Tuesday, June 27, 2017

د پلو(عضلو، ټينډن) ددرد ګیایي درمل

ټينډن هغه سریښناکه پلې یا عضلات دي چی دغوښې ماهیچې دهډوکوسره سرېښوي .   
کله چی د ټينډن پلې درد اوسوی پيدا کړي نودغه حالت ټينډنایټس وایي . ددرد دراپيدا کیدو علتونه کیدای شي سخت کار، ورزش ، ژوبلتیا اویا زیات عمروي خودهرعمرپه خلکوکی راپيدا کیدای شي . کله چی سړی له ۴۰ کالوڅخه واوړي زیات امکان لري چی د ټينډنایټس تکلیف اودردورته پيداشي ځکه چی دعمرپه زیاتیدو دنوروعضلاتوترڅنګ دا ډؤل پلې هم کمزوري کیږي او انعطاف یاد د نرمښت قابیلیت له لاسه ورکوي .
کله چی ډاکټرددی درد لپاره ددرد درمل ورکوي کیدې شي د درد دورکیدولپاره له بدیل څخه هم کارواخیستل شي .
دټينډن درد په ولوکی ، څنګونواو زنګنونوکی زیات راپيداکیږي ځکه چی دغه ځانګړې پلې زیاتره دبدن پدغوبرخوکی ځای لري .
په عمومي توګه د ټينډنایټیس نښې دادي : دبدن دنرمواونازکوبرخوپړسوب ، ددرد له کبله بی خوبي ، د پيوندونواوعضلاتو خواوشا ددرد حس کؤل ، کلیدل ، سختیدل او دورزش اوحرکت په وخت کی ددرد زیاتوالی .
د ټينډنایټس لپاره طبیعي درمل
1. Japanese Clubmoss
داجاپاني طبیعي درمل دي چی که عضلات موکش اوسخت شوي وي . دا ګیاهي درمل کش اوسخت شوو عضلاتوته ارتجاعي ، یعنی داووښتلو قابیلیت ورکوي. پدی ګیاه کی داتهاب اوسوزش ضد عناصر، دغه رنګه بی هوښه کیدونکي (قراروونکي) مواد لري چی له ددردڅخه په خلاصون کی مرسته کوي . دا ګیاه باید په دوامداره توګه وکارول شي تراغیزه وکړي
2. Devil’s Claw
په فارسي کی یی د شیطان پنجه بولي چی ددرد دورکؤلو اغیزمنه ګیاه ده . ددې لپاره چی ډېراغیزمن درمل شي باید ارنیکا ورسره ګډه شي اووکارول شي
3. Boswellia
بوسویلیا هم ډېر ه اغیزمنه ګیاه ده چی دځینو درملوسره ترکیبیږي اود مختلفو ناروغیو دتداوي لپاره تری کاراخیستل کیږي . دټينډن عضلاتوددردلپاره هم کارول کیږي . دا ګیاه په دوه ډؤله کارول کیدای شي ، یا وخوړل شي اویا په دردځای وسولؤل شي  
4. Arnica
ارنیکا هم دګولیو، تینچرواوهم دملهموپه شکل پيداکیږي اوالتهاب ورکوي . دغه رنګه اغیزمنې برخې ته دوینې جریان زیاتوي . دارنیکا تینچرواخلئ اوپه دردځای یی دورځې ۲ -۳ ځله پوری کړئ ترڅوچی درد اوپړسوب ورک شي
5. Ginger And Turmeric
کورکمان (زردچوبه) اوزنجبیل (ادرک)
له زرګونوکلونوراهیسی دا مسالې دخوړواودرملولپاره په هندوستان کی کارول کیږي ځکه چی ډېرې روغتیایي ګټې لري . دواړه مسالې دالتهاب  ضد ډېرقوي موادلري . دامسالې دبدن دوینې جریان تیزوي اوددی سبب کیږي چی دبدن ناروغې برخې ژر روغې شي . دغه رنګه پدی مسالوکی موجود انتي آکسیدنتس د نقصاني عضلاتوپه ترمیمولو اوپه بدن کی د ازادو رادیکالونوپه لمنځه وړلوکی مرسته کوي
6. Quince Fruit
دبهي ، بویي میوه په چینایي رواجي درملوکی دپيړیوراهیسی کارول کیږي ترڅوپه ټينډن عضلاتوپوری تړلي تکلیفونه تداوي کړي . دا میوه له ښه بخته په افغانستان کی هم زیاته پیداکیږي اوکه وخوړل شي نودوینې جریان ښه کوي اواغیزمو عضلاتوته تغذیه ورکوي دغه رنګه هغه غوښنې عضلې قوي کوي چی دټنډن پلوخواوشا موقیعیت لري . که څه هم طبیعي درمل هیڅ خطرنلري خوبیاهم ناروغانوته ښوؤنه کیږي چی د خوراک څخه وړاندی دیوناني طبابت متخصص سره مشوره وکړي
ستاسودروغتیا په هیله ، واحد مشواني

No comments:

Post a Comment

قدرمنولوستونکواومینه والو
مونږستاسوګټورولارښوونو، لیکنو، نیوکو ، پوښتنواوغوښتنوته هرکلې وایوو

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...