Thursday, January 13, 2022

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راسره ملتیا کوي. که څوک ځانګړې مشورې او یا غوښتنې لري کولای شي ددې ویبلاګ د کامنټونو له لارې یی راسره شریکې کړي مننه

Thursday, April 16, 2020

د کرونا وایرس په هکله زما ګومان
واحدمشواني
فریمانټ ، کلیفورنیا

کرونا وایرس چی په کویډ ۱۹
 هم مشهوردی ټول جهان محاصره کړیدی . ددې وباء خطرونه ترنورو وایرسونو ۱۰ ځله زیات دي او رښتیادي ځکه چی ناببره مړینې مونږ په سترګووینوو. دحیرانتیا خبره داهم ده چی دیوې وباء په هکله دټول جهان خلک خپل اندونه خپروي اوددې معلوماتو پراخوالی تراوسه په نړۍ کی بی ساری دی . یوه ورځاوروو چی دنړۍ دستروهیوادونو مشران پری اخته شوي دي اوبله ورځ اوروو چی ډاکټران یی وژلي دي . په یو ښار یا سیمه کی قتل عام کوي خو په بل ښار اوسیمه کی دومره اغیز نه لري . تراوسه یی چا درملنه نده پيداکړې خوکله دیوې دوا اوکله دبلې اوازې شي چی ناروغان یی روغ کړیدي . ددی وایرس په راپيداکیدو امریکا چین ملامتوي اوچین امریکا . لومړی خبریی د چین له ووهان ښار څخه خپورشوچی لومړی ناروغ اوډاکټر دواړه پری مړه شوو. دچین وایرو لوجیسته لومړۍ ښځه وه چی په ۲۰۰۳ کی یی (سارس) وایرس وموند اودادی هماغې ښځې دکرونا وایرس هم وموند. هغې په یوه غار کی شب پرکان تر څيړنې لاندی نیؤلي وو او بیایی وپتیئله چی دا وایرس له همدې ژؤو څخه خپریږي اوانسانان یی ځکه نیولي دي چی ځینی خلک دا ژؤې خوري .
 پوښتنه داده چی اندنیشیا د شب پرکو دښکار اوخوراک لومړنی غټ هیواددی خو نه تری د سارس دوباء خبر خپورشو اونه دکرونا ، ولی ؟ که په رشتیا داوایرس له شب پرکو لګیدای نود اندونیشیا خلک یی باید پخوا ختم کړي وای .
ځینی خلک داګمان هم کوي چی داسی شیان د بیولوژیکي وسلولپاره جوړوي . دافریقا ځینی خلک فکر کوي چی دا یوه وسله ده چی ابرقدرتونو جوړه کړې ترڅو پدې خلک مړه کړي اود نړۍ مخ په زیاتیدو نفوذ مخه ونیسي . ځینی خلک وایي چی پدی وایرس به تر۵۰ کالو پورته ټول زاړه خلک ووژني او پهنړۍ کی به دنفوذ شمیر راټیټ شي خودا تیوري ځکه کار نکوي چی دانسانانو په تولید اوتکثر کی ځوانان محوري رول لوبوي ، نه د پاخه عمر انسانان .
تردې به لا زیاتې تیوري ګانې ، کمانونه ، شکونه اوګنګستیاوې وي چی لا مونږ پری نه یوخبر.
د کرونا وایرس څخه ځینی خلکو ملا صیب محمد عمر جوړ کړی . نه چا لیدلی ، نه یی عکس شته اونه یی مړی اوژؤندی معلوم دی. ځینی یی په انځورونو کی ښئي چی د (شریک کارتوني څهرې) په شکل غؤږونه لري . ځینی خلک یی ددغو لکڅکوغؤږونو له کبله کرونا بولي ، یانی تاجدار. ځینې خلک یی یو ځانګړی ډؤل غؤړ ګڼي اوځینی وایي چی دا غاذ (ګاز) دی چی په لیبارټري کی تولیدشوی او په هوا کی هرلور ته ځي او په هواکی ۳ میاشتې پایښت کؤلای شي . په هرځای اوهرچاچی وربرابرشي هلته خلک ناروغه کوي اوځينی وژني . بس تراوسه هم بلا ده اوهم معما . ترڅو چی ددې بلا دمخنیوي وسایل موندل کیږي او دغه معما حل کیږي ډير وخت به تیروي اوزما