Thursday, June 01, 2017


دشکرې د مخنیوي اوکنټرول ځينی توکي

سلام ، زه واحد مشواني یم اودادی بیا ستاسولپاره یوه ګټوره خو بی تاوانه نسخه درژباړم

مخکی لدی چی له انګلیسي څخه ددې ساده نسخې ژباړه پښتو ته پيل کړم ، غواړم خپل یونظر هم ولیکم او هغه داچی تاسو باید پدی اګاه یاست چی د طبیعي بوټو اویوناني دوا ګانو اغیز ډېر ورو وي او ددې لپاره چی دناروغ په بدن ډاډمن اغیز وکړي باید دنسخې توکي داوږد وخت لپاره وکارول شي . بله مهمه خبره داده چی د طبیعي نسخود استعمال په وخت کی له هغو خوړوپرهیز وشي چی رنځ نورهم سختوي اونسخې بی اغیزه کوي . ددی ترڅنګ د بوټود استعمال اندازه ، ترکیب ، تیاری ، دخوراک وخت او حرارت په نظرکی ونیول شي . ډېر داسی بوټي اونباتات دي چی په حرارت او یخ کی د یوځای کیدوپروخت دبل بوټي اغیز لمنځه وړي اویا درېيم کیمیاوي عکس العمل رامنځته کوي . لکه دانسانانومزاج (دبدن سړښت اوتودوخه) بوټي اویوناني دوایانې هم یخ او تاوده خواص لري . ددې دواړو خاصیتونو ترمنځ ټکراو تعادل ټینګول ضروري دي . ډېر خلک د یوناني دوایانو په سم استعمال اګاه نه وي نو ځکه یی په بدن کی حساسیت پيداشي . ددوا اوشفا لپاره کاریدونکي بوټي باید دخپلوټولو ګټو، تاوانونو، ضمني اغیزو اوکیمیاوي تعملاتو سره تجربه شوي وي اوپه هغوکی موجود عناصر معلوم شوي وي ترڅو په سمه توګه اود رنځ اوتکلیف مطابق تیار اووکارول شي . د بېلګې په توګه ، کورکمان (زردچوبه) : دا بوټی له پيړیو پيړیو راهیسی په هندي خوړو کی کارول شوی دی اوګټې یی څرګندې شوې دي . پدی وروستیو کی څېړونکو او طبي متخصصینو هم منلې چی کورکمان روغتیا ته ډېرې ګټې لري او لدې کبله اوس د ګولیو ، کیپسولو اومایعاتو په شکل په مارکیټونو کی خرڅیږي .



Diabetes

د شکرې رنځ ته شفا ورکوونکي توکي

Aloe Vera

ددی بوټي د پاڼو جوس په بدن کی د ګلوکوزدښه والي سره مرسته کوي، د بدن وازګه  اودوینې لیپډ کموي ، زخمونه جوړوي اوپړسوب ښکته کوي

Lemon

لیمومحلولي فایبر لري اودا په نهاره وینه کی دشکرې (ګلوکوز)  دکمیدو سبب ګرځي ځکه ویټامین سي لري اودانسولینومقاومت ښه کوي . دغه رنګه دلیموجوس په ځانګړې توګه دلیمو پوستکی د ټيټ ګلایسیمیک شاخص دی . بل خاصیت یی دادی چی بدن دلیمو کاربوهایدریت په توندۍ په ګلوکوز بدلوي 

Turmeric

کورکمان (زردچوبه)

کورکمان انتي ګلایسمیک عناصرلري چی دپانقراس دسم فعالیت ، دانسولینود بیلنس اوکنترول سبب کیږي . دغه رنګه په بدن کی دانسولینودمقاومت اودشکرې درنځ دراپيداکیدومخه نیسي . کورکمان د انسولینودمناسب تولید اوپه پانقراس کی د بېټا حجراتود ترمیم سره مرسته کوي

Green Tea

شین چای

د پالیفینول لؤړه اندازه انتي اکسیدنتس اوهایپوګلایسیمیک اجزاء لري چی له خوړوڅخه ګلوکوز ازادوي . پالیفینول دبدن دانسولینواستعمال ته سمون ورکوي . د ۲۰۱۳ کال څېړنې ښئي چی که څوک دورځې ۶ یا زیاتې پيالې شین چای وڅښي نو ۳۳ فیصده د شکرې په ټایپ ۲ رنځ داخته کیدو مخنیوي کوي

Cinnamon

دارچیني

دانسولینوفعالیت تحریکوي خوپام مو وي چی په خالص شکل یی وکاروئ

Bilberry

نپوهیږم چی په پښتو کی دې ته څه نوم وایي . تاسویی په انځورکی وګورئ خوزه یی دلته دبیل بیري په نوم لیکم .

