Tuesday, April 14, 2020

انسان ته انسان وباء راوړي

واحد مشواڼی
کلیفورنیا د ۲۰۲۰ کال داپریل ۱۴

په افریقا کی خلک وایي چی دکرونا وایرس د ابرقدرتونو په لاسونو جوړشوی وایرس دی چی هدف یی ښایي نظامي برتري ، د 
دوا جوړوونکو کمپنیو نوی مارکیټ چی خپلې نوې اوزړې دوایانې په لؤړ قیمت وپلوري ، دساینسپوهانو تجربه کؤل ، دجهان دواکمنانو په مشوره وبایي باکتریا او وایرسونه کارؤل ترڅو دنړۍ د نفوذ د چټکې زیاتیدنې مخنیوی وکړي . زه دیو څيړونکي اوژورنالیست په توګه ددې ټولو امکان منم او ځکه چی مونږ د مصنوعي وایرسونو وباوې لیدلي او په هکله مو خبرونه اوریدلي دي . لومړی ډؤل مصنوعي وایرس چی نن د (ایچ آی وي ) په نوم پيژندل کیږي ، په اتیایمو کلونو کی په افریقا کی راپيداشو اوهغه هم په شمپانزي بیزوګانو کی . ډیر ژر خلکو شک څرګند کړ چی دا په افریقا کی دغرب د ادویاتو د څیړونکو اختراع ده . دابیا نورهم په باوربدل شو چی کله خلکوته معلومات وشؤل چی په اروپایي ، امریکایي او اسیایي پرمختللو هیوادونو کی طبي اوساینسي څيړنې په حیواناتو کیږي او ترټولو زیات پکی بیزوګان او مږې کارول کیږي . وایي ډیر هغه بیزوګان بیرته په افریقایي ځنګلونو کی خؤشی شوي او دنسل په خپریدو کی یی د ایډز مرض منځته راغلی دی . دغه رنګه ایبولاپه افریقایي هیوادونوکی ، سارس ، سواین ویروس ، انترکس اود کرونا څلورډؤلونه په اسیایي ، اروپا اوامریکا کی راپيداشؤل اوددې ټولو وایرسونوسرچینه په حیواناتو اوچرګانو کی وه . په چرګانو اونورو لویوحیواناتو کی د واکسینواو انتي بیوتیک (انتي بیاتیک) په کارولو ښایي دا شک په باور بدل شي چی ددغو واکسینو تجربې په حیواناتو او چرګانو مخکی لمخکی شوي دي . چرګان اوحیوانات په لابراتوارونوکی دتجربولپاره ساتل شوي دي . هغوی په قصدي توګه په وایرسونواوباکتریاو اخته شویدي او امراض یی زیږولي او بیا پری دواکسینو او دوایانو تجربې شویدي .
د انترکس وایرس چی په حیواناتو لګیږي اوانسانانو ته نقلیږي ترډيره عمره پاتی کیږي اولمنځه نه ځي ، دکرونا په څير دانسان شوشونه اوپوستکی ناروغوي او د مرګ سبب هم ګرځي . څيړنو ښوؤلې چی په انترګ مړسپي ۷۰ کاله وروسته هم دانترک وایرس انسانانو ته لیږدولای شي نو هغه چینایان اونورهیوادونه چی دسپيو غؤښې خوري ، حالتونه به یی څنګه وو.
څوکاله مخکی یو امریکایي ساینسپوه په امریکا کی د انترکس په نوم وایرس او باکتریا جوړه کړه اوځینو خلکو ته یی د پوستې له لارې ولیږله چی په نتیجه کی یی دیوې پوسته خانې چینایي نژاده کارکوونکی مړه شوه او ځينې نور سخت ناروغ شؤل . دغه وخت کی د سپتمبر د ۱۱ تروریستي حملې هم شوې وې چی دا خبر هم له رسنیو خپورشو او خلک یی پریشانه کړل . زه پدغه وخت کی د نیوجرسي ایالت د میتسوي سومیتومو انشورنس کمپنۍ په میل روم کی په کار ګومارل شوی وم چی د فیډیکس یو پاکټ راغی چی نا بلد بوی یی کاوه . ما هغه پاکت خپل مینجر ته ورکړ او هغه ان تر پولیس ستیشن ورساوه . وروسته له یوې هفتې یی زه هم د تحقیقاتو لپاره پولیس ستیشن ته وروغوښتلم . لنډه داچی یوه ورځ زه هم داسی کلکی تبې ونیولم او ځان می هغه ډاکټر ته ورساوه چی ماته د صحت بیمې شرکت نومولی و. مازیګر و، معاینه خانې ته ورورسیدم ، په دروازه کی وغورځيدم ،بیا پورته شوم اوتر ریسپشن می ځان ورورساوه . خپل بد حالت می ورته بیان کړاودمرستې غوښتنه می وکړه خو راته ویي وئيل چی ته اپوینټمنټ نه لری نوډاکټر تا نشي لیدلای اوکه تکلیف دې زیات وي نو ایمرجنسي ته لاړشه . ما ورته زاري وکړه چی مرسته راسره وکړئ ځکه چی زه توان نه لرم چی له جیبه زرګونه ډالر ورکړم او زما بیمه دشپې لخوا د ایمرجنسي مصارف نه راکوي . زما زاریو او ښکاره بد حال په هغو امریکایانو هیڅ اغیزه ونه کړه . ما ته هم خپل حیثیت معلوم و چی دهغه شرمیدلي هیواد یم چی وئيل کیږي په (ولډ ټریډ سنټر) یی حمله کړیده . په ډير تکلیف می خپل ځان داوسیدو اپارتمان ته ورساوه . ټوله شپه راباندی زنکدن تیرشو، تبه خو څه کوئ چی آن له غؤږونو می وینې جاري شوې . سهار می ټيکسي کی ځان واچاوه او شفاخانې ته می ځان ورساوه . د خولې لاړې یی راته معاینه کړې، یوڅوګولئ یی راکړې ومې خؤړې اونرسې راته وویېل چی ته د انترکس په نوم وایرس نیولی یی .
له هغه وخته می په څيړنو لاس پوری کړی او ښایي چی زه به یواځینی افغان وم چی په اتنرنیټ کی می د ساینسپوهانو پرخلاف خپل اندونه خپاره کړل اودوی می ترهربل جنایتکار څوځله وړاندی جنایتکاران او مجرمین وګڼل . زه اوس هم په دی أند یم چی ټول ساینسپوهان اوڅيړونکي په یوه کته ګوري کی نه راځي ځکه چی انسانیت هم دساینسپوهانو په زیارونو ژغورل کیږي خو داسی ساینسپوهان چی انسانانو ، ژوندي موجوداتو اوطبیعت ته تاوان رسوي ، بی له شکه بی وجدانه جنایتکاران دي . دوی دبشریت ضد وسلې ، کیمیاوي ، زروي ، بیولوژیکي ، وړانګیزاو رواني توکي اختراع کوي . زمونږ دځمکې سیاره هم دهمدغو بی وجدانو ساینسپوهانو او تکنالوژیو له لاسه په خطر کی غورځيدلې ده . ساینس او تکنالوژي باید دبشر اوطبیعت د بقا ء لپاره کاروکړي ، نه د سرمایه دارانو دکمپنیو او تجارت لپاره .  

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...