Saturday, April 13, 2013


ګرانولوستونکو
 نن راته یوجرمني همکار دنړۍ دمشهوری ډاکټری ، هولدا کلارک معلومات رأستولي دي چی غواړم ویې ژباړم اود خپلوهیوادوالودأګاهي اوروغتیا لپاره یې په خپل بلاګ کی خپاره کړم . زه خوراډېروخت په ژباړه ، لیکنه اوخپرونه تېروم خوله دې درکه یوه ټنګه عایدهم نه لرم . زمالویه ګټه دګرانوهیوادوالوپه دعاکی ده اوپه همدې توګه اوتکل دخپلی وسی پوری کوښښ کوم چی ښه ، ساده ، عام فهمه ، په زړه پوری اوګټؤرروغتیایي معلومات پيدا اوخپاره کړم . ددې ترڅنګ راسره اندېښنه داوي چی هسی نه څوک راڅخه زما کړی خواري غلاکړي اوپخپل اویادبل په نوم زما ژباړنی خپرې اویاچاپ کړي . که خدای مه کړه داسی وشي نودابه زما دکوښښونومخنیوې اودټولولوستونکواوزماسره جفاوي .
په هره بڼه ، ډاکټره هولډا کلارک په ۱۹۲۸ کال کی په کاناداکی زېږېدلی اوپه ۲۰۰۹ کال کی دامریکا په کلیفورنیا کی مړه شوې ده . هغې ۸ کتابونه لیکلي چی ۶ یې دسرطان ناروغي په هکله دي . هغې د پاراسایټس ، باکتیریاو، وایرسونو، فنګس (ګنده بغل ) ، په بدن کی بی حده اوسپنی اوپه خپل آخري عمرکی د رادیواکتیفیتي (تابکاري ) په هکله څېړنی کړي دي اودخپلوڅېړنو په پایلوکی یې ډېری ګټوری موند نی کړي دي . ډاکټری کلارک غوښتل چی د پاراسایټس ، باکتیریاو، وایرسونو، فنګس (ګنده بغل ) ، په بدن کی د بی حده اوسپنی او رادیواکتیفیتي (تابکاري) پروړاندی دانسان دبدن دحجراتوعکس العمل وڅېړي چی ددې یرغلګروسره څنګه وي  
  کلارک د بدن د ۱۲۰ ډؤلونوچینجیواوددوی دلاروې دلمنځه وړولپاره ددرې شیانو مشوره ورکوي . یویې دتورغووز (چارمغز) دزړي دشین پوستکي تینکچر، بل یې یوډؤل بوټې دې چی په انګلیسي کی ورته ورم ووډ اوایرانیان ورته افسنطین وایي اودلته به په انځورکی دروښودل شي اولوانګ دي

په انځورکلیک وکړئ چی غټ معلوم شي


 دکلارک له اختراعاتوڅخه د خوړو ځاپي کېټر، یانی هغه آله چی دبرق په مرسته پېتوجن لمنځه وړي اواوزونېټر ، یانی هغه آله چی په اوبو، خوړواوغوړوکی ایښودل کیږي ترڅوباکتریاوی په ډېری چټکۍ لمنځه یوسي ، دغه رنګه د چینجیولاروی لمنځه یوسي اودتاکسیسایتی مخه ونیسي . که لوی رب توفیق راکړنوزه به دډاکټری کلارک دسرطان ، پښتورګو، جګراونوروګټورومشورواومعلوماتوژباړه وکړم .
دډاکټری کلارک په مشوروکی لوی ارزښت دادی چی ددې دواګانی ټولی طبیعي دي او ضمني تاوانونه یې نه وي اویاکم وي . داچی ما دپښتورګوپه هکله یوه لیکنه پېل کړی ده اولومړۍ برخه به یې تاسولوستلي وي نوښه به داوي چی په دې أړه دډاکتری کلارک له معلوماتوڅخه دپښتورګوبرخه لومړې کړم .

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...