Saturday, May 27, 2017

دهرناروغ بدن ځانګړي خاصیتونه ، مزاجونه ، اندازې ، عمر، جنسیت اودسیستمونو متفاوت ځواکونه لري نوځکه ددرملیزوبوټو، نباتاتواویوناني دوایانوتاثیرهم مختلف وي . دبیلګې په توګه دګرم خاصیت بوټواغیز دګرم مزاج یاګرم بدن سره اویا دګرمودوایانو خوراک په یخ مزاجوناروغانو بدې اغیزې درلودلای شي نو ځکه د وایانې باید دمزاج سره په تعادل کی برابرې اواستعمال شي . ددې ترڅنګ داسی بوټي اونباتات هم شته چی دهرچالپاره نهایت ګټوردي لکه د کورکمان (زردچوبه) استعمال . کورکمان خوراډېرې روغتیایي ګټې لري او هرڅوک یی باید استعمال کړي خو د یوڅه تورمرچ سره کنه وینې ته په اسانۍ نه جذبیږي .
دادی ۳ مشورې درته خپروم چی دتوکواستعمال یی هیڅ رنګه ضمني تکلیف نه پيداکوي .هیله ده چی مرسته درسره وکړي .
۱ - درګونودازادېدولپاره
۱ پياله تازه ټماټر(بانجیان رومي)
۱ چای خوري میده شوي زنجبیل (ادرک)
۱ سورتازه مرچ
یوپرڅلورپياله دتازه لیموجوس
۲ غندلې سیلري
تیارول:
ټول په جوسرکی واچوئ او شیره یی کړئ اوبیا یی د ډوډۍ په قاشوقه دورځې دوه ځل وخورئ
۲ – دشکرې ناروغانولپاره
۵ کیلې
۲ شنې مڼې
۲ کیوي میوې
یوه قبضه کیل (ایرانیان یی کلم پيچ بولي)
ټول په جوسرکی واچوئ ، شیره یی جوړه کړئ اوبیایی سهاراوبیګاه وخورئ
۳ – دیوریک اسید دکمیدولپاره لاندی توکي مفیددي
تک تور تخم لرونکي کشمش
اناناس (پاین اپل)
تازه شنه میتي (درشقې په رنګ )
لاچي (یل)
دپان شنه پاڼه
هوګه (سیر)
تازه شنه پياز
شنه پالک ، خو لومړی اوبه جوش کړئ ، تازه پالک وروغورځوئ او کله چی یی شنې اوبه ووځي هغه وڅښئ خو پالک یی مه خورئ
ګازرې

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...