Friday, June 20, 2014


دوحید دبلاګ قدرمنولوستونکواومینه والوزما پېرزوینې ، نېکې هیلې اوسلامونه ومنۍ
زه واحد مشواڼی یم اودادی بیا ستاسودروغتیا اوروغتیایي معلوماتولپاره خدايي خدمت کوم . دلته چی تاسوهرڅه لولئ زیاتره یې دامریکایي ډاکټرانو دروغتیایي مشورو ژباړې دي چی ما هغه لنډی کړي دي اوزمونږ داړتیاوکچ ته می برابرې کړي دي . په دې کی شک نشته چی زه ددې ارزښتناکومعلوماتوپه لټون ، لنډيز، ترتیب او ژباړنه زیات وخت لګوم خوددی کارلپاره له هیچا دشابسي توقع هم نه لرم ځکه چی زه داخدمت خدايي کوم اوداجرونوطمعه هم له خدای (ج) څخه کوم . علم هغه وسیله ده چی انسان پری ناشوني شیان شوني کوي اودخپلی ګټی اوبقالپاره یی کاروي نوددی لپاره چی سړی پوهه لاسته راوړي باید ډېرمعلومات ولري . دمعلوماتودحاصلولولپاره الله تعالی مونږ ته دلیدوأو اورېدوحسونه راکړي دي چی لوستل، لیکل اوپه ټوله کی زده کړه یی را أسانه کړېده . له طبي کتنوڅخه جوؤته شوی چی دانسان ددماغوحجرات په مطالعه فعال اوژوندي ساتل کیږي .
 په هره بڼه ، نن درته دیو توکي (کېفین) په هکله په زړه پوری معلومات برابروم چی دامریکایي متخصصانو له مشورواونظرونوڅخه می راغونډ کړي دي اوستاسو دګټی لپاره یی دلته خپروم .
الله موهیڅکله مه رنځوه، آمین
کېفین     
   دکېفینوحقایق
Caffeine facts
کفین یوتحرکي توکی دی چی دنړۍ له ۶۰ مختلفونباتاتوڅخه په لاس راځي. دکېفینوساینسي نوم
 1 ,2,7-rimethylxanthine
دی اوفکرکیږي چی درواني فعالیت ددرملوپه توګه کارول کیږي . کافي ، شربتونه (سوډا لکه کوکاکولا، پيپسي اوداسی نور) اوچای دکېفینوعامی منابع دي . دکېفینوأغېزې تردرې یاکمو ساعتونولپاره وي . کېفین دمرکبودرملواودوزن دکمولوپه تولیداتوکی هم موندل کیږي  
 دامریکا طبي انجمن اودامریکادمتحدوایالتونودغذااودرملواداره ګومان کوي چی دکېفینوممنځومانه کارونه «په عامه توګه بی خطره پېژني»
کېفین څه شی دی؟
په افغانستان کی ښايي اکثریت خلک کېفین اوددی تحریکوونکی أغېزه ونه پېژني خوښایي هره ورځ یی وکاروي . لکه څنګه چی می مخکی یادؤنه وکړه ، په نړۍ کی کېفین درواني فعالتیا ددرملوپه توګه کاروي . اکثریت ځوان کوول هره ورځ کېفین کاروي اودکېفینوپه ګټواوتاوانونوڅېړنی روانی دي
ښایي کېفین موډېرخوښ وي خوپه کټه توګه کېفین څه شی دی؟
 1,3,7 دکېفین عام نوم دی –trimethylxanthine
کله چی خالص شي نودتریخ خوندسپين پوډرتری لاسته راشي چی په شربتونوکی دځانګړي خوند سبب کیږي . دکېفین ویي دکافي لپاره دجرمني اوفرانسوي نومونوڅخه جوړشوی دی . کله چی وخوړل شي نوله ۳۰ څخه تر۴۵ دقیقوپوری په بدن کی جذب شي اوأغيزیی له ۳ ساعتونووروسته لمنځه ولاړشي اوبلاخره داسی دفع شي چی په بدن کی راټولېدنه یی هم پاتی نشي . کېفینوښودلی ده چی طبیعت (مووډ) ، استقامت ، دماغي او، رګي سیستمونه ، د معدې اوکولموفعالیت أغېزمن کوي خوښایي چی کېفین دهرچالپاره ښه نه وي.