دامیوه انتوسیانوسایدس لري، د فلاونوید یوډؤل دی چی درګونودیوالونه قوي کوي اود شکرې ریتینوپتي (دسترګوشاته پردوکمزوري) لرې کوي

Bitter Gourd

کریله

د انسولین پالي پيپتاید په نوم یوه کیمیاوي ماده لري چی د هغوانسولینو تقلید کوي چی په پانقراس کی تولیدیږي. کریلې چراتین اوماموردیسین هم لري چی په وینه کی ۲۸ فیصده د شکره کموي 

Flax seeds

دزغروتخم

دپوټکوسره میده کول اوخوړل یی ګټوردي ځکه چی لؤړه اندازه فایبرلري ، هاضمه راولي ، په وینه کی دغوړاوشکرې جذب اغیزمنوي اوله خوړو وروسته دوینې شکره ۲۸ فیصده ټيټوي.  

Psyllium Husk

د اسپیغولوسبوس

تاسود سپيغولودسبوس سره اشنا یاست اودابه مو هم لیدلي وي چی کله دسپيغولوسره اوبه ګډې شي نوسریښناکه لېټۍ تری جوړه شي . همدا سرېښناکه لیټۍ په کولمو کی د ګلوکوزدجذبیدو مخنیوی کوي . د شکرې یوعمومي حالت دکولمو السردی اولدغه حالت څخه سپيغول دکولمودیوالونه ساتي

Holy Basil

مقدس کشمالي

ددی بوټي په پاڼوکی انتي اکسیدنتونه خورازیات دي چی د اویجینال، میتایل اویجینال اوکاریوفیلین دتولید سبب کیږي . دادری توکي په پانقراس کی د بیټا حجراتودمنظم فعالیت اودانسولینوپروړاندی یی تحریکوي

Indian Blackberry

هندي شاتوت

دا میوه د ګلایکوساید په نوم مالیکول لري چی په شکرې (قند) باندی دنشایستې د بدلیدومخنیوی کوي اولدی سببه دوینې قندټيټيږي اودانسولینودجګوالي مخه هم نیسي



Neem

نیم

د نیم ونه په هند کی ډېره مشهوره ده اود ځینوروغتیایي ستونځور لپاره زیاته کارول کیږي . دنوراستعمال ترڅنګ ، دوینې دشکرې دکنترول لپاره تری هم کاراخیستل کیږي ځکه چی د انسولینواخیستونکی حساسوي ، په رګونوکی دوینې جریان درګونوپه رپيداښه کوي اودا په وینه کی دګلوکوز دکمښت سبب ګرځي  

Exercise

ورزش

له ډېروافغانانوڅخه می اوریدلي دي چی که ورزش دومره ګټه درلودلای نو بزګران اومزدوران باید نه ناروغه کیدای ځکه چی هغوی هره ورځ په ساعتونو کارکوي . دایوسم استدلال ندی ځکه چی هیڅوک ۱۰ ساعته ورزش نکوي . دورزش خپل ځانګړي اومنظم حرکات دي او پداسی وخت او ځای کی اجراکیږي چی د تنفس لپاره هوا صافه وي ، چاپيریال مناسب وي اودبدن عضلات دمه وي .

ورزش نه یواځی عضلات قوي اوغښتلي کوي بلکی د ژرکمزوري کیدو اوناروغیومخه هم نیسي . دبدن دوازګې (غوړ) ختمول اودخوښې سوچه عضلات رامنځته کول دورزش له لارې ممکنیږي . ورزش دبدن دوینې جریان اسانوي ، رګونه خلاص ساتي ، دماغي اوجسماني ځواک ډېروي ، دپوستکي څخه خولې باسي ، هاضمه برقراره ساتي ، دزړه درنځونو، د پختورګودرنځونو اودپوستکي درنځونو مخنیوی کوي ، داندامونو ښکلا زیاتوي ، دبدن دفاعي سیستم اونورمختلف سیستمونه فعال ساتي . دبدن د حرارت اوپه بدن کی دمایعاتوفعالیت منظموي . داټول ددی سبب کیږي چی حجراتوته منظمه انرژي رسیږي اوپه وینه کی شکره په انرژي بدلیږي او وینه سوچه اونروبه پاتی کیږي . په وینه کی دشکرې زیاتوالی دوینې دپېړوالي سبب کیږي اوپه رګونوکی دوینې د اسانې بهیدنې مخنیوی کوي . ګلوکوزپه ټوله معنا دبدن لپاره مضرندي ، بدن کاربوهایدریتواوګلوکوزوته هم اړه لري خودا باید له ښه اوسوچه منابعوڅخه لاسته راشي او څومره چی ضرورت وي هغومره واخیستل شي خوله حده زیات اویاله حده کم ستونځې رامنځته کوي .

