عبدالواحد مشواني
2011، 27، جولای، چهار شنبه
په افغانستان کی دګؤتوپه شمېرډاکټران ښایي په دې ټسټونووپوهیږي خوفکرنه کیږي چې په وړوښارونواواولسوالیوکی دې ډاکټران داسې پوهاوې ولري اویادې مسلکي اوماهرلابورانتان اومجهزلابراتوارونه وجودولري چې دپرمختللې تکنالوژۍ په مرسته اړین اودقیق ټسټونه وکړي اودډاکټراورنځورسره دمرستې جوګه وي خوبیاهم معلومات اواګاهي هغه پخې وسیلې دي چې دانسان ژؤندله غلطیواوخطرونوڅخه ساتلې شي .
درنځ دښه مخنیوي (وقایع) لپاره اړؤندومعلوماتواواګاهۍ ته ضرورت وي اوهغه څوک له مهلکورنځونوڅخه په امن پاتی کېدای شي چې رنځونه وپېژني ، دمخنیوي چاری ورمعلومی وي اوددفاع وسائيل هم وپېژني .په هره بڼه ، درنځ مخنیوې یوه مسئله ده اودجعلي اوناپوهوډاکټرانوتروربیا بله مسئله ده چې دافغانستان په څېریوویجاړهیوادورسره هرومرومخ وي . په دې هکله به بېله لیکنه وشي خوداوس لپاره دهغورنځونواړؤند ټسټونوپه هکله معلومات خپرووچې همدااوس تری زیات شمېرهیوادوال کړیږي . هغه پراخ شؤي رنځونه دوینې دشکرې زیاتوالې اویا کموالې ، هیپيټایټس (زېړ، تور، ساري) ، توبرکلوزس (ساري) اودسرطان رنځونه دي .
په افغانستان اوپاکستان کی زیاره ډاکټران درنځ دقیق تشخیص نشي کؤلای نوځکه هررنځورته یوپنډ دوا ورپه شاکړي اورنځورپه نوروضمني تکالیفواخته کړي . رنځورته دغیرضروري دواورکؤلوڅوعلتونه وي : ډاکټرپه خپل مسلک کی مهارت اوتجربه نه لري اویا ډاکټرانساني فکرنه کوي بلکی تجارت کوي چې په دواړوحالاتوکی ډاکټردجرم مرتکب کیږي .
په هرصورت ، هرهېوادوال دخپلې روغتیا ساتلومسؤلیت لري اوبایدخبروي چې دناروغۍ په صورت کی څه وکړي . مونږپه همدې موخه دلاندی ټسټونوپه هکله اګاهي درکووچې دډاکټرسیمون مارګولیس له کتاب څخه راخیستل شؤي دي اودلیکؤال خپله جوړؤنه نه ده.
دوینی دشکرې ټسټونه
Glucose Tests
ډیابیټیس (شکره\قند) یوه روغتیایي ستونځه ده چې دبدن په وینه کی دشکرې (ګلوکوز) داندازې دزیاتوالي څخه رامنځته کیږي . ګلوکوزدشکرې یوه بڼه ده چې دبدن دانرجي لومړنۍ سرچینه ګڼل کیږي . دشکرې رنځ په د وه شمېروپېژندل شؤې دې :
لومړې ډؤل
دوهم ډؤل
مونږیې په طبي نومونویادؤوترڅوپه معلوماتوکی یوه بڼيز ه تبادله برقراره وي اوپه تشخیص کی یې دنوم په ترجمه غلط پوهاوې رامنځته نه شي .
ټایپ ون ډیابیټيس : دشکرې په دې ډؤل رنځ کی دوینې شکره (ګلکوز) زیاتیږي ځکه چې پا نقراص لږانسولین تولیدوي اویایې بیخي نه تولیدوي . اینسولین هغه هورمون دې چې حجرات پریږدي چې له وینی څخه شکره لری کړي .
ټایپ ټوو ډیابیټيس : دشکرې په دې ډؤل رنځ کی دوینې شکره (ګلکوز) زیاتیږي ځکه چې دبدن حجرات دانسولینوپروړاندی مقاومت کوي لاندی ټسټونه کیږي چې په وینېه کی دشکرې اندازه معلومه کړي اوویې څاري :
□ له غذا څخه وروسته دوینی یوڅاڅکې ښایي په همدغه ورځ دشکرې دتشخیص لپاره مهم وي که په وینه کی دشکرې اندازه له (۲۰۰ ) ملي ګرامه پرډ يسي لېټروي ، دهایپرګلېسیمیا ، تندی ، دوامداره متیازواودوزن دکمښت سره ملګرې وي نودشکرې درنځ موجودیت ښيي
□Fasting Blood Glucose په نهاره دوینې ګلوکوزله (۱۲ – ۱۴ ) ساعتونوخوراک څخه روسته کیږي. په نهاره دوینې ګلوکوز راټيټيږي چې یونورمال حالت وي خوپه نهاره دشکرې درنځورانودوینې ګلوکوزبیاهم لؤړوي. که لږترلږه دنهارې په دوه ټسټونوکی دوینې شکره له (۱۲۵ ) ملي ګرامه پرډيسي لېټرڅخه زیاته وي ، دشکری رنځ ښيي
ناروغ باید ددې تیسټ څخه (۱۲ – ۱۴ ) ساعتونوپوری غذاونه خوري یواځې ساده اوبه څښلې شي
□Postprandial Blood Glucose دوینې دګلوکوزټيسټ له خؤړوڅخه دوه ساعته وروسته ، هغه ټيسټ دې چې یا څوک د (هایپرګلېسیمیا) نښې لري اویا د نهارې دټسټونونتیجې دشکرې نارغي ښئي . په دې ټيسټ کی په وینه کی که شکره تر (۲۰۰ ) ملي ګرامه پرډيسي لېټرزیاته وي ، دشکرې ناروغي ښيي