دکېفینوسرچینې کومې دي؟
کېفین دنړۍ د۶۰ نباتاتوپه پاڼو، زړواومېووکی موندل کیږي . ددی تریخ خوند دنباتاتودأفتونواودحشراتومخنیوی کوي . په محصولاتوکی په عامه توګه په کافي ، چای ، کوکا تخم ،کولااودانرژي په شربتونوکی شتون لري . کېفین په مصنوعي توګه هم جوړیږي اوپه خوړو، مایعاتو، شربتونواودرملوکی تری کاراخیستل کیږي . په امریکاکی دخوړواوڅښاک په توکولېبلونوباندی دکېفین د شتون یادښت أړین دی خواندازه یی أړینه نه ده
دامریکا طبي انجمن اودامریکادمتحدوایالتونودغذااودرملواداره ګومان کوي چی دکېفینوماډریټ کارونه
 «په عامه توګه بی خطره پېژني » ددی معنا داده چی په عامه توګه دکېفینو کارؤنه دهغه چا لپاره بی خطره ده چی په دی هکله ورباندی څېړنې شوي دي . لاندی تاسوته دکېفینو ټيټه ، منځومانه ، لؤړه اودرنه اندازه ښودل کیږي
دکېفینوورځنۍ ټيټه ترمنځومانه پوری اندازه له ۱۳۰ ملي ګرامه څخه تر۳۰۰ ملي ګراموپوری ده
 دکېفینومنځومانه ورځنۍ اندازه له ۲۰۰ ملي ګرامه څخه تر۳۰۰ ملي ګراموپوری ده
دکېفینوورځنۍ اندازه له ۴۰۰ ملي ګرامه څخه لوړه ۴۰۰ ملي ګراموڅخه لوړه ده
دکېفینوورځنۍ درنه اندازه له ۶۰۰۰ ملي ګرامو څخه زیاته ده
دککېفینودری ستری سرچینې کافي ، چای اوشربتونه دي . دکېفینودمخنیوي یالری کولوځینی لاری کارول کیږي چی (ډي کېفینېتید) ورته وایي . زیاتره خلک داسی فکرکوي چی ډي کېفینېتید دا معنالري چی ګنی په اړوندوخوړواومایعاتوکی کېفین نشته خونووڅېړنوښودلی ده چی آن ډي کېفینېتید شیان هم کېفین لري .
تراوسه بله داسی لار نده موندل شوی چی سړی پوه شي چی څومره کېفین یی لږولي دي یانی تراوسه لا دکېفینو داندازې ټاکلولابراتواري ټيسټ نشته نوځکه مهمه ده چی سړی په ټولیزه توګه دځان لپاره د کېفینېتید او ډي کېفینېتید حدوټاکي . ددی ترڅنګ کولای شئ چی هغه شیان غوره کړئ چی کم کېفین ولري . په ډېروهیوادونوکی په خوراکي موادولېبلونه لګېدلي وي چی دشیانومحتواټاکي خوبیاهم په خوراکي توکوکی دکېفینو اندازه نشي ښودلی نوځکه مودالاندی جدول برابرکړترڅودکېفینودخوراک اندازه أټکل کړای شئ :
دکېفینوسرچینې اومحتوا
دکېفینواندازه
Amount of caffeine
Plain, brewed coffee 8 oz 135 mg (range 102-200)
په ۸ أونسه۱۳۵ ملي ګرامه تیاره شوی ساده کافي کی له ۱۰۲ څخه تر۲۰۰ ملي ګرامه
Instant coffee 8oz 95 mg (range 27-173
په ۸ أونسه او۹۵ ملي ګرامه تیاره شوی انستنت کافي کی له ۲۷ څخه تر۱۷۳ ملي ګرامه
Espresso 1 oz 40 mg (range 30-90)
په ۱ أونس او۴۰ ملي ګرامه ایسپرېسوکافي کی له ۳۰ څخه تر۹۰ ملي ګرامه
Plain, decaffeinated coffee 8 oz 5 mg (range 3-12
په ۸ أونسه او۵ ملي ګرامه کېفین نه لرونکی یانی ډي کېفینېتید کافي کی له ۳ څخه تر۱۲ ملي ګرامه