ورزش دوقایع (مخنیوي) یومهم محرک دی چی باید له پامه ونه غورځول شي  

Acupuncture

داپه بدن دځانګړوستنودوهلو چینایي طریقه ده چی د ډېروروغتیایي ستونزودکمولولپاره کارول کیږي . تجربه یی که ګټه ونه کړي نو هیڅ تاوان هم نه کوي . وئيل کیږي چی دوینې دلوړې شکرې په سبب دعضلاتودفعالیت اوروغتیا لپاره ګټه لري . که څوک دبدن په کوم غړي کی درد احساسوي اویا یی کوم غړی بی حسه شوی وي باید آ کو پنکچرهم وازمایي

خواړه

Food

د وینې دشکرې دکنترول لپاره له هغوخوړوڅخه پرهیزوشي چی زیات کاربوهایدریت ولري ،یانې قند پکی زیات وي او په وینه کی د شکرې اندازه پورته کوي . له هغو خوړو هم باید پرهیز وشي چی د بدن تیزابیت زیاتوي ، په پښتورګوکی کاڼي پيداکوي . د غذایت موضوع یوه ډېره لویه اومهمه موضوع ده چی آن په یوکتاب کی هم نشي خلاصه کیدای خودلته عمومي یادونه کافي ده اوپدی هکله به انشاء الله بل وخت لیکنه وکړم خویوځل بیا ټينګارکوم چی له دوا څخه هم خوراک مهم دی اوپدی هکله د غذاګانو پيژندنه اړینه ده .



Drink

څښاک

څښاک هم لوی بحث دی اودلته په څوجملوکی نشي رالنډيدای خوپه عمومي توګه باید ووئيل شي چی دشکرې ناروغان باید له خوږوشربتونواود الکولو له خوړلوکلک پرهیزوکړي . دبورې اویاګوړې چای په وینه کی شکره لوړوي . سپينه بوره که څه هم کاربوهایدریت یی ټيټ دي خو اغیزیی دومره توند اوقوي دی چی دوینې شکره ترهرڅه زیاته پورته کوي .

ترټولو ښه اوصحتمند څښاک پاکې یخې اوبه ، جوش اوبه اوشین چای دی . په ساده اوبوکی دتازه لیموڅښل هم ګټه لري . دغه رنګه دشنوسبواوځينوهغومیوو جوس دسهاریاغرمې لخوا مفیددي چی د کاربوهایریتو اندازه یی ټيټه ، ګلایسیمیک لوډ یی سست اوګلایسمیک اینډيکس یی ترټولوټيټ وي . دټولوخوراکي توکو ایندیکس له ۱ – ۱۰۰ ټاکل شوی . پدی ایندکس کی چی هرخوراکي توکی (میوې، سابه ...) ترټولوکم نمرولري هغومره د شکرې ناروغانو ته تاوان نه رسوي .

Live Style

د ښه ژوند لار

ښایي ځينی خلک دلایف سټایل په ګټواومفهوم خبرنه وي خوپه نړۍ کی ډاکټران په دی ډېرټينګارکوي . ددی منطقي اوساینسي دلائيل هم شته چی دلته نشي خلاصه کیدای خو یوه لنډه بېلګه یی د رواني تاثیراتوده چی کله رواني ناروغان دماغي سکون پيداکړي ډېرنورروغتیایي تکالیف یی هم ورک شي . په لایف سټایل کی خوراک ، څښاک ، پوشاک ، اوسیدل ، ویده کیدل ، تفریح کول ، پاکه هوا تنفس کول ، ورزش کول ، نظافت ساتل ، خوښ چاپيریال کی ژوند کول ، فعال اوسیدل ، ټولنیزژوند کول اوله کورني ژوند څخه خونداخیستل شامل دي

يادؤنه : دټولومضامینودچاپ حق یواځی زماسره خوندي دی

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...