ددې ټيسټ څخه مخکی د نهارې ټيسټ نتیجې ترلاسه کیږي ، وروسته ورته هدایت کیږي اویا د (۷۵ ) فیصدوکاربوهایدرېت لرونکی غذا یا شربت ورکؤل کیږي اوبیا تردوه ساعتونوپوری هیڅ غذا نه خوري، نصوار، چرس ، سیګرټ به نه استعمالوي اوجسماني فعالیت لکه ورزش اوکاربه هم نه کوي. ددغودوه ساعتونووروسته دناروغ وینه ټيسټ کیږي اودشکرې اندازه په وینه کی معلومیږي
□The Oral Glucose Tolerance Test داټيسټ په زیاترومواردوکی اړین نه دې خوبیاهم د خؤښې میتود دې چې که په نهاره اومړه خېټه دونې ټيسټونه دقناعت وړنه وي نوددې ټیسټ په مرسته دشکرې ناروغي تشخیصیږي. په دې ټيسټ کی د (۷۵ ) فیصدوګلوکوزلرونکی محلول په ناروغ څښل کیږي اوپه مسلسله توګه د څوساعتونولپاره دناروغ دوینې دشکرې اندازه کتل کیږي
ددې ټيسټ لپاره تیارې داسې کیږي چې ډاکټر ناروغ ته مشؤره ورکوي چې له ټيسټ څخه (۳ ) ورځې مخکی د زیاتوکاربوهایدرېتوغذا ونه خوري ، بیا له (۱۲ – ۱۴ ) ساعتونوپوری نهاراوسي اوپرته له ساده اوبوڅخه نورخواړه اوڅښاک ونه کاروي ترڅوټيسټ یې پېل شي . په دې ټيسټ کی هم دهررنګه نشه یي موادو استعمال ، ورزش او کارکؤل منع دي ځکه چې داتوکي دکاربوها یدرېتو(ګلوکوز) په اندازوکی توپيرراولي . ډاکټرښایې د ټيسټ څخه مخکی ناروغ وتلي اود بدن دوزن برابردګلوکوزومحلول ورکړي . دا اوږده پروسه وي نوځکه بایدناروغ صبراوحوصله له لاسه ورنه کړي .□ Hemoglobin A1c (HbA1c )
Glycosylated hemoglobin or glycohemoblobin Test
داټيسټ پرهغوناروغانوکیږي چې دشکرې ناروغي (دیابیتس) یې تشخیص شؤې وي اوددرملنې اغېزمنتیا یې ترکتنی لاندی نیول کیږي. دغه رنګه په هیموګلوبینوپوری نښتي ګلوکوزاندازه کیږي . هیموګلوبین هغه پروتین دي چې دوینې سروکورویاتوته ترهغواکسیجن رسوي ترڅوچې دغه کرویات لمنځه ځي . په هرو (۱۲ – ۱۶ ) هفتوپوری دوینې نیمایي کورویات بدلیږي نود HbA1c
ټيسټ یوه ښه وسیله ده چې په مرسته یې دګلوکوزدوه درې میاشتې مخکینې څرنګوالې معلومیږي
دیادؤلووړده چې دنهارې ، خؤړوڅخه وروسته اود ګلوکوزدمحلول څښلوټیسټونه ددې لپاره دي چې دشکرې ټا يپ (۱ ) اوټا یپ (۲ ) ناروغي تشخیص شي اود HbA1cټيسټ ددرملنې اوخؤړو اغېزمنتیا ترکتنې اوڅارنې لاندی نیسي
ناروغ بایدمخکی له ټسټونوڅخه اړؤندډاکټرته ورشي ترڅوهغه دټيسټ دبڼې هدایت ورکړي اوبیا يې روغتون اویا طبي لابراتوارته ورواستوي ترڅونرس اویا لابورانت ورته دډاکټرلخوا ښوؤل شؤي ټيسټونه اجراکړي . په ټولوټیسټونوکی په عامه توګه دمټ له رګونوڅخه دوینې نمونه (له رګ څخه وینه) اخیستل کیږي اوطبي لابراتوارته وړل کیږي اویا لیږل کیږي
تیوبرکولین ټسټ
Tuberculin Test
(PPD Skin Test, Mantoux test)
د شوش بایپسي
Lung BiopsyLung Nuclear Scan
دنلیزې وړتیا یا مسابقې ټيسټ
(دنلیزتحریک ټيسټ ،میتا کولین ټيسټ)
Bronchial Challenge Test
(Bronchial Provocation Test, Methacholine test)
Chest CT Scan
(دزړه مقناطیسي غږیزرپېدونکی انځور)
Chest MRI
(Magnetic Resonance Imaging of the Chest)
دوینی ټیسټ دزړه لپاره
Cardiac Blood tests
دزړه کتیترایزېشن
(درګونوانجیوګرافي)
Cardiac Catheterization(Coronary Angiography)
دزړه ایم – آرـ آی
(دزړه مقناطیسي غږیزرپېدونکی انځور)
Cardiac MRI
(Magnetic Resonance Imaging of the Heart)
دزړه زروي ځيرکتنه
Cardiac Nuclear Scan
(اې- سي- جي ټيسټ ، تمریني فشارټيسټ)
Cardiac Stress Test(ECG Stress Test, Exercise Stress Test)
دجګردمعاینې لپاره دوینې ټسټونه
Blood tests to evaluate the Liverدجګر بایپسي
Liver Biopsy
د ستنې په ذریعه دجګر بایپسي
(Needle Biopsy of the Liver)
نوربیا
No comments:
Post a Comment
قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو