Thursday, April 16, 2020

د کرونا وایرس په هکله زما ګومان

واحدمشواني
   فریمانټ ، کلیفورنیا، د
 ۲۰۲۰ ، داپریل ۱۵ 

دکروناوایرس چی په کویډ۱۹هم مشهوردی ټول جهان محاصره کړیدی . ددې وباء خطرونه ترنورو وایرسونو ۱۰ ځله زیات دي او رښتیادي ځکه چی ناببره مړینې مونږ په سترګووینوو. دحیرانتیا خبره داهم ده چی دیوې وباء په هکله دټول جهان خلک خپل اندونه خپروي اوددې معلوماتو پراخوالی تراوسه په نړۍ کی بی ساری دی . یوه ورځاوروو چی دنړۍ دستروهیوادونو مشران پری اخته شوي دي اوبله ورځ اوروو چی ډاکټران یی وژلي دي . په یو ښار یا سیمه کی قتل عام کوي خو په بل ښار اوسیمه کی دومره اغیز نه لري . تراوسه یی چا درملنه نده پيداکړې خوکله دیوې دوا اوکله دبلې اوازې شي چی ناروغان یی روغ کړیدي . ددی وایرس په راپيداکیدو امریکا چین ملامتوي اوچین امریکا . لومړی خبریی د چین له ووهان ښار څخه خپورشوچی لومړی ناروغ اوډاکټر دواړه پری مړه شوو. دچین وایرو لوجیسته لومړۍ ښځه وه چی په ۲۰۰۳ کی یی (سارس) وایرس وموند اودادی هماغې ښځې دکرونا وایرس هم وموند. هغې په یوه غار کی شب پرکان تر څيړنې لاندی نیؤلي وو او بیایی وپتیئله چی دا وایرس له همدې ژؤو څخه خپریږي اوانسانان یی ځکه نیولي دي چی ځینی خلک دا ژؤې خوري .
 پوښتنه داده چی اندنیشیا د شب پرکو دښکار اوخوراک لومړنی غټ هیواددی خو نه تری د سارس دوباء خبر خپورشو اونه دکرونا ، ولی ؟ که په رشتیا داوایرس له شب پرکو لګیدای نود اندونیشیا خلک یی باید پخوا ختم کړي وای .
ځینی خلک داګمان هم کوي چی داسی شیان د بیولوژیکي وسلولپاره جوړوي . دافریقا ځینی خلک فکر کوي چی دا یوه وسله ده چی ابرقدرتونو جوړه کړې ترڅو پدې خلک مړه کړي اود نړۍ مخ په زیاتیدو نفوذ مخه ونیسي . ځینی خلک وایي چی پدی وایرس به تر۵۰ کالو پورته ټول زاړه خلک ووژني او پهنړۍ کی به دنفوذ شمیر راټیټ شي خودا تیوري ځکه کار نکوي چی دانسانانو په تولید اوتکثر کی ځوانان محوري رول لوبوي ، نه د پاخه عمر انسانان .
تردې به لا زیاتې تیوري ګانې ، کمانونه ، شکونه اوګنګستیاوې وي چی لا مونږ پری نه یوخبر.
د کرونا وایرس څخه ځینی خلکو ملا صیب محمد عمر جوړ کړی . نه چا لیدلی ، نه یی عکس شته اونه یی مړی اوژؤندی معلوم دی. ځینی یی په انځورونو کی ښئي چی د (شریک کارتوني څهرې) په شکل غؤږونه لري . ځینی خلک یی ددغو لکڅکوغؤږونو له کبله کرونا بولي ، یانی تاجدار. ځینې خلک یی یو ځانګړی ډؤل غؤړ ګڼي اوځینی وایي چی دا غاذ (ګاز) دی چی په لیبارټري کی تولیدشوی او په هوا کی هرلور ته ځي او په هواکی ۳ میاشتې پایښت کؤلای شي . په هرځای اوهرچاچی وربرابرشي هلته خلک ناروغه کوي اوځينی وژني . بس تراوسه هم بلا ده اوهم معما . ترڅو چی ددې بلا دمخنیوي وسایل موندل کیږي او دغه معما حل کیږي ډير وخت به تیروي اوزما غوندی خلک به احتمالاتو ته ګؤتې نیسي اووړاندوئینې به کوي . دا وړاندوینې اوتیوري ګانې ګټه هم لري اوهغه