Tuesday, March 24, 2020


بی مشورې درمل کارؤل

واحد مشواني
فریمانټ ، کلیفورنیا ، د۲۰۲۰ دمارچ۲۴

ګرانودوستانو ، الله مو روغ لره .

له کومه وخته چی دکرونا دوایرس وبأ او ویره خپره شوې ورسره دمختلفو خلکومنابعواومراجعولخوا ددرملنودمختلفو تدابیرو، وسیلو اودواګانوپه هکله په انټرنیټ کی مختلفې مشورې هم خپریږي چی کله ناکله دخپلسرو کارؤنو په نتیجه کی خطرناکې ثابتیږي اوکله خو آن د مرګ سبب کیږي . نوداچی د کرونا ترڅنګ دنورو روغتیایي ټکرونو څخه ځانونه اوکورنۍ وساتوو ، لازمه می وګڼله چی ددوا\درمل په هکله هم اګاهي ولرئ . زمونږ هیواد له بده بخته او کله د نابرۍ اوناپوهۍ له کبله د حیاتي مشکلاتو سره مخامخ کیږي . بی مسؤلیته اوبی ارزښته جګړې ، تجارتي سیاستوال ، ساري اوغیر ساري رنځونه ، غیرمسلکي اوجعلي ډاکټران ، خیانتونه ، جعلي درمل او وحشي ذهنیتونه ، رواجونه اوعقاید د یوسالم ملت دپایښت اودیویوسالم نسل په راټوکیدو کی زهرجن اومرګونی رول لوبوي .
دالیکنه ددرملود سمې کارونې اوله کبله یی د خطرونودمخنیوي په پار ده . هیله ده چی ستاسوسره  د ډاکټراودرملو په انتخاب او کارؤنه کی مرسته وکړي .  
په نړۍ کی خورا ډيرخلک ځینی درمل پرته دډاکټر له مشورې کاروي . په دې خلکو کی د پرمختللوهیوادونو وګړي هم شامل دي . ددی خلکوتوپير دادی چی دپرمختللوهیوادونو خلک نشي کؤلای پرته د ډاکټرله نسخې ، حساسې او سپارښت شوې دواوې راونیسي خوځينو درملو ته پرته دډاکټر له نسخې اجازه ورکړل شوې چی هر څوک یی داړتیا په وخت کی واخلي . دارنګه درمل په عمومي توګه د لومړیو بیړنیو روغتیایي ستونځو لپاره وي چی ضمني اثرات اود سملاسي خطرونو ډار نه لري اویا ډیر کم وي . ددې سره دا درمل پخپل پيک باندی د اسعمال اړوندې مشورې لیکلي وي چی هرڅوک کؤلای شي چی تر اخیستو وړاندی یی ولؤلي .
بل هغه درمل دي چی یوازې د ډاکټر په نسخه له درملتون څخه ترلاسه کیدای شي . دې درملو ته دډاکټر لخوا سپارښتي درمل وایي . کله چی درنځ دتشخیص څخه وروسته ډاکټر درنځ ضد درمل په نسخه سپارښت (پریسکرایب) کوي نو نرس ته هدایت هم کوي چی دمربوطې دوا په هکله ناروغ ته لازمې لارښوؤنې وکړي . اوکله چی له درملتون څخه سپارښتي درمل ترلاسه کیږي نو هلته فارمسیست هم اړینې لارښوؤنې کوي . د هغوی په لارښوؤنو کی ددوا ډوز، دخوراک وخت ، د غذا سره ترکیب اود کورس دوره شامله وي . دوی مخکی له مخکی له ناروغ څخه داهم پوښتي چی ایا دکومې دوا سره حساسیت لري کنه ، ایا نور درمل هم کاروي کنه ، عمر، وزن او لؤړوالی یی څومره دی اود دوا دخوراک او ناروغیو تاریخچه یی څنګه ده نو ددې معلوماتو او د لیبراتوري د نتیجو په پایله کی لازم درمل ، ډوز او دکورس موده ټاکي .
   که تاسو د کوموخؤړو، د خوراکي توکو سره حساسیت (الرجي) لرئ نو په خپل سر دواګانې مه استعمالوئ او ټولې دوګانې مو له ماشومانو لری او په خوندي ځای کی وساتئ . دغه رنګه هغه درمل چی سرخلاصي وي اود اغیز موده یی تیره شوي وي ، مه استعمالوئ . داچی افغانستان ته زیاتره دواګانې له پاکستانه وړل کیږي دناروغانو شکایتونه هم ورسره بی شمیره دي . ددې علت دادی چی پاکیستانۍ دوا ګانې په فارمسي طریقو نه وي جوړې شوې ، په درملوکی هغه مواد نه وي چی رنځ تداوي کړي او د اغیز موده اوتاریخ یی نشي ثابیتیدای . په افغانستان کی بل غټ مشکل دجعلي او ګڼکپو تش په نوم ډاکټرانو دی چی نه تشخیص کؤلای شي ، نه په انګلیسي پوهیږي چی ددوا دترکیب اوجوړښت مواد وپيژني اونه لیاقت اوتجربه لري چی د لیبراتوري نتیجې ارزیابي کړي . داسی خلکو که انسانیت ، اسلامیت ، مسؤلیت او وجدان درلودلای نوولی به یی د ناپوهو اوغریبو افغانانو قتلونه کؤلای .
زما دورورۍ اوخواخوږۍ مشوره داده چی ددناروغتیا له پيل سره سم ځانونه اویا دکورغړي اصلي اومتخصص ډاکټر ته ورسوئ او د هماغه ډاکټر دهدایت سره دوا وکاروئ .
هرډاکټر چی ددرملو پنډونه درکوي ، بی له شکه ډاکټر نه دی ، یومداري تجاردی او ځانونه تری داسی ساتئ لکه له مردکي چی ځانساتئ .

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...