غوندی خلک به احتمالاتو ته ګؤتې نیسي اووړاندوئینې به کوي . دا وړاندوینې اوتیوري ګانې ګټه هم لري اوهغه داده چی ځوان فکرونه په کار اچوي ترڅو څيړنې وکړي او حقیقت ته لاره پيداکړي خولکه څنګه چی می مخکی ذکر کړی ، ډیر وخت ته لا اړتیا ده . داوس لپاره به هراحتمال ترکتنی لاندی نیسواود معلوماتو په کاروان کی به ورګډيږوو. ما چی تراوسه دکرونا وایرس په هکله دمختلفوخلکو خبرې اوریدلي دي نو دې نتیجې ته رسیدلی یم چی یوڅه خو به هرومرو ددې وایرس ترشا وي . دزرګونو احتمالاتو او ګومانونوترڅنګ داهم له امکانه لرې نده چی دکرونا وباء یوه خلایي بلا وي اود شباب ساقب یا استروید په ذریعه د ځمکی کورې ته رالیږدول شوي وي . ښایي دنوروسیارو مخلوقاتو ځمکې ته دغه وبا راوړې وي . دامریکا په شمول ، روس ، اروپا ، چین اوهند خلایي پروګرامونه اوڅيړنیز مرکزونه لري . د امریکا مشهوره خلایي اداره ناسا ده چی اوس په مریخ کی څيړنې کوي . دوی هلته او نورو سیارو ته فضایي اوخلایي بیړۍ استوي او له هغه ځایه ورته انځورونه او معلومات رالیږي . آن دځينو سیارولکه مریخ څخه ورته د موادونمونې بیرته ځمکې ته رالیږي اودلته پری ساینسپوهان رنګارنګ تجربې کوي . ښایی په هغو کی داسی مواد هم وي چی راډیواکتیف وړانګې یا غازونه له ځانه سره راوړي اود ځمکې کره ککړه کړي . دغه رنګه دلمریز طوفانونو لړئ هم کیدای شي دځمکې کره اغیزمنه کړي . داهم امکان لري چی دسرمایدارانو د کمپنیو د لوګواودچاپيریال دککړتیا له کبله چی اقلیم یی بدل کړي ، د باکتریا او وایرسونو نوی مهلک شکل رامنځته شوی وي اویا په رامنځته کیدو کی وي . انسانان نه یواځی د امراضو دنوي توب سره مخ دي بلکه ټول موجودات یو قسم د خطرناک بدلون په حال کی لیدل کیږي . نوځکه دهرچا دځان او ټولو شریکه اندیښنه موجود ده .  که څوک فکرکوي چی زه یوفرد یم ، زما یی په نوروڅه . یا زه دنړۍ په دی ګؤټ کی اوسم ، دلته دې هوسا یم اوکه په هغه بل کونج کی په نورو هر څه تیریږي ، زما یی پری څه نو نن حالاتو ته دې وګوري . داسی یو افت راپيداشوی چی نه مسلمان ګوري اونه کافر، نه افغان ګوري اونه امریکایي ، هرڅوک چی په مخه ورشي لمنځه یی وړي . نوځکه پرهرچا فرض ده چی تردین اومذهب پورته دانسانیت فکروکړي اودخپل شریک کور، دځمکې دکرې اوپری موجود چاپيریال ساتنه او پالنه وکړي . لکه څنګه چی ځینی دنړۍ ویش کوي ، هغسی هم ممکنه نه بریښي . دانړۍ نه یواځې دسپين ده او نه یواځې دتور او غنم رنګ ده بلکی دټولو مشترک کوردی. مونږ باید داهم ومنو چی دځمکې سیاره یواځی دانسانانو هم نده بلکی د حیواناتو، پرنده ګانو ، حشراتو ، مایکروبونو، باکتریاو، باد ، اوبو، اور، عناصرو، نباتاتو اولنډه داچی د هرموجود کوردی . انسان پکی اشرف المخلوقات دی اوداشرف المخلوقات دا معنا نه ده چی پرنورو برتر ، ښه او پورته دی بلکی انسان مفکر اوناطق دی اوځواک لري چی طبیعت ته بدلون ورکړي نوځکه په انسان فرض ده چی دبقا په ټولو لارو پسی لټون وکړي اودبقا وسایل جوړکړي . 
د کرونا وایرس په هکله زما ګومان

واحدمشواني
   فریمانټ ، کلیفورنیا، د
 ۲۰۲۰ ، داپریل ۱۵ 

دکروناوایرس چی په کویډ۱۹هم مشهوردی ټول جهان محاصره کړیدی . ددې وباء خطرونه ترنورو وایرسونو ۱۰ ځله زیات دي او رښتیادي ځکه چی ناببره مړینې مونږ په سترګووینوو. دحیرانتیا خبره داهم ده چی دیوې وباء په هکله دټول جهان خلک خپل اندونه خپروي اوددې معلوماتو پراخوالی تراوسه په نړۍ کی بی ساری دی . یوه ورځاوروو چی دنړۍ دستروهیوادونو مشران پری اخته شوي دي اوبله ورځ اوروو چی ډاکټران یی وژلي دي . په یو ښار یا سیمه کی قتل عام کوي خو په بل ښار اوسیمه کی دومره اغیز نه لري . تراوسه یی چا درملنه نده پيداکړې خوکله دیوې دوا اوکله دبلې اوازې شي چی ناروغان یی روغ کړیدي . ددی وایرس په راپيداکیدو امریکا چین ملامتوي اوچین امریکا . لومړی خبریی د چین له ووهان ښار څخه خپورشوچی لومړی ناروغ اوډاکټر دواړه پری مړه شوو. دچین وایرو لوجیسته لومړۍ ښځه وه چی په ۲۰۰۳ کی یی (سارس) وایرس وموند اودادی هماغې ښځې دکرونا وایرس هم وموند. هغې په یوه غار کی شب پرکان تر څيړنې لاندی نیؤلي وو او بیایی وپتیئله چی دا وایرس له همدې ژؤو څخه خپریږي اوانسانان یی ځکه نیولي دي چی ځینی خلک دا ژؤې خوري .
 پوښتنه داده چی اندنیشیا د شب پرکو دښکار اوخوراک لومړنی غټ هیواددی خو نه تری د سارس دوباء خبر خپورشو اونه دکرونا ، ولی ؟ که په رشتیا داوایرس له شب پرکو لګیدای نود اندونیشیا خلک یی باید پخوا ختم کړي وای .
ځینی خلک داګمان هم کوي چی داسی شیان د بیولوژیکي وسلولپاره جوړوي . دافریقا ځینی خلک فکر کوي چی دا یوه وسله ده چی ابرقدرتونو جوړه کړې ترڅو پدې خلک مړه کړي اود نړۍ مخ په زیاتیدو نفوذ مخه ونیسي . ځینی خلک وایي چی پدی وایرس به تر۵۰ کالو پورته ټول زاړه خلک ووژني او پهنړۍ کی به دنفوذ شمیر راټیټ شي خودا تیوري ځکه کار نکوي چی دانسانانو په تولید اوتکثر کی ځوانان محوري رول لوبوي ، نه د پاخه عمر انسانان .
تردې به لا زیاتې تیوري ګانې ، کمانونه ، شکونه اوګنګستیاوې وي چی لا مونږ پری نه یوخبر.
د کرونا وایرس څخه ځینی خلکو ملا صیب محمد عمر جوړ کړی . نه چا لیدلی ، نه یی عکس شته اونه یی مړی اوژؤندی معلوم دی. ځینی یی په انځورونو کی ښئي چی د (شریک کارتوني څهرې) په شکل غؤږونه لري . ځینی خلک یی ددغو لکڅکوغؤږونو له کبله کرونا بولي ، یانی تاجدار. ځینې خلک یی یو ځانګړی ډؤل غؤړ ګڼي اوځینی وایي چی دا غاذ (ګاز) دی چی په لیبارټري کی تولیدشوی او په هوا کی هرلور ته ځي او په هواکی ۳ میاشتې پایښت کؤلای شي . په هرځای اوهرچاچی وربرابرشي هلته خلک ناروغه کوي اوځينی وژني . بس تراوسه هم بلا ده اوهم معما . ترڅو چی ددې بلا دمخنیوي وسایل موندل کیږي او دغه معما حل کیږي ډير وخت به تیروي اوزما غوندی خلک به احتمالاتو ته ګؤتې نیسي اووړاندوئینې به کوي . دا وړاندوینې اوتیوري ګانې ګټه هم لري اوهغه