Green tea 8 oz 53 mg (range 40-120)
په ۸ اونسه او۵۳ ملي ګرامه شین چای کی له ۴۰ ملي ګرامه څخه تر۱۲۰ ملي ګراموپوری
Black tea 8 oz 40-70 mg
په ۸ أونسه تورچای کی له ۴۰ څخه تر۷۰ ملي ګراموپوری
Barq's root beer 22 mg
په بارق روټ بیروکی ۲۲ ملي ګرامه
Coca-Cola Classic 12 oz 35 mg
په ۱۲ أونسه یانی یوډبي کلاسیک کوکاکولاکی ۳۵ ملي ګرامه
Diet Coke 12 oz 47 mg
په ۱۲ أونسه ډایټ کوک کی ۴۷ ملي ګرامه
Dr. Pepper 12 oz 42 mg
په ۱۲ أونسه ډاکټرپېپر(دکوک په څېرشربت ) کوک کی ۴۲ ملي ګرامه
Diet Dr. Pepper 12 oz Data 44 mg
په ۱۲ أونسه ډایټ ډاکټرپېپر کی ۴۴ ملي ګرامه
Jolt Cola 12 oz 72 mg
په ۱۲ أونسه جولټ کولاکی ۷۲ ملي ګرامه
Mountain Dew regular or diet 12 oz 54 mg
په ۱۲ أونسه ډایټ اوعادي ماونټن ډووکی ۵۴ ملي ګرامه
Mountain Dew, MDX, regular or diet 12 oz 71 mg
په ۱۲ أونسه ډایټ ، ایم ایکس ډي اوعادي ماونټن ډووکی ۷۱ ملي ګرامه
Pepsi-Cola 12 oz 38 mg
په ۱۲ أونسه پيپسي کولاکی ۳۸ ملي ګرامه
Diet Pepsi 12 oz 36 mg
په ۱۲ أونسه ډایټ پيپسي کی۳۶ملي ګرامه
Sunkist Orange 12 oz 42 mg
په ۱۲ أونسه سنکیست مالټوکی ۴۲ ملي ګرامه
Tab 12 oz 46.5 mg
په ۱۲ أونسه ټاب کی ۵.۴۶ ملي ګرامه
Vault 12 oz 71 mg
په ۱۲ أونسه والټ کی ۷۱ ملي ګرامه
Full Throttle energy dring 16 oz 144 mg
په ۱۶ أونسه ټروټل اینرجي ډرینک کی ۱۴۴ ملي ګرامه
Monster Energy 16 oz 160 mg
په ۱۶ أونسه ماستراینرجي کی ۱۶۰ ملي ګرامه
ed Bull 8.5 oz 80 mg
په ۵.۸ أونسه ریډبول کی ۸۰ ملي ګرامه
Rip It energy drink 8 oz 100 mg
په ۸ أونسه ریپ ایټ اینرجي کی ۱۰۰ ملي ګرامه
Sobe No Fear energy drink 8 oz 130 mg
په ۸ أونسه سوب نوفیئراینرجي ډرینک کی ۱۳۰ ملي ګرامه
Spike Shooter energy drink 8.4 oz 300 mg
په ۸.۴ أونسه سپایک شوټراینرجي ډرینک کی ۳۰۰ ملي ګرامه
Milk chocolate bar 1.5 oz 9 mg
په ۱.۵  میلک چاکلېټ بارکی ۹ ملي ګرامه
Sweet chocolate bar 1.45 oz 37 mg
په یوعشاریه ۴۵ سويټ چاکلېټ بارکی ۳۷ ملي ګرامه
ocoa powder mix 3 tsp 5 mg
 د۳ چایوقاشوقوکوکوا ګډوپوډروکی ۵  ملي ګرامه
Hershey's Special chocolate bar 1.45 oz 31 mg
په یوعشاریه ۴۵ هرشیز سپېشل چاکلېټ بارکی ۳۱ ملي ګرامه
Hot cocoa 8 oz 9 mg (range 3-15)
په ۸ أونسه ګرم کوکوا کی ۳۷له ۳ - ۱۵ ملي ګرامه
Jolt caffienated gum, 1 stick 33 mg
په یوه پلته کېفینېټد جولټ ژاوله کی کی ۳۳ ملي ګرامه
Ready-to-eat chocolate pudding 4 oz 9 mg
په ۴ أونسه ریډي ټوایټ چاکلېټ پودین یا فیریني کی ۹ ملي ګرامه
Ben & Jerry's Coffee Heath Bar Crunch 8 oz 84 mg
په ۸ أونسه بین اینډ جېریس هیت بارکرنچ کی ۸۴ ملي ګرامه
