Monday, May 01, 2017


زیړی څه شی دی؟



د واحد مشواني ژباړه

فریمانټ ، کلیفورنیا

Thursday, March 23, 2017

دجګرالتهاب یا دمیکروب او اجناسو په سبب دجیګر رنځ ته وایي . کله چی زیړی جیګرونیسي نوددی رنځ میکروبونه دجیګرپه حجراتو حمله کوي اولمنځه یی وړي . دانسان دهاضمې دسیستم یوخورا مهم غړی جګردی چی دغذا په ماتولواوله غذا څخه دانرژی په تولید کی مرسته کوي ، هورمونونه جوړوي ، دوینې څخه زهریات پاکوي ، د وازدې (چربي) ، کاربوهایدریتو اوانزایمونو په میتابولیزم او ذخیره کولو اودکولیسترولوپه جوړښت کی رول لوبوي .



میکروبي یا ویروسي زیړی ډولونه

A, B, C, D, E, G,

X



Hepatitis A

دارنګه زیړی له ناپاکو خوړو اواوبو څخه هغه وخت پيداکیږي چی پدی رنځ اخته شخص سره په یوه کاسه ډوډۍ وخوړل شي اوپه یوګیلاس اوبه وڅښل شي . 

Hepatitis B

دارنګه زیړی د اخته شخص دوینې ، لاړو ، متیازو، دپيچکاري دمسعملوستنو، د ږیرې دماشین کارولو اودمیرمنې سره له کوروالي پيداکیږي 

Hepatitis C

دارنګه زیړی د اخته شخص دبدن د مایعاتو سره له مستقم تماس څخه پيداکیږي لکه د نشه یانو پيچکاریانو کارول ، ځان پری ژوبلول اودتناسلي الودمایعاتو څخه

Hepatitis D

داهم لکه سي او بي داخته شخص دبدن دمایعاتو سره له تماسه پيداکیږي

Hepatitis E

دارنګه زیړی له ناپاکواوبواوخوړوڅخه پيدا کیږي اوپه وروسته پاتی هیوادونو کی زیات وي . ددی ترڅنګ د پي – سي او ډي زیړي دوینې سره تماس اویا له بل څخه وینه اخیستلو څخه پیدا کیږي

دزیړي نور علتونه د الکولواستعمال او دځينو دوایانو له استعمال څخه هم پيداکیږي . په افغانستان کی زیاتره خلک دټوخي او دمعدې داسیدو شربتونه له بوتله څښي او بیا یی په تاقونو کی ترډېره وخته ساتي او دوباره یی څښي چی دا عمل یی د خطرناک زیړي سبب هم ګرځي



دزیړي عامې نښې

خدای مه کړه که تاسو په (بي) اویا (سي) ډؤل زیړي اخته شئ نوددې نښې په تدریجي توګه راڅرګندیږي اوزیاتره هغه وخت یی نښې زیاتی شي چی دجیګرخرابتیا رامنځته شي ، دارنګه زیړي (کرونیک) وي.

د أکیوټ زیړي نښې

ستړیا

دذکام په څير حالت

دمتیازو توررنګ

دډکومتیازو ژيړرنګ

دګېډې درد چی له پوښتیو کښته وي

داشتها ورکیدل

بی علته یا نا څرګنده خوارتیا

دسترګواوپوستکي زیړرنګ



دزیړي  ډؤل څنګه معلومیدای شي ؟ 

بدني معاینه

ډاکټرمو ښایي دپوښتیو سره جوښت په خېټه فشارروړي ترڅودرد او کلکوالی معلوم کړي اوډاکټرموشاید دا هم وپلټي چی آیا جګرخومو ندی غټ شوی اود پوستکي اوسترګورنګ به مو هم وګوري

دجیګربایپسي

Liver Biopsy

دا یو ماهرډاکټرکولای شي ترڅو دجیګرڅخه یوه ټوټه غوڅه کړي او لابراتوار ته یی د معاینې لپاره واستوي



دجیګردفعالیت ټيسټ

Liver Function Tests

ددی ټيسټ لپارد رګونو وینه اخلي اوپه لابراتوار کی یی ګوري چی جیګرڅنګه کارکوي . ددی لپاره جیګرګوري چی دوینې فضول مواد، پروتین اوانزایمونه څنګه پاکوي . که په جیګرکی دانزایمونو ادازه لوړه وي نوجیګرشاید ترفشارلاندی وي اویا خراب شوی وي

التراساونډ

Ultrasound

د خېټې اوپوښتیو ترمنځ التراساونډ د التراساونډ څپوپه ذریعه دجیګریوعکس جوړوي چی معلومه کړي چی په خیټه کی خواوبه ندي جمع شوي اورسره دجیګرغټوالی او خرابتیا هم معلوموي

دوینې ټيسټ

Blood Tests

پدی ټيسټ کی معلوموي چی دزیړي وایرس ، انتي باډي او انتي جن شته کنه او داهم څرګند کړي چی دغه ویروس (وایرس) ای ، بي ، سي ، ډي او که اي دی

دانتي باډي ویروسي ټيسټ

Viral Antibody Testing

داټيسټ هم ضروري دی چی دتیروټيسټونو تصدیق وشي چی کوم ډول وایرس موجوددی

زیړی څنګه تداوي کیږي ؟

دسمې تداوي لپاره د زیړي دډؤل تشخیص مهم دی . هغه ډاکټر چی دا تشخیص نشي کولای باید مریض تری وساتئ کنه یوجعلي اوناپوه ډاکټر به مو ناروغ ووژني . متخصص ډاکټر با ید دا هم ثابته کړي چی دمریض زیړی (أکیوټ ) اوکه (کرونیک) حالت کی دی

 ای زیړی

Hepatitis A

دارنګه زیړی معمولن نه تداوي کیږي اومریض ته د کټ داستراحت مشوره ورکول کیږي . که چیری مریض استفراق کوي اویا اسهال وي نو ډاکټرورته د خاصوخوړو رهنمایي کوي ترڅو د جل او دبدن دانرژي اومایعاتودضایع کېدو مخنیوی وکړي . ددی رنګه زیړي دمخنیوي لپاره واکسین هم کوي چی عمرباید د ۱۸ میاشتو او ۱۲ کالوترمنځ وي . دغه رنګه د غټانو لپاره هم واکسین کوي

د بي زیړی

Hepatitis B

اکیوټ بي زیړی خاصو درملو ته اړتیا نه لري خو که ب زیړی کرونیک وي نوبیا  انتي وایرل یا دویروس ضد درملو ته اړتیا لري . دکرونیک بي زیړي تداوي ډېره قیمته وي ځکه چی میاشتې او ان کلونه نیسي . ددی تداوي منظم تعقیب ، معاینه اوتحلیل غواړي. دامریکا د رنځونو دمنیوي اداره د ټولو نوو پيداشوو ماشومانولپاره ضروري ګڼي. دا سی واکسین د شفاخانو دکارکوونکولپاره هم ضروري دي

