دبلاګ یادښت : دترکیې راډيوپښتووېبپاڼې څخه کاپي شوې لیکنه دمننې سره دلته ځکه خپرووچې ددواړوهیوادونوتاریخي رسمي اړیکې دافغانانولپاره خوراداهمیت وړدي
د تركېې او افغانستان اړيكې ژورې تاريخي ريښې لري. افغانستان د نړۍ په سطحه لومړى دولت دى د تركېې جمهوريت ېې په رسميت وپيژندلو. همداراز تركيه بيا دويم هېواد وو چې د افغانستان خپلواكي ېې په رسميت وپيژندله
د تركېې او افغانستان اړيكې ژورې تاريخي ريښې لري. افغانستان د نړۍ په سطحه لومړى دولت دى د تركېې جمهوريت ېې په رسميت وپيژندلو. همداراز تركيه بيا دويم هېواد وو چې د افغانستان خپلواكي ېې په رسميت وپيژندله. د ۱۹۲۱ ميلادي كال د مارچ په لومړۍ نېټه چې د ۱۲۹۹ لمريز كال د كب د مياشتې د ۱۰ نېټې سره سمون خوري په مسكو كې د افغان او تركي پلاوو ترمېنځ د يو تړون له مخې، تركېې د افغانستان خپلواكي په رسميت وپېژندله او پدې ډول د دواړو هېوادونو ترمېنځ د پېړيو پېړيو تاريخي او كلتوري اړيكو رسمي بڼه غوره كړه. د افغان- ترك د دوستۍ د تړون د لاسليكولو نه وروسته د ۱۹۲۱ ميلادي كال د جون د مياشتې په لسمه نېټه د جمعې په ورځ په انقره كې د افغانستان لوى سفارت پرانيستل شو او د هېواد بيرغ د مصطفى كمال پاشا پخپل لاس د سفارت پر وداۍ وځړول شو. دا تاريخي پېښه د دواړو هېوادونو د نېكو اړيكو ښكارندوى ده.
افغانستان او تركېې چې د تاريخ په اوږدو كې ېې يو بل سره نېكې اړيكې درلودلي، په بده ورځ ېې د يو بل ننګه كړې او يو بل ېې يواځى پرېښى ندى. د تركېې د خپلواكۍ د جګړې پرمهال د افغانانو مرستې او فداكاري ددې دوستۍ ښكاره زبات دى. تركي چارواكي هم د افغانستان سوله، استقرار او پرمختګ د تركېې پرمختګ او برياليتوب بولي د دواړو ورونو ملتونو دوستۍ او نېكو اړيكو ته ځانګړى اهميت وركوي.
د ۲۰۱۰ كال د دسمبر د مياشتې په ۲۴ نېټه د افغانستان او تركېې د اړوندو دولتي چارواكو ترمينځ د يو مطابقت د لاسليك په پايله كې، د ۱۹۲۱ ميلادي كال د مارچ په لومړۍ نيټه د افغان- ترك د دوستۍ د تړون د لاسليك د نوييم تلين په مناسبت، د ۲۰۱۱ كال د مارچ لومړۍ نېټه د افغان- ترك د دوستۍ د ورځې په توګه ومنل وشوه.
د افغانستان او تركېې د اړيكو بهير ته لنډه كتنه
د افغانستان او تركېې ترمېنځ د دوستۍ او ورورولۍ اړيكې زرګونه كلونه پخوا پيل شوي دي. ددې اړيكو ريښې د ميلاد نه دمخه په دويمه پيړۍ كې د افغانستان په خاوره كې د ساكا د تركانو د حاكميت پورې غځيدلي دي. د افغانستان د بلخ تاريخي ښار چې د تركي- افغاني كلتور د مور حيثيت لري، په خپله غېږه كې د مولانا جلال الدين محمد بلخي او ابن سينا په څېر د اسلامي مدنيت نامتو شخصيتونه روزلي دي. په ورته ډول محمود غزنوني چې د غزنويانو د امپراتورۍ موسس دى او په هندوستان كې د اسلامي كلتور د خپرېدا لارښود بلل كيږي د افغانستان د خاورې بچى دى. دا هغه شخصيتونه دي چې د ترك – اسلام د مدنيت د پراختيا بيرغونه ېې په لاس كې ول. دې ته ورته زيات شمېر نړيوالو تاريخي څېرو د افغانستان په خاوره كې خاپوړې كړي او د افغانستان د غرونو هوا ېې تنفس كړې ده. كه څه هم د جغرافيوي مساحت له پلوه د دواړو هېوادونو ترمينځ واټن زيات دى خو د همدې ګډو ارزښتونو په رڼا كې د دواړو ملتونو زړونه يو بل ته نږدې دي. په افغانستان كې ميشتو تركانو او په تركيه كې ميشتو افغانانو تر ننه پورې د معنوي وصال پړي ټينګ نيولي او راتلونكو نسلونو ته انتقالوي.
د دواړو ورونو ملتونو د خپلواكۍ مبارزه هم په ورته كلونو كې ترسره شوې ده. د لومړۍ نړيوالې جګړې نه لږ وروسته افغانستان د ۱۹۱۹ ميلادي كال د اګست په شلمه نېټه چې د ۱۲۹۸ كال د اسد د مياشتې د ۲۸ نېټې سره سمون خوري، د غازي امان الله خان په مشرۍ د انګرېزانو په وړاندې خپله خپلواكي اعلان كړه. پدې موده كې د تركېې او افغانستان ترمېنځ لومړى رسمي تماس د جمال پاشا په واسطه ترسره شو. د جمال پاشا په وړانديز، مصطفى كمال پاشا پام د افغانستان لورې ته واوښت او عبدالرحمن صمداني چې په اصل كې افغان وو، د افغانستان لپاره د تركېې د رسمي استازي په توګه نوموړي هېواد ته ولېږلو. عبدالرحمن صمداني افغانستان ته د تګ پرمهال د مصطفى كمال اتاترك ځانګړى ليك چې د افغانستان پادشاه شاه امان الله ته په خطاب كې ليكل شوى وو، له ځانه سره كابل ته يووړ. د همدې نېټې نه وروسته د مصطفى كمال پاشا او شاه امان الله خان ترمېنځ دوستي پيل او د دواړو هېوادونو تاريخي او كلتوري اړيكو رسمي بڼه غوره كړه.
د تركېې د ملي شورا غړو يوسف كمال او علي رضا نور چې په مسكو كې په رسمي ليدنو بوخت ول، د افغان رسمي پلاوي سره ليدنه وكړه. هغه مهال د افغانستان د دولت په استازيتوب د محمد ولي خان په مشرۍ يو پلاوى هم په مسكو كې په رسمي ليدونو بوخت وو. تركي او افغاني پلاوو د يو لړ ليدنو نه وروسته د ۱۹۲۱ ميلادي كال د مارچ د مياشتې په لومړۍ نېټه د لسو مادو په ترڅ د افغان- ترك د دوستۍ تړون لاسليك كړ. د ۱۹۲۱ ميلادي كال د اكتوبر د مياشتې په ۱۲ نېټه په كابل كې شاه امان الله خان هم نوموړى تړون لاسليك كړ او پدې ډول افغانستان په نړۍ كې لومړى هېواد وو چې د تركېې جمهوريت ېې په رسميت وپېژندلو. شاه امان الله خان سمدستي وروسته د ۱۹۲۲ ميلادي كال د اپرېل د مياشتې په ۲۱ نېټه سلطان احمد خان د تركېې لپاره د افغانستان د لوى سفير په توګه وټاكلو او نوموړي هېواد ته ېې وليږلو. دا پريكړه د انقرې د چارواكو د خوشالۍ او هر اړخيز هركلي سبب شوه. د ۱۹۲۲ كال د جون د مياشتې په لسمه نېټه په انقره كې د افغانستان د لوى سفارت د پرانيستلو په مراسمو كې مصطفى كمال پاشا پخپله ګډون وكړ. پدې ډول افغانستان په نړۍ كې لومړى هېواد دى چې په تركيه كې ېې خپل سفارت پرانيستى دى. د افغانستان د دولت ددې نېك اقدام د قدرداني لپاره مصطفى كمال پاشا د سفارت په انګړ كې د افغانستان بيرغ پخپل لاس وځړولو او پدې ډول ېې خپلې نېكې هيلې وړاندې كړې. په انقره كې د افغانستان د لوى سفير د دندې د پيل نه لږه موده وروسته، د اكتوبر د مياشتې په ۲۷ نېټه تركېې فخرالدين پاشا چې په مدينه كې د انګرېزانو په وړاندې د خپل مقاومت او مجادلې له امله ېې ځانګړى شهرت درلود په كابل كې د تركېې د لوى سفير په توګه وټاكلو او فخرالدين پاشا هم د افغانستان په لور روان شو.
په تركيه كې د افغانستان لوى سفير سلطان احمد خان د تركي ولس سره د خپلې همدردۍ د ښودولو لپاره د ۱۹۲۲ ميلادي كال د دسمبر د مياشتې په ۲۲ نېټه د تركېې د آفيون د ولايت او شاوخوا سيمو كې د يوناني ځواكونو لخوا د ويجاړو شوو ځايونو نه ليدنه ترسره كړه. افغاني پادشاه شاه امان الله خان چې د يرغلګرو په وړاندې د تركانو د مبارزې د بري له امله د تركانو هومره خوشاله وو، د ۱۹۲۲ كال د اكتوبر د مياشتې په لسمه نېټه ېې په كابل كې د دلكشا په ماڼۍ كې د ( جشن عثماني) په نامه د خوشالۍ مراسم جوړ كړل او ګډونوالو ته په خطاب كې ېې لومړى په خپله ژبه او وروسته په تركي ژبه وينا واوروله. شاه امان الله خان دې وينا سره د تركېې او تركي ولس په وړاندې خپلې هيلې څرګندې كړې چې بې له شكه د يو دوست او هېواد د مشر دريځ ېې روښانه كړ.
د افغانستان پادشاه شاه امان الله خان په نړۍ كې يواځنى مشر دى چې د يو خپلواك هېواد د ولسمشر په توګه د لومړي ځل لپاره د تركېې نه ليدنه وكړي. د ۱۹۲۸ ميلادي كال د مى د مياشتې په ۲۰ نېټه شاه امان الله خان ته په انقره كې د شانداره مراسمو په ترڅ كې ښه راغلاست وويل شو. شاه امان الله خان ددې ليدنې په ترڅ كې تركانو ته په خطاب كې وويل چې ( زه دوه سترګې لرم، يوه ېې تاسې ياست او بله ېې افغانان دي.)
د ۱۹۲۱ ميلادي كال د افغان- ترك د دوستۍ د تړون سربيره د ۱۹۲۸ ميلادي كال د مى د مياشتې په ۲۵ نېټه په انقره كې هم د دوستۍ يو تړون لاسليك شو. په ورته ډول په ۱۹۳۷ ميلادي كال كې د افغانستان او تركېې په ګډون د هېوادونو ترمېنځ د سعدآباد د سولې تړون هم لاسليك شو.

No comments:
Post a Comment
قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو