Zinc
واحد مشواني
فریمانټ ، کلیفورنیا دمارچ ۲۱
زینک یو ډیر مهم منرال دی چی د انسان دبدن په دفاعي
سیستم ، دخؤړو په میتابولیزم اود بدن د ټوټو په بیارغؤنه کی رول لوبوي
. دغه رنګه زینک دبدن د ۳۰۰ انزایمونو په فعالیت کی برخه اخلي . ستاسوبدن زینک نه ذخیره کوي نوځکه موبدن هغوخؤړو ته هره ورځ اړتیا لري چی زینک پکی وي . د نارینه بدن هره ورځ ۱۱ ملي ګراموزینک او ښځې ۸ ملي ګرامه زینک ته اړتیا لري
. دغه رنګه زینک دبدن د ۳۰۰ انزایمونو په فعالیت کی برخه اخلي . ستاسوبدن زینک نه ذخیره کوي نوځکه موبدن هغوخؤړو ته هره ورځ اړتیا لري چی زینک پکی وي . د نارینه بدن هره ورځ ۱۱ ملي ګراموزینک او ښځې ۸ ملي ګرامه زینک ته اړتیا لري
او که چیرې مور ماشوم ته
شیدې ورکوي نو دورځې ۱۲ ګرامه زینک ته اړتیا لري .
په لاندی خوراکی موادو کی زینک په مختلفواندازو وجودلري
غؤښه (غویي ، پسه )
شریمپ
اویستر
الاسکا کریب (پنجل پاوو)
نخود
لوبیا
زړي لکه د بنګو زړي ، کؤنځلې ، کدو زړي ، زغر
جلغوزي ، بادام ، کیشیو ، مومپلي
شیدې ، پنیر
هګئ
وریژې ، دغنمو ډوډۍ ، کینوا ، دجودرو اوړه یوڅه اندازه
زینک لري
په عمومي توګه شنه سابه اومیوې په ډيره لږه اندازه زینک
لري . په الوګانو کی که هغه عادي الوګان وي که خواږه ، یوازې یو ګرام زینک لري .
تورچاکلیټ په کافي اندازه زینک لري . ۱۰۰ ګرامه
تورچاکلیټ.۳\۳ ګرامه زینک لري چی ۳۰ ٪ ورځنۍ اړتیا پوره کوي خو ۱۰۰ ګرامه
تورچاکلیټ ۶۰۰ کالوري (حرارې) هم لري چی د ورځني ۲۰۰۰ کالوري په حساب تراندازې
زیات دي
زینک د ګولیواوکیپسولو په شکل هم خرڅيږي . دزینک کیپسولو
اوګولیوپه خؤړلو کی باید له احتیاطه کار واخیستل شي اودورځې له ټاکلې اندازې زیات
ونه خوړل شي چی تکلیف پيدا کوي
جمعه
د 2020 د مارچ 21
No comments:
Post a Comment
قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو