يادښت : ګرانولوستونکو، په دی مضمون کی جملې ګډی وډی شوی وې چی دمضمون منځپانګه یې له پوهاوي څخه ویستلی وه . داد لیکوال ستونځه نه وه بلکی دوېبلاګ تخنیکي ستونځه وه چی مونږ پری اوس هم نه پوهیږوو خومونږ ددې ستونځی په سبب د رامنځته شووګرامري اواملایي ګډوډیوله کبله بخښنه غواړوو
هیپاټایټس(زېړې)
هیپاټایټس(زېړې)
HEPATITIS C
په پښتوګړدودکی دهیپاټایټس رنځ ته زېړې وایي ځکه چی دارنځ
دجاوندیس په حالت کی دسترګوسپين ، پوستکی اومتیازی زېړوي ، یانی رنګ یې په زېړأړوي
.
ښایي زمونږ زیاتره خلک د هیپاټایټس دډؤلونوپه هکله پوهاوی ونه لري ځکه نودارنځ یوازی په زېړرنګ پېژني خو زېړرنګ چی په طبي ګړدودکی یې جاوندیس بولي دځيګردرنځ یانی هیپاټایټس یوه ځانګړی اوتاواني مرحله ده .
د C په نوم هیپاټایټس ته زمونږخلک (تورزېړې) وایي . داهم دهیپاټایټس یوه ځانګړی بڼه ده چی خپلی نښی ، څرنګوالی ، ورسره ژوند ، مخنیوې ،درملنه اوڅارنه لري . داچی په دې رنځ کی زېړاوتوررنګونه ښکاره نښی دي نوځکه پښتنوددوه رنګونوله ترکیب څخه دانوم ورته غوره کړې دې . په هره بڼه ، دارنځ په پراخه کچه په افغانانوکی لیدل شوی دی اونړۍ والی سروې افغانستان دنړۍ یواځينی هیواد ګڼي چی دنورورنځونوترڅنګ د هیپاټایټس مختلف ډؤلونه پکی زیات دي او د مرګ ژوبلی اندازه یې په افغانستان کی ډېره لوړه ښودل شوېده.
له بده بخته ، افغانستان هغه هیواددی چی تر۲
میلیونوپوری ځوانان او ماشومان په مخدره موادو( أپين) روږدي دي.
ددې سره
سره چی افغانان ځانونه کلک مسلمانان بولي ، په مېړانه اوغیرت کی چاته تن نه ورکوي خو په
هیوادکی یې دانسانیت اوملت ضد کارونه روان دي، دوی یې مخه نه نیسي . له دوه
میلیونووګړوڅخه یوځانګړی هیواد جوړیږي خوپه افغانستان کی ۲ میلیونه وګړي ددوی له
خپله لاسه اودګاونډیوله لاسه په داسی بد اوشرموونکي سرنوشت أخته شوي د ي. دا
شمېرروږد ي افغانان به یوه ورځ ودونه هم وکړي خو بی سواده افغانان به په دې هم
فکرونه کړي چی ددې روږدو (معتادو) وګړوداولادونو روغتیا به څنګه وي ؟ دا معتادین
خوپه مهلکورنځونو لکه هیپاټایټس ، اېډز اوتوبرکلوزهم أخته دي او ځينی رنځونه
خودموراوپلارڅخه نسلونوته لېږدي نوددې په هکله هم کوم مېړني ، غیرتي اوښه مسلمان
فکرکړې ؟ افغانستان په وګړنیزه توګه یوروغ هیواد نه دی، سخت رنځورهیواددی اوپکی
مېشت ملت هم ددې جوګه نه دې چی دیوسالم نسل درامنځته کولولپاره وسیلې ولري
اوتدبیرونه ونیسي . دادډېرافسوز خبره ده چی افغانان تل په جزوي شیانو پوری کلک
نښتي وي خو حیاتي شیان اومسایل ورته أهمیت نه لري . دهیواد فوځ ، زراعت ، مالداري
، صنعت اوأن دولت چلوؤنه په روغو وګړوپوری أړه لري ، رنځوراوکمزوري وګړي تولیدنشي
کولای. لږمو په دغه درواغژنوصفتونو، چی داسی مېړني یوواوداسی اوهغسی ، کتنه پکارده . که څه هم داخبری سیاسي خبری دي
اوپه دې ځای کی بایدونشي خودوګړو روغتیا دیومهم ملي عنصرپه توګه د سیاست
تراغېزلاندی وي . په افغانستان کی سیاست هم رنځوردی اودملت دفیزیکي اورواني
رنځونوسبب شوې هم دی
د هیپاټایټس ډؤلوونه
دزېړي
د رنځ چی په طبي ګړدود کی ورته هیپيټایټس وایي ، مختلف ډؤلونه لري چی وایرسونه یې په
دې توروپېژاندل شوي دي
A, B, C, D, E, Hepatitis?F,X,TTV, G
Aد هیپاټایټس
وایرس له ناولواوجوټه
خوړو اوناولواوبوڅخه پيداکیږي . هغه وګړي چی په دې رنځ اخته شي نوله ۱۰ – ۴۰ ورځوپوری دذکام په څېرنښې پکی راڅرګندی شي اوددې سره دټيټی درجی تبه ، دعضلاتو، بندونو اوسردرد، دخېټی ملایم درد ، ناکراري اوبی اشتهایي ورسره هم راپيداشي . زیاتره وختونه په دې علایموپسی جوخت دسترګودسپينواودپوستکي زېړوالی هم راپيداکیږي چی دې مرحلی ته په طیبي ګړدودکی جاوندیس وایي . اکثرناروغان له دی حالته رغیږي اوددوباره مصابیت پروړاندی مدافعت پيداکوي
هیپاټایټس أې له اکیوټ مصابیت وروسته نه پاتی کیږي اوناروغ کرونیک زېړې ، سیرهوسیس اودجیګرسرطان نه پيداکوي . په ۱۰۰۰ کی ښایي ددې ډؤل زېړي ناروغ د جیګر سکته پيداکړي اویا دجیګرپيوند ته اړشي
هیپاټایټس B
داډؤل زېړې یا هیپاټایټس عموما دوینې اخیستلو ، دوینی
محصولاتو، په رګونوکی د مخدره موادوله پېچکاریو، دزړه دبایپاس عملیاتو، د کارول
شوی ستنی زخم ، جنسي اړیکواودزېږېدوپرمهال له مورڅخه ماشوم ته لېږدي . له دې ډؤل هیپاټایټس څخه هم له ۹۰ - ۹۵ ٪ ناروغان شفامومي اودبیا اخته کېدوپروړاندی مقاومت پيداکوي خو پاتی ۵-۱۰ ٪ ناروغان ښایي سیرهوسیس اویا دجیګر سرطان پيداکړي
ددې ډؤل هیپاټایټس نښی هم لکه دنوروډؤلونو داکیوټ حالت
غوندی وي . دارنځ په کرونیک حالت کی ستړتیا ، ناکراري ، کمزوري اومرحله وار
جاوندیس راپيداکوي
تر۱۹۹۹ کال پوری دکرونیک هیپاټایټس بي لپاره دادواګانی
کارېدلی
Interfron-alfa
Lamivudine
Ganciclovir
Famciclovir
دجیګردپيوند په حالت کی ښايي دبي هیپاټایټس وایرس بیا راپيداشي خو د لامي وودین
استعمال اود اوږدی مودی لپاره د ایمیون ګلوبولین ترافي داخطرلمنځه وړي
هیپاټایټس C څه شی دی ؟
دا دځيګروایرسي (ویروسي) رنځ دی چی په ځيګرکی التهاب (سؤې)،
زخمونه اوتاوان راپيداکوي . که څه هم دارنځ ډېرتاواني دی خوپه بدن کی یې پرمختګ کالونه
اویالسیزی نیسي . ددې رنځ ناروغان وخت لري چی په مختلفوتدابیرواولاروچارویې د چټکتیا
مخه ونیسي . دارنځ هغه وخت خطرناک اومرګونی حالت غوره کوي چی د (جاوندیس) مرحلی ته
پرمختګ وکړي ، یانی هغه مرحله چی دسترګوسپين ، دبدن پوستکی اوتشی متیازی زېړرنګ غوره
کړي
ددې رنځ دراپيداکېدونښی کټ مټ دبي هیپاټایټس په څېروي
خوغټ عامل یې دوینی اخیستل دي . داډؤل
زېړې دجنسي اړیکوڅخه نه خپریږي او ۶ فیصده مېندی ښایي چی خپلو تنکیو بچوته يې ولېږدوي ،
یانی له مورڅخه خپل بچي ته په ډېر سختۍ لېږدي . زیاتره خلک نپوهیږي چی ګنی دوی دسي
هیپاټایټس اکیوټه (شدیده ) مرحله تېره کړی ده . په عامه توګه داکیوټ سي هیپاټایټس
نښې دومره ښکاره نه وي اوپه وینه کی دجیګردانزایمو اندازه هم پورته نه وي . کرونیک
ناروغان درنځ ښکاره نښی اودجیګردانزایموټیسټ لري خوله بایپسي څخه ډېری مختلفی نتیجې
راووځي. په مایکروسکوپ کی له ابتدایي څخه تر پرمختللي زخم پوری دسیرهوسیس سره ښئي .
ناروغان شاید د انترفیرون ترافي اویاد انترفیرون اوریباورین دترکیب لپاره وټاکل شي
نوربیا
No comments:
Post a Comment
قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو