دي اودزلزلې په وخت کی زیات ځاني تاوانونه ځکه نه پېښوي چې لرګي ارتجاعي خاصیت لري، سپک وي اودلړزېدوپه وخت کی نه ټوټه ټوټه کیږي ، لؤړبلډینګونه یې دډېرې شدیدی زلزلې سره هم مقاومت کوي خودلرګوپه پرتله زیات خطرناک وي .
افغانستان اوپاکستان داسې هیوادونه دي چې په زیاتروښاري سیموکی یې دسیمنټواوکلیوالوسیموکی دخاورواوډبروڅخه کورونه جوړشوي دي چې دمهندسۍ په اصولوبرابرنه وي اودزلزلوسره د مناسب مقاومت پرتخنیک هم نه وي جوړشوي . په دواړوهیوادونوکی دخاورواوخټوکورونه اوان سیمنټي کورونه دزلزلواوسېلابونوپه وړاندی مقاومت نه شي کؤلې اودسختوزلزلوپه پېښېدواودسېلابونوپه راتلودځاني اومالي تاوانونوسره ملګري وي . داسې کورونوکی عموماپه اقتصادي توګه غریب کروندګراوکارګراوسیږي . ددې ترڅنګ دغرونواوبانډواوسېدونکي که څه هم زیاتره خپل کورونه له ډبروڅخه جوړوي خوداچې له یوې خوا دمهندسۍ په اصولوبرابرنه وي اوله بلې خوادغرونودلنګراوخؤئېدوله کبله هم د هوارومیدانونوپه نسبت ډېرخطرناک وي اودزلزلوجټکوته تاب نه لري خوپه کومودروکی چې کورونه دلرګوڅخه جوړوي هغوی دزلزلوپه وخت کی زیات ځاني تاوانونه نه لري . دغرونوخلک بایدپه داسې ځایونوکی کورونه جوړنه کړي چې دغرونوخوئېدو، دلویوډبرولاندې ، دجګوخاورینواوشګلنوپاڼډونوپرسرونو، دسیندونواوخؤړونوغاړوته نيږې اویاسېلابي دروته مخامخ وي .
له بده بخته افغانستان اولره پښتونخوادژؤندپه هره برخه کی دسترونیمګړتیاوسره مخامخ دي ، که هغه اقتصاددې ، که سیاست دې ، که عقیدې دي ، که کلتوردې ، که روغتیاده اوکه پوهنه . هلته دښؤنځیوپه چوکاټ کی ددرسونوترڅنګ روزنیزاودبیدارۍ ښؤنې نه کیږي خو په امریکااواروپاکی دښؤنځیوماشومانوته دمهمومسائيلوپه هکله اګاهي ورکوي لکه طبیعي افتونه اوپېښې . زمونږپه هیوادکی داسې اسانواوساده شیانوته هم څوک فکرنه کوي اوزیاتره وختونه دخپلوګټواوښېګړوسره هم مخالفت کوي نویاپری بایدلومړې خطرونه پېښ شي ترڅوویښ شي اویایوڅوک باید له بهرڅخه ورشي اوپه ډېره خوارۍ یې راضي کړي چې داسې یوحیاتي پروګرام دې بایدراشۍ اوګټه تری واخلۍ . چېرې چې ترټولوخطرناک طبیعي حوادث رامنځته کیږي ، هلته نه په خلکوکی په دې هکله اګاهي شته ، نه دزده کړوپلان اواحساس اونه وسیلې اوداځکه چې خلک خپل غم پخپله نه خوري اوهغه حکومتونه چې دوی په خپله انتخاب کړيدي ، ددوی پرواهم نه لري . په هره بڼه دافغانستان اوپاکستان په څېرهیوادونوکی ډېره سخته وي چې د زلزلې له راتګ څخه پخواخلک خبرشي اوله ودانیواوکورونوڅخه دتجموع خالي میدانونوته ووځي . دلته یواځې یوڅومشوروته په اشاره بسنه کوو.

