Tuberculin Test
(PPD Skin Test, Mantoux test)
دامریکامتحدایالات
2011، 10، آگسټ، چهار شنبه
په دې ټیسټ کی دتیوبرکولین انتیجن (انتیجن هغوخطرناکومنابعوته وایي چې بدن یې پردي اوبهرني حس کوي اوپرخلاف یې د(انتي باډي) په تولید د فاعي فعالیت پېلوي . انتیجن په عمومي توګه پروتین وي خوعادي شیان لکه اوسپنه هم کېدای شي چې دزیاتومالیکولونوله وجهې انتیجني شي . ساده مالیکولونوته (هېپټنس ) اوزیاتومالیکولونوته (کېرئيرز) وایي . دانتیجنوحجرات په (اې – پي – سي ) نومؤل شؤي دي ) داټيسټ درنځوردڅنګل پرمخ ، په پوستکي اجراکیږي . که کوم څوک دمایکوباکتیریم تیوبرکلوزیس په مایکرواورګانیزم (باکتیریا) ککړشؤې وي ، نوپرهغه ځای چې پيچکاري وهل شؤې ، ګزک رامنځته کیږي خوبیاهم دتیوبرکولین داټيست نشي کؤلای فعال (اکتیف) اوغېرفعال (ډورمنټ) رنځ معلوم کړي نوځکه دداسې ټيسټ نتیجې دحتمي رنځ ثبوت نه وي .
دتوبرکولین ټیسټ هد ف
څوک باید داټسټ اجراکړي ؟
ځانګړې پاملرنه
دتوبرکولین ټيسټ بایدپه هغوناروغانواجرانه شي چې رنځ یې پخواتشخیص شؤې وي اویا یې یوځل پخوادتوبرکولین ټیسټ کړې وي
په هغوخلکوکی داټيسټ نتیجه نه ورکوي چې دبدن دفاعي سیستم یې کمزوري اوسازشي حالت ولري لکه په زړوخلکوکی ، دبدن غذایت یې کم وي ،د ډېرې مودې مزمن رنځونه ولري اوپه نیږدې وخت کی یې د شري( میسلس ) ، جرمن شري (روبېلا یاجرمن میسلیس)، دغمبوري پړسوب (میومپس) اونورورنځونوواکسین یې کړي وي . دغه رنګه پرهغو ناروغانو هم اجرانشي چې (سټېرویډ) دواګانی کاروي . په دې خلکوکی که تیوبرکلوزیس یانرې رنځ موجودهم وي ، دټیسټ نتیجه یې منفي وي چې په طبي اصطلاح کی د « غلطې منفي نتیجې» په نوم یادیږي .
ناروغ به د ټيسټ په جریان کی څه ویني ؟
دناروغ لاس به پرمېزیا یوه هواره سطحه غزېدلې وي
هغه شخص چې داټيسټ اجراکوي ، دناروغ دمړؤندڅخه پورته پوستکې په الکولوپاکوي اویوڅه یې پرېږدي چې وچ شي اوبیا په پوستکي دتیوبرکولین پېچکاري کوي
دپيچکاري دستنې له ځای څخه چاپېره په نه پاکېدونکي قلم یوه دایره باسي ترڅووروسته په اسانۍ وپېژندل شي
ناروغ له ۲ – ۳ ورځووروسته دټيسټ ځای ته ورځي اوپه دغه موده کی پيچکاري شؤې پوستکې دتیوبرکولین له انتیجن سره حساسیت ښئي . له پيچکاري وروسته ترمعاینې پورې موده کی شاید پېچکاري شؤې ځای خارښ وکړي خوبایدونه ګرؤل شي
دتیوبرکولین ټيسټ نتیجې
له پېچکاري څخه وروسته باید پوستکې سورشي اووپړسیږي ترڅومثبت (درنځ شک) وګڼل شي خوپرته له پړسوبه یواځې دپوستکي سوررنګ درنځ شک نشي راولاړولای
کله داسې هم کیږي چې دپوستکي مثبت عکس العمل دنري رنځ له کبله نه وي اوکېدای شي دبلې ورته باکتریا سبب وي نوځکه لازم ګڼل کیږي چې د بلغموکلچروشي اودسینې ایکسرې واخیستل شي .
که په پوستکي دتیوبرکولین ټسټ ټاکلې اندازې ته ورنیږدې وي ، بایددوباره ټیسټ اجراشي
که په ټيسټ کی دپوستکي عکس العمل منفي وي اوناروغ نورې داسې نښې اوعلامې لري چې دممکن تیوبرکلوزس رنځ ته ورته وي ، بایدنورلازم ټسټونه وشي .
خطرونه اوستونځې
په هغوخلکوکی چې فعال تیوبرکلوزولري اویا مخکی دوقایع لپاره ورته واکسین شؤي وي شایددپوستکي حسا سیت زیات وي اودپوستکي دشړېدواویا ګزک سبب شي
له ټيسټ څخه وروسته
د ټیسټ له اجراکېدووروسته شایدناروغ رخصت شي
د ټیسټ دنتیجودارزیابۍ لپاره ناروغ ته دبیا معاینې لپاره ۲ – ۳ ورځوپوری وخت ټاکل کیږي
که له ټیسټ څخه وروسته اوله ټاکلي وخت څخه مخکی دناروغ پوستکې شدید حساسیت پيداکړي ، بایدناروغ بې له ځنډه ډاکټرته ورشي
په همدې ټيسټ پورې اړؤند دلاندې ټسټونوپه هکله بیا
Cultures and Microscopic Exams for Infectious Disease
ساري رنځونه دډېرووړو، زروي اورګانیزمونولکه باکتریاوې ، وایرسونه ، چڼېسي ( فنجي ) اوپاراسایټس (چینجو) څخه پيداکیږي
Chlamydia and gonorrhea
دجنسي اړیکوساري رنځونه دي چې د (ډي – این – أې ) د ټیسټ په ذریعه تشخیصیږي
Chest X-ray
(Chest Radiography)
Lung Biopsy
دشوش زروي ځيرکتنه
Lung Nuclear Scan
دنلیزې وړتیا یا مسابقې ټيسټ
(دنلیزتحریک ټيسټ ،میتا کولین ټيسټ)
Bronchial Challenge Test
(Bronchial Provocation Test, Methacholine test)
دسینې سي- ټي ځيرکتنه
Chest CT Scanدسینې ایم-آرـ آی
Chest MRI(Magnetic Resonance Imaging of the Chest)
(دسینې مقناطیسي غږیزرپېدونکی انځور)
No comments:
Post a Comment
قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو