Tuesday, March 15, 2011

زموږ د وژنو څخه لاس واخلی : ماشومان

له المان غږرادیووېبپاڼې څخه په مننه ، دهغوی خبردلته هم خپروو

د خوست ولايت ګڼ شمير تنکيو ماشومانو د يوې ستري غونډي پرمهال، د هيواد په بيلابيلو سيمو کي د وروستيو پيښو په ترڅ کي ، د بې ګناه ملکي وګړو او په تيره بيا د ماشومانو وژنه وغندله.
دوی په جګړه کي له ټولو ښکيلو غاړو څخه په يو ږغ وغوښتل ، چي نور دي له ټوپک لاس واخلي، او د خبرو اترو له لاري دي ، روان جنګ ته د پاى ټکى کښېږدي.
د دغه ماشومانو په ډله کي زياتره هغه ماشومان وو، چي پلرونه،ميندي او د کورنۍ نور غړي يې د بيلابيلو پيښو پرمهال د لاسه ورکړي.

د غونډي برخوالو ماشومانو د خپلو ترتيب کړيو ، شعرونو، د سولي ترانو او د ليکنو له لاري د سولي په ملاتړ شعارونه ورکول.

د جنګ سره يې کرکه او نفرت اعلان کړ او د جنګ ټولو ښکيلو غاړو ته يې د سولي او ملي يوالي پيغامونه ورکړل.

د ماشومانو د ويناوو وروسته د خوست د بيلابيلو ټولنو غړو په عامه ځايونو کي د بريدونو او بمباريو پر مهال د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي د بنديدلو غوښتنه وکړه.

د خوست ولايت ماشومان پداسي حال کي د جنګ جګړو او تاوتريخوالي ، د مخنيوي په وړاندي غونډه کوي، چي پدې وروستيو څو اوونيو کي د هيواد په يو شمير سيمو کي د سړک غاړي بمي چاودنو، د خپلسرو عملياتو او نښتو پرمهال د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ګڼ شمير ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي.

په يوه وروستۍ پيښه کي په کونړ ولايت کي ۹ تنه ماشومان د ناټو ځواکونو په بمباريو کي ووژل سول.



یادښت : دخوست د ګلالیوماشومانوسره بایددټول افغانستان ، په تېره دکنړاوننګرهارماشومان دبهرنیوقاتیلانوپرضدخپل غږپورته کړي . زه پوهېږم چې په کنړکی به غلام چارواکي اوددوی دبام پرسرمېشت امریکایي باداران به داسی اجازه ورنه کړي چې دتنکیوشهیدانومېندی اوپلرونه دانصاف اوعدالت دغوښتولپاره غږپورته کړي خوګلالي ماشومان په خپلوښؤنځیوکی شایددیوې غونډې په ترڅ کی نړۍ والوته دمرستې غږوکړي  پرته له دې به نړۍ دقاتیلانوپه جرمونوڅنګه خبریږي ؟

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...