داده چی ځوان فکرونه په کار اچوي ترڅو څيړنې وکړي او حقیقت ته لاره پيداکړي خولکه څنګه چی می مخکی ذکر کړی ، ډیر وخت ته لا اړتیا ده . داوس لپاره به هراحتمال ترکتنی لاندی نیسواود معلوماتو په کاروان کی به ورګډيږوو. ما چی تراوسه دکرونا وایرس په هکله دمختلفوخلکو خبرې اوریدلي دي نو دې نتیجې ته رسیدلی یم چی یوڅه خو به هرومرو ددې وایرس ترشا وي . دزرګونو احتمالاتو او ګومانونوترڅنګ داهم له امکانه لرې نده چی دکرونا وباء یوه خلایي بلا وي اود شباب ساقب یا استروید په ذریعه د ځمکی کورې ته رالیږدول شوي وي . ښایي دنوروسیارو مخلوقاتو ځمکې ته دغه وبا راوړې وي . دامریکا په شمول ، روس ، اروپا ، چین اوهند خلایي پروګرامونه اوڅيړنیز مرکزونه لري . د امریکا مشهوره خلایي اداره ناسا ده چی اوس په مریخ کی څيړنې کوي . دوی هلته او نورو سیارو ته فضایي اوخلایي بیړۍ استوي او له هغه ځایه ورته انځورونه او معلومات رالیږي . آن دځينو سیارولکه مریخ څخه ورته د موادونمونې بیرته ځمکې ته رالیږي اودلته پری ساینسپوهان رنګارنګ تجربې کوي . ښایی په هغو کی داسی مواد هم وي چی راډیواکتیف وړانګې یا غازونه له ځانه سره راوړي اود ځمکې کره ککړه کړي . دغه رنګه دلمریز طوفانونو لړئ هم کیدای شي دځمکې کره اغیزمنه کړي . داهم امکان لري چی دسرمایدارانو د کمپنیو د لوګواودچاپيریال دککړتیا له کبله چی اقلیم یی بدل کړي ، د باکتریا او وایرسونو نوی مهلک شکل رامنځته شوی وي اویا په رامنځته کیدو کی وي . انسانان نه یواځی د امراضو دنوي توب سره مخ دي بلکه ټول موجودات یو قسم د خطرناک بدلون په حال کی لیدل کیږي . نوځکه دهرچا دځان او ټولو شریکه اندیښنه موجود ده .  که څوک فکرکوي چی زه یوفرد یم ، زما یی په نوروڅه . یا زه دنړۍ په دی ګؤټ کی اوسم ، دلته دې هوسا یم اوکه په هغه بل کونج کی په نورو هر څه تیریږي ، زما یی پری څه نو نن حالاتو ته دې وګوري . داسی یو افت راپيداشوی چی نه مسلمان ګوري اونه کافر، نه افغان ګوري اونه امریکایي ، هرڅوک چی په مخه ورشي لمنځه یی وړي . نوځکه پرهرچا فرض ده چی تردین اومذهب پورته دانسانیت فکروکړي اودخپل شریک کور، دځمکې دکرې اوپری موجود چاپيریال ساتنه او پالنه وکړي . لکه څنګه چی ځینی دنړۍ ویش کوي ، هغسی هم ممکنه نه بریښي . دانړۍ نه یواځې دسپين ده او نه یواځې دتور او غنم رنګ ده بلکی دټولو مشترک کوردی. مونږ باید داهم ومنو چی دځمکې سیاره یواځی دانسانانو هم نده بلکی د حیواناتو، پرنده ګانو ، حشراتو ، مایکروبونو، باکتریاو، باد ، اوبو، اور، عناصرو، نباتاتو اولنډه داچی د هرموجود کوردی . انسان پکی اشرف المخلوقات دی اوداشرف المخلوقات دا معنا نه ده چی پرنورو برتر ، ښه او پورته دی بلکی انسان مفکر اوناطق دی اوځواک لري چی طبیعت ته بدلون ورکړي نوځکه په انسان فرض ده چی دبقا په ټولو لارو پسی لټون وکړي اودبقا وسایل جوړکړي .


کوم خلک دکرونا وایرس دزیات خطر سره مخ دي ؟
واحد مشواني
فریمانټ ، کلیفورنیا 

دامریکا دامراضودمخنیوي مرکز( سي ډي سي) رپورټ ورکوي چی د کرونا وایرس له کبله په روغتونونو کی بسترشوو
ناروغانو ۹۰ ٪ هغه ناروغان وو چی مخکی یی یو یادوه کرونیک مرضونه درلودل  
ارقام ښئي چی اکثر ۴۹ عشاریه ۷ فیصده هغه ناروغان دي چی دوینې لؤړ فشار (بلډ پریشر) یی درلود. ۴۸ عشاریه ۳ فیصده چاغ خلک وو، ۳۴ عشاریه ۶ فیصده د شوشونو(لنګ) ناروغان ، ۲۸ عشاریه ۳ فیصده د شکرې (دیابیټس) ناروغان او ۲۷ عشاریه ۸ فیصده دزړه ناروغان وو.
لدی څخه زما اخیستنه داده چی د وینې دجګ فشار خلک لومړی درجه شمیر، چاغ خلک دوهمه درجه ، توبرکلوز، سالنډي ، نمونیا ، برانکایټس اود پلمونري رنځوران دریمه درجه ، دشکرې ناروغان څلورمه درجه اودزړه ناروغان پنځمه درجه په شمیرکی بسترشوي دي . لدی څخه د وایرس پروړاندی لږ مقاومت کوونکي په ترتیب سره له زیاتې فیصدي ترټیټي فیصدي څرګندیدای شي .
زما بله اخیسته داده چی که ډاکټران دغه پورتني روغتیایي ستونځې ولري (ځینی یی لري ) باید په کورکی قرنطین شي او په روغتونونو کی کار ونه کړي .

Tuesday, April 14, 2020

انسان ته انسان وباء راوړي

واحد مشواڼی
کلیفورنیا د ۲۰۲۰ کال داپریل ۱۴

په افریقا کی خلک وایي چی دکرونا وایرس د ابرقدرتونو په لاسونو جوړشوی وایرس دی چی هدف یی ښایي نظامي برتري ، د 
دوا جوړوونکو کمپنیو نوی مارکیټ چی خپلې نوې اوزړې دوایانې په لؤړ قیمت وپلوري ، دساینسپوهانو تجربه کؤل ، دجهان دواکمنانو په مشوره وبایي باکتریا او وایرسونه کارؤل ترڅو دنړۍ د نفوذ د چټکې زیاتیدنې مخنیوی وکړي . زه دیو څيړونکي اوژورنالیست په توګه ددې ټولو امکان منم او ځکه چی مونږ د مصنوعي وایرسونو وباوې لیدلي او په هکله مو خبرونه اوریدلي دي . لومړی ډؤل مصنوعي وایرس چی نن د (ایچ آی وي ) په نوم پيژندل کیږي ، په اتیایمو کلونو کی په افریقا کی راپيداشو اوهغه هم په شمپانزي بیزوګانو کی . ډیر ژر خلکو شک څرګند کړ چی دا په افریقا کی دغرب د ادویاتو د څیړونکو اختراع ده . دابیا نورهم په باوربدل شو چی کله خلکوته معلومات وشؤل چی په اروپایي ، امریکایي او اسیایي پرمختللو هیوادونو کی طبي اوساینسي څيړنې په حیواناتو کیږي او ترټولو زیات پکی بیزوګان او مږې کارول کیږي . وایي ډیر هغه بیزوګان بیرته په افریقایي ځنګلونو کی خؤشی شوي او دنسل په خپریدو کی یی د ایډز مرض منځته راغلی دی . دغه رنګه ایبولاپه افریقایي هیوادونوکی ، سارس ، سواین ویروس ، انترکس اود کرونا څلورډؤلونه په اسیایي ، اروپا اوامریکا کی راپيداشؤل اوددې ټولو وایرسونوسرچینه په حیواناتو اوچرګانو کی وه . په چرګانو اونورو لویوحیواناتو کی د واکسینواو انتي بیوتیک (انتي بیاتیک) په کارولو ښایي دا شک په باور بدل شي چی ددغو واکسینو تجربې په حیواناتو او چرګانو مخکی لمخکی شوي دي . چرګان اوحیوانات په لابراتوارونوکی دتجربولپاره ساتل شوي دي . هغوی په قصدي توګه په وایرسونواوباکتریاو اخته شویدي او امراض یی زیږولي او بیا پری دواکسینو او دوایانو تجربې شویدي .
د انترکس وایرس چی په حیواناتو لګیږي اوانسانانو ته نقلیږي ترډيره عمره پاتی کیږي اولمنځه نه ځي ، دکرونا په څير دانسان شوشونه اوپوستکی ناروغوي او د مرګ سبب هم ګرځي . څيړنو ښوؤلې چی په انترګ مړسپي ۷۰ کاله وروسته هم دانترک وایرس انسانانو ته لیږدولای شي نو هغه چینایان اونورهیوادونه چی دسپيو غؤښې خوري ، حالتونه به یی څنګه وو.
څوکاله مخکی یو امریکایي ساینسپوه په امریکا کی د انترکس په نوم وایرس او باکتریا جوړه کړه اوځینو خلکو ته یی د پوستې له لارې ولیږله چی په نتیجه کی یی دیوې پوسته خانې چینایي نژاده کارکوونکی مړه شوه او ځينې نور سخت ناروغ شؤل . دغه وخت کی د سپتمبر د ۱۱ تروریستي حملې هم شوې وې چی دا خبر هم له رسنیو خپورشو او خلک یی پریشانه کړل . زه پدغه وخت کی د نیوجرسي ایالت د میتسوي سومیتومو انشورنس کمپنۍ په میل روم کی په کار ګومارل شوی وم چی د فیډیکس یو پاکټ راغی چی نا بلد بوی یی کاوه . ما هغه پاکت خپل مینجر ته ورکړ او هغه ان تر پولیس ستیشن ورساوه . وروسته له یوې هفتې یی زه هم د تحقیقاتو لپاره پولیس ستیشن ته وروغوښتلم . لنډه داچی یوه ورځ زه هم داسی کلکی تبې ونیولم او ځان می هغه ډاکټر ته ورساوه چی ماته د صحت بیمې شرکت نومولی و. مازیګر و، معاینه خانې ته ورورسیدم ، په دروازه کی وغورځيدم ،بیا پورته شوم اوتر ریسپشن می ځان ورورساوه . خپل بد حالت می ورته بیان کړاودمرستې غوښتنه می وکړه خو راته ویي وئيل چی ته اپوینټمنټ نه لری نوډاکټر تا نشي لیدلای اوکه تکلیف دې زیات وي نو ایمرجنسي ته لاړشه . ما ورته زاري وکړه چی مرسته راسره وکړئ ځکه چی زه توان نه لرم چی له جیبه زرګونه ډالر ورکړم او زما بیمه دشپې لخوا د ایمرجنسي مصارف نه راکوي . زما زاریو او ښکاره بد حال په هغو امریکایانو هیڅ اغیزه ونه کړه . ما ته هم خپل حیثیت معلوم و چی دهغه شرمیدلي هیواد یم چی وئيل کیږي په (ولډ ټریډ سنټر) یی حمله کړیده . په ډير تکلیف می خپل ځان داوسیدو اپارتمان ته ورساوه . ټوله شپه راباندی زنکدن تیرشو، تبه خو څه کوئ چی آن له غؤږونو می وینې جاري شوې . سهار می ټيکسي کی ځان واچاوه او شفاخانې ته می ځان ورساوه . د خولې لاړې یی راته معاینه کړې، یوڅوګولئ یی راکړې ومې خؤړې اونرسې راته وویېل چی ته د انترکس په نوم وایرس نیولی یی .
له هغه وخته می په څيړنو لاس پوری کړی او ښایي چی زه به یواځینی افغان وم چی په اتنرنیټ کی می د ساینسپوهانو پرخلاف خپل اندونه خپاره کړل اودوی می ترهربل جنایتکار څوځله وړاندی جنایتکاران او مجرمین وګڼل . زه اوس هم په دی أند یم چی ټول ساینسپوهان اوڅيړونکي په یوه کته ګوري کی نه راځي ځکه چی انسانیت هم دساینسپوهانو په زیارونو ژغورل کیږي خو داسی ساینسپوهان چی انسانانو ، ژوندي موجوداتو اوطبیعت ته تاوان رسوي ، بی له شکه بی وجدانه جنایتکاران دي . دوی دبشریت ضد وسلې ، کیمیاوي ، زروي ، بیولوژیکي ، وړانګیزاو رواني توکي اختراع کوي . زمونږ دځمکې سیاره هم دهمدغو بی وجدانو ساینسپوهانو او تکنالوژیو له لاسه په خطر کی غورځيدلې ده . ساینس او تکنالوژي باید دبشر اوطبیعت د بقا ء لپاره کاروکړي ، نه د سرمایه دارانو دکمپنیو او تجارت لپاره .  

Tuesday, April 07, 2020

هوږه (سیر) دبدن ددفاعي سیستم (ایمیون سیستم) دتقویې عالي خواړه
واحد مشواني
فریمانټ ، کلیفورنیاد اپریل ۶ ، ۲۰۲۰

څيړنو ډيره ښه په ډاګه کړې چی هوږه (سیر) دبدن ددفاعي سیستم دپياوړتیا اغیزناک توکي لري . که دچا دوینې فشار په عادي 
حالت کی وي او هوږه هم خوري نو په همدغه کچ یی ساتي . دغه رنګه د وینې کولیسترول هم په صحتمند حالت کی ساتي .
بله مهمه دنده چی تازه هوږه یی په بدن کی سرته رسوي هغه دبدن د زهري موادو صفایي ده . هوږه غښتلي انتای اکسیدنت لري . له ډيرپخوا څخه هوږه دزړه دروغتیا لپاره کاریده خونوې څيړنې ښئي چی ددې بوټي اغیزمنتیا پدی کی هم ده چی دبدن ددفاعي سیستم عکس العمل اوفعالیت باوري ساتي .
تاسو ته به څرګنده وي چی د بدن دفاعي سیستم (ایمیون سیستم ) د څوکیدار دنده سرته رسوي اودوینې له سپينو کورویاتو جوړ دی . کله چی په بدن خاریجي جنسیتونه چی (فري راډیکالس) ورته وایي په بدن حمله وکړي ، دوینې سپين کرویات یی مخه نیسي اولمنځه یی وړي .
دبدن دفاعي سیستم خورا حیاتي اومهم سیستم دی چی د وایرسونو اوباکتریاو په خلاف فعالیت کوي اوکله چی دغه سیستم کمزوری اویا پکی خلل پيداشي ، د وایرسونو او باکتریاو پرخلاف فعالیت نشي کؤلای او انسان دمختلفو ناروغیو سره مخ کیږي .
 د بیلګې په توګه ، کمپيلوباکتر د کولمو یو عام ډؤل باکتریاده چی د کولمو د تکلیف باعث ګرځي . د انتي مایکروبئیل کیموترافي په ژورنال کی خپره شوې څيړنې څيړنې موندلې چی هوږه د کمپيلوباکتر باکتیریم پرخلاف ډيره اغیزمنه وه .
په یوه بله تجربه کی څرګنده شوې چی د هوږې (سیر) څخه کښل شوې ماده بدن اماده کوي چی د وایرسونو پرخلاف عمل وکړي . دغه رنګه درنځونو په مخنیوي کی او له ځينو ناروغیوڅخه په چټکۍ رغیدلوکی هوږه د توجه وړ رول لوبوي .
تازه هوږه د (الیین) په نوم یوه ماده لري چی کله وژوؤل شي نو په (الیسن) بدل شي . په هوږه کی داهغه فعاله ماده ده چی طیبي مالیکیتونه لري لکه په بدن کی د وینې دسپينو کورویاتو (دوینې سپين حجرات ) تقویه کوي چی د مایکروبونو پرخلاف فعالیت وکړي.
د قلبي امراضودتداوي لپاره هوږه ښایي ځکه استعمال شوي وي چی دا حیرانوونکی بوټی د وینې د کولیسترولو اندازه بهتروي اود زړه دحملې په مخنیوي کی مرستندویه کیږي .
‏یکشنبه‏ د 2020‏ د اپريل‏ 6

Tuesday, March 24, 2020


بی مشورې درمل کارؤل

واحد مشواني
فریمانټ ، کلیفورنیا ، د۲۰۲۰ دمارچ۲۴

ګرانودوستانو ، الله مو روغ لره .

له کومه وخته چی دکرونا دوایرس وبأ او ویره خپره شوې ورسره دمختلفو خلکومنابعواومراجعولخوا ددرملنودمختلفو تدابیرو، وسیلو اودواګانوپه هکله په انټرنیټ کی مختلفې مشورې هم خپریږي چی کله ناکله دخپلسرو کارؤنو په نتیجه کی خطرناکې ثابتیږي اوکله خو آن د مرګ سبب کیږي . نوداچی د کرونا ترڅنګ دنورو روغتیایي ټکرونو څخه ځانونه اوکورنۍ وساتوو ، لازمه می وګڼله چی ددوا\درمل په هکله هم اګاهي ولرئ . زمونږ هیواد له بده بخته او کله د نابرۍ اوناپوهۍ له کبله د حیاتي مشکلاتو سره مخامخ کیږي . بی مسؤلیته اوبی ارزښته جګړې ، تجارتي سیاستوال ، ساري اوغیر ساري رنځونه ، غیرمسلکي اوجعلي ډاکټران ، خیانتونه ، جعلي درمل او وحشي ذهنیتونه ، رواجونه اوعقاید د یوسالم ملت دپایښت اودیویوسالم نسل په راټوکیدو کی زهرجن اومرګونی رول لوبوي .
دالیکنه ددرملود سمې کارونې اوله کبله یی د خطرونودمخنیوي په پار ده . هیله ده چی ستاسوسره  د ډاکټراودرملو په انتخاب او کارؤنه کی مرسته وکړي .  
په نړۍ کی خورا ډيرخلک ځینی درمل پرته دډاکټر له مشورې کاروي . په دې خلکو کی د پرمختللوهیوادونو وګړي هم شامل دي . ددی خلکوتوپير دادی چی دپرمختللوهیوادونو خلک نشي کؤلای پرته د ډاکټرله نسخې ، حساسې او سپارښت شوې دواوې راونیسي خوځينو درملو ته پرته دډاکټر له نسخې اجازه ورکړل شوې چی هر څوک یی داړتیا په وخت کی واخلي . دارنګه درمل په عمومي توګه د لومړیو بیړنیو روغتیایي ستونځو لپاره وي چی ضمني اثرات اود سملاسي خطرونو ډار نه لري اویا ډیر کم وي . ددې سره دا درمل پخپل پيک باندی د اسعمال اړوندې مشورې لیکلي وي چی هرڅوک کؤلای شي چی تر اخیستو وړاندی یی ولؤلي .
بل هغه درمل دي چی یوازې د ډاکټر په نسخه له درملتون څخه ترلاسه کیدای شي . دې درملو ته دډاکټر لخوا سپارښتي درمل وایي . کله چی درنځ دتشخیص څخه وروسته ډاکټر درنځ ضد درمل په نسخه سپارښت (پریسکرایب) کوي نو نرس ته هدایت هم کوي چی دمربوطې دوا په هکله ناروغ ته لازمې لارښوؤنې وکړي . اوکله چی له درملتون څخه سپارښتي درمل ترلاسه کیږي نو هلته فارمسیست هم اړینې لارښوؤنې کوي . د هغوی په لارښوؤنو کی ددوا ډوز، دخوراک وخت ، د غذا سره ترکیب اود کورس دوره شامله وي . دوی مخکی له مخکی له ناروغ څخه داهم پوښتي چی ایا دکومې دوا سره حساسیت لري کنه ، ایا نور درمل هم کاروي کنه ، عمر، وزن او لؤړوالی یی څومره دی اود دوا دخوراک او ناروغیو تاریخچه یی څنګه ده نو ددې معلوماتو او د لیبراتوري د نتیجو په پایله کی لازم درمل ، ډوز او دکورس موده ټاکي .
   که تاسو د کوموخؤړو، د خوراکي توکو سره حساسیت (الرجي) لرئ نو په خپل سر دواګانې مه استعمالوئ او ټولې دوګانې مو له ماشومانو لری او په خوندي ځای کی وساتئ . دغه رنګه هغه درمل چی سرخلاصي وي اود اغیز موده یی تیره شوي وي ، مه استعمالوئ . داچی افغانستان ته زیاتره دواګانې له پاکستانه وړل کیږي دناروغانو شکایتونه هم ورسره بی شمیره دي . ددې علت دادی چی پاکیستانۍ دوا ګانې په فارمسي طریقو نه وي جوړې شوې ، په درملوکی هغه مواد نه وي چی رنځ تداوي کړي او د اغیز موده اوتاریخ یی نشي ثابیتیدای . په افغانستان کی بل غټ مشکل دجعلي او ګڼکپو تش په نوم ډاکټرانو دی چی نه تشخیص کؤلای شي ، نه په انګلیسي پوهیږي چی ددوا دترکیب اوجوړښت مواد وپيژني اونه لیاقت اوتجربه لري چی د لیبراتوري نتیجې ارزیابي کړي . داسی خلکو که انسانیت ، اسلامیت ، مسؤلیت او وجدان درلودلای نوولی به یی د ناپوهو اوغریبو افغانانو قتلونه کؤلای .
زما دورورۍ اوخواخوږۍ مشوره داده چی ددناروغتیا له پيل سره سم ځانونه اویا دکورغړي اصلي اومتخصص ډاکټر ته ورسوئ او د هماغه ډاکټر دهدایت سره دوا وکاروئ .
هرډاکټر چی ددرملو پنډونه درکوي ، بی له شکه ډاکټر نه دی ، یومداري تجاردی او ځانونه تری داسی ساتئ لکه له مردکي چی ځانساتئ .

 ګرانو لوستونکو،دشخصي سرګردانۍ له کبله په طبیعي درملنه لیکنه کی وقفه راځي خو کوښشکوم چی دا دښیګړې کار ترهغو پرمخ بوځم تر څو چی ؤس او وخت راس...