Monday, June 22, 2015



ګرانو اوقدرمنولوستونکو
دوحید بلاګ نوم په «افغان روغتیا» بدل شو اودبلاګ بڼې ته هم تغیرورکړشو. فکرکوم چی اوس به دپخوا په پرتله اسان اوښه ښکاري . ددی بلاګ لوی هدف دادی چی خپلوهیوادوالوته درنځونو اودرملنو په هکله دامریکا له مشهوروروغتیایي تأسیساتو، ډاکټرانو ، کتابونواوویبپاڼوڅخه نوي اوتازه مواد راټول ، ویی ژباړي ، ترتیب یی کړي اوپه خورا ساده اوعامفهمه ژبه یی تاسوته وړاندی کړي ترڅو دځان اوخپلې کورنۍ په روغوالي اوله رنځونو څخه په حفاظت کی تری ګټه واخلۍ . له بده مرغه افغانستان دنړۍ هغه بدبخته هیواددی چی وګړي یی مناسبه روغتیا نه لري اودناخبرۍ له کبله نشي کولای دوژونکواوتباه کوونکورنځونو مخنیوی وکړي . دافغانستان خلک په جګړوکی دومره تلفات نه ورکوي لکه څومره چی دساري اوغیرساري امراضو ښکارکیږي . یواځی د توبرکلوزرنځ څخه هرکال ۷۰۰۰۰ هیوادوال مړه کیږي نوداسی زېړې ، سرطان اودشکرې رنځ هم وګڼئ . پوهه اواګاهي هغه څه دي چی انسان پری خپله بقا ډاډمنه کولای شي. الله تعالی دې ټول انسانان له دردوغمه وساتي خو دردوغم لکه شیطان په هرچاپسی ورپسی وي نو له دې خبیث خطر څخه هغه وخت ځان کورنۍ ، کلی ، ښار اوپه ټوله کی هیواد ژغورلای شئ چی علم اواګاهي ولرئ . زه دلته ټولی ژباړې پرته له کومی ګټې اوعایدڅخه ، خاص دالله درضا اودهیوادوالودروغتیا اوبدني سالیمیت لپاره کوم .زه په دی کارستاسودعا اودخدای اجرغواړم اوبس . نوره هیڅ طمعه نه لرم  

په مینه اودرنښت    



No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...