Saturday, August 03, 2013



نن بیا له وخت څخه په ګټه اخیستو، زه واحدمشواني دګرانومینه والودروغتیا ساتنی اوپوهاوي لپاره دډاکټرایسادور روزنفیلډ له کتا ب « سیمپټمز » یانی درنځونو نښې څخه یوخورامهم روغتیایي مطلب پښتوته ژباړم . هیله ده چی د ګرانومینه والو هیواد یانو سره به په أړوند ستونځه کی مرسته وکړي . ستاسو دروغتیا لپاره دوعا وال یوو.
جنسي ستونځی
SEXUAL PROBLEMS
په افغانستان کی دجنسي ستونځواوناروغیوپه هکله دژباړن خپلی خبری
مخکی له دې چی په ژباړه پېل وکړم أړینه بولم چی ددې حساسی مسئلی په هکله خپلی کتنی وړاندی کړم . ما داخبره پخواهم کړېده اودادی بیایې تکراروم چی په افغانستان کی مېشت ولسونه په بدني او رواني توګه رنځورولسونه دي . ددې رنځونوسببونه په ټولیزه توګه په اقتصادي ، سیاسي اوکلتوري کاواکتیا اوکمزورتیا کی نغښتي دي . په افغانستان کی روانه اوږده جګړه اوله دې کبله په لوی کچ ویجاړتیا ، مرګونه ، کډوالي ، غریبي او رنځونه هم دکورني اقتصادي ، سیاسي اوکلتوري کاواکتیا اوکمزورتیا اوورسره دپټو اوښکاره موخو پایلی دي . ددې ستونځودمخنیوي لپاره وګړنیزه پوهه ، وګړنیزځواک اوتخنیکي وسیلی پکاردي چی له خورابده بخته افغان ولس یې نه لري اونورملتونه ورته داټول شیان په خیرات کی نه ورکوي . زماددې خبرومطلب دادی چی که له لوی خواافغان ولس ته په روغ لاس ستونځی جوړی شوي دي اوافغانان پکی نښلؤل شوي دي نوله له بلی خوا افغان اولس دخپل مرګوني ذهنیتونو اوفکري کمزورتیاو له کبله دځان ژغورنی ازمایښت هم نه دی کړی . د ګردوستونځو په لړکی داسی ستونځی هم شته چی افغانان یې په خپله حل کولای شي اودنورودراټوکېدومخه نیولای شي خو دا سی دښېګړی نؤښت یې لاتراوسه نه دی کړی .
په افغاني ټولنه کی داهم یولوی مصیبت دی چی دژؤندمهم شیان ورته ترهغوحیاتي نه ښکاري ترڅوچی یې حیات دخطرسره نه وي مخ شوی . زما ددې ژباړی موضوع هم له ډېروحیاتي مسئلوڅخه یوه ده چی څېړنی یې هم ممکینی نه دي . له یوې خو پوچ اوبی ګټی غروراوله بلی خوا تباه کوونکي ذهنیتونه د افغاني ټولنی دبدني اورواني رنځورتیا سبب شوي دي . جنسي ستونځودکورني سوله ایزچاپېریال اودنسلونو درواني اوبدني سالمتیا مخه نیولی . افغان نارینه شرمیږي چی دخپلوجنسي أړیکو اویا جنسي ناروغتیاو په هکله دمتخصص ډاکټرسره مشوره وکړي . دښځينه جنسي أړیکوپه هکله خو به دهیواد قانون هم اجازه ورنه کړي چی بحث پری وشي . یوه ځوانه جینۍ اویاښځه به ترډېرفشارلاندی هم خپل راز افشانه کړي اوحتا له خپلو مېړونوبه هم داسی ستونځی پټی وساتي خو آیا داسی ذهنیت اوشرم به کورنۍ اوبچوته کومه ګټه ورسوي ؟ آیا جنسي ناروغتیا به دشخصي ژؤند اوجنسي أړیکو د خرابېدوسبب نه شي ؟ شهواني لذت ددماغوپه سالمیت پوری مستقیمه أړه لري . هغه څوک چی عصبي فعال اوسالم سیستم ونه لري ، شهواني اوجنسي فعالتیا اوروغتیا به هم ونه لري .  راځئ چی نوردډاکټرروزنفیلډ په لیکنه کی وپلټوو.
 
ژباړه
لسم فصل
 
کله چی زه محصل وم ، هغه وخت دوه موضوعات ووچی مونږته یې په رښتیا نه دي رازده کړي – خواړه اوسکس (دنارینه اوښځی ترمنځ جنسي أړیکي ). ددې په پایله کی نن زمونږدنسل ډاکټران خپلورنځورانوته وایي چی متعادل خواړه (کافي غوړ، پروتین اوکاربوهایریت ) وکاروي اونوریې په همدغه ځای پرېږدي . په طبي ښوؤنځیوکی غذایت نن یولوی کورس دی چی فارغان پوهیږي چی کوم خواړه ستاسولپاره ګټوراوکوم تاواني دي اوڅومره .
ترکومه ځایه چی په سکس پوری أړه لري ، زمامعاصرانو ددی دپایلوپه هکله زده کړی کړي (سوفیلیس اوسوزاک دهغه وخت مهمی جنسي ناروغتیاوی وې ) خود عشق کوولو یا پېل مینی ، ښواجراآتو، مېل ، اومفعولیت دمېرمنواونارینولپاره څه ارزښت نه درلود ، که څه هم چی ځينی یې ډاکټران هم وو. اوس هم ځينی زاړه فکره خلک شته چی دسیکس په هکله هیڅ پوهاوی نه لري اونه یې غواړي . نني طبي فارغان دجنسي خصوصیاتواونورمال اوغېرنورمال حالتونوپه برخه کی ښه روزل کیږي .
نارینه کمزوري اوښځینه بی ذوقي (تمایل نه لرل)
هیڅ بل شی لویی اندېښنی نه راپيداکوي نسبت هغو نښواوعلاموته چی دچا په جنسي ژؤندکی راڅرګندی شي . که هغه نارینه کمزورتیا وي چی له شهواني عمل څخه لذت واخلي اوکه خیالي اوتصوري (فانتازي ) وي . ځکه چی دانسان دبیا تولیدسیستم اودجنسي عمل لذت په مغلقوفیزیکي (بدني) اورواني فکتورونوپوری تړلي دي نوځکه ډېره سخته ده چی داسی ستونځوته حل وموندل شي خوپه دی أړه پوهه چی څنګه بایدسیستم کاروکړي اودهغوعلاموتشخیص چی دجنسي کمزورتیاسبب شوی وي چی په نتیجه کی زیاتره په بري سره تداوي کېدای شي ، اوږده غیرضروري ډاراوېره رامنځته کوي .
یوله عمده ستونځوڅخه چی ناروغان یې له خپلوډاکټرانوسره په ډاګه کوي ، دتناسلي آلی نه لکېدو(ایمپوتنس) ستونځه وي . په دې حالت کی سړی نشي کولای ددخول عملیه سرته ورسوي اوله جنسي یوځای کېدوڅخه خوندواخلي .
دتناسلي آلی نه لکېدل باید د بی تخمي (شنډتوب) سره مترادف نشي . داحالتونه بیخي جدا ستونځی دي . یو سړی چی ذکریې سم نه لکیږي ښایي په فوق العاده توګه دبار یاتخم سبب شي اوعادي سپرم تولیدکړي . لومړی خوباید داووایووچی هیڅوک پوره اوکره نه وي . بدني ژوبلتیا او ناڅاپی ناروغتیا هم ددې سبب کرځي چی په تدریجي توګه سړی د جنسي کمزورۍ سره مخ شي . ډېرشراب څښل ، ډپرېشن اودکارفشارهم ددې سبب شي چی سړی په جنسي عمل کی پاتی راشي خو بیا سړی ډاډه وي چی ځه بل ځل به هرڅه ښه وي خوکه بل ځل هم ښه والی نه واوهماغسی جنسي کمزوري وه نو په دې حالت کی أندېښنې ژوری شي اوچی هرڅه بدترکیږي نوسړی په دې باورشي چی اوس نورښتیا یوڅه خراب دي .
په دې ځای کی هغه څه ته کتنه کووچی ښایي ستاسودځانګړی جنسي ستونځی سره سروخوري . ددې لپاره چی پوه شئ چی ولی موذکرنه لکیږي اوکمزوري یاست بایدلومړی دخپل بدن ټول هغه اعضا ترکتنی اوڅارنی لاندی ونیسئ چی سیګنالونه تری لېږدي اویاورځي اوکوم چی دذکردلکېدو سبب ګرځي .
 په جنسي عمل کی ستاسوماغزه بنسټيزرول لوبوي ؛ داهغه منبع ده چی خواهشات پکی زېږي ، که هغه دحقیقي ملګرې سره وي اوکه دفیلم فانتازي اوخیال وي . د ذکردنه لکېدویوعلت هورموني ګډؤډتیاده چی زیاتره معتادشرابیان ورسره مخ کیږي اوذکرونه یې دلکېدوځواک نه لري (۱) . ددې لپاره چی نارینه تحریک شي ، یانی ذکریې پورته شي باید په بدن کی کافي تیستاستیرون ولري . داهغه نارینه هورمون دی چی په بدن کی یې چورلي . نارینه هم نارینه اوهم ښځینه هورمونونه تولیدوي اوهمدغسی ښځه وي ؛ توپيریې دادی چی نارینه زیات تیستاستیرون تولیدوي خوپه لږه اندازه ایستروجن (ښځینه هورمون ) تولیدوي . برعکس ، ښځه زیات ایستروجن تولیدوي اوپه لږه اندازه تیستاستیرون تولیدوي . جیګرددې هورمونونوتعادل ساتي . چاچی داوږدوخت لپاره ډېرزیات الکول څښلي وي نوکېدای شي چی دالکهولوزهرياتویې جګرتاواني کړی وي اوجیګریې ډېرفعالیتونه له لاسه ورکړي وي . کله چی جیګرپه تدریجي توګه بی کاره کیږي نوپه وینه کی دایستروجنو داندازی کنترول نشي کولای اوله دې کبله په وینه کی ښځينه هورمون (ایستروجن) سطحه لوړیږي اوپه پایله کی یې تیستاستیرون بی أغېزی کیږي .
داسی نارینه چی جیګریې خراب شوې وي ، نارینه مشخصات یې هم ورکیږي اوږیری خرېدلوته یې دوه دری ورځی حاجت هم نه وي ، هګئ یې ورورووړی کیږي ، سینې یې غټيږي ، شهواني ځواک له لاسه ورکوي اوذکریې نه پورته کیږي خوالکولیزم اودجیګرخرابتیا یواځیني میکانیزمونه نه دي چی دتیستاستیرون اندازه ټيټوي
په مغزوکی دهیپوفیزغده یوهورمون جوړوي کوم چی هګئ تحریکوي چی تیستاستیرون تولیدکړي . که دغی غدی کافي وده نه وي کړی ، یا دتیومرله کبله مړه شوي وي نوپدغه حالت کی دهورمون دتولید ځواک نه لري اودنارینه د نامردي سبب کیږي . له بله پلوه داسی هم کېدې شي چی دمغزودهیپوفیزغده روغه اوفعاله وي خودذکرهګئ مړې شوې وي اودهورمون دتولید جوګه نه وي نوپه داسی حالت کی هم مردي لمنځه ځي اوتناسلي آله یی دلکېدو څخه غورځي.
فرض کړۍ چی دماغ په فیزیکي توګه ستونځه نه لري ، ټول هورمونونه په عادي حالت بهیږي اوپه جنسي توګه تحریک هم موجوددی نوآیا دذکرلکېدل (جګېدل) ډاډمن دي ؟ ځواب یې نه دی ځکه چی ذکرته له مغزوڅخه پيغامونه بایدورسېدلای شي اودایوعصبي سالم خطسیرته أړتیالري . که شمزۍ مو زخمي یا عیبي شوي وي ، دالکولیزم قرباني یاست ، ډېروخت موپه ولاړه تېرکړی وي اویادشکری رنځ ولرئ اوکنترول کړی مونه وي نوکېدای شي چی له دماغوڅخه ذکرته سیګنالونه ودریږي او لکېدل یې صورت ونه نیسي . پرېږدئ چی یوګام وړاندی واخلوو. فرض کړۍ عصبي سیستم سالم دی ، تناسلي آلی ته أړوند پيغام هم رسیږي خوبیاهم تناسلي آله نه پورته کیږي . ولی نه ؟ ځکه چی یوه أخري أړتیا شته اوهغه وینه ده . یوسست ذکرهغه وخت دلرګي په څېرکلکېدای شي چی له وینی ډک شي اودا بیا دنوروترڅنګ روغواوازادورګونواوشریانونوته أړتیالري .
که نورهرڅه چی مخکی مویادؤونه وکړه ، فعال اوسالم وي خودذکررګونه مودأرتیریوسکلیروسیس له کبله بندشوي وي ،
 بیاهم دتناسلي آلی لکېدل صورت نه مومي .
 
دلته پنځه لومړني ترکیبونه دي چی دتناسلي آلی دلکېدولپاره أړین دي
۱- یوځوابګوعاطفي حالت
۲- سالم اوروغ دماغ له هیپوفېزغدی سره
۳- داسی هګئ (خوټې ) چی کافي تیستاستیرون جوړکړي
۴- سالم عصبي خط سیر
۵- تناسلي آلی ته دوینی برابر ه اندازه رسېدنه
هغه ټکي چی باید په یادوي
 دتناسلي آلی دسستیا اونه لکېدوعلتونه اوڅه بایدوشي
د زخمي کېدواورنځ له کبله هورموني کمښت : هورموني (تستاستیرون) بدلون ته أړتیا وي
دالکولیزم له کبله دجیګرخرابتیا اوناکاره کېدل : دتیستاستیرون الحاقي موادواستعمال ښايي مرسته وکړي
دماغي خرابتیا چی هیپوفیزغده پکی رول ولري : هورموني الحاقي موادواستعمال
عصبي صدمه : دتناسلي آلی پروستیز یا پينل پروستیزس پکاردی
دزړه ناروغتیا : ښایي دزړه عملیات أغېزمن وي
ډپرېشن ، تشویش ، ستړ یا، بوج ، فشار، له ناکامۍ څخه ډار : ترافي ، اسطراحت ، فانتازي اوخیال
ژورې رواني ستونځی : له طبي سیکالوژیست سره مشوره اودتناسلي آلی پروستیز یې ترټولوآخري چاره ده
سګرت ، چیلم ، نسوار : پرېښودل یې أړین دي
پارکینسن ، شکری رنځونه اودوینی فشار : تداوي اوکنترول یې أړین دي


No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...