Monday, May 30, 2016


دشکرې درنځ دټسټونو په هکله پوهاوی

لیک ، ژباړه او ترتیب : واحدمشواڼی

امریکا، دنیوجرسي ایالت ،د ۲۰۱۶ کال دمۍ ۲۹

د شکرې رنځ (ډایابیټيس ) یومغلق اوسردردوونکی رنځ دی چی هم درملنې ته اړتیالري اوهم کلکې پاملرنې ته .

داچی دارنځ دوینې – ګلوکوز- اوانسولین دغیرنورمال حالت څخه راپيداکیږي ، درملنه یی باید دمتخصص ډاکټر، یانی چی په دی برخه کی تجربې ولري ولوکه عمومي یاداخله ډاکټرهم وي ، او د (اندوکرینالوجیست ) ترتشخیص ، څارنې اولارښوونې لاندی وشي . زه چی هرکله دډاکټرانوخبره کوم نو داهم اړینه ګڼم چی خپلو لوستونکوته پدی هکله دزیاتې پاملرنې اواحتیاط مشوره هم ورکړم . امریکا دنړۍ پرمختللی هیواددی چی دهرې روغتیایي ستونځې اورنځ لپاره متخصص ډاکټران لري . دامریکا په متحدوایالتونوکی د تفتیش ، څارنې اوجوازسترې ادارې موجودی دي . دلته چی ددرملوکمپنئ نوي درمل تولید کړي ترهغویی بازارته نشي عرضه کولای ترڅوچی دخوراکي موادو اودرملودادارې لخوا رسمي اجازه ترلاسه نکړي . ددې ترڅنګ د نظافت ،تحفظ اوډاډمنتیا لپاره بله ستره اداره لري چی روغتونونه ، درملتونونه ، معاینه خانې ، لابراتوارونه اوددرملودتولید کمپنانې څاري اوددوی د وضع شوومقرراتو سره سم د نظافت اوتحفظ چارې پرمخ ځي . ترڅوچی یوډاکټردتعلیمي اسنادوترڅنګ لایسنس ونه لري نشي کولای چی دطب په برخه کی کاروکړي . ددې دومره سختوتدابیرواوڅارنوسره سره نوې سروې ښئي چی هرکال ۱۸۰۰۰۰ ناروغان دډاکټرانودغفلت اوغلط تشخیص له کبله مري نو په یوداسی هیوادکی لکه افغانستان چی په هیڅ شي حقیقي کنترول نشته د بی تجربواوجعلي ډاکټرانوله لاسه به څومره ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي اوڅومره به دغلطواوجعلي درملوله کبله په ضمني امراضومبتلا کیږي ؟ که چیرې سمه څېړنه وشي نوزه په ډاډ وئيلی شم چی ددغو ډاکټرانو له لاسه په زرګونوافغانان مړه شوي دي ، په زرګونوافغانان په ضمني تکالیفواخته شوي دي ، په زرګونوافغانان معیوب شوي دي اوپه زرګونو مېندې بورې شوي دي . تاسوبایددصحیح ډاکټرپه لټه کی اوسئ اوځان ، بچي اوکورنئ موله خطره ساتئ .

داهم باید په یادولرئ چی هیڅ ډاکټرپرته دناروغ له معلوماتواولابراتواري ټيسټونودځینوپټومهلکورنځونو ډاډمن تشخیص نشي کولای . بله مهمه خبره دلابراتواري ټسټونوده . دسمواودقیقولابراتواري ټسټونولپاره هم باید ماهراوباتجربه لابورانت ته ورشئ ترڅودرنځ دتشخیص اساس موصحیح وي .  که خدای مه کړه تاسوذکام یاست نوکه څه هم دا وایرس د نوروامراضوجرړه ده خونښې یی ډېرې مشهورې اوبرالا دي خوکه دذکام دسختوالي له امله نورې ستونځې راپيداکیږي نوپه هغه وخت کی متخصص ډاکټراولابراتواري ټسټونوته عاجله اړتیاوي . پدغوپټورنځونوکی یودشکرې رنځ دی چی ډېرناروغان پری ډېرپخوا اخته کیږي خویواځی هغه وخت ورته توجه کوي چی تری په تکلیف شي . هسی خوپکارده چی هروګړی په کال کی یوځل دخپلې وینې ګلوکوزمعلوم کړي ترڅومطمئين شي چی په وینه کی یی دشکرې  اندازه زیاته یا کمه نده اوترکنترول لاندی ده . که په وینه کی دشکرې اندازه د ۷۰ او۱۰۰ ترمنځ وي معناداچی شکره موپه نورمال حالت کی ده اوکه له ۶۵ کمه اوتر۱۲۵ زیاته وي بایدسمدستي ماهرډاکټرته ورشئ .

دشکرې رنځ لکه سرطان سرایت کوونکی اومکروبي نه دی بلکی څېړونکي فکرکوي چی علت به یی وایرس ، سخت رنځ لکه زېړی ، چاغښت اوموروثيت وي ،یانی له والدینوڅخه په جنیتیکي توګه اولادونوته لېږدېدای شي نوځکه چی کله دشکرې درنځ متخصص ډاکټرته ورځئ باید خپل ټول تکلیفونه ، درنځونوتاریخچه اوڅرنګوالی ، غذایي رژیم ، دژوندتېرولوڅرنګوالی اودموراوپلاردروغتیایي حالت په هکله ډاکټرته معلومات ورکړي اودوینې لاندی ټسټونه وکړي :

A1C

glycohemoglobin

په ځانګړی توګه داټسټ دشکرې دناروغانولپاره ډېرضروري دی . د (اې – ون -  سي ) هیموګلوبینونورماله اندازه باید له  ۵/۷ ٪ څخه ټيټه وي . که چیری د ۵ عشاریه ۷ څخه تر۶ عشاریه ۴ پوری وي نودې ته په طبي ګړدودکی دشکرې پېلیزرنځ (پري ایابیټیس) وایي . پدی صورت کی ناروغ باید بیله ځنډه ډاکټرته ورشي ، له هررنګه خوږو(بوره ، چاکلیټ ) اودزیاتوکاربوهایدریتولرونکوخوړو(وریجې ، ډوډۍ ، سوکړک ، الوګان ) څخه پرهیزوکړي ، تازه شنه سابه وخوري، تازه مېوې وخوري خولږې اوهرڅوورځې وروسته ، کېلې هره ورځ نیمه وخوري ، مڼه هره ورځ نیمه وخوري ځکه چی کېلې پوتاسیم لري اودزړه دطاقت لپاره ګټورې دي اومڼې پکتین لري اومنظم ورزش وکړي . دزیاتروخلکوهیموګلوبین (اې) ډؤل وي خودځينوهغه مختلف وي لکه (ایس ، سي ، یا اي) دې ته (هیموګلوبین وارینټ )وایي . نوکه چیری ستاسوهیموګلوبین مختلف وي یاګڼ شکله وي نوکیدای شي چی د (اې – ون – سي ) ټسټ مودقیق نه وي . داغلطي د نامناسبودرملوسبب کېدای شي .

څنګه سړي ته څرګندېدای شي چی هیموګلوبین وارینټ لري ؟

که سړی افریقایي نسله ، مدیترانيي اویا جنوب ختیزې اسیا پوری تړاوولري

که دکورنۍ کوم غړی دلورشکله حجروناروغتیا (دسیکل سیل انیمیا) ولري

د (اې – ون – سي) ټسټ نتیجې مختلفې وي

هرځل د (اې – ون – سي) ټسټ نتیجې ۱۵٪ لوړې وي

د (اې – ون – سي) اخري ټسټ نتیجه له مخکني څخه ډېرتفاوت ولري

 LDL Cholesterol, HDL and triglycerides

دکولیسترولو اوټرای ګلیسرایډ ټيسټونه

 تاسوته باید معلومات وي چی هغه خلک چی بدکولیسترول یی زیات ، ترای ګلیسرایدیی هم زیات خو ښه کولیسترول (ایچ – دي – ایل ) یی کم وي هغوی دشکرې په رنځ ژراخته کیږي ،اوهغه څوک چی دشکرې رنځ ولري کولیسترول اوترای ګلیسرایدیی ډېرلوړوي . نوددی لپاره چی دشکرې د ضمني عوارضومخه ونیسۍ باید کولیسترول اوترای ګلیسراید مو کنترول کړئ .

که څوک دشکرې رنځ ولري اویادپورتنیوټيسټونونتیجې مثبتې وي نوبیا دوینې مکملوټسټونوته اړتیالري

Comprehensive Metabolic Panel(CMP)

میتابولیکي جامع تابلو

پدی تابلویي جامع ټسټ کی ډاکټرته دپختورګو، جیګر، ایلیکترولایت ، اسیدوتعادل، په وینه کی دشکرې اندازه اوپه وینه کی دپروتینوپه هکله مهم معلومات ورکوي. پدی تابلویادټومبلودړه ( پېنل) کی ۱۴ ځانګړي ټسټونه شامل دي اوهغه دادي :

ګلوکوز

کلسئیم

دپروتینوټيسټ

البومین

ټول پروتین

دالیکترولایتس ټیسټ

سودیئم

پوتاسیئم

کاربن ډای اکسایډ ، بي کاربونیټ

کلوراید

دپختورګوټيسټ

بلډ یوریا نایتروجن

کریاتینن

دجیګرټيسټ

الکالاین فوسفیتېز ALP

الانین امینوترانسفریزALT

اسپارتیت امینوترانسفریزAST

بیلیروبینBilirubin



Complete Blood Count (CBC)

دادټسټونومجموعه ده چی لاندی ټسټونه پکی شامل دي:

Blood Smear

دوینې ککړتیا اودمایکروسکوپ لاندی کتل کیږي ترڅودحجراتوبڼه وکتل شي

Hemoglobin

دهیموګلوبینواندازه کول

Hematocrit )Hct)

دټولې وینې په نسبت دسروکرویاتواندازه


Red Blood Cells (RBC) Count







دسروکورویاتوشمېرنه
White Blood Cell (WBC) Count








په پورتني ټيسټ کی سپين کورویات شمېرل کیږي

White Blood Cell Differential Count
په پورتني ټيسټ کی دسپينوکورویاتومختلف اشکال په ګوته کوي

Platelet Count

یوډول حجرات دي چی هسته نه لري اوبی رنګه دي خودوینې په لخته کېدوکی مرسته کوي اوپه وینه کی زیات وي ،داهم شمېرل کیږي

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...