Ben & Jerry's Coffee Flavored Ice Cream 68 mg
په بین اینډ جېریس فلېوریډ أیس کریم کی ۶۸ ملي ګرامه
Häagen-Dazs Coffee ice cream 8 oz 58 mg
په ۸ أونسه هېګن ډېزأیس کریم کی ۵۸ ملي ګرامه
Häagen-Dazs Coffee frozen yogurt 8 oz 58 mg
په ۸ أونسه هېګن ډېزکنګل شوي کافي أیس کریم کی ۵۸ ملي ګرامه
Excedrin Extra Strength, 1 tablet 65 mg
په یوه ایکسیدرین (ددرداوتبې دوا) ګولۍ کی ۶۵ ملي ګرامه
Bayer Select Maximum Strength 64.5 mg
په یوه بایرسلیکت ماکسیموم سترینت (ددرداوتبې دوا) ګولۍ کی ۶۶عشاریه ۵ ملي ګرامه
Midol Menstrual Maximum Strength 60 mg
په یوه میدال مینستروال ماکسیموم سترینت(دوا) ګولۍ کی ۶۰ ملي ګرامه
NoDoz Maximum Strength, 1 tablet 200 mg
په یوه نو- ډوزماکسیموم سترینت(دوا) ګولۍ کی ۲۰۰ ملي ګرامه
Pain reliever tablets 65 mg
له درده دخلاصون په تابلیتوکی ۶۵ ملي ګرامه
Vivarin 1 tablet 200 mg
په یووای ورین  (دوا) ګولۍ کی ۲۰۰ ملي ګرامه
آیا کېفین اعتیاد لري ؟
آیا تاسوکله داسی فکرکړی چی پرته له یوې پيالې سهارنۍ کافي څخه هیڅ فعالیت نشئ کولای ؟ آیا پرته له کافي ، چای اوشربت څخه ځان کمزوری اوسست احساسوئ ؟ آیا دا به ددی معنا ولري چی په کېفینومعتاد شوي یاست ؟ داټولی پوښتنی په دی پوری تړلي دی چی له چاموپوښتلي دي. آیا مونږکېفین د خوندلپاره کاروو که دکوم هدف لپاره، دایوه متضاده موضوع ده . دکېفینوپه اعتیاد شکي خلک وایي چی مونږیی د خوند لپاره کارووخوځينی چی فکرکوي چی معتادین دي وایي مونږیی ددی لپاره کارووچی خپل اعتیادرفع کړوویعني عملي شوي یوواوصبرمونه کیږي . په مخالفت کی   
دآمریکا د ساه پوهنی (روان پېژندنو) ټولنی د عصبي ناروغیوتشخیصي اواحصایي یولارښود چاپ کړی اورواني تشخیصونه یی پکی په کته ګوریو ویشلي دي . په دی لارښود کتاب کی دماشومانواولویانودټولوعصبي روغتیاوپه هکله لیکل شوي دي .
 په دی کتاب کی اجناس د معتادوالي سبب نه ګڼي اوپرځای یی په اجناسوپوری دتړاولپاره دالاندی معیارونه ټاکي :
۱- تحمل
۲- په جنس پوری ځانګړی پرېښودلوعلامې
۳ – جنس تل په زیاته اندازه کارول شوی اویا دتوقع خلاف داوږدوخت لپاره کارول شوی
۴- دوامدارخواهش یا بی نتیجې زیاردپرېښودواوکنترول لپاره
 ۵- زیات وخت په دی تېرول چی دجنس یامادی له اغیزی څخه ورغول شي
۶- مهم ټولنیز، وظیفوي اوتفریحي فعالیتونه له لاسه ورکول
۷- اویا ددوامداره بدني اورواني ستونزوپه هکله دمعلوماتوسره سره دمادې کارونه چی ښایي ددغوستونځوسبب شوي وي اوګړندیتوب یی ورته ورکړی وي  
ددی لپاره چی په مادې پوری تړون تثبیت شي باید له پورتنیو مشخصاتوڅخه ۳ وجودولري
خلک وایي چی داعتیادپرځای دکافي زیاته کارونه دهغې د خوند ، بوی اوټولنیزی  جنبې له کبله ده .
