کوم خلک دکرونا وایرس دزیات خطر سره مخ دي ؟
واحد مشواني
فریمانټ ، کلیفورنیا
دامریکا دامراضودمخنیوي مرکز( سي ډي سي) رپورټ ورکوي چی د کرونا وایرس له کبله په روغتونونو کی بسترشوو
ناروغانو ۹۰ ٪ هغه ناروغان وو چی
مخکی یی یو یادوه کرونیک مرضونه درلودل
ارقام ښئي چی اکثر ۴۹ عشاریه ۷ فیصده هغه ناروغان دي چی
دوینې لؤړ فشار (بلډ پریشر) یی درلود. ۴۸ عشاریه ۳ فیصده چاغ خلک وو، ۳۴ عشاریه ۶
فیصده د شوشونو(لنګ) ناروغان ، ۲۸ عشاریه ۳ فیصده د شکرې (دیابیټس) ناروغان او ۲۷
عشاریه ۸ فیصده دزړه ناروغان وو.
لدی څخه زما اخیستنه داده چی د وینې دجګ فشار خلک لومړی
درجه شمیر، چاغ خلک دوهمه درجه ، توبرکلوز، سالنډي ، نمونیا ، برانکایټس اود
پلمونري رنځوران دریمه درجه ، دشکرې ناروغان څلورمه درجه اودزړه ناروغان پنځمه
درجه په شمیرکی بسترشوي دي . لدی څخه د وایرس پروړاندی لږ مقاومت کوونکي په ترتیب
سره له زیاتې فیصدي ترټیټي فیصدي څرګندیدای شي .
زما بله اخیسته داده چی که ډاکټران دغه پورتني روغتیایي
ستونځې ولري (ځینی یی لري ) باید په کورکی قرنطین شي او په روغتونونو کی کار ونه
کړي .
No comments:
Post a Comment
قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو