Sunday, April 07, 2013

\پښتورګي پختؤرګي
واحدمشواني
نیوجرسي ، دامریکامتحدایالتونه
 
یا دؤونه : په دې بلاګ کی دټولوخپروشؤومضامینودملکیت حق دلیکوال سره خوندي دی . هیڅوک حق نه لري چی دلیکوال دنوم له ذکرکېدو اواجازې پرته کومضمون په خپل یادبل په نوم خپوریا چاپ کړي
 
دانسان وجوددمختلفوغړو، مختلفومایعاتواوعناصروپه وظایفواوخپلمنځي مرستندوی جال اوسیستمونوچلیږي. که چېری ددې جوړښتونوپه کومه برخه کی کوم خلل رامنځته شي نوپایلی یې سم له واره اویا په تدریجي توګه حس کېدای شي . ترټولومهمه داده چی په مرستندوی جال کی یوټپي غړی نشي کؤلای خپله دنده لکه څنګه چی دبندن أړینه برخه ورته أړتیالري ، په عادي توګه سرته ورسوي نودا نیمګړتیا یا سملاسي بده أغېزه لري اویا دوخت په تېرېدویې بدی پایلی رابرسېره شي .
پختورګي هم دبدن هغه مهم غړي دي چی دانسان په بدني (فیزیولوژیکي ) چلښت کی خورامهمه ونډه لري اودبدن د روغتیا او سالم طبیعت بنسټ جوړوي . پختورګي د بدن دمهموغړوپه توګه چی زیاتی اوبه ، میتابولیکي ناکاره مواد اوغېری عضوي مالګه له بدنه باسي اودجیګر،شوشونو، پوستکي اوکولمی سره په ګډه دبدن داخلي چاپېریال ډاډمنوي . دغه رنګه په بدن اووینه کی داوبوأنډول ساتي ، دبدن په نوروفعالیتونوکی لکه د ایریتروپویتین پروتینوپه ازادولوکی رول لوبوي اودایې ددې سبب کیږي چی دهډوکوپه مغزکی دویني دسروکرویاتوپه رامنځته کېدوکی مرسته وکړي ، دوینی فشارکنترولوي . له بدن څخه دمتیازووتل داوبوساده اخراج نه دی بلکی دفیلترکېدویوه غؤره شوی پروسه ده چی له وینی څخه ناکاره اوزهري مواد په داسی حال کی چی مهم مالیکولونه یې ساتي بېلوي اوله بدنه یې خارجوي.
دانسان بدن خپلی ۵۰ ٪ اوبه له خوړوڅخه پوره کوي . کله چی دسړي عمرزیاتیږي ، دبدن کالوریکي لګښت کمیږي نوهرڅومره چی عمرزیاتیږي په هماغه کچه ورسره داوبوکافي څښنه ډېره مهمه ده اوددی لپاره چی پختورګی سم کاروکړي ، هره ورځ له ۶- ۸ ګیلاسونوپوری داوبوڅښل أړین دي .
که څوک دشکری ناروغي ولري نوپروتینوته أړتیالري خوبیا باید په دی هم کلک فکړ وکړي چی ډېرپروتین دپختورګولپاره تاواني دي ځکه چی پختورګي د پروتینوهغه نایتروجن له بدنه خارجوي چی بدن یې نه کاروي اوداکاردپختورکوناروغیوته لاره هواروي .
ډېره مهمه ده چی پروخت دپختورګوناروغیوته پاملرنه وشي اوپروخت یې درملنه وشي .
دپختؤرګودناروغیونښی
دمتیازوپه وخت کی سوې اودمتیازکؤلوسختیا
پرلپسی متیازی کؤل په ځانګړی توګه دشپی لخوا
په متیازوکی دوینی راتلل
 په ملاکی فقط دپوښتیولاندی دوامداره درد
دسترګوخواوشا  یانی دسترګغلوپړسوب اوسورتوب
دلاسونواوپښوپړسوب
دوینی لؤړ فشار
دوینی لؤړفشار دپختورګولپاره ستونځی جوړوي اوناروغ پختورګی دوینی فشارلؤړوي نوهمداسبب دی چی ۱۰
-۲۰ فیصدوپوری دپختورګوفلج اوناکاره کیدل هم له همدی کبله رامنځته کیږي .
دبوټواوګیاوله منځه یوګروپ په دایورېتیک پېژندل شوی . دایورېتیک بوټي – ګیاه اودرمل دي چی متیازی زیاتوي اودپختورګوله لاری له بدن څخه د اضافي مایعا توپه ویستلوکی مرسته کوي . دبدن په ټوټوکی چی زیات مایعات جمع شي نودې ته په طبي اصطلاح ، ایدیما وایي اودایوریتیک ددی لپاره کارول کیږي خوپه دی هم ورسره بایدپوه یووچی دپختورګوپه ذریعه دالکترولایتس خروج هم بدلوي
که چېری خپله پاملرنه یواځی دایروېتیک ته واړوونو دوه ګروپونه باید په نظرکی ولروو: هغه ګروپ دایروتیک چی په پختورګوکی دوینی جریان زیاتوي اوهغه چی د پختورګوپه نیفرون کی داوبوجزبېدل کموي
لومړی ګروپ : ټول هغه بوټي اوګیاګانی چی دزړه اودوینی دجریان فعالیت زیاتوي لکه جاروبوټی . کیفین لرونکي نباتات لکه چای ، کافي ، ګوارانا اوکولا هم دغسی أغیزی لري  
دوهم ګروپ : هغه دایوریتیک نباتات دي چی ځینی موادیې دپختورګولخواجذبیږي اوکېدای شي چی اسمزي (اوسموتیک) انډؤل یې بدل کړي اوپه دې توګه به نوری زیاتی اوبه ضایع شي . دارنګه تاثیر د پېڅو(ډانډېلئن ) په پاڼو، چمن مبل (کوچ ګراس) اودجواروپه کؤڅیوکی وي
هغه بوټي اوګیاه چی ددایوریتیک په نوم پېژاندل کیږي خوأصلا ددایوریتیک أغیزی نه لري دادي
 
