Saturday, July 18, 2015


ستاسوسترګې ستاسودروغتیا حال وایي
لیک ، ژباړه اوترتیب : واحدمشواني
نیوجرسي ایالت ، امریکا
د۲۰۱۵ کال دجولای ۱۸مه
یادوؤنه : کرانولوستونکو، دلته اړینه ده چی یادوؤنه وکړم چی باید په یادولرئ چی دشکرې رنځ یوله هغو رنځونوڅخه دی چی که پروخت یی مخنیوې اوکنټرول ونه شي نو د نورووژونکو ناروغیوسبب کیږي اوخدای مه کړه عمرمولنډوي . دارنځ دماغ ، زړه اوپښتورګي لمنځه وړي که خدای مه کړه دچا له دغو درې مهموغړوڅخه یوهم ناکاره شي ژوند یی ممکن نه دی . دشکرې رنځ څوشکلونه لري چی ټایپ ون ، ټایپ ټو اوجستیشنل ډایابیټس ورته وایي چی دا شکل یواځی ښځو ته دحمل په وخت کی پيدا کیږي او که مخنیوی یی ونه شي نو دمور په خېټه کی ماشوم ته خطرپېښوي . دشکرې درنځ غوڅه درملنه لا نشته خوکنترول یی کېدای شي او پری اخته رنځوران کولای شي عادي ژوند وکړي . ستاسوپه وینه کی دګلوکوز اندازه باید له ۷۰ – ۱۰۰ ملي ګراموپوری په دیسي لېتروینه کی وي .
تاسوباید آګاه یاست چی کاربوهایدریت دشکرې هغه شکل دی چی په وینه کی دشکرې اندازه لوړوي . داسی ډېرکم خواړه پيداکیږي چی کاربوهایدریت ونه لري نو سړي ته مشکله وي چی له کاربوهایدریتوڅخه ځان وساتي . له بل پلوه ګلوکوز دبدن حجراتوته انرژي رسوي نوځکه تری غوڅ پرهېزهم نشي کېدای خو کله چی یی په وینه کی اندازه ترحده واوړي نودرنځونو سبب ګرځي . دشکرې درنځ دمخنیوي اوکنترول لپاره پرهېز ، درمل ، ورزش ، خوښي ، د لږو کاربوهایریتو خواړه ، شنه سابه ، ویټامینونه ، پروتین اودوینې معاینات مهم دي . دخوړو اوڅښاک انتخاب اوتیارې پکی دملادتیرحیثیت لري . دشکرې ناروغان باید هغه خواړه ځانته انتخاب اوتیارکړي چی دکاربوهایدریتواندازه یی ترټولوټيټه ، دخوړواندازه یی ترټولو ټيټه اودمالګې یا سودیمو اندازه یی ټيټه وي . ددې لپاره باید د (جي آی ) او(جي ایل) یانی ( ګلاسیمیک اندکس اوګلاسیمیک لوډ) جدول ولري اوپری پوه وي . دشکرې درنځورانو لپاره عامه مشوره داده چی له وریجو ، غنموډوډۍ ، سوکړک اوالوګانو څخه پرهېزوکړي ځکه چی ددی موادو دکاربوهایدریتواندازه لوړه اووینې ته ډېرژر ورګډيږي نو ګلاسیمیک لوډیی لوړدی . د لا زیاتو معلوماتو لپاره دشکرې رنځ یا ډایابیټيس په باب زما نورې لیکنې هم ولولئ اوزه به کوښښ کوم چی پدی هکله تاسوته نوي معلومات برابرکړم .
دشکرې رنځ
ډاکټرجاکوټ وایي : که دسترګومتخصص ډاکټرپه سترګوکی لیک رګونه وویني نودا هغه سملاسي خبرتیا اونښه ده چی دیوچا په سترګوکی ولیدل شي . دوخت په تېرېدوسره دشکرې رنځ دسترګولید ته زښت زیات تاوان اړوي نودابه ډېره اړینه وي چی دسترګود معاینې پرمهال دا ستونزه معلومه کړوو. په بل عبارت : مونږ پدی توګه کولای شوو پروخت ستونځه معلومه اوپروخت یی مخنیوی اودرملنه وکړوو اود ناروغ دسترګولید ته دژوند په پوخ پړاوکی ژغورنه ورکړوو. د دی ترڅنګ داهم خورا مهمه ده چی باید دشکرې رنځوران پری خبروي چی که چېری پروخت دسترګو باقاعده معاینات اودرملنه ونه شي نو دشکرې رنځ ددماغو اوپښتورګو نري رګونه هم لمنځه وړي .
ددماغو تومور
ډاکټرجاکوټ زیاتوي چی مونږ دسترګودمعایناتوپرمهال سیخ دوینې رګونه اوددماغوسره نښتي عصبي ریشې ترکتنې لاندی نیسوونوکه مونږ ته پړسوب یا تورکي په نظرراشي نودا د جدي پاملرنې وړده اوددی امکانات شئيي چی په دماغوکی خطرناک څه پېښ شوي وي لکه دماغي تومور اوخطرناک لخته کېدل چی دسکتې اوفلج سبب کیږي .
ډاکټرجاکوټ زیاتوي چی که مونږ د عامواوساده معایناتوپه دوران کی داسی څه په کوم رنځورکی ووینوو نوبی له ځنډه یی متخصص ډاکټراو عاجل واټ ته استوو.
دوینې لوړفشار
ډاکټرجاکوټ وایي چی دوینې دلوړفشار(هایپرتینشن ) دڅرنګندوالي اسانه لارداده دسترګودمنظمومعایناتوپه دوران کی په سترګوکی نري عصبي رګونه ترکتنې لاندی ونیسو اودوینې دفشار شتون – نه شتون په ګوته کړوو. کله چی دوینې فشارلوړیږي نودسترګوډاکټرته دسترګوپه منځ کی د رګونو(ارتريس) نری والی څرګندیږي چی خپل عادي حالت یی له لاسه ورکړی وي .
نوموړی ډاکټرزیاتوي چی کله دوینې فشارزیاتیږي اووخت پری اوړي نودسترګودمنځ رګونه (ارتریس) ورسره رنګ بدلوي اود سیلورو اویا میسو رنګ  خپلوي .
په وینه کی دغوړوزیاتوالی (کولیسترول)
په وینه کی دغوړزیاتوالی (زیات کولیسترول ) دوینې درګونوپه دیوالونو پوری خیری نښلوي اودوخت په تېرېدوسره دبدن رګونه اوشریانونه بندوي . همدغه عمل په سترګوکی هم رامنځته کیږي اودسترګوډاکټرپه اسانۍ سره دغوړرسوب تشخیص کولای شي . ډاکټرجاکوټ وایي چی دسترګوډاکټرکولای شي دکولیسترولوتجموع دسترګوپه شا اومخې کی وویني چی کولیسترولي ټولیدنه دسترګود ګاټي (توریاشین ګاټی) چاپېره  د یوې نرۍ خاکستري کړۍ سبب شوی ده .  دسترګودګاټي ګردچاپير دکولیسترولوحلقه په سترګوکی درګونودبندیدو سبب کیږي اوموقت اویا دایمي ړوند والی رامنځته کوي

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...