Sunday, March 10, 2013



 
نوکان اوروغتیا 
 واحد مشواني
دګؤتودنوکانوعلامی ولؤلئ

آیا تاسوپوهېږئ چی ستاسونوکان ستاسو دروغتیا څرنګوالی په ډاګه کوي ؟
پرنوکانو سپينی کرښې ، ټکي ، درنګ بدلون ، مات اورژېدلي ، ژؤر، کاږه اوښخ نوکان په بدن کی دمختلفورنځونوانځورګري کوي لکه په جیګر، شوشونو اوزړه کی دتکلیفونونښې ښئي .
زیږه ، رنګ ألوتي ، دنېغولاینونویاخطونو نوکان – ۱ شکل
ډېرزيږه اود سیده لاینونو، اوخطونونوکان چی په ۱ شکل کی ښودل شوي کله دسختوناروغیولکه کم خوني ، دزړه بندېدل
دجیګرناروغي او سوء تغذیه
تک سپين نوکان -  ۲ شکل  
په شکل کی دنوکانوسپين رنګ دجیګرپرابلم لکه هيپيټایټس په ګوته کوي اوچی دګوتودپوستکي رنګ ته وګورئ نودزېړي (جاوندیس) چی دجیګربله ناروغي ده ، ښيي
يادؤنه : که دهېپيټایټس اوزېړي دکوم ناروغ سره مخ شئ نو په تفاهم اودرناوي کی به ځان لری تری ساتئ ځکه چی داخطرناک مرض حتا دلاس په ورکؤلوهم بل ته سرایت کوي . داسی ناروغان بایدسمدستي ماهراومتخصص ډاکټراویاروغتون ته ورسول شي اودکوردنوروغړوڅخه جداوساتل شي اوخوراک اوڅښاک یې هم جداوي
زېړنوکان – ۳ شکل
  د فنګي (ګنده بغل) له عمده نښوڅخه یوه زېړنوکان دي . دفنګي پرابلم نوکان بدرنګوي ، رژؤي یې ، خارښت پکی پيداکوي اوناراحت کوونکی بدبوی تولیدوي . خوکه څوک دفنګي ستونځه ونه لري اوبیاهم نوکان یې زېړرنګ اختیارکړي نوپدغه حالت کی ښایي دتایروید ناروغي ، دشوشونورنځ ، دشکری رنځ (ډایابیټيس ) اویا پسوریاسیس ناروغي وي
 ، شین بخن نوکان  ۴ شکلکه څه هم شنه نه وي خوزمونږپه ګړدودکی همدغه اصطلاح لروو
شین بخن (؟) نوکان یانی نیله رنګه شوي نوکان ښئيي چی بدن په کافي اندازه اکسیجن نه أخلي اوداپه شوشونوکی دعفونیت امکان ښئيي لکه د نمونیا عفونیت . دغه رنګه دزړه ځينی ستونزی کؤلای شي د شنوشؤونوکانوسره مل وي
زيږه اودنېغوکرښونوکان – ۵ شکل
که دنوکانوپرمخ موسیده کرښی وي اوزيږه وي، کېدای شي دپسوریاسیس ناروغۍ پېل اویا درګونو التهاب (انفلاماتوري أرتورایتیس )  وي . دنوکانوبی رنګي عامه ده اودنوکانولاندی سوربخن بریښي
      مات شوي ، چاودلي اوجداشوي نوکان – ۶ شکل
وچ ، مات شوي یاماتېدونکي نوکان دتایرویدناروغۍ نښه وي خورژېدونکي اوجداشوي نوکان چی شین یازېړبخن رنګ هم ولري دفنګس ناروغي په ګؤته کوي
 
پفي نوکان - ۷ شکل 
    
که دنوکانوګردچاپېرسورشوې وي نوپه نوکانوکی التهاب موجوددی اوامکان لري چی دکوم ارتباطي اوبد بی نظمي اویا دلوپوس دناروغي نتیجه وي . ګزک هم کله دغسی لکه په شکل کی چی ښکاري ، وي
دنوکانولاندی تورلاینونه – ۸ شکل
 دنوکانو لاندی تورلاینونه هرڅومره ژرچی امکان ولري باید دیومتخصص ډاکټرلخوااویا روغتون کی تشخیص شي ځکه چی داکله دمیلانوما چی دپوستکي هغه ډېرخطرناک سرطان دی ، علامې وي
چیچلي یاشکؤل شؤي نوکان – ۹ شکل
 
ډېرداسی خلک شته چی خپل نوکان په غاښونوچیچي اویایې شکوي اودا داسی برېښي لکه محض یوعادت خو په ځينومواردوکی ددوامداره اضطراب یا (اینګزایټي) نښه وي اوکېدای شي ددرملنی سره داعادت ورک شي . ددې ترڅنګ دنوکانوچیچل داجباري وسواس ستونځه هم وي . که چېری تاسودا عادت ولرئ اوپرېښودلای یې نه شئ نوبی ګټی به نه وي چی د خپل ډاکټرسره مشوره وکړئ
دیادؤولووړده چی نوکان یواځی د ستونځویوه کوچنۍ برخه ده . دخپلی روغتیا په هکله کلکه پاملرنه اواګاهي سړې له اوږدواودردوونکوکړاوونوڅخه ژغورلای شي نوځکه باید پروخت دنوکانوپرسطحه شکمنی نښې ترڅېړنی اوتعقیب لاندی نیول ګټوروي خوورسره داهم بایدهېرنشي چی دنوکانوزیاتره غیرعادي حالتونه پرته له تاوانه هم وي لکه دبېلګی په توګه ټول سپين رنګي نوکان د زېړي علامې نه وي اودایوازی یوه اشاره ده چی نوری لابراتواري پلټنی اوتشخیص ورسره أړین وي .
زه هروخت داتاکیدکوم چی ترجعلي اوناپوه ډاکټراوددرملومناسب کورس اواستعمال څخه ددرد زغم بهتروي . الله تعالی دی ټول انسانان له رنځ ، درداوغم څخه په امان کی وساتي . آمین  
 

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...