په دی کی شک نشته چی دپرېښودوعلامې موجودی دي چی ښایی تاسو ته څرګندی شي اویاورسره مخ شئ لکه سردردي ، ستړیا ، کمزوري ، سستیا، خوبؤولتیا، دطبیعت خرابي ، کنګستیا ، په توجه کی مشکلات اوداسی نور. دخوشی کولوعلامات دمادی څخه له ۱۲ تر۲۴ ساعتونوپوری څرګندیږي او له ۲۰ تر ۵۱ ساعتونوپوری أوج ته رسي .
دپرېښودوعلایم له ۲ څخه تر۹ ورځوپوری دوام کوي نوځکه سړی کولای شي چی وپوهیږي چی خلک ولی په اسانۍ له خپلوخوړوڅخه کېفین نشي لری کولای .
تاسوښایي فکروکړئ چی معتادشوي یاست اودابه ښایي خطرناک هم وي که مو افراط پکی وکړ. تاسوکولای شئ چی دکېفینوپه موجودیت اونه موجودیت تجربه وکړئ . ځینی خلک یی کاروي اوهیڅ شی نه احساسوي خوځينی بیا هیڅشی نه احساسوي که دکېفینوکارول بندکړي . ښه به داوي چی دیودم پرېښودلوپرځای ورورودکېفینو کارول کم کړئ .
داسی ګومان موجوددی چی کېفین دیوریتیک (یانی متیازی زیاتوي) دی اوپختورګي دسودیموله جذبولوڅخه لری ساتي اوکه دزیاتوکېفینوخواړه استعمال شي نوپه بدن کی به اوبه کمی کړي نوددی لپاره چی دا خبری تثبیت شي یوی څېړنی ته مراجعه کوو.
زمونږ بدن هره ورځ اوبوته أړتیا لري . زمونږبدن دتنفس ، پوستکي اومتیازوپه سبب اوبه له لاسه ورکوي اواوبه له مایعاتواوخوړوڅخه لاسته راځي . زمونږ بدن دمناسبواوبوساتلوته اړتیا لري ترڅوفعالیت وکړي . ځنی عوامل لکه عمر ، دفعالیت کچه ، روغتیا ، خواړه او چاپېریال زمونږ دبدن داوبوپه موازنه اغیزی کوي .
ځینوڅېړنوښولی ده چی دکېفینوکارول دبدن دمایعاتوتعادل اغیزمن کوي . په یوه څېړنه کی دکېفینو ۱۲ کاروونکوته وئيل شوي ووچی ترپنځه ورځوپوری کېفین ونه کاروي . ترهغې وروسته ورته ۶۴۲ ملي ګرامه کېفین دکافي په ډول ورکړل شوي وو. دکېفینوسره دغوخلکومتیازې زیاتی شوی وې . بله څېړنه په ۸ خلکوترسره شوې وه چی په ترتیب سره ۴۵ ، ۹۰ ، ۱۸۰ او ۳۶۰ ملي ګرامه کېفین یی دمتیازو په اندازه کی څېړلي وو. ددوی ترمنځ دمتیازوزیاتوالی یواځی دهغه چا په متیازوکی لیدل شوی و چی ۳۶۰ ملي ګرامه کېفین یی کارولي وو. خو په څېړنه کی ددایمي اوورځني استعمال اغېزوته ځای نه و ورکړشوی نوځکه دیوځل استعمال اغېزې ښایي په هرچا کی مختلفې نتیجې ولري .
