Tuesday, July 06, 2010

کاري اوتجربوي پخوانښت

کاري اوتجربوي پخوانښت 

له ۱۹۸۰ څخه تراوسه
په جرمني کی دشپږوکالوتحصیلي دورې په رخصتيواودهفتوپه پای کی دریزاداوسپنې دویلی کېدوفابریکه کی کار، دڅؤيکاودموټرودبېرنګونودتولیدپه فابریکه کی اودلايپزیګ په پوسته خانه کی کار
له تحصیل څخه وروسته یونیم کال په کابل کی دانیس دورځپاڼې دسکرتریت مرستیال ، ډېر مضامین، ژباړې ، مرکې اوکېمره یي انځورونه می په انیس ورځپاڼه کی خپاره شوي دي . دایوداسې پېراووخت وچې په دولتي مطبعه کی زیاتره چاپي په ټول افغانستان کی ايکي یوه دولتي مطبعه وه اووئيل کېدل چې یوه ګوندي مطبعه هم جوړه شوېده چې دواکمن ګوندداسنادواوخپرونولپاره کارکوي خومانه وه لیدلې ، په هره توګه په دولتي مطبعه باندې ددولتي ورځپاڼو، مجلو، اسنادواوکتابونودچاپولودومره باروچې هرڅه نوبت ته پاتې کېدل اوزیاتره ماشینونودتخنیکي ستونځوله کبله کارنه کاوه ، درېدلي به وو یواځې یووړوکې جرمنې ماشین چلېده اودټولې مطبعې کارپري روان و. په دغه وخت کی دانیس ورځپاڼه په اصطلاح بې پلوه نشراتوته وقف شوې وه اودسولې اوپخلاینې دارګانونوسره په تړاوچلېده ځکه خوزماپه څېرډېربې پلوه ژورنالیستان اوکارکونکي پکی راټول شوي وو. دکمپيوټرنوم مواورېدلې وخولیدلې مونه و، داخباردچاپ چارې ز یاتره زماپه غاړه وې ، مضامین به هم دخپرېدولپاره ټاکل کېدل اوغوره هغه به یې ټایپرایټري ماشینونوته استؤل کېدل چې دسروبوپه تختویې وکیندي ، داکارهم په نوبت و اوکله به چې دورځپاڼې دهرې پاڼې مضمونونه وکیندل شؤل نوبیابه د(حروفچیني ) څانګې ته استؤل کېدل چېرې چې به مادپاڼې له تړلووروسته دهغې لومړې پروف کوت اودډېزاین سره به می پرتله کاوه . دیادونې وړده چې ووایم چې زمونږدوخت ژورنالیزم دژورنالیستانودزړه په کړاوچلېده اولکه دنن ورځې درسنیزواوچاپي اسانتیاواووسیلوپه مټ نه چلېده ، نه چاپې خپلواکي وه اونه چاوسیلوي اوفکري واک ترلاسه کولای شو، دیوژورنالیست ځاني ټایپرائټرخویوه هېښنده خبره وه خوداداري دفترپرته دانیس دورځپاڼې په ټول ریاست کی یوټایپرائټرنه وچې ژورنالیستان یې کله وکاروي . په ځانګړې توګه دچاپي رسنیوژورنالیستانوبایدهره ورځ په ګوتواوقلم اوخپل مسلکي مهارت لیکنې کړېوې اولکه اوس ژورنالیستان ماډرنورسنیزووسیلواوپرمختللې تکنالوژي ته لاسرسي لري داسې امکانات زمونږدوخت ژورنالیستانونه درلودل ، اوس خودچاخبره انټرنېټ اوکمپيوټرهرڅه دومره اسان کړي دي چې هرڅوک ايډيټ اوخپرونې کولای شي ، نه دلیکونکوڅارګرشته اونه دتصحیح ځانګړې ډله ، دکاپي اولېږد کارپه یوه بټن پورې تړلې دې ، اودانټرنټ څخه دچلونواودیوې پردۍ ژبې څخه یوپه زړه پورې مضمون ژباړل یادهغوی له میتودونوڅخه کاپي کول هم نورڅه ګران کارنه دې.
له هغه وروسته چې پاکستان ته کډوال شوم ، دژورنالیزم سره سیخ په اړیکوکی پاتې نه شوم خودانیس دورځپاڼې تجربوراته بیاهم دشخصي څېړنواوکتنولارې راښولې اوپه پاکستان کی دقابضواردواوانګریزي مطبوعاتواورسنیوپه ارزؤنه کی هک پک نه پاتی کېدم . هلته دافغان کډوالودجهادي تنظیمونواویوڅوخپلواکې خپرونې هم چلېدې چې تنظیمي هغه زیاتره جګړه ایزوپېښواومذهبي مسائيلوته وقف کېدلې خوخپلواکوخپرونوپه ډېرپام اوکتنه خودډېروستونځو، خطرونواوقربانیوسره سیاسي اوکلتوري خپرونې کولې . دبېلګې په توګه دخپلواکواوناپيلوخپرؤنوپه لړکی لومړۍ مهره دارواښادعبدالرحمن الفت صاحب اخباروچې دخپل انتقادي اوجرأتمنې پایلې قرباني هم شو. دوهم قرباني ارواښادسیدبهاوالدین مجروح یادولې شم . که څه هم په هغه وخت کی زماپه څېردیوځوان ژورنالیست لپاره ډېره سخته وه چې په پاکستان کی دژورنالیزم په برخه کی کارپيداکړي ، بیاهم دارواښادرسول امن صاحب د«وفا» دروازه می وټکؤله خوهلته راسره بخت مرسته ونه کړه اوددرون پښتون ښاغلي قدرت الله حدادصاحب په راکړې پته دپېښوردګلبهارپه ټي ، ټي ، سي کی چالو، دپاک – جرمن تخنیکي تربیوي پروګرامونودجي ، ټي ، ځیډ مؤسیسې ته ورغلم . داچې په جرمني ژبه غږېدای شوم نودیوه نيږدې ملګري په مرسته ددغې خیریه ادارې رئیس ، ښاغلي ماریئن فیلډ دفترته ورغلم . دهغه سره لیدنه راته دومره اسانه اوساده وه لکه چې دیونیږدې دوست سره ناست وم . زماښه په یاددي چې هغه دخبروپه پای کی خپلې ګړۍ ته وکتل اوراته ویې وئيل چې اوس دادې دغرمې لس بجې دي اوته له همدې وخته زمونږسره په کاروګمارل شوې . له همدغه ګړۍ په پاکستان کی زما۹ کلنه دنده پېل شوه .
              لومړې راسپارل شوې مسؤلیت دپاک – جرمن تخنیکي تربیوي پروګرامونودچاپي اوانځوریزواسنادودترتیب اوچاپ اوورسره د سواددزدکړې دپروګرامونوچلؤل وو، يوکال وروسته دباجوړایجنسۍ ، دیر، ملاکنډایجنسۍ ، صوابۍ اوهریپوردحرفوي پروګرامونودپېلېدواوچلېدوچارې راوسپارل شوې. داچې په ایجنسیوکی تربل هرځای کارکؤل دستونځونه ډک وواوزه به یې وروسته دخپلویادوونوپه برخه کی وکاږم خودلوی خدای اوقام په مدداوخپل کلک هوډاوادارې برې راکړچې ترپنځوکالوپوری
 پروګرامونه له رنګارنګوستونځوسره سره په ډېره بریالۍ توګه وچلوم . کېدای شي زمادې کلک هوډ، رښتیني کاراو پاک زړه په سؤونوافغان کارکوونکي هڅولي وي چې زه یې په ۱۹۹۱ ع کال کی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام دبورډد مؤسیس غړي اوپه ۱۹۹۳ ع کال کی په دغه نامه دنادولتي اتحادیې درئيس اودافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرامونود مؤسیسې داداري رئيس په توګه وټاکلم . له ۱۹۹۶ څخه تراوسه پورې می دامریکاپه متحدوایالتونوکی په مختلفوبرخوکی کارکړېدې چې دبېلګې په توګه د رستوران څخه نیولې ترماشینکار، پوستي ماموریت ، دنیټورک مېخانیک ، دارقامودثبت ماموریت ، دکریډټ کارتونوچارجؤل ، دادویاتودستروکمپنیودتجربوي ادویاتواودهغوی چاپي خبرپاڼوداستولوماموریت ، دبیمې دستروکمپنیودپوستي لېږدرالېږدماموریت اودوایرلس تلیفونونو، سیستمونواوبرېښنایي سرکټ لپاره دچپسونوپه تولیدي کمپنۍ
کی دکیمیاوي عملیاتوچلوونکي پورې یادولای شم