اکیوټ بي زېړی ځانګړي درمل نه غواړي . دلته باید یادونه وشي چی « اکیوټ » یو طبي ګړدود دی اودهغورنځونو لپاره کارول کیږي چی ناڅاپي راښکاره شي اود یولنډوخت لپاره درنځور په بدن کی پاتی شي . داکیوټ ترڅنګ بل ګړدود «کرونیک » دی اودهغورنځونو لپاره کارول کیږي چی په بیا بیا سړی نیسي اوپه بدن کی راښکاره کیږي . کرونیک بي زیړی د انتي وایرل (ویروس ضد) درملو په ذریعه تداوي کیږي .
د سي زېړی
Hepatitis C
د سي زیړي که اکیوټ وي  او که کرونیک ، دواړولپاره د انتي وایرل درمل ضروري دي . هغه رنځوران چی دسي زیړی یی ونیسي اوکرونیک حالت غوره کړي ، یانی بیا بیا راڅرګندیږي نوددی رنګ زیړي لپاره مرکبي انتي وایرل دوایانې ورکول کیږي . ددی نه مخکی چی رنځور ته ترکیبي دوایانې ورکړل شي باید ټول اړین ټسټونه مکمل کړي او آن دوباره په مختلفو لابراتوارونو کی ټسټونه وکړي ترڅو ۱۰۰ ٪ اطمینان حاصل شي چی رنځور په سي زیړي اخته دی اوحالت یی اکیوټ اویا کرونیک دی . که دسي زیړي مریض د (سیرهوسس) حالت ته اووښتی وي ،یانی جیګریی زخم پيدا کړی وي نو مریض شاید دجیګرپيوند (لیور ترانسپلانټ) ته اړتیا ولري .
د ډي زیړی
Hepatitis D
 د ډي زیړي رنځورپه درملو تداوي کیږي . هغودرملو ته
 alpha interferon
وایي . د کانادا د ملکي روغتیا اداره وایي چی د ۶۰ او ۹۷ فیصدو ترمنځ رنځورانو کی له درملو وروسته هم د ډي زیړی دوباره راڅرګندیږي
د اي زیړی
Hepatitis E
د اي زیړي ددرملنې لپاره تراوسه دوا اوترافي ندي موندل شوي ځکه چی ددی زیړي لګیدل تل په اکیوټ حالت کی وي ، راڅرګندیږي اوپخپله ورکیږي . ددی رنګ زیړي مریضانو ته د مکمل استراحت ، زیاتو پاکواوبو څښنې  او صحتمندې غذا  مشوره ورکول کیږي . دداسی رنځ کسان باید دالکولي موادوڅخه جدي پرهیزوکړي
Tips to Prevent Hepatitis
(وقایع) دزیړي مخنیوی
نظافت ترټولوهغه مهم تدبیردی چی نه یواځی دزیړي مخه نیسي بلکی دنورو مهلکورنځونو مخه نیسي .هیڅکله دچادږیرې په ماشین ، پاکي اوچاړه خپل عجامت مه کوئ ، دجعلي اوکوڅه ډبو ډاکټرانودوایانې مه استعمالوئ ، هغه ډاکټر چی ستاسو اوستاسودرنځور لپاره مستعملې ستنې اوپيچکاریانې کاروي ، مجرم اوقاتیل دی ، مخه یی ونیسئ، دبل چا دغاونو په برش خپل غاښونه مه وینځئ ، دبل چا دبدن د وینې اومایعاتو سره مستقیم تماس مه نیسئ . دنظافت ، خوړو، څښاک اوپوشاک څخه وروسته د زیړي واکسین مهم دي تراوسه د ای اوبي زیړیوواکسین شته خو د سي ، ډي او اي لپاره دواکسینودجوړولوکوښښ روان دی
له باکتریاو، میکروبونو اووایرسونو څخه پاک اوسوتره چاپيریال ، اوبه اوخواړه دزیړي اونورومرضونو مخه نیسي
د پاکواوبوکنګل ، ماهي ، تازه اوپاکی میوې اوسابه دزیړي درنځ مخه نیسي

دزیړي ستونځې
دپي کرونیک زیړي اوسي کرونیک زیړي زیاتره ناروغان د خطرناکوستونزوسره مخ کیږي ځکه چی ددی رنګه زیړیو ویروسونه په اساسي توګه جیګراغیزمن کوي . د بي اوسي زیړي ناروغان دلاندینیوستونځوسره مخ کیږي :
دجیګرکرونیک رنځ
دجیګرخرابیدل اوزخمي کیدل
په ځینو حالتونو کی دجګر سرطان
که جیګرعادي فعالیت پریږدي نود جګروینی کیدل ، په خېټه کی داوبوجمع کیدل ، په جګرکی درګونوزیات فشار، د پختورګو ناکاره کیدل اوکارپرېښودل اویوحالت چی په طبي ژبه یی (اینسیفالوپېتي ) بولي ،رامنځته کیږي . کله چی (اینسیفالوپېتي ) رامنځته شي نومریض ستړیا حس کوي ، حافظه له لاسه ورکوي او دماغي توازن اوقوه یی هم ختمیږي ځکه چی په دماغوکی (زهري مواد ) راپيداکیږي چی یو یی أمونیا ده  
د هیپاتوسیلیولرکارسینوما په نوم سرطان هم پيدا کیږي
ځینی پخپل اختیار دوایانې خوړل ، ځينی طبیعي دوایانو ګولئ اوکیپسول استمالول هم د کرونیک زیړي سبب کیږي


No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...