په ۱۹۲۸ کی دکفېنوڅېړنې ښودلی وه چی استعمال یی دمتیازو په ډېرښت اوکمښت اغیزه نه لري خو پرلپسې مطالعاتو ښودلې ده چی دکېفینوشربتونه دمتیازوپه ډېرښت کی دنوروشربتونوسره توپير نه لري . ددې څېړنو په بنا طبي انستیتیوت منلی چی د کېفینو کارول دنوروشربتونو داغیزوسره تورپيرنه لري خوکه وروسته کومه موندنه وشي نوترهغه وخته ددوی ګومان هم دغه دی .
کېدای شي چی ډېرزیات کېفین وکارول شي ؟
په امریکا کی دهروخوراکي توکوپرسریولېبل لګېدلی وي چی پکی دموجودوموادو اندازه ښودل شوی وي خودکېفینو ځانګړې اندازه پری نشته . له دې څرګندیږي چی که کېفین روغتیا ته خطروای نودامریکا قانون به دلېبل پرمخ دکېفینود معلومې اندازې ښودنه جبري کړی وای . خوبیاهم قانون پدی برخه کی نیمګړتیا ښيي .
نن په امریکا یي محصولاتوکی تربل هروخت زیات کېفین کارول کیږي ؛ پخوا به کافي ، چای اوکولا دکېفینو سرچینې شمېرل کېدې خونن په ګولیوکی ، په ژاولوکی ، په شیریني کی اوپه اینرجي ډرینک کی هم کارول کیږي ، آن تردی چی کوښښ کیږي چی په سګرټوکی هم وکارول شي . مونږټولوته دسګرټوپه هکله حقیقت معلوم دی اوددې سره دزیاتې اندازې کېفینو کارولو حقیقت هم .
ډي – ایس – ایم ۵ کېفین دنشه یي توکوپه لست کی دکلینیکي سیندروم په توګه نیولي . دکېفینو نشه توب په دی ډول ښودل شوی دی : ناکراري ، وارخطایي ، خوښي ، بی خوبي (انسومنیا ) ، دمخ سوروالی ، دمتیازو ډېرښت اودخېټې اوکولموستونځې .
ددی ترڅنګ دډېروزیاتوکېفینوکارول دمرګ سبب شوي هم دي . د ۱۰ ګرامو اویا له ۸۰ – ۱۰۰ پيالوکافي څښلوپه صورت کی ښایي دژوند خطرپېښ کړي . یوبرتانوي سړی په یوه پارټي کی دکېفینودپوډروداستعمال له کبله مړشوځکه چی هغه ډکه قاشوقه خوړلي وو اودا د ۷۰ اینرجي ډرینک سره مساوي دي . یواځينی خبرداری چی لیدل شوی داو چی دکېفینو پرپوډرولیکل شوي ووچی دکېفینولرونکودرملو، خوړو او شربتونو مخنیوی وکړئ ځکه چی دډېروکېفینو استعما ل ښایي تاسوته غوسه ، تحریک ، بی خوبي اودزړه چټکه درزا درولاړکړي . هیڅکله هغوماشومانوته چی عمرونه یی له ۱۲ کالوکم وي کېفین مه ورکوئ . دزیات استعمال په صورت کی سم لاسي متخصص اویا د زهري موادو دکنترول مرکزته ورشئ . په حقیقت کی سړی کولای شي چی ډېرکېفین وکاروي خودابه دمرګ په معنا وي .
آیا کېفین دهډوکوپه لمنځه وړلوکی رول لري ؟
ثبوتونه ښئي چی دکېفینو زیات استعمال دهډوکوپه کموالي کی رول لوبوي . یوې څېړنې ښودلی چی یوی مینوپازل ښځې چی دورځې یی ۳۰۰ ملي ګرامه کېفین کارول ترهغې ښځې په شمزۍ کی زیات هډووکي له لاسه ورکړي وو چاچی تر۳۰۰ ملي ګرامه کم کېفین استعمال کړي وو. په هره بڼه ، دکافي اوچای کاروونکي کولای شي چی ورسره دشید وپه یوځای کولودکېفینو أغیزه کمه کړي . دکولا استعمال داهم ښودلی چی د هډوکودمنرالونوګڼښت ته زیان رسوي . دهډوکوپوکي (اوستیوپروسیز) اودکېفین په رول لا څېړنې روانی دي .
