Monday, May 08, 2017

لس خوراکي توکي چی دزړه رګونه ازادوي اودزړه دسکتې مخه نیسي
AVOCADO
أووکادو : صحتمند اوګټور غوړي لري
ASPARAGUS
أسپاره ګس : دا سبزي دوینې فشارټيټوي اودوینې د لخته کیدو (ټينګیدو) مخه نیسي
POMEGRANATE
أنار : دامیوه په افغانستان کی زیاته پيداکیږي اوله انتي اکسیدنت څخه ډک دي . أناردرګونو دیوالونه له خطره ساتي اوپه بدن کی د نایتریک اسیدو اندازه پوره کوي
BROCOLI
براقلي : دا شین رنګه سبزي د ګلپي له خاندان څخه دی خوپه افغانستان کی یی زیاتره خلک ښایي ونه پېژني خوخورا ګټوره اوخوندوره سبزي ده او د (ک) ویټامینوښه منبع ده . د (ک) ویټامین په رنګونوکی دګلسیمو دنقصانونو مخنیوی کوي. پردې برسیره ،براقلي فایبر لري اولدی کبله د وینې فشاراوپه وینه کی چرک اوغوړ کموي .  
TURMERIC
کورکمان : دګزک ضد موادلري ،التهاب کموي . التهاب دارتیریوسکلروسیس اود رګونودسختیدو غټ سبب دی
کورکمان (زردچوبه) خورا مهمه مساله اوروغتیایي توکی دی چی باید هرڅوک یی په خوړوکی وکاروي . کورکمان دوینې د ټينګیدو اود سرطاني حملو مخه نیسي .  
PERSIMMON
پرسیمن چی پاکیستاني ورته أملووک وایي ،یوه زیړه خوږه میوه ده اوپه پاکیستان کی ډېرپيداکیږي. دا میوه د (پولیفینول) څخه ډکه ده او دوینې بد کولیسترول او ترایګلیسراید کموي ، رګونه ازاد ساتي ، دوینې فشارکنترولوي اودفایبر منبع ده .
SPIRULINA
سپيرولینا : په وینه کی د (لیپيډ) اندازه کنترولوي اود أمینواسیدونو مهمه سرچینه ده . أمینواسیدونه د بدن دعامې روغتیا لپاره مهم دي، درګونودیوالونو ته دمه ورکوي او دوینې فشارپایدارساتي
CINNAMON
دارچیني : دوینې خیری پاکوي اومخه یی نیسي. دا مساله له انتي اکسیدنتو څخه ډکه ده . انتي اکسید نت په بدن کی دازادو راډیکالونوچی دمختلفوسرطانونوسبب ګرځي ، مخه نیسي . دزړه روغتیا ساتي ځکه چی په وینه کی دګزک مخنیوی کوي  
CRANBERRIES
کران بیریس : د ګورګوروپه څير سوررنګه ،تروه میوه ده چی انتي اکسیدنتس زیات لري ، خراب کولیسترول کموي اوکه څوک یی جوس هره ورځ وڅښي نودزړه درنځونو خطرونه تر ۴۰ فیصده کموي
GREEN TEA
شین چای : شین چای د کیته چین په نوم یوه ماده لري چی د خوړودهضمولوپروخت کولموته د کولیسترولودجذب کیدو مخنیوی کوي اود میتابولیزم سره مرسته کوي . دورځې ۲ پيالې شین چای څښل کافي دي .

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...