Thursday, January 03, 2019

له ۱۸ کالوڅخه پورته عمردوینې دفشار پيژندنه
‏چارشنبه‏ د 2019‏ د جنوری‏ 3
دوینې فشارد یوې آلې چی بلوډپریشرمانیټریی بولي ، په ذریعه اندازه کیږي . چیری چی دوینې دفشارمانیټر نه وي ، هلته تجربه لرونکي خلک دوینې فشاردنبض په نیولومعلوموي . هرڅوک چی دوینې دفشارستونزه ولري ، غؤره ده چی د عادي (مطلوب ) فشار، طبیعي فشار، لؤړفشار اوزیات فشارداندازه کؤلولپاره دوینې دفشارمانیټر(څارګره آله ) ولري .
مخکی له دې چی دغه اندازې دروښایم ، ګټوریی ګڼم چی دوینې دفشارعلتونو ته لنډه ګؤته ونیسم ترڅو د تداوي ترڅنګ ، په مخنیوي کی یی هم پاملرنه وکړئ . ډېرخلک چی دوینې لؤړ یازیات فشارلري فکرکوي چی ګنی د (وینې فشار) په ټولیزه توګه بد شی دی ، حال داچی هرانسان پخپل بدن کی دوینې عادي فشارته اړتیا لري او که پدغه فشارکی خلل رامنځته شي ، زړه اوبدن یی دمشکلاتو سره مخ کیږي . مونږ دوینې ټیټ فشار او لؤړ یا زیات فشار په هکله غږیږوو، نه دوینې دعادي فشارپه هکله .
دوینې دلؤړفشاریا زیات فشار علتونه مختلف دي اودقیقې مطالعې اوڅېړنې ته اړتیا لري خو په لنډوټکوکی با ید ووایم چی دبدن محیطي مقاومت ، د ژؤند تیرونې څرنګوالی اوداسی خواړه چی دوینې فشارلؤړوي یا غیرصحي خواړه ، مخدره مواد اوځينې دارودرمل ، ځینی رنځونه ، دزړه کمزوري ، قلبي ناروغتا ، درګونوبندیدل ، په بدن کی دمالګې (سوډيم )زیاتوالی اود سودئیمو سره حساسیت، په وینه کی دغؤړ (کولیسترول \ټرای ګلیسرایډ) زیاتوالی ، له والدینوڅخه په میراث اخیستل ، چاغي اوداسی نورښودل شوي دي .
دوینې دلؤړفشار یا زیات فشار دمخنیوي لپاره باید پورتني علتونه لمنځه لاړشي ، له زیاتې مالګې اوشکرې څخه پرهیزوشي ، تازه سابه اوتازه جوسونه وڅښل شي ، منظم بدني ورزش وشي ، په پاکه هوا کی د ساه اخیستو  اوساه ایستو تمرین وشي ځکه چی دا وینې ته اکسیجن ورکوي اوتنفسي لارې خلاصوي . که طبیعي طریقي اغیزمنتیا ونه کړي باید پروخت متخصص ډاکټرته رجوع وشي .
مونږ پوهیږوو چی په افغانستان کی دډاکټرانو اوپه تیره د متخصصو ډاکټرانو کمی دی . هلته حکیمانو ، کوډګرو، تعویضګرو، شیخ مامدیانو اونورو جعلکارانو په کوڅوکی لویې لؤحې درولي دي او دهررنځ متخصص وي . مونږ کلکه مشوره درکووچی لدغو قاتیلانواومداریانو ځانونه ، اولادونه اوکورنۍ لری وساتئ .
تاسوباید پوه یاست چی تخصص داسی اسان کارنه دی چی دغه پورته غله اومداریان یی ترلاسه کړي . حتا له طب پوهنځي څخه فارغان هم تخصص نه لري ترڅوچی له پنځه کاله فاکولتې وروسته درنځونو اوبدن په مختلفو اعضاو کی زده کړې بشپړې نه کړي او ۳ کاله عملي زده کړې ونه کړي ، خوداچی په اخوند شوربه هم ډېره ده ، دافغانستان غوندی وروسته پاتی هیوادکی باید ډاکټر حد اقل دطب له پوهنځي دفراغت اسناد ولري ترڅو د تشخیص او تداوي جواز ترلاسه کړي .
په افغانستان کی باید حکومت په ټولو هغو ډاکټرانو چی شخصي معاینه خانې لري ، حتمي کړي چی پخپله معاینه خانه کی خپل دفراغت اسناد وځړوي ترڅو ناروغان دهغه په مسلکیتوب باوروکړي .
اوس به راشوو دوینې دفشار اندازو ته :
که تاسو دوینې دفشار مانیټر ولرئ اوپه خپل یا دبل په مټ یی وتړئ نو له هغه چی کومی نتیجې اخلئ ، هغه به دلاندې اندازو سره پرتله کوئ او بیا به یی ارزیابي کوئ چی دوینې فشار موپه کوم حالت کی قرار لري  .

په شریانونوکی دوینې مطلوب یا نورمال فشار  باید له ۱۲۰ څخه کم وي
په شریانونوکی دوینې طبیعي فشار باید له ۱۳۰ څخه کم وي
په شریانونو کی دوینې لؤړفشا ر له ۱۳۰ تر ۱۳۹ پوری
په شریانونو کی دوینې زیات فشار تر ۱۴۰ پورته وي .
دې ته په طبي اصطلاح کی (سایستلي) وایي ، یانی حداکثر شریاني فشار

په شریانونوکی دوینې مطلوب یا نورمال فشار  باید له ۸۰ څخه کم وي
په شریانونوکی دوینې طبیعي فشار باید له ۸۵ څخه کم وي
په شریانونو کی دوینې لؤړفشا ر له ۸۵ تر ۸۹ پوری
په شریانونو کی دوینې زیات فشار تر ۹۰ پورته وي .
دې ته په طبي اصطلاح کی (دیا ستلي) وایي ، یانی حد اقل شریاني فشار

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...