تجربې اولاسته راوړنې

زه دلته دامریکاپه متحدوایالتونوکی دخپلوکاري لاسته راوړنویادؤنه ، نه کوم ځکه چې دلته دهرې ادارې خپل اصول اومقررات دي چې بایددهغوپه رڼاکی می دکارخونې دمالک ورځنې نورم پوره کړې وې کنه په لومړۍ ورځ به یې له کاره ویستلې وې . دومره به بس وي چې ووایم چې خپله مزدوري می کړېده اوڅه چې می ګټلي دي دمیاشت په پای کی می ددوی بیلونه اداکړي دي اوچې څه پاتې شوي دي هغه می په پېښورکی دخپل فامیل دلګښت لپاره استولي دي.

مخکی له هرڅه بایدیادونه وکړم چې هغه لاسته راوړنې چې مادخپل هیواد اوخلکولپاره کړي دي ، ماته ترهرڅه ډېرارزښت لري اوزه پری تل ویاړم اودخدای شکراداکوم چې ماته یې دکډوالۍ په ترخوشرایطوکی توفیق راکړچې دخپل هیواداوخلکودپاره خدمت وکړم . له ۱۹۸۷ع کال څخه تر۱۹۹۶ ع کال پورې ماوکولای شؤل چې دپاک – جرمن ټي ټي پي لپاره په پېښورکی ټول حرفوي اودشمېرنې لپاره دتمرین کتابونه ترتیب اوچاپ کړم ، په باجوړ، دیر، پلۍ کیمپ \ملاکنډ ، صوابۍ اوهريپورکی دحرفوي زده کړومرکزونه جوړکړم ، څلورکاله یې په خورابریالیتوب وچلوم اوپه زرګونوځایي اوافغان ځوانان پکی کسبګرکړم اوهرفارغ ته دبریالیتوب سند اویوصندوق دزده کړي کسب افزارورکړم . په ۱۹۹۱ ع کال کی مودپاک – جرمن دمؤسیسې (۵۰۰ ) کارکوونکي سره راټول کړل اودافغان – جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام یوه نادولتي اداره موجوړه کړه چې بیا یې ټاکنې وکړې اوزه یې دمشرۍ دبورډدغړي په توګه وټاکلم. ددې نوې اتحادیې لومړې رئيس یوهالینډې ډاکټرښاغلې جیریک لېټه وټاکل شو. داچې ډاکټرلېټه دپاک – جرمن دمؤسیسې رئيس هم و، نه یې شوکؤلای چې دافغان- جرمن داتحادیې کارونه چې دافغانستان په دننه کی بایدسرته رسیدلي وای ، هم اداره اومدیریت یې وکړي نوهغه ووچې درې کاله وروسته په ۱۹۹۳ کال کی دلویې غونډې په ترڅ کی بیا انتخابات ترسره شؤل اوزه یې داتحادیې درئيس په توګه وټاکلم . تردغه وخته دافغان – جرمن اتحادیه تش په نوم موجوده وه ، نه یې ځانګړې اداره درلوده ، نه یې کارکوونکي درلودل ، نه بودیجه ، نه وسائيل اونه رسمیت . کله چې داتحادیې
مسؤلیت زماپه غاړه شو، لومړې کارزما داوچې کابل ته ولاړم اواتحادیه می رسماددولت سره راجسترکړه
بیامی دافغان برخه دپاکستان – جرمن له مؤسیسې بېله کړه اوپه کچه کړۍ کیمپ کی می مرکزي دفترپرانیسته اوعملامی په کارپېل وکړ. په دې کی می په دوه سترووړاندېزونوکاروکړ، یومی اروپايي اتحادیې (یوروپئين یونئن) اوبل می پاک-جرمن مؤسیسې ته وړاندی کړل اودمالي مرستوپه ترلاسه کؤلوبریالې شوم . ۱۲۰ تنه اداري پرسونل ، انجینران ، کسبي استاذان اومرستندویه عمله لکه چوکیداران ، موټروانان اودیوې مجهزې تحویلخانې عمله می په دندووګومارل ، دفتري وسیلې لکه میزونه چوکۍ ، قرتاسیه ، کمپيوټرې ، پرېڼټرې اودکبي تمرینونواوزده کړولپاره می لاسي افزارواخیستل ، دپخوانۍ مؤسیسې څخه دپېښؤرپه شاوخوا افغان کېمپونوکی پنځه مرکزونه هم راوسپارل شؤل اودوه نوي ورسره په ښارکی ماجوړکړل چې یویې ځانګړې دښځولپاره و. له دې نه وروسته مې دکسبي زده کړویومرکزپه خوست بل په ځاځيو، بل په لغمان ولایت اودوه په کونړولایت کی جوړکړه اوپه کاریې پېل وکړ. زماپه ۹ کلن کارکی ۱۰۰۰۰ زره ځوان افغان او۴۵۰۰ ځایي کسبګردخپل ځاني ژؤنداودټولنې خدمت ته چمتواووړاندې شوي دي . دالوی خدمت هغه وخت سرته رسېدلې دې چې جهادي تنظیمونه په خپلومنځوکی دشخصي واک اوګټولپاره جنګېدل اوپه دغه غوبل کی دهیوادشتمنۍ لمنځه تللې اوهره ورځ ښارونه دوحشت په مئيروبدلېدل . ماته خوداهم حج اکبرښکاري چې مونږپه خپلوخیریه پروګرامونوافغان ځوانان دهیواددابادۍ لپاره چمتوکؤل اوله جګړوموراګرځؤل . ددې ترڅنګ ماوکؤلای شؤل چې دکونړداسدابادبرېښناګرچې غلوتری ټولې پرزې په پاکستان پلورلې وي ، له جرمني څخه دنووپرزوپه راوړلوبیافعال کړم اوبرېښنایي ځواک یې له پخواڅخه دوه برابره لؤړکړم . ددې ترڅنګه مې وکؤلای شؤل چې په جګړوکی ددولت ویجاړې شؤې ودانۍ بیاورغوم اودچارواکوپه لاس یې ورکړم .

په ملي اونړوالوکنفرانسونو، غونډو، جرګواوورکشاپونوکی ونډه

په پېښورکی دجرمني دتخنیکي ګډې همکارۍ په زیاتروورکشاپونوکی فعاله برخه
دجرمني دپارلماني پلاوي سره په پېښورکی لیدنه اوخبرې
داروپایي اتحادیې د استازي سره په پېښورکی لیدنه اوخبرې
دأی ، آر، سي دانسجام له ادارې سره دافغان – جرمن داتحادیې دفنډ اوکارپه سلسله کی دوه کاله قرارداداودهغوی داداري انسجام څخه مرسته اخیستل
په پېښورکی دمګروملتونوداستازواوددغه سازمان دکډوالودادارې په ځینوغونډوکی ګډون ، په پېښورکی دنادولتي افغان مؤسیساتواوادارودانسجام ټولنې ( اکبر ) په جلسوکی ګډون ، په جرمني کی دادارې اومدیریت په نړوال ورکشاپ کي برخه اخیستل (۱۹۹۵ ) ، په نیویارک کی دملګروملتونودکډوالودبیامېشته کېدوپه کنفرانس برخه اخیستل (۱۹۹۶ ) اوپه نیویارک کی دباچاخان دسولې په کنفرانس کی وئینا
په کنړ، دیراوباجوړکی په ځينوقامي جرګوکی برخه اخیستل
دانیس دورځپاڼې په استازیتوب دملي اوقبائيلي جرګو اونړۍ والوکنفرانسونوراپورتاژونه اومرکې

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...