Tuesday, April 07, 2020

هوږه (سیر) دبدن ددفاعي سیستم (ایمیون سیستم) دتقویې عالي خواړه
واحد مشواني
فریمانټ ، کلیفورنیاد اپریل ۶ ، ۲۰۲۰

څيړنو ډيره ښه په ډاګه کړې چی هوږه (سیر) دبدن ددفاعي سیستم دپياوړتیا اغیزناک توکي لري . که دچا دوینې فشار په عادي 
حالت کی وي او هوږه هم خوري نو په همدغه کچ یی ساتي . دغه رنګه د وینې کولیسترول هم په صحتمند حالت کی ساتي .
بله مهمه دنده چی تازه هوږه یی په بدن کی سرته رسوي هغه دبدن د زهري موادو صفایي ده . هوږه غښتلي انتای اکسیدنت لري . له ډيرپخوا څخه هوږه دزړه دروغتیا لپاره کاریده خونوې څيړنې ښئي چی ددې بوټي اغیزمنتیا پدی کی هم ده چی دبدن ددفاعي سیستم عکس العمل اوفعالیت باوري ساتي .
تاسو ته به څرګنده وي چی د بدن دفاعي سیستم (ایمیون سیستم ) د څوکیدار دنده سرته رسوي اودوینې له سپينو کورویاتو جوړ دی . کله چی په بدن خاریجي جنسیتونه چی (فري راډیکالس) ورته وایي په بدن حمله وکړي ، دوینې سپين کرویات یی مخه نیسي اولمنځه یی وړي .
دبدن دفاعي سیستم خورا حیاتي اومهم سیستم دی چی د وایرسونو اوباکتریاو په خلاف فعالیت کوي اوکله چی دغه سیستم کمزوری اویا پکی خلل پيداشي ، د وایرسونو او باکتریاو پرخلاف فعالیت نشي کؤلای او انسان دمختلفو ناروغیو سره مخ کیږي .
 د بیلګې په توګه ، کمپيلوباکتر د کولمو یو عام ډؤل باکتریاده چی د کولمو د تکلیف باعث ګرځي . د انتي مایکروبئیل کیموترافي په ژورنال کی خپره شوې څيړنې څيړنې موندلې چی هوږه د کمپيلوباکتر باکتیریم پرخلاف ډيره اغیزمنه وه .
په یوه بله تجربه کی څرګنده شوې چی د هوږې (سیر) څخه کښل شوې ماده بدن اماده کوي چی د وایرسونو پرخلاف عمل وکړي . دغه رنګه درنځونو په مخنیوي کی او له ځينو ناروغیوڅخه په چټکۍ رغیدلوکی هوږه د توجه وړ رول لوبوي .
تازه هوږه د (الیین) په نوم یوه ماده لري چی کله وژوؤل شي نو په (الیسن) بدل شي . په هوږه کی داهغه فعاله ماده ده چی طیبي مالیکیتونه لري لکه په بدن کی د وینې دسپينو کورویاتو (دوینې سپين حجرات ) تقویه کوي چی د مایکروبونو پرخلاف فعالیت وکړي.
د قلبي امراضودتداوي لپاره هوږه ښایي ځکه استعمال شوي وي چی دا حیرانوونکی بوټی د وینې د کولیسترولو اندازه بهتروي اود زړه دحملې په مخنیوي کی مرستندویه کیږي .
‏یکشنبه‏ د 2020‏ د اپريل‏ 6

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...