داده چی ځوان فکرونه په کار اچوي ترڅو څيړنې وکړي او حقیقت ته لاره پيداکړي خولکه څنګه چی می مخکی ذکر کړی ، ډیر وخت ته لا اړتیا ده . داوس لپاره به هراحتمال ترکتنی لاندی نیسواود معلوماتو په کاروان کی به ورګډيږوو. ما چی تراوسه دکرونا وایرس په هکله دمختلفوخلکو خبرې اوریدلي دي نو دې نتیجې ته رسیدلی یم چی یوڅه خو به هرومرو ددې وایرس ترشا وي . دزرګونو احتمالاتو او ګومانونوترڅنګ داهم له امکانه لرې نده چی دکرونا وباء یوه خلایي بلا وي اود شباب ساقب یا استروید په ذریعه د ځمکی کورې ته رالیږدول شوي وي . ښایي دنوروسیارو مخلوقاتو ځمکې ته دغه وبا راوړې وي . دامریکا په شمول ، روس ، اروپا ، چین اوهند خلایي پروګرامونه اوڅيړنیز مرکزونه لري . د امریکا مشهوره خلایي اداره ناسا ده چی اوس په مریخ کی څيړنې کوي . دوی هلته او نورو سیارو ته فضایي اوخلایي بیړۍ استوي او له هغه ځایه ورته انځورونه او معلومات رالیږي . آن دځينو سیارولکه مریخ څخه ورته د موادونمونې بیرته ځمکې ته رالیږي اودلته پری ساینسپوهان رنګارنګ تجربې کوي . ښایی په هغو کی داسی مواد هم وي چی راډیواکتیف وړانګې یا غازونه له ځانه سره راوړي اود ځمکې کره ککړه کړي . دغه رنګه دلمریز طوفانونو لړئ هم کیدای شي دځمکې کره اغیزمنه کړي . داهم امکان لري چی دسرمایدارانو د کمپنیو د لوګواودچاپيریال دککړتیا له کبله چی اقلیم یی بدل کړي ، د باکتریا او وایرسونو نوی مهلک شکل رامنځته شوی وي اویا په رامنځته کیدو کی وي . انسانان نه یواځی د امراضو دنوي توب سره مخ دي بلکه ټول موجودات یو قسم د خطرناک بدلون په حال کی لیدل کیږي . نوځکه دهرچا دځان او ټولو شریکه اندیښنه موجود ده .  که څوک فکرکوي چی زه یوفرد یم ، زما یی په نوروڅه . یا زه دنړۍ په دی ګؤټ کی اوسم ، دلته دې هوسا یم اوکه په هغه بل کونج کی په نورو هر څه تیریږي ، زما یی پری څه نو نن حالاتو ته دې وګوري . داسی یو افت راپيداشوی چی نه مسلمان ګوري اونه کافر، نه افغان ګوري اونه امریکایي ، هرڅوک چی په مخه ورشي لمنځه یی وړي . نوځکه پرهرچا فرض ده چی تردین اومذهب پورته دانسانیت فکروکړي اودخپل شریک کور، دځمکې دکرې اوپری موجود چاپيریال ساتنه او پالنه وکړي . لکه څنګه چی ځینی دنړۍ ویش کوي ، هغسی هم ممکنه نه بریښي . دانړۍ نه یواځې دسپين ده او نه یواځې دتور او غنم رنګ ده بلکی دټولو مشترک کوردی. مونږ باید داهم ومنو چی دځمکې سیاره یواځی دانسانانو هم نده بلکی د حیواناتو، پرنده ګانو ، حشراتو ، مایکروبونو، باکتریاو، باد ، اوبو، اور، عناصرو، نباتاتو اولنډه داچی د هرموجود کوردی . انسان پکی اشرف المخلوقات دی اوداشرف المخلوقات دا معنا نه ده چی پرنورو برتر ، ښه او پورته دی بلکی انسان مفکر اوناطق دی اوځواک لري چی طبیعت ته بدلون ورکړي نوځکه په انسان فرض ده چی دبقا په ټولو لارو پسی لټون وکړي اودبقا وسایل جوړکړي .

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...