دالتهاب ضد
 



 
مضادالتحصي
 

 
 
قابض مواد
 

 
 

 
تسکینوونکي

 
 
 
 
 
 
 
 
 

  دمایکروب ضد



 
متیازی هم سیستم لري چی په انګریزي کی ورته یورینري سیستم وایي . په دې سیستم کی دخلل دمخنیوي لپاره باید لاندی شیانوته پاملرنه وشي
دورځی له ۶-۸ ګیلاسونوپوری اوبه څښئ
دهغو خلکوپه خؤړوکی باید زیات پروتین نه وي چی دپختورګو ستونزی لري ځکه چی پختورګي باید دهغو پروتیني مالیکولونوسره سازش وکړي چی د میتابولیکو نا یتروجنوڅخه ډک ناکاره موادتولیدوي . دپختورګوناروغان باید خپل پروتین خوپه لږه اندازه له سا بولکه دمشنګودانی ، لوبیا ، خریړي ، دال اومارچوبه ( اسپاراګس ) څخه واخلي اودحیواني پروتینوڅخه  ، پرهېزوکړي ، کلک  نظافت یاتو تحریکوونکوسابواوخوړوڅخه پرهېزوکړئ لکه پالک ، رواش ، کافي ، اوچای
دپختؤرګو کاڼي
دپختورګوکاڼي که په سمه اوطبي توګه معالجه اووویستل شي ، نودپختورګودایمي ناکارتوب منځ ته نه راځي . دپختورګودکاڼو ترټولو مهمه بڼه کلسئیم اوکسلېټ  ، کلسئيم فاسفېټ اویوریک اسید کاڼي دي . په دې کاڼوکی زیاتره له کلسئيموجوړیږي اوترټو لږ رامنځته کېدونکي کاڼي دیوریک اسیدووي . په نورمالو میتیازوکی کلسئيم ، مګنیزئیم ، یوریک أسید اونورضمیمه میتابولیکي موادموجودوي او په عادي حالت کی دحلېدو په حال کی وي بیا مثانې ته لېږدول کیږي خودالا تراوسه نه ده څرګنده چی دځینوحالاتو سره ولی داکیمیاوي مواد په پختورګوکی دکرسټال په بڼه زر ې رامنځته کوي اودکاڼي سبب ګرځي . یوځل چی رامنځته شي بیا خپل دی حالت ته دوام ورکوي اوترڅوچی دپختؤرکو په لویوخلاوکی وي علامی یې هم نه څرګندیږي خو په مایکروسکوپي معایناتوکی په متیازوکی وینه ښکاري . دغه رنګه کله چی کاڼی مات شي او یوریترته ورداخل شي ترڅومثانی ته ورسي نوتشنج رامنځته کړي .
پاتی برخه لري چی وروسته به ورپوری وتړل شي

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...