Saturday, May 27, 2017

ګرانومینه والواولوستونکو، تاسوته سلام اوروژه موپه خوښۍ اوروغتیا تیره شه !
دادی نن بیا له وخت اوفرصت څخه په استفادې ،زه واحدمشوانی ستاسودروغتیا لپاره څو کرښې خپروم . زما یواځينۍ هیله داده چی که تاسوخدای مه کړه دکومې ځانګړې روغتیایي ستونځې سره مخ یاست اوزه وکولای شم دخپلوژباړلوروغتیایي مشورو په مرسته ستاسودښې روغتیا سبب وګرځم ، أجراوثواب به وګټم . پدی هدف کوښښ کوم چی د تکړه حکیمانو اوډاکټرانومشورې اوکتابونه دامریکا په کتابخانو کی پيداکړم او له انګلیسي ژبې یی عامفهمه پښتوژبې ته وژباړم .
زه کله نا کله یادؤونه کوم چی زما روغتیایي مشورې د هیڅ رنګه رنځ د تداوي ضمانت نه کوي . ستاسودبدن څرنګوالی یواځی تاسولیدلای اوحس کولای شئ . نو که تاسو ته کومه مشوره ګټه ونه کړي اویا موپه بدن ضمني اغیزې وکړي ،سم له لاسه یی ترک کړئ او دیورښتیني ډاکټر په لټه کی شئ . خوکله چی ډاکټر ته ځئ نوتاسوباید ډېرپام ولرئ چی په افغانستان ، پاکستان اوهندوستان کی جعلي اوفریبي ډاکټران هم ډېردي اوهمدغه جعلي ډاکټران د غریبوناروغانودکړاوونواومرګ سبب کیږي . که څه هم دایوه دقیقه خبره نده خو تریوجعلي اوفریبي ډاکټر، په ځان لنډ درد تیرول ښه دي نه په مختلفو رنځونو ګرفتاریدل . غریب افغانان درښتینومتخصصو ډاکټرانودلؤړو فیسونو زوراوزغم نلري نو ځکه په ارزانو، کوڅه یی فریبکارو واوړي او ځانونه په روغ لاس مرګ مفاجات ته وسپاري . داد ژؤرې اندېښنې خبرې دي اومونږ باید پدی اونورو ټولنیزو خطرونو بی تفاوته اوبی معلوماته پاتی نشوو.
بله مهمه خبره داده چی هیڅکله ماشومانو ته پرته له تحقیق اواګاهي دوا مه ورکوئ . دغه رنګه میرمنوته دحمل په وخت کی پخپل سر، پرته له اګاهي اومعلوماتو دوا ګانې مه ورکوئ چی دغه کار مونه یواځی یوه حامله میرمن ناروغوي بلکی دهغې په خېټه کی د ماشوم دمعیوبیت ، له وخته مخکی زیږوون اویا مرګ سبب ګرځیدلای شي .
تاسوباید اګاهي ولرئ چی نه یواځی د فامیسي دوایانې خطرناک کیمیاوي مواد لري بلکی بوټي اونباتات هم کیمیاوي توکي لري .
له بده بخته افغانستان د لویوطبیعي شتمنیوسره سره یودنړۍ له ګدایګروهیوادونوڅخه دی چی د نوروسیکتورونوترڅنګ روغتیایي سیکتوریی په نشت اوله حده زیات کمزوری دی . پدغه هیوادکی خلک یواځی دجګړوله امله نه مري بلکی دجرسي اوپوډري موټروانانو دچلند اودرنځونو ، غریبۍ ، جعلي اوناپوهوډاکټرانواوجعلي دوایانوله کبله هرکال په زرهاو افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي .
پخوا په افغانستان کی د سرطان اوشکرې درنځونو کچ ډېر ټيټ وو خواوس د مختلفو عواملوله کبله دا کچ لوړشوی دی .
په افغانستان کی پخوا ترجګړو وژوونکي اوتباه کوونکي امراض نری رنځ ( تیوبرکلوز) اود زیړي (هیپيټایټس) ډؤلونه وو. له بده بخته نن هم دغه رنځونه هرکال په زرګونو افغانان وژني او په زرګونو نورپری اخته کیږي . درنځونو په هکله نه یواځی اغیزمن دولتي وقایوي تدابیرشته بلکی ټولنیزه اګاهي هم نشته او که چیری وي هم نو د غلط ذهنیت له کبله نه درک کیږي .
هیریی نه کړئ چی ستاسو، ستاسود کورنیواواولادونوروغ ژوند ستاسوپه لاس کی دی نه دډاکټراودوا په ډاډ . خپل ژوند د رنځونوپه هکله اګاهي درنځونودمخنیوي ، پاکتیا ،نظافت اومناسبوپاکوخوړواوڅښوپوری په مرسته ډاډمن کړئ.   

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...