آیاکېفین د وزن په کمولوکی مرسته کوي ؟
په امریکاکی دوزن دکمولوصنعت کلنی عاید ۵۰ میلیارده ډالردي . په نوومحصولاتوکی داشتها ، قوت زیاتوالي اود وازګی دویلي کولولپاره کېفین کاروي .
ساینسي څېړنې دوزن په کنترول کی دکېفینوپه هکله مختلفې نتیجې لري . په یوه څېړنه کی دوه ګروپه جوړشوي ووچی یو ته دورځې ۳۰۰ ملي ګرامه دشنوچایوکېفین ورکړل شوي وواوبل ته له دی اندازې لږ دشنوچایوکېفین ورکړل شوي ووترڅوپه دواړوګروپونوکی دوزن کمښت اودوزن برقرارساتنه معلومه کړي. په زیاته اندازه کېفینو کاروونکوکی خورازیات وزن کم شوی وو خو دوزن برقرارساتنه پکی نه وه اوپه هغه ګروپ کی چی دکېفینوورځنۍ اندازه یی له ۳۰۰ ملي ګراموڅخه کمه وه دوزن برقرارتیا موجوده وه  په بله مطالعه کی څرګنده شوی چی کېفین د وزن په زیاتوالي کی مرسته کوي ځکه چی د سترس هورمون زیاتوي . له دی نه ښکاري چی دکېفینو رول په وزن کی بی نتیجې دی .
آیا دحمل په دوران کی دکېفینو استعمال بی خطره وي ؟
دحمل په وخت کی مناسب خواړه بی حده ضروري دي خودښځودحمل په دوران کی دکېفینود خطرپه هکله مختلفې رایی موجودی دي . یوه اندېښنه داده چی ښایي کېفین دماشوم په ضایع کولوکی رول ولري اوپه دی برخه کی زما مشواني خپله کتنه اوګومان دادی چی په افغانستان کی ښځې دغربت له کبله ښه خواړه نه لري . زیاتره خلک یواځی په خالي چایو سودکوي اوداچی چای دکېفینو یوه سرچینه ده نوښایي په افغانستان کی دنوي زېږدوماشومانو دزیاتی مړینې یوسبب وي .
په یوه څېړنه کی چی په ۴۳۱ حامله ښځوشوې وه اوهغوی دورځې له ۳۰۰ ملي ګرامه څخه کم کېفین کارولي وودکېفینوهیڅ اغیزې   نه ښکارېدې . په بله څېړنه کی ښودل شوي دي چی دکېفینوزیات استعمال دحامله ښځو دبچوپه غورزونه کی رول درلود . ددې سره دکېفینواغیزی په باردارۍ اودزېږوون په ستونزوکی نه دي ښودل شوي خومونږپوهیږووچی دحمل په وخت کی باید دکېفینواندازه کمه اوکنترول وي . دامریکا دزېږنتون اوګینیکالوجیستس کالج دورځی له یوې پيالی کافي څخه تر۲ پوری مشوره ورکوي .   
څومره اوبوته اړتیالروو؟
داخوبایدهرچاته معلومه وي چی دورځې ۸ ګیلاسه اوبه وڅښل شي خوداچی دا څومره درسته ده تراوسه یواځی یوه قیصه ده . په ۲۰۰۴ کال کی دامریکا دخوړواوغذایی موادواداری د لازمی اندازې اوبوڅښلوپه باره کی مشورې ترتیب کړی ترڅوسړی روغ وي اودناروغیومخه ونیول شي . دغې ادارې په ټولیزه توګه ښځوته دورځی د ۲ اعشاریه ۷ لیترواوبواونارینوته له ۳ اعشاریه ۷ لېترواوبوچی له خوړواوڅښاک څخه لاسته راځي مشوره ورکړی
أړوند ناروغئ اوحالتونه
Muscle Spasms
دعضلاتو تصادفي درد
Iron Deficiency
داوسپنې کموالی
Headache
دسردرد
Anxiety
تشویش
Restless Leg Syndrome
ناکراره دپښواولېنګودناکراري سیندروم
Premature Ventricular Contractions (PVCs)
له وخت څخه مخکی دزړه انقباضات یا دزړه درزا

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...