دزلزلې لپاره چمتووالی

دسېلاب په پرتله زلزلې کم وخت اخلي اوپه منځنۍ توګه ۱۲ ثانیې وخت لري . د۱۹۶۴ ع کال دامریکادالاسکادایالت زلزله دریاکټرپه کچ (۹/۲) درجې وه چې له ۳ – ۴ دقیقوپوری یې دوام درلود خوپه ځینوهیوادونوکی داسې زلزلې هم راغلي اوډېرتلفات اوتاوانونه یې درلودل چې ۴۰ ثانیې یې دوام درلود .
دژغورنې اومرستې لپاره باید په خپل کوراوچاپېریال کی ټول خطرناک څيزونه انیمګړتیاوی پيداکړۍ ، ویې پېژنۍ اودخطرونودمخنیوي لپاره ورته یوپرمختللې پلان جوړکړۍ . ددې پلان سره بایدهرماشوم ، جینۍ ، ځوان ، زوړاویا ښځه بایداګاه شي چې که دشپې اویاورځې لخوادځمکې خؤځېده محسوس کړي نوپرته له دې چې پاڅيږي اویاله خپله ځایه بیځایه شي بایدپه چغه دکورنورغړي خبرکړي اوکله چې ټول خبروي اویاخبرشي نودوړوماشومانوپرته بل هریودخپل ځان دحفاظت لپاره لاندی مشورې په نظرکی ولري
تاسوته بایددرمعلومه وي چې په یومنزله کورکی ژوندکوۍ ، که دوه منزله یاله دې نه هم په لؤړوبلډينګونوکی ؟ ایاکورموخټين دې که سیمنټي اوکه له پخوخښتوجوړدې ؟
که تاسوپه یومنزل کورکی ژؤندکوۍ اودزلزلې په صورت کی په ډېره چټکۍ اومنډه داسې میدان ته
ځان رسولای شۍ چې دېوالونه ، دبرق مزي اودګېس پایپونه اوسلېنډرونه یې په خواکی نه وي نوښه ده اوکه په دوهم یانورولؤړوبلډینګونوکی ژوندکوۍ بایدداټکي په نظرکی وساتۍ چې له کړکۍ یالؤړدېوال څخه ځان غورځول اوپه پؤړیواوزینوکښته کېدل درته شایدترهغه زیات خطرپېښ کړي چې په خپل ځای دکلکوشیانولکه کټونه ، تختونه ، مېزونه ، کؤچونه اوداسې نوروکلکوشیانوڅنګ ته پرېؤځۍ ځکه چې دچت دراغورځېدوپه صورت کی به لومړۍ خطرناکه ضربه په همدغوکلکوشیانوواقع شي اوخپل څنګ ته به خلاپریږدي چېری چې تاسوپراته یاست . په دې هکله دامریکادمتحدوایالتونودنجات دنړۍ وال ټيم مشر، ډک کوپ وایي چې دزلزلې په وخت کی که سړې دغټومیزونوترڅنګ پرېؤځي ښه به وي نسبت دې ته چې لاندی تری پرېؤځي . دې وایي چې کله په مکسیکوکی دیوې ښؤنځۍ بلډینګ ته دلټون دپاره ورننوت چې دزلزلې له کبله تباه شوي ونوهلته یې دښؤنځۍ شاګردان ولیدل چې دخپلومیزونولاندی چکپيت شوي وواوداځکه چې دوی ته دښؤونکولخواوئيل شوي ووچې دزلزلې په صورت کی بایددخپلومیزونولاندی پټ شي . ښاغلی کوپ فکرکوي چې که دغه شاګردان دمیزونوترڅنګ پرځمکه پرېؤتي وای نوکېدای شؤل چې ډېریې ژؤندي پاتی شوي وای . ښاغلې کوپ ګومان کوي چې که پرمیزونوچت راوغورځيږي ، هغوی ماتوي خوپه څنګ کی خلا(خالي ځای ) هم پرېږدي اودغه خلا ښاغلې کوپ د « ژؤندمثلت » نومولې دې . دې وایي چې څومره هغه شې چې چت پری راغورځي ، قوي اولوی وي ، په هماغه اندازه بې خطره خلاپرېږدي اوڅوک چې دغه خلا کاروي ، ژؤندې پاتی کیږي . دزلزلې یوبل ژغورل شوې دپوهنتون استاذ، روبرتوروسالس وایي چې په ۱۹۷۲ زلزله کی دې په یوه راغورځېدلي بلډینګ کی ژوندی پاتی شوځکه چې دې دخپل وروردموټرسایکل په خواکی پرېؤتې واوهغه ورته (دژؤندمثلث ) جوړکړخودده نورملګري چې دتختونواومیزونولاندی پټ شوي وو، ټول مړه اوچکپيت شؤل . ښاغلې روسالس هم فکرکوي چې دمیزونو، کټونو، تختونو، کؤچونواوکورسیولاندی پټېدل ډېرخطرلري نسبت ددې شیانوڅنګ ته پرېؤتل ځکه چې دبلډینګ اوچت دراغورځېدوپه صورت کی ددې شیانولاندی خالیګاه نه پاتی کیږي اوترڅنګ یې پاتې کیږي . دامریکا دسره صلیب ماهرین بیادانظریه (دژؤندمثلث) ردوي اوګومان لري چې «پرېؤتل – ځان پټؤل ـ صبرکؤل» به اغېزمن وي . دسره صلیب په اند، دزلزلې په صورت کی بایددکټ اویامیزلاندی پټ شۍ اوخپل سردبالښت اویاخپلوڅنګلوپه مرسته وپوښۍ . لاسونویي سرپه خپلومټووپوښۍ اوداسې دډکوولاړوبور
خېز خوپخپلومنډوکی بایدماشومان کریغې ووهي اووایي چې زلزله ده ترڅودکورنورغړي هم متوجه شي . دڅوپوړيزوکورونودپاره دیوپوړیزی ودانۍ په نسبت دزلزلې خطرونه زیات وي اوپه داسې حالت کی که امکان ولري نوبایدنیږدې پؤړۍ وکاروي اویا نیږدې دکلک بام سرته ووځي . په هرحالت کی ترټولوښه لاره داده چې دزلزلې څخه دتحفظ خالي میدان اویا دتېښتې مؤثری لارې مخکی له مخکی کورنۍ اوماشومانوته په ګؤته کړای شي او وروښودل شي . دزلزې دڅارادارې خبرتیا
دامعلومات نورهم دبشپړاوي په حال کی دي







دکولراددرملنی لپاره انتی بیاتیک (انتي بیوتیک دوا)



دلویانوډوز(اندازه)                          دماشومانواندازه             
Doxycycline
A single dose              0                  300 mg

Tetracycline              12.5 mg/kg     500 mg
4 times per day for 3 days
Trimethoprim/sulfmethoxazole
TMP/SMX)
twice a day for 3 days 
                  TMP 5 mg/kg           TMP 160 mg
                  SMX 25 mg/kg         SMX 800 mg

Furazolidone
4 times per day for 3 days
                       1.25 mg